په افغانستان کې لېږد را لېږد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې ترانسپورتي چارې تر ډېره د سړکونو، اوسپنې پټلۍ او هوا له لارې ترسره کېږي. د افغانستان د سړکونو د شبکې لویه برخه د ۲۰مې پېړۍ له نیمايي را وروسته جوړه شوه، خو د همدغې پېړۍ په وروستیو دوه لسیزو کې د سیاسي کړکېچونو له امله د رامنځته شوې جګړې پر مهال ونړول شوه. اوس مهال د افغانستان د اسلامي امارت چارواکي هڅه کوي د افغانستان د اسلامي جمهوریت له دولت سره د جګړې پر مهال د دوی د خپلو او نورو وسله والو له خوا ویجاړې کړای شوې لویې لارې، واټونه او پلونه بېرته ورغوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

په وچه کې چاپېر افغانستان هېڅ سمندري بندر نه لري، خو د آمو سیند څخه چې د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان سره د دغه هېواد د پولې په اوږدو کې بهېږي په پام وړ کچه د توکو په لېږد را لېږد کې ګټنه کېږي. په وروستیو کلونو کې د دغه هېواد د هوايي ډګرونو، سړکونو، د اوسپنې پټلۍ د شبکې او همدارنګه ځمکنیو بندرونو بېرته رغول لامل وګرځېدل چې افغانستان چټکه اقتصادي وده وکړي. تر ۲۰۲۱ زکال پورې په افغانستان کې د فعالو هوايي ډګرونو شمېر ۴۶ ته ورسېد.[۷]

سړک[سمول]

د افغانستان ډیری اصلي لویې لارې د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د شوروي اتحاد او متحده ایالاتو په مرسته کریړ شوې. شوروي اتحاد په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د سالنګ د تونل په ویستو سره د سالنګ لویه لار جوړه کړه چې د افغانستان شمال او ختیځ یې له یو بل سره ونښلوه. ورته مهال د افغانستان د مهمو ښارونو؛ هرات، مزار شریف، لښکرګاه، کندهار، غزني، کابل او جلال آباد نښلونکې لویه لار چې د ګاونډي پاکستان هېواد له لویو لارو سره هم وصلېږي د دغه هېواد د سړکونو د سیسټم اصلي برخه جوړوي.

په ټولیزه توګه د دغه هېواد د سړکونو د شبکې بشپړ اوږدوالی په تخمیني ډول ۳۴۹۰۳ کیلومتره کېږي چې تر ۲۰۱۷ زکال پورې له دغو څخه ‍۱۷۹۰۳ کیلومتره یې کرېړ او پاتې نور ۱۷۰۰۰ کیلومتره یې خامه پاتې و. د ټرافیکو سیسټم یې هم ښی لاسی دی. تر ۲۰۰۸ زکال پورې په کابل کې د ثبت شوو موټرو شمېر ۷۳۱۶۰۷ موټرو ته ورسېد. ورته مهال ډېری موټر قانوني اسناد نه لري. افغان دولت هم هېواد ته له لسو کلونو څخه د پخوانیو موټرو واردات بند کړي. د ۱۹۹۰مې لسیزې له نیمايي راوروسته په دغه هېواد کې د ټیوټا کمپنۍ موټر تر ټولو ډېر کارېدونکي موټر دي. په وروستیو کې افغانستان په کورني بازار کې د ګټنې په موخه د نقلیه وسایطو جوړولو ته مخه کړې. په دغه هېواد کې وګړي لرې پرتو سیمو ته د سفر په موخه له شخصي موټرو، کرایي کوچنیو موټرو او بسونو ګټنه کوي. ورته مهال ډیری لارې د لویو موټرو د زیات وزن د انتقال له امله جدي بیارغونې ته اړتیا لري؛ له همدې امله سیلانیان تر ډېره په اوږدو سفرونو کې د هوايي چلن له خدمتونو ګټنه کوي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

لویې لارې[سمول]

اوس مهال د افغانستان د لویو لارو شبکه د بیارغونې په پړاو کې ده. ورته مهال ډیری منطقوي سړکونه هم د بیارغونې او یا پراختیا په حالت کې دي.

په لاندې کې د افغانستان د یو شمېر مهمو لویو لارو نوملړ وړاندې شوی:

  • په پکتیا ولایت کې ګردېز – پټان لویه لار ( د ۲۰۱۵ زکال راهیسې یې د رغونې چارې روانې دي)
  • جلال آباد – تورخم لویه لار
  • کابل – بامیان لویه لار
  • کابل – کندز لویه لار
  • کابل – خوست لویه لار
  • کابل – غور لویه لار
  • کابل – جلال آباد لویه لار (A-1)
  • کابل – هرات لویه لار (A-77)
  • کابل – کندهار لویه لار ((A-1
  • کابل – مزار لویه لار ((A-76
  • کندهار – بامیان لویه لار
  • کندهار – بولدک لویه لار[۱۶]
  • کندهار- هرات لویه لار
  • کندهار – ترینکوټ لویه لار
  • کندز- پلخمري لویه لار
  • کندز – فیض آباد لویه لار
  • هرات – اسلام قلعه لویه لار
  • هرات – مزار لویه لار
  • ټرایډنټ مسیر (له لشکرګاه تر ګرشک پورې لار)
  • ۶۰۶ نمبر مسیر (دلارام – زرنج لویه لار)

رسمي سرحدي بندرونه[سمول]

په ټول افغانستان کې له لسو څخه زیات رسمي سرحدي بندرونه شتون لري چې په فراه ولایت کې د ابونصر فراهي، په پکتیکا کې د انګورو اډې، په فاریاب کې د آقینې، په پکتیا کې د ډنډ او پټان، په خوست کې د غلام خان ، په بلخ کې د حیرتانو، په هرات کې د اسلام قلا ، په بدخشان کې د اشکاشم، په کندز کې د شیرخان بندر، په کندهار ولایت کې د سپین بولدک، په هرات کې د تورغونډۍ، په ننګرهار کې د تورخم او په نیمروز ولایت کې د زرنج؛ بندرونه په کې شاملېږي. د چین او افغانستان نښلونکې لار چې له ۲۰۲۱ زکال راهیسې تر بیا رغونې لاندې ده د واخان ولسوالۍ له واخجیر کوتل څخه تېریږي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د آمو سیند پر سر جوړ شوی پل چې د شیرخان بندر او د تاجکستان په خوا کې د پنج پایین په نامه سرحدي بندر ترمنځ موقعیت لري، افغانستان او تاجکستان د ځمکې له لارې له یوبل سره نښلوي. دغه پل په ۲۰۰۷ زکال کې د متحده ایالاتو د پوځ د انجینرانو (USACE) له خوا جوړ کړای شو. له دې سربېره دغه دواړه هېوادونه د تاجک – افغان پله په نامه بل پل پر مټ هم نښلېدلي چې د تم- دموګان سرحدي بندرونو ترمنځ موقعیت لري. د افغانستان – ازبکستان د دوستۍ پل افغانستان د ځمکې له لارې له ازبکستان سره نښلوي. د دلارام – زرنج لویه لار د هند په مرسته جوړه او د ۲۰۰۹ زکال په جنوري میاشت کې افتتاح شوه.[۲۳][۲۴]

د اوسپنې پټلۍ[سمول]

افغانستان په ټولیزه توګه له خپلو یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ پر مټ څلور ځایه وصل دی.[۲۵]

د افغانستان – ایران ترمنځ د اوسپنې پټلۍ[سمول]

له ۲۰۰۶ زکال راهیسې د ایران له خواف څخه د افغانستان هرات ښار ته د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو په حالت کې ده. د ایران په خاوره کې دغه د اوسپنې پټلۍ په معیاري ۱۴۳۵ ملي متري (۴ فوټه ۸+۱/۲ انچ) کچه جوړه شوې ده. د ۲۰۲۰ زکال په ډسمبر میاشت کې راپور ورکړل شو چې د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ چې ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري د افغانستان د هرات ولایت تر غوریان ولسوالۍ پورې را رسېدلې ده. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د افغانستان – ترکمنستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ[سمول]

د ۱۰ کیلومترو په اوږدوالي او د ۱۵۲۰ ملي متره (۴ فوټه ۱۱+ ۲۷/۳۲ انچ) پلنوالي په لرلو د اوسپنې پټلۍ د ترکمنستان سرحد آباد (مرو) د افغانستان له تورغونډۍ ښارګوټي سره نښلوي چې د هرات ولایت شمال ته په ۱۱۵ کیلومترۍ فاصله کې موقعیت لري. د شوروي پر مهال د جوړې شوې دغې اوسپنې پټلۍ د بیا رغونې او همدارنګه له تورغونډۍ څخه تر هرات ولایت پورې د هغو د رسولو چارې په ۲۰۱۷ زکال کې پیل شوې. [۳۳]

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ بله د اوسپنې پټلۍ د افغانستان د فاریاب ولایت له آقینې بندر څخه تېرېږي چې د ترکمنستان له امام نظر او اتمایرات (کرکي) څخه په تېرېدو د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ له شبکې سره نښلي. دغه د اوسپنې پټلۍ د آقینې له سویل څخه تر اندخوی پورې دوام لري چې اوږدوالی یې شاوخوا ۵۸ کیلومتره (۳۶ مایله) کېږي. په پام کې ده چې دغه د اوسپنې پټلۍ له اندخوی څخه د هېواد نورو برخو ته هم وغځېږي. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

د افغانستان – ازبکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ[سمول]

د ازبکستان او د افغانستان د شمالي مزارشریف ښار ترمنځ د ۷۵ کیلومتره په اوږدوالي د اوسپنې پټلۍ شتون لري چې ټوله دغه د ۱۵۲۰ ملي متره (۴ فوټه ۱۱+۲۷/۳۲ انچه) په پلنوالي جوړه شوې. دغه پټلۍ د ترمز څخه پیلېږي او د آمو سیند پر سر د شوروي اتحاد له خوا د جوړ شوي د افغانستان – ازبکستان د دوستۍ پل څخه په تېرېدو د مزارشریف ښار تر هوايي ډګر پورې رسېږي. له دې سره په وروستیو کلونو کې د دې سروې ترسره شوه څو دغه پټلۍ لومړۍ تر کابل او بیا تر پېښور پورې وغځول شي. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

نورې پولې[سمول]

ورته مهال افغانستان له پاکستان، چین او تاجکستان سره نښلېدونکې د اوسپنۍ پټلۍ نه لري.

هوا[سمول]

ملکي هوايي چلن[سمول]

په افغانستان کې د هوايي ترانسپورت خدمتونه د آریانا افغان هوايي شرکت په نامه د افغانستان د دولتي هوايي شرکت او همدارنګه د کام ایر په نامه خصوصي هوايي شرکت له خوا وړاندې کېږي. داخلي الوتنې د دغه هېواد ګڼ شمېر هوايي ډګرونو ته ترسره کېږي او نړیوالې الوتنې بیا تر ډېره د کابل هوايي ډګر ته کېږي. د اریانا افغان هوايي شرکت نړیوالې الوتنې له کابل څخه ډهلي، دوبۍ، اسلام آباد، ریاض او ارومچي ته ترسره کېږي، په داسې حال کې چې کام ایر بیا الماتا، انقرې، ډهلي، دوشنبې، اسلام آباد، استانبول، جدې، کویټ، تاشکند او شارجې ته الوتنې لري. [۴۴][۴۵]

په ۲۰۲۱ زکال کې د کابل د سقوط او همدارنګه د افغانستان د اسلامي امارت د بېرته واکمنېدو له امله له دغه هېواد څخه ډېری نړیوالې الوتنې وځنډېدلې. داخلي الوتنې په رسمي ډول د ۲۰۲۲ زکال په جنوري کې پیل شوې. د دولت له بدلون وړاندې یو شمېر نورو بهرنیو هوایي شرکتونو لکه ایر انډیا، امارات، ګلف ایر، ایران آسمان، پی آی اې او ترکیش ایرلاین د هېواد له ګڼ شمېر هوايي ډګرونو الوتنې لرلې. اوس مهال (۲۰۲۳ زکال) یوازې درې بهرني هوايي شرکتونه په افغانستان کې فعالیت لري چې په دغو کې د پاکستان پي آی اې او د ایران ماهان هوايي شرکت چې له کابل څخه مشهد او تهران ته الوتنې کوي؛ شامل دي. په پام کې ده چې ډېر ژر به د هند ایر انډیا او سپایس جېټ هوايي شرکتونه هم بیاځلي کابل ته الوتنې پیل کړي. [۴۶][۴۷]

په افغانستان کې مهم هوايي ډګرونه په لاندې ډول دي:

نړیوال هوايي ډګرونه

  • د کابل نړیوال هوايي ډګر – د افغانستان تر ټولو لوی هوايي ډګر دی چې په کابل کې موقعیت لري او ډیری ملکي نړیوالې الوتنې له همدغه هوايي ډګر ترسره کېږي.
  • د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر – دغه هوايي ډګر چې په کندهار ولایت کې موقعیت لري د ملکي او پوځي هوايي ډګر په توګه ترې ګټنه کېږي.
  • د مزارشریف نړیوال هوایي ډګر – په مزار شریف ښار موقعیت لري چې د ملکي او پوځي هوايي ډګر په توګه ترې ګټنه کېږي.
  • د هرات نړیوال هوايي ډګر – په هرات ولایت کې موقعیت لري چې د ملکي او پوځي هوايي ډګر په توګه ترې ګټنه کېږي.

داخلي هوايي ډګرونه

  • د بامیانو هوايي ډګر، چې د شهید مزاري د هوايي ډګر په نوم هم پېژندل کېږي د بامیانو ولایت په مرکز بامیان ښار کې موقعیت لري.
  • د بست هوايي ډګر، چې د لښکرګاه د هوايي ډګر په نوم هم پېژندل کېږي د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې موقعیت لري.
  • د چغچران هوايي دګر، د غور ولایت په مرکز چغچران ښار کې موقعیت لري.
  • د فراه هوايي ډګر، د فراه ولایت په مرکز فراه ښار کې موقعیت لري.
  • د فیض آباد هوايي ډګر، د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد ښار په شمال لویدیځ لوري کې موقعیت لري.
  • د ګردېز هوايي ډګر، د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار شمالي لوري ته موقعیت لري.
  • د غزني هوايي ډګر، د غزني ولایت د مرکز غزني ښار په سویل ختیځ لوري کې موقعیت لري.
  • د جلال آباد هوايي ډګر، چې د ننګرهار د هوايي ډګر په نوم هم پېژندل کېږي؛ د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار په سویل ختیځ لوري کې موقعیت لري.
  • د خوست هوايي ډګر، د خوست ولایت د مرکز خوست ښار په ختیځ لوري کې موقعیت لري.
  • د کندز هوايي ډګر، د کندز ولایت د مرکز کندز ښار په سویل ختیځ لوري کې موقعیت لري.
  • د لوګر هوايي ډګر، د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار په سویل ختیځ لوري کې موقعیت لري.
  • د میمنې هوايي ډګر، د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار په شمال لویدیځ لوري کې موقعیت لري.
  • د ښرنې هوايي ډګر، د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې ښار په سویل ختیځ لوري کې موقعیت لري.
  • د ترینکوټ هوايي ډګر، د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار سویلي لوري ته موقعیت لري.
  • د زرنج هوايي ډګر، چې د نیمروز د هوايي ډګر په نوم هم پېژندل کېږي د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار ختیځ لوري ته موقعیت لري.

پوځي هوايي چلن[سمول]

په افغانستان کې د پوځي هوايي چلن په برخه کې چارې ۱۹۲۰مې لسیزې ته اړوندېږي چې د بریتانیا د سترواکۍ او شوروي اتحاد په ملاتړ پیل شوې. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته له دغه هېواد سره د نړیوالو قدرتونو په ځانګړې توګه د شوروي اتحاد او ناټو د سیاسي اغېزو له امله، د پوځي الوتکو او نورو پوځي مرستو ډول بدلون لرلی. اوس مهال د افغانستان د هوايي ځواک قطعات، افغان هوايي ځواک جوړوي.

د بګرام هوايي اډه په پیل کې د ۱۹۵۰مې لسیزې پر مهال جوړه شوه. دغه اډې د شوروي اتحاد او ناټو ځواکونو د بریدونو پر مهال د سیمې په کچه پام وړ پراختیا لرلې. د دغه هوايي اډې امکانات د بوئینک ۷۴۷، لاک هېډ سي-۵ ګلکسي او انتونوف -۱۲۴ الوتکو په څېر لویو الوتکو د ناستې وړتیا لري.

اوبه[سمول]

په وچه کې د چاپېر افغانستان یوازنۍ د اوبو لار د آمو سیند دی چې د افغانستان د شمالي پولې ډېره برخه جوړوي. دغه سیند په کلنۍ کچه د ۵۰۰ مټریک ټنه بار د لېږد را لېږد شاهد دی. اړوند ګمرکونه یې د بلخ ولایت په حیرتانو او د کندز ولایت په شیرخان بندر کې موقعیت لري.

نل لیکې[سمول]

د نفتو نل لیکې (پایپ لاینونه) له بګرام څخه ازبکستان او له شینډنډ څخه ترکمنستان ته غځېدلې دي. دغه نل لیکې کلونه کېږي چې له خرابېدو سره مخ دي او ترې ګټنه نه کېږي. ورته مهال په ټولیزه توګه په دغه هېواد کې د طبیعي ګازو د لېږد ۱۸۰ کیلومتره نل لیکې شتون لري. د افغانستان او پاکستان له لارې له ترکمنستان څخه تر هندوستان پورې د طبیعي غازو د لېږد په موخه د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند د غازو نل لیکه (ټاپي) تر اوسه (۲۰۲۳ زکال) تر کار لاندې ده.

سرچينې[سمول]

  1. (په November 24, 2022 باندې). 500,000 metric tons of goods imported, exported via railroads. Pajhwok Afghan News
  2. (په October 19, 2022 باندې). ACCI: Transit Through Afghanistan Up 50%. TOLOnews
  3. (په June 22, 2022 باندې). Reconstruction. Pajhwok Afghan News
  4. "Afghanistan" (PDF). World Health Organization (WHO). د لاسرسي‌نېټه January 8, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په July 3, 2015 باندې). Afghanistan gives antiquated Toyotas a new life. Stars and Stripes.
  6. (په 16 December 2022 باندې). Nearly 3,000 people killed, injured in traffic accidents in past 9-month. Pajhwok Afghan News
  7. "Afghanistan". The World Factbook. United States: Central Intelligence Agency (CIA). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Afghanistan". The World Factbook. United States: Central Intelligence Agency (CIA). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Afghanistan" (PDF). World Health Organization (WHO). د لاسرسي‌نېټه January 8, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 16 December 2022 باندې). Nearly 3,000 people killed, injured in traffic accidents in past 9-month. Pajhwok Afghan News
  11. (په July 3, 2015 باندې). Afghanistan gives antiquated Toyotas a new life. Stars and Stripes.
  12. (په September 2, 2020 باندې). Afghan firm eyes emerging middle class with new cars, trucks. Reuters.
  13. (په September 3, 2020 باندې). Afghan Company Introduces Locally Made Vehicles. Voice of America
  14. شام کابل گزارش ضیا، ترمینل پایتخت، مسافران شمال ,Capital terminal kabul پر يوټيوب باندې
  15. "Vehicles Rental in Afghanistan | Afghan Logistics". AfghanRentals. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Afghanistan: Improved Roads Unlocks Access to Services and Opportunities". World Bank. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په June 21, 2022 باندې). Afghanistan, Iran resume goods transport at Abu Nasar Port. Pajhwok Afghan News
  18. (په 7 August 2021 باندې). Analysts Predict Decrease in Govt Revenue as Border Town Falls. TOLOnews.
  19. (په July 13, 2021 باندې). Afghan border crossings gain more importance amid Taliban's advance. Anadolu Agency
  20. (په August 31, 2021 باندې). Afghanistan: How many refugees are there and where will they go?. BBC News
  21. (په May 23, 2021 باندې). Set in concrete: In a first, Kabul builds $5m road via tough terrain to access China. Arab News
  22. (په August 14, 2021 باندې). China Is Protecting Its Thin Corridor to the Afghan Heartland. Foreign Policy
  23. Afghanistan-Tajikistan Bridge Links Central, South Asia Archived 2009-08-31 at the Wayback Machine.
  24. (په 2007-07-12 باندې). India hands over strategic highway to Afghanistan. The Hindu.
  25. (په November 24, 2022 باندې). 500,000 metric tons of goods imported, exported via railroads. Pajhwok Afghan News
  26. Murray Hughes (په 2008-01-29 باندې). Opening up Afghan trade route to Iran. Railway Gazette International.
  27. (په 2007-07-01 باندې). Modern construction methods mastered on Mashhad - Bafgh line. Railway Gazette International.
  28. (په 12 December 2020 باندې). Afghan, Iranian Leaders Hail 'Historic' Khaf-Herat Railway. TOLOnews
  29. (په 10 December 2020 باندې). Officials Inaugurate Khawaf-Herat Railway Line. Khaama Press
  30. خط آهن هرات- خواف بین افغانستان و ایران افتتاح شد په یوټیوب کې (Pajhwok Afghan News, Dec. 8, 2020)
  31. Khaf - Herat په یوټیوب کې (Afghanistan Chamber of Commerce & Investment, Dec. 8, 2020)
  32. (په 1 December 2017 باندې). Construction of Turkmen-Afghan railroad begins. Pajhwok Afghan News
  33. (په 28 November 2016 باندې). Afghan-Turkmenistan railroad inaugurated. Pajhwok Afghan News
  34. (په 14 January 2020 باندې). Aqina-Andkhoi Railway Officially Inaugurated. Khaama Press
  35. (په 14 January 2020 باندې). Aqina-Andkhoi Railway Officially Opened. TOLOnews
  36. (په 14 January 2020 باندې). Aqina-Andkhoi railway line inaugurated, 3 projects signed. Pajhwok Afghan News
  37. (په 16 June 2013 باندې). Work on Afghanistan-Turkmenistan railroad begins. Pajhwok Afghan News
  38. (په 31 October 2016 باندې). Work Begins On Aqina-Andkhoy Railway. ariananews.af
  39. (په 25 August 2011 باندې). First major Afghan railway opens. Railway Gazette International.
  40. "China Ready To Assist In Afghanistan Belt And Road Railway Infrastructure". Silk Road Briefing. July 28, 2022. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اگسټ ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. (په July 23, 2022 باندې). Trans-Afghan railroad to spur regional connectivity. Pajhwok Afghan News
  42. (په June 21, 2022 باندې). Kabul, Tashkent to Conduct Survey of Trans-Afghan Railway Project. TOLOnews
  43. (په August 5, 2022 باندې). Kabul-Delhi Flights Resume, Flights to Urumqi to Begin in Weeks. TOLOnews
  44. (په August 5, 2022 باندې). Ariana Afghan Airlines resumes flights to New Delhi. Pajhwok Afghan News
  45. (په January 29, 2022 باندې). Afghan Civilian and Military Airports Resume Activities. TOLOnews
  46. (په August 8, 2022 باندې). Major Airlines Still Not Making Flights to Kabul. TOLOnews