په افغانستان کې ټاکنې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

که څه هم د شلمې پیړۍ په اوږدو کې افغانستان ولسي ټاکنې درلودې، خو کله چې د سیاسي رژیمونو بدلونونو سیاسي دوام ګډوډ کړ، له امله یې په ټاکنیزو بنسټونه کې هم بدلونونه راغلي دي. آخري ټاکنې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په چوکاټ کې ترسره شوې، چې د طالبانو له لوري د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې باطلې شوې. د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې طالبانو د ټاکنو کمېسیون منحل کړ. د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې، کله چې وپوښتل شول چې آیا طالبان به ټاکنې ترسره کړي، د مشر لومړي مرستیال سراج الدین حقاني وویل چې دا پوښتنه " مخکې له وخته ده ". [۱][۲]

د افغانستان شاهی دولت[سمول]

۱۹۴۹کال[سمول]

په ۱۹۴۹ کال کې، د افغانستان لومړي وزیر شاه محمود، د ملي شورا نسبي آزادو ټاکنو ته اجازه ورکړه چې په پایله کې د افغانستان اووم پارلمان (۱۹۴۹ – ۱۹۵۱) را منځ ته شو.چې دا پارلمان د "لیبرال پارلمان" په نوم یادېږي او په حکومت او دودیزو بنسټونو کې یې اجازه ورکړه،ترڅو سیاسي اپوزیسیون ډلې را ژوندی کړي او ځینې لیبرال اصلاحات، لکه د آزادو مطبوعاتو لپاره قوانین، یې پلي کړل. دا اووم پارلمان و، نو اټکل کېږي چې شپږم باید له ۱۹۲۴ او ۱۹۴۵ کلونو په موده کې ټاکل شوی وي.[۳][۴][۵]

۱۹۵۲ کال[سمول]

د افغانستان د ۱۹۵۲ کال پارلماني ټاکنې د ۱۹۴۹ کال له ټاکنو د شاتګ یو ګام ګڼل کېږي. په ۱۹۵۱ او ۱۹۵۲ کلونو کې د لیبرالیزیشن د پای ته رسولو په برخه کې د حکومت د کړکېچ د یوې برخې په توګه، په ۱۹۵۱ کال کې د کابل او غزني پوهنتونونو د محصلینو اتحادیې منحل شوې، په حکومت نیوکه کوونکې ورځپاڼې وتړل شوې، او د اپوزیسیون زیاتره مشران زنداني شول. [۶]

۱۹۶۴ کال[سمول]

په ۱۹۶۴ کال کې، پاچا محمد ظاهر شاه د لویې جرګې د رابللو امر وکړ. دا یوه ملي غونډه وه چې د ملي شورا، مشرانو جرګې، سترې محکمې او د اساسي قانون د دواړو کمیسیونونو غړو پکې ګډون درلود، ترڅو د افغانستان د نوي اساسي قانون مسوده ترتیب او تصویب کړي. د شورا ۱۶۷ غړي د ولایتونو له خوا ټاکل کېدل او ۳۴ غړي په مستقیمه توګه د پاچا له لوري ټاکل کېدل. که څه هم د ۴۵۲ غړو له ډلې (د شپږو ښځو په ګډون) زیاتره چارواکي وو چې تمې سره سم یې د شاهي کرښې ملاتړ کاوه، د ۱۹۶۴ کال د سپټمبر په لویه جرګه کې له ټول ولس څخه استازي وټاکل شول. که څه هم حکومت زیاتره احتمالي مخالفان فلتر کړل، "په ټوله کې ... د لویې جرګې استازو ظاهراً د ټولنیز، سیاسي او مذهبي لیدلورو بشپړ استازیتوب وکړ."[۷]

۱۹۶۵ کال[سمول]

د ځينو ستونزو لکه پراخه بېسوادۍ، د رایه ورکوونکو لږ شمېر، د سیاسي ګوندونو نه شتون، او په پایلو کې د دولتي چاوراکو د نفوذ د هڅو تر څنګ، زیاتره څارونکي په دې اند دي چې  د ۱۹۶۵ کال ټاکنې د پام وړ عادلانه وې. په ۲۱۶-کسیزه ولسي جرګه کې د شاهي دولت مخالفانو، د پاچا د پلویانو، د سیاسي ډګر چپ اړخي او ښي اړخي ملتپالو پښتنو، متشبثینو او صنعتګرانو، سیاسي لیبرالانو، یوه کوچنۍ کیڼ اړخې ډلې، همدارنګه محافظه کار اسلامپالو مشرانو چې لا هم د سیکولریزم مخالفت کاوه، استازیتوب درلود. دا د افغانستان دولسم پارلمان و، نو له دې وړاندې په ۱۹۵۵ – ۱۹۶۲ کلونو کې هم باید ملي شورا دری نورې ټاکنې شوې وي. [۸][۹]

۱۹۶۹ کال[سمول]

د ۱۹۶۹ کال پارلماني ټاکنې چې د ګډونوالو شمېر يې د ۱۹۶۵ کال د ټاکنو په پرتله خورا ډېر نه و، یو داسې پارلمان یې رامنځ ته کړ چې یو څه ناڅه یې د واک وېش او د کلیوالي افغانستان نفوس  منعکس کړ، او د ځمکې محافظه کاره مالکان او سوداګر په کې برلاسي وو او د پخوا په پرتله زیات غیر پښتنو لاره پیدا کړه. زیاتو ښاري لیبرالانو او ټولو ښځینه استازو خپلې چوکۍ له لاسه ورکړې. په نوي دیارلسم پارلمان کې ډېر لږ کیڼ اړخه استازي وو، که څه هم حفیظ الله امین (چې د متحده ایالاتو تحصیل یافته د ریاضیاتو ښوونکی و) او ببرک کارمل د پلازمینې کابل له نږدې ولسوالیو څخه وټاکل شول. [۱۰]

د افغانستان جمهوریت (۱۹۷۳ – ۱۹۷۸)[سمول]

د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت (۱۹۷۸ – ۱۹۹۲)[سمول]

۱۹۸۷ کال[سمول]

د شوروي تر ملاتړ لاندې افغان کمونست حکومت په ۱۹۸۷ کال کې یو قانون معرفي کړ چې د نورو سیاسي ګوندونو د جوړولو ته یې اجازه ورکوله او اعلان یې وکړ چې د ایتلافي حکومت د را منځ ته کېدو په حالت کې به د اپوزیسیون له استازو سره د واک شریکولو ته چمتو وي او نوی اساسي قانون یې تدوین کړ چې یو نوي دوه مجلسه ملي شورا چې د مشرانو جرګې (سنا) او د استازو جرګې (ولسي جرګه) څخه جوړه شوې وه، لاره هواره کړه او ولسمشر چې په غیر مستقیم ډول د ۷ کلونو لپاره ټاکل کېده.[۱۱][۱۲]

په ټول هیواد کې سیمه ایزې ټاکنې د ۱۹۸۷ کال په اګست کې ترسره شوې، چې ویل کېږي لوی شمېر ټاکل شوي استازي د خلق ګوند غړي نه وو. د سپټمبر په ۳۰ نېټه، محمد نجیب الله د رایو په اتفاق د انقلابي شورا د رئیس په توګه وټاکل شو. د ۱۹۸۷ کال د نومبر په میاشت کې یوې لویې جرګې د رایو په اتفاق نجیب الله د دولت د رئیس په توګه وټاکه. [۱۳]

۱۹۸۸ کال[سمول]

د ۱۹۸۸ کال د اپرېل په میاشت کې د نوې ملي شورا د دواړو جرګو لپاره ټاکنې وشوې. د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د ولسي جرګې ۴۶ چوکۍ ترلاسه کړې او د ملي جبهې، چې ۴۵ چوکۍ یې وګټلې وې، او د بېلابېلو تازه تاسیس کیڼ اړخو ګوندونو چې ۲۴ چوکۍ یې ګټلې وې، په ملاتړ یې د دولت کنترول په لاس کې واخیست. که څه هم مجاهدینو دا ټاکنې تحریم کړې وې، خو حکومت د ولسي جرګې له ۲۳۴ چوکیو څخه ۵۰ او په مشرانو جرګه کې یې هم لږ شمېر چوکۍ په دې هیله خالي پرېښودې چې وسله وال یاغیان جګړه پای ته ورسوي او په ټاکنو کې برخه واخلي.[۱۴][۱۵]

د افغانستان اسلامي دولت[سمول]

۱۹۹۲ کال  [سمول]

د شوروي د پوځونو له وتلو او د ۱۹۹۲ کال د اپرېل په میاشت کې د کمونیستي حکومت له نسکورېدو وروسته، د ۱۹۹۲ کال په ډسمبر کې د ولسمشرۍ لپاره غیر مستقیم انتخابات ترسره شول. د صدراعظم تر مشرۍ لاندې، د ۱۹۹۳ کال د جون په میاشت کې یو موقت حکومت جوړ شو. [۱۶]

د افغانستان اسلامي جمهوریت (۲۰۰۳ – ۲۰۲۱)[سمول]

د افغاني ټولنې د پراخه بې سوادۍ له امله، د افغانستان د اسلامي جمهوریت په دوره کې رای-پاڼو د نوماندانو انځورونه له ځانه سره درلودل، چې هر نوماند د خپلې خوښې یو سمبول هم درلود. محافظه کاره پښتنو ولسوالیو د ښځینه رای ورکوونکو د راجستر لپاره "وکالت" سیسټم وکارو، چې په ځانګړې توګه د درغلیو په برخه کې حساس و. [۱۷][۱۸]

۲۰۰۴ کال[سمول]

د بن د ۲۰۰۱ کال د تړون پر بنسټ، ټاکل شوې وه چې افغانستان په ۲۰۰۴ کال کې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې ترسره کړي، تر څو د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د امریکا په ملاتړ د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د انتقالي حکومت ځایناستی شي. ولسمشریزې ټاکنې په ۲۰۰۴ کال کې ترسره شوې، خو پارلماني ټاکنې د ۲۰۰۵ کال د سپټمبر تر نیمايي پورې ترسره نه شوې. حامد کرزي په ٥٥،٤ سلنه رايو او د ټولو کانديدانو په پرتله درې چنده زياتې رايې ترلاسه کړې. [۱۹][۲۰][۲۱]

۲۰۰۵ کال  [سمول]

د ۲۰۰۵ کال د سپتمبر په ۱۸ نیټه د افغانستان پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شوې. د درغلیو د تورونو له امله د ټاکنو وروستۍ پایلې وځنډیدې او بالاخره د ۲۰۰۵ کال د نومبر په ۱۲ نیټه اعلان شوې.

پخوانیو جنګسالارانو او د هغوی پلویانو په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې (چې د مشرانو جرګې غړي ټاکي) اکثریت چوکۍ ترلاسه کړې. په ولسي جرګه کې ۲۸٪ چوکۍ ښځو وګټلې، چې د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون پر بنسټ له ۲۵٪ تضمین شوو څخه شپږ زیاتې وې.

د رای ورکونکو ګډون شاوخوا ۵۰ سلنه اټکل شوی و، چې د ۲۰۰۴ کال د اکتوبر د ولسمشریزو ټاکنو په پرتله خورا کم و. دا د افغانستان د نوي ټاکنیز قانون پر بنسټ د رسمي ګوندونو د نشتوالی له امله و، چې په زیاتره حالاتو کې روښانه نه وه چې رایه ورکوونکي چاته رایه ورکوي.  

۲۰۰۹ کال[سمول]

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې د ۲۰۰۹ کال د اګست په ۲۰ نېټه ترسره شوې. په دې ټاکنو کې په پراخه کچه د امنیت نشتون، تاوتریخوالی، د رای ورکوونکو خورا کم ګډون، او په پراخه کچه د رایو د صندوقونو ډکول، تهدید، او ټاکنیزې درغلی د پام وړ ستونزې وې. د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون له ۲۸۰۰ څخه زیات شکایتونه ترلاسه کړل، چې زیاتره یې په ټاکنو کې د بې نظمیو، د رایو د صندوقونو د ډکولو او د رای ورکوونکو د تهديد په اړه وو. نیویارک ټایمز لیکلي، "درغلۍ دومره پراخه وې چې د ټولو رایو نږدې څلورمه برخه باطله اعلان شوه." د ټایمز د یوې مقالې له قوله، "نږدې ۱.۶ میلیونه ثبت شوې رایې د هغو ټاکنو څخه لرې شوې چې نړیوالې ټولنې ته یې له ۳۰۰ میلیونو ډالرو څخه زیات لګښت درلود." (یو بل اټکل وايي چې لګښت ۵۰۰ میلیونه ډالر و.)[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

ملګرو ملتونو او د ټاکنو رسمي څارونکو د اګست په ۲۰نېټه د ټاکنو په لومړي پړاو کې د رایې ورکوونکو ګډون یوازې د ۳۰ او ۳۳ سلنه تر منځ ښودلی و. [۲۹][۳۰][۳۱]

د متحده ایالاتو او متحدینو تر سخت فشار لاندې، د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر په ۲۰نېټه، ولسمشر حامد کرزي پخپله او د هغه دې اصلي سیال، عبدالله عبدالله ترمنځ د دوهم پړاو ټاکنو ته خپل رضایت وښود چې د نومبر په ۷ نېټه ترسره کېدې. بالاخره د نومبر په لومړۍ نېټه، عبدالله اعلان وکړ چې نور په  دوهم پړاو ټاکنو کې برخه نه اخلي ځکه چې د ټاکنو په کمېسیون کې د بدلون په اړه د ده غوښتنې نه دي پوره شوې او "رڼې ټاکنې ناشونې دي." د ۲۰۰۹ کال د نومبر په دوهمه، یوه ورځ وروسته د ټاکنو د همدې کمیسیون چارواکو د ټاکنو دوهم پړاو لغوه کړ او د بلې پنځه کلنې دورې لپاره یې حامد کرزی د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان کړ. د نیویارک ټایمز په وینا، کرزی او د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو تر سخت فشار لاندې وو چې د دوهم پړاو ټاکنې لغوه کړي. خو عبدالله ویل، چې دا ټاکنې هېڅ قانوني بنسټ نه لري او افغانان د یوه ښه حکومت مستحق دي. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

۲۰۱۰ کال[سمول]

راتلونکې پارلماني ټاکنې د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر په ۱۸ مه ترسره شوې. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشر سټیفن ډی میستورا د ۲۰۱۰ کال د جولای په میاشت کې دا ټاکنې د "ټولو ستونزو مور" وګڼلې. هغه وویل، «دا د سویس انتخابات نه دي، دا د افغانستان انتخابات دی». هغه وویل چې دا پېښه د لویدیځ د ډیموکراسۍ د تعریف سره سمون نه لري. له ۲۶۰۰ څخه زیات نوماندان، د ۴۰۰ څخه د زیاتو میرمنو په ګډون، د چوکۍ لپاره نوماندان وو. [۳۹][۴۰]

د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر د ټاکنو پرمهال، په ځینو سیمو کې طالبانو کلیوال خلک د ګډون په صورت کې تهدید کړل. په کلیو کې خلکو رایه ور نه کړه ځکه چې طالبانو د شب نامو په خپرولو خبرداری ورکړ چې د هر هغه چا ګوته به پرې کړي چې په نه پاکېدونکي رنګ  وموندل شي چې دا رنګ د ځو ځله رایه ورکولو د مخنیوي لپاره کارېده. [۴۱]

د ۲۰۱۰ کال د نومبر په وروستیو کې، د ټاکنو کمیسیون یوه ویاند وویل چې د افغانستان د ټاکنو کمیسیون ۲۱ نوماندان یې د سپټمبر د ۱۸ نېټې د پارلماني ټاکنو لپاره د درغلیو په تور غیر واجد اعلان کړل. د ټاکنو د نسبي پایلو پر بنسټ ۱۹ نوماندان د بریاليو نوماندانو په سیالی کې مخکښ وو، په داسې حال کې چې دوه نور د ټاکنو په ګټلو کې پاتې راغلي وو. [۴۲]

۲۰۱۴ کال[سمول]

د ۲۰۱۴ کال د اپرېل په ۵ نېټه په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې. برحال ولسمشر حامد کرزی د دورو د محدودیت له امله دنوماندۍ لپاره وړ نه و. د ٢٧ نوماندانو ابتدايي لیست ٨ ته راټيټ شو چې مخکښ نوماندان عبدالله عبدالله او اشرف غني وو. د درغلیو تورونو وروستۍ پایلې له خڼډ سره مخ کړې. د رایې ورکولو د ۲۳،۰۰۰ مرکزونو له ډلې د ۱۹۰۰ مرکزونو رایې بیا شمېرنې ته لاړې. بالآخره د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر کې غني ګټونکی اعلان شو. [۴۳][۴۴]

۲۰۱۸ کال[سمول]

د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۲۰ نېټه،  د ولسي جرګې د غړو د ټاکلو لپاره پارلماني ټاکنې ترسره شوې. په اصل کې دا ټاکنې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۱۵ پلان شوې وې، خو لومړی د ۲۰۱۸ کال د جولای ۷ نېټې ته او بیا د اکټوبر ۲۰ نېټې ته وځنډول شوې. د ټاکنو مقدماتي بحثونو زیاتره د هېواد د ټاکنیزو قوانینو پر اصلاح تمرکز درلود. وروسته، نوی پارلمان د ۲۰۱۹ کال د اپرېل په ۲۶ پرانیستل شو.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

سرچينې[سمول]

  1. (په 25 December 2021 باندې). 'No need': Taliban dissolves Afghanistan election commission. Al Jazeera.
  2. کينډۍ:Cite tweet
  3. The state of the media in Afghanistan
  4. Regional Surveys of the World - Far East and Australasia 2003 34th ed. p.62
  5. "Afghanistan Country Study". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Afghanistan Country Study". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Afghanistan Country Study". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Regional Surveys of the World - Far East and Australasia 2003 34th ed. p.62
  9. "Afghanistan Country Study". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Afghanistan Country Study". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. History.com: Afghanistan[مړه لينکونه]
  12. The Europa World Year Book 2003, Volume 2, 2002 43rd, Taylor & Francis Group p.400
  13. The Europa World Year Book 2003, Volume 2, 2002 43rd, Taylor & Francis Group p.400
  14. History.com: Afghanistan[مړه لينکونه]
  15. The Europa World Year Book 2003, Volume 2, 2002 43rd, Taylor & Francis Group p.400
  16. History.com: Afghanistan[مړه لينکونه]
  17. Coll, Steve (2019). Directorate S: The C.I.A. and America's Secret Wars in Afghanistan and Pakistan. Penguin Group. د کتاب پاڼې 381. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780143132509. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Coll, Steve (2019). Directorate S: The C.I.A. and America's Secret Wars in Afghanistan and Pakistan. Penguin Group. د کتاب پاڼي 652–653. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780143132509. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. March 2005 UN Security Council report on parliamentary elections delay
  20. New Leader Urges Foes To Surrender
  21. Clan Leader Turned Statesman: Hamid Karzai
  22. Afghan commission orders first ballots invalidated
  23. Wave of Attacks Engulfs Afghanistan
  24. "Afghanistan's Troubled Election". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Afghan election results give Karzai 55% of vote
  26. Hamid Karzai faces another ballot after 1m votes ruled out
  27. Karzai Agrees to November 7 Runoff in Afghanistan
  28. Afghanistan's runoff election must be delayed
  29. Afghanistan's runoff election must be delayed
  30. AIHRC-UNAMA Joint Monitoring of Political Rights, Presidential and Provincial Council Elections, Third Report, 1 August – 21 October 2009
  31. Dr Abdullah 'makes history' in challenge to Afghanistan's president Hamid Karzai
  32. Karzai Agrees to November 7 Runoff in Afghanistan
  33. Hamid Karzai agrees to run-off amid fears of more violence and fraud
  34. Afghan elections - an uncertain future
  35. With New Afghan Vote, Path Forward Is Unclear
  36. Karzai Gets New Term as Afghan Runoff is Scrapped
  37. Obama calls Afghan election 'messy' but upholds its final outcome Archived 2009-11-05 at the Wayback Machine.
  38. Abdullah Says Karzai’s Confirmation as Afghan President Illegal
  39. "U.N. official: Taliban knows they can't win war"
  40. "Pentagon expects tough Afghan fight"
  41. Taliban Plans Attacks to Disrupt Afghan Vote Intended to Promote Stability Bloomberg September 16, 2010
  42. (په 2010-11-21 باندې). 21 candidates disqualified from Afghan elections.
  43. (په October 31, 2012 باندې). Afghans will hold presidential election in spring. USA Today.
  44. . Afghan election result delayed after fraud allegations. Afghanistan Sun
  45. (په 18 January 2016 باندې). Afghan Panel Sets Election Date, Drawing Government Criticism.
  46. "International News: Latest Headlines, Video and Photographs from Around the World – People, Places, Crisis, Conflict, Culture, Change, Analysis and Trends". ABC News. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "A Round Up Of Saturday's Parliamentary Elections – TOLOnews". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. https://www.usnews.com/news/world/articles/2018-10-19/voting-begins-in-afghan-parliamentary-polls-despite-threats کينډۍ:Bare URL inline
  49. "Afghanistan Sets Date for Parliamentary and District Elections After 3-Year Security Delay". 1 April 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "Electoral Reform, or rather: Who will control Afghanistan's next election?Afghanistan Analysts Network – Afghanistan Analysts Network". www.afghanistan-analysts.org. 17 February 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. "Ghani Inaugurates Afghanistan's Parliament | TOLOnews". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)