په افغانستان کې د ۲۰۲۰ زکال د مۍ میاشتې بریدونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د ۲۰۲۰ زکال په مۍ میاشت کې په افغانستان کې د یاغیانو له خوا یو لړ بریدونه ترسره شول؛ دغه بریدونه هغه مهال پیل شول چې طالبانو د بلخ په زارع ولسوالۍ او د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د مۍ میاشتې په لومړۍ او دریمه نېټه ۲۰ افغان سرتېري مړه او ۲۹ تنه نور ټپیان کړل. د مۍ په ۱۲مه نېټه طالبانو په کابل کې د یو روغتون د زیږونونو په برخې او د ننګرهار په کوز کنړ (ښېوه) ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو برید وکړ چې د نویو زېږېدلو ماشومانو، میندو، نرسانو او ویرجنو کسانو په ګډون یې ۵۶ تنه ووژل او ۱۴۸ نور یې ټپیان کړل. د داعش د خراسان ډلې د جنازې پر مراسمو د برید مسئولیت پر غاړه واخیست، خو هېڅ ډلې په روغتون باندې د برید مسئولیت وه نه مانه. [۱][۲][۳][۴]

د افغانستان دولت د مۍ د ۱۲مې نېټې په بریدونو کې طالبان پړه وبلل او افغان امنیتي ځواکونو ته یې امر وکړ چې په طالبانو او نورو یاغي ډلو باندې بریدونو ته زور ورکړي. ورته مهال طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړل. د متحده ایالاتو دولت وویل چې داعش ته اړوندې د خراسان ډلې د مۍ د ۱۲مې بریدونه ترسره کړي نه طالبانو؛ خو دغه ادعا د افغان چارواکو له خوا رد شوه. [۵][۶]

طالبانو اعلان وکړ چې په دوی باندې د مۍ د ۱۲مې نېټې د بریدونو د پړې اچولو له امله به پر افغان دولت غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړي او له همدې امله یې په ګردیز او غزني ولایتونو کې ځانمرګي بریدونه ترسره کړل چې په پایله کې یې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې ۹ افسران او پنځه ملکي وګړي ووژل شول او ۶۹ تنه نور ټپیان شول. په دې پسې طالبانو هڅه وکړه چې کندز ولایت ونیسي؛ دوی د کندز په ښار کې په امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې له امله یې ۹ سرتېري او ۴ ملکي وګړي ووژل شول او ۷۳ تنه نور ټپیان شول. د کندز ولایت د نیولو په موخه د طالبانو برید د افغان ملي امنیتي ځواکونو له خوا دفع کړای شو.

مخینه[سمول]

د ۲۰۲۰ زکال د فبروري په ۲۹مه متحده ایالاتو په قطر هېواد کې له طالبانو سره د هوکړې په لاسلیک کولو سره له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو شرایط وټاکل. ورته مهال د دغې هوکړې وروسته طالبانو د افغان ملي امنیتي ځواکونو پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړ. له هوکړې څخه وروسته ۴۵ ورځو کې (د ۲۰۲۱ زکال د مارچ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د اپرېل تر ۱۵ نېټې پورې) طالبانو په افغانستان کې څه باندې ۴۵۰۰ بریدونه ترسره کړل چې د تېر کال د همدغه وخت په پرتله یې ۷۰ سلنه زیاتوالی درلود. په دغه مهال کې څه باندې ۹۰۰ افغان سرتېري ووژل شول، چې د تېرکال په همدغه موده کې یې ۵۲۰ تنه تلفات لرل. ورته مهال د دغې هوکړې له امله په طالب یاغیانو باندې د امریکا د هوایي بریدونو د درېدو له امله په دغه دوره کې د دغې ډلې د وژل شوو غړو شمېر د تېرکال له ۱۶۶۰ تنو څخه ۶۱۰ تنو ته راکم شو. د پنټاګون ویاند جاناتان هافتمن وویل چې طالبانو په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو پر وړاندې خپل بریدونه درولي، خو لا هم په دغه هېواد کې تاوتریخوالي په خپله لوړه کچه دي او «د دیپلماتیکي حل لارې لپاره شرایط نه برابروي».[۷][۸]

د مۍ د میاشتې له دوولسمې نېټې وړاندې د یاغیانو بریدونه[سمول]

د مۍ په لومړۍ نېټه طالبانو د شپې پر مهال د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ برید وکړ چې له امله یې د افغان ملي امنیتي ځواکونو ۱۳ تنه سرتېري مړه او ۱۷ نور ټپیان شول. د مۍ په ۲مه له چاودېدونکو توکو ډک یو موټرسایکل ته د لغمان ولایت په مهترلام ښار کې د دغه ولایت د بندخونې په دروازه کې چاودنه ورکړل شوه چې له امله یې درې ملکي وګړي مړه او د افغان امنیتي ځواکونو ۴ سرتېري ټپیان شول. د ټپیانو په ډله کې د لغمان ولایت د بندخونې مشر نوراحمد هم شامل و. [۹][۱۰]

د مۍ په ۳مه نېټه د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي امنیت په مدیریت باندې د یو موټر بم د چاودنې له امله ۷ افغان سرتېري مړه او شاوخوا ۱۲ تنه ټپیان شول. په دغه برید کې له چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټر څخه ګټنه شوې وه چې د ځانمرګي بریدګر له خوا د دغه ادارې د دروازې په خوله کې چاودنه ورکړل شوه او د دغه مدیریت ودانۍ په کې ډېر زیان وه نه لید؛ طالبانو د دغه برید مسئولیت پر غاړه واخیست. د مۍ په ۳مه د روژې په مبارکه میاشت کې د ماسخوتن د لمانځه پر مهال طالبانو د پکتیکا ولایت د خیرکوټ سیمې یو جومات ته لاسي ماین ور وغورځاوه چې له امله یې ۲۰ لمونځ کوونکي ټپیان شول. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د مۍ میاشتې په ۴مه نېټه د افغانستان د برېښنا شرکت څلور کارکوونکي د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله هغه مهال ټپیان شول چې د وسله والو له خوا د برېښنا د یوې تخریب شوې پایې د جوړولو وروسته د کابل له شمال څخه کابل ښار ته پر لار وو؛ له ټپیانو څخه دوه تنو یې ناوړه روغتايي حالت درلود. په همدغه ورځ په کندهار ولایت کې یوه ښځینه پولیسه ووژل شوه؛ دا په تېرو دوه میاشتو کې پنځمه ښځینه پولیسه وه چې په دغه ولایت کې ووژل شوه. هېڅ ډلې د دغه قتل مسئولیت وه نه مانه. د مۍ په ۷مه د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یو واټ ته څېرمه ماین په چاودنه کې د خوست ولایت امنیه قوماندان جنرال سید احمد بابازی، د هغه سکرټر او یو ساتونکی ووژل شول او یو بل تن ټپي شو. طالبانو د دغه برید مسئولیت ومانه. [۱۶][۱۷][۱۸]

د مې د ۱۲مې نېټې له بریدونو یوازې دوه ورځې وړاندې د مۍ د ۱۰مې نېټې پر شپه طالبانو د کابل ختیځ ته د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په یوه کاروان او د هغو پر امنیتي پوستې خونړی ځانمرګی برید وکړ. ۲۷ افغان سرتیري ووژل شول او څو پوځي موټر له منځه ولاړل، په داسې حال کې چې د دغه برید له امله ۹ نور سرتېري په بشپړ ډول لادرکه شول. [۱۹][۲۰]

د مۍ د ۱۲مې نېټې بریدونه[سمول]

د ۲۰۲۰ زکال د مۍ د ۱۲مې نېټې د سهار په ۱۰ بجو درې وسله والو کسانو چې د پولیسو جامې یې پر تن وې په کابل کې یې د اتاترک د ماشومانو د روغتون د زېږونونو په څانګه کې په ډزو پیل وکړ. دغه روغتون د کابل ښار په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې موقعیت لري چې د بې پولې ډاکټرانو د بنسټ له خوا ورسره مرسته کېږي. برید کوونکو ۲۴ تنه ووژل او ۱۶ تنه یې ټپیان کړل. د وژل شوو په ډله کې دوه ماشومان، یوه قابله او ۱۶ میندې شاملې وې چې د زیږون په حالت کې وې یا هم په تازګۍ سره یې ماشومان زېږولي و. درې میندې د هغوی په بطن کې د نه زېږېدلو ماشومانو سره یوځای د زیږون په خونه کې په ډزو ووژل شوې. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

وسله والو کسانو د روغتون دروازې ته له نږدې برخو څخه په تېرېدو ځانونه په مستقیمه بڼه د روغتون د زېږونونو برخې ته ورساوه او یوازې په همدغه برخه یې برید وکړ. له ۸۰ څخه زیاتې مېرمنې، ماشومان او کارکوونکي چې د دغو په ډله کې درې بهرني وګړي هم شامل و په خوندي بڼه له روغتون وویستل شول؛ برید کوونکي د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو او د هغوی د همکارو نارویژي ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شول. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د کابل له برید شاوخوا یو ساعت وروسته د ننګرهار ولایت په کوز کنړ ولسوالۍ (ښېوې ولسوالۍ) کې د دغې ولسوالۍ د پولیسو د پخواني قوماندان شیخ اکرم د جنازې په مراسمو کې چې له برید یوه ورځ وړاندې د زړه د درېدو له امله مړ شوی و؛ ځانمرګی برید ترسره شو. په دغه چاودنه کې ۳۲ تنه ووژل شول او ۱۳۳ تنه نور ټپیان شول.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د مۍ د ۱۲مې نېټې د بریدونو اړوند غبرګونونه[سمول]

طالبانو د مۍ د ۱۲مې نېټې په بریدونو کې لاس لرل رد کړل او هغه یې «خواشینونکي» وبلل. په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ادعا وکړه چې: «طالبان هېڅکله په زېږنتون او د جنازې په مراسمو باندې د برید فکر نه لري».

د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوتریش هم دغه بریدونه په کلکه وغندل. [۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. "Taliban kills 13 Afghan soldiers in Balkh province". May 1, 2020 – عبر www.aljazeera.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Taliban Claim Attack on Afghan Army Base". May 4, 2020 – عبر voanews.com/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Dozens dead as mothers, infants and mourners targeted in Afghanistan". gulfnews.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په May 12, 2020 باندې). Babies killed as gunmen storm maternity ward. BBC News.
  5. "Govt Blames Taliban for Attacks, Taliban Denies Involvement". May 13, 2020 – عبر www.tolonews.com/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Afghans say Taliban behind bloodshed, reject U.S. blame of Islamic State". May 15, 2020 – عبر uk.reuters.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په May 1, 2020 باندې). Taliban step up attacks on Afghan forces since signing U.S. deal: data.
  8. (په May 1, 2020 باندې). Taliban step up attacks on Afghan forces since signing U.S. deal: data.
  9. "Taliban kills 13 Afghan soldiers in Balkh province". May 1, 2020 – عبر www.aljazeera.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Three killed, four injured in blast outside Afghanistan's Laghman prison". May 2, 2020 – عبر iranpress.com/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Taliban Claim Attack on Afghan Army Base". May 4, 2020 – عبر voanews.com/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په May 4, 2020 باندې). At least five security force members killed in truck bombing at Afghan military centre.
  13. (په May 4, 2020 باندې). Taliban attack military centre in Afghanistan, casualties reported.
  14. "Afghanistan: 20 civilians injured in explosion outside mosque in Paktika province". May 4, 2020 – عبر timesnownews.com/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Taliban Claim Attack on Afghan Army Base". May 4, 2020 – عبر voanews.com/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Taliban Claim Attack on Afghan Army Base". May 4, 2020 – عبر voanews.com/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په May 8, 2020 باندې). Taliban Militants Kill Afghan Regional Police Chief In Latest Attack.
  18. "Taliban kill Khost police chief in roadside bomb attack". May 9, 2020 – عبر www.dawn.com/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "'27' Afghan Forces Killed in Taliban Attack in Laghman: Source". May 11, 2020 – عبر www.tolonews.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Taliban destroys Afghan military outpost in Laghman". May 12, 2020 – عبر www.longwarjournal.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "'Horrific' maternity ward massacre shakes Afghanistan and its peace process". SBS News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په May 12, 2020 باندې). Babies killed as gunmen storm maternity ward. BBC News.
  23. (په 12 May 2020 باندې). Newborns among 16 dead in Kabul hospital attack; 24 killed in funeral bombing.
  24. "Newborns among 40 killed in attacks on Afghan hospital and funeral". theguardian (په انګلیسي ژبه کي). 12 May 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Afghanistan: One year after the massacre in a maternity ward". Doctors Without Borders - USA (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Afghanistan: One year after the massacre in a maternity ward". Doctors Without Borders - USA (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په May 15, 2020 باندې). Afghan maternity ward attackers 'came to kill the mothers'. BBC News.
  28. Clark, Kate (May 20, 2020). "Despite the 'peace process', Afghanistan's anguish endures". www.theguardian.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Babies among 24 killed as gunmen attack maternity ward in Kabul". aljazeera (په انګلیسي ژبه کي). 12 May 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. NTB, Av (May 15, 2020). "Norske styrker var på plass under sykehusangrep i Kabul". forsvaretsforum.no. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Dozens dead as mothers, infants and mourners targeted in Afghanistan". gulfnews.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په May 12, 2020 باندې). Babies killed as gunmen storm maternity ward. BBC News.
  33. Olsson, Svein Vestrum (May 15, 2020). "Norske styrker deltok mot IS' angrep på barselavdeling". NRK. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Islamic State Plotted Afghan Hospital Raid, US Says | Voice of America - English". www.voanews.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Kabul hospital attack: "They came to kill the mothers."". Doctors Without Borders - USA (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "15 Killed In Afghanistan's Nangarhar Suicide Attack". Regional Telegraph (په انګلیسي ژبه کي). 12 May 2020. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ ډيسمبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Afghan gunmen storm maternity clinic in Shiite area of Kabul". The Times of India (په انګلیسي ژبه کي). 12 May 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Govt Blames Taliban for Attacks, Taliban Denies Involvement". May 13, 2020 – عبر www.tolonews.com/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)