په افغانستان کې د هنر له منځه وړل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغانستان په سویلي آسیا کې د ځانګړي جغرافیايي موقعیت لرلو امله د تاریخ په اوږدو کې د کلتورونو د مسیر په توګه ځانګړی ځایګی لرلی. د افغانستان موقعیت د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د سوداګرۍ په موخه بېلابېلې لارې رامنځته کړې چې د ورېښمو لار یې د بودېزم او هلنېستي کلتور د لېږدونکې په توګه پاتې شوې او آن له لویدیځ لوري څخه مصري اغېزو هم له همدغې لارې دغه هېواد ته لار موندلې او په دې سره د کلتور او هنرونو ترکیب یې رامنځته کړی. په دغه هېواد باندې پردیو یرغلونو او په کور دننه جګړو د رنسانس او همدارنګه د هنر او کلتور د ویجاړۍ یو دوامداره څرخ رامنځته کړی.

د افغاني هنرونو تاریخي جوړښت[سمول]

د افغانستان د ډیری هنرونو تاریخ کېدلای شي په دغه هېواد باندې د بریدونو، نیواکونو او هغه واکمنیو ترمنځ وموندل شي چې دغه هېواد یې په مکرر ډول وران کړی دی. افغانستان د هغو کلتورونو د تقاطع مرکز پاتې شوی چې د افغاني هنر رنګارنګ پیاوړي او متحرک بنسټونه یې رامنځته کړي. په دغه تمدنونو کې هغه سترواکۍ او پاچاهۍ هم شاملېږي چې د یو معاصر دولت په توګه یې د افغانستان سیاسي بنسټ رامنځته کړی، خو یوازې دغو ته هم نه محدود کېږي. په دغو سیمه ییزو، مشهورو او لویو سترواکیو کې د هاخامنشیانو سترواکي، مقدوني سترواکي، د هند موریا سترواکي، اسلامي سترواکي او ساساني سترواکي شاملېږي. د دغو سترواکیو په څېر په افغانستان کې نورو لنډ مهاله او انتقالي پاچاهیو او سلسلو (باختري پاچاهۍ، کوشاني سترواکۍ، هپتالي پاچاهي، کابل شاهانو، صفاري لړۍ، ساماني سترواکۍ، غزنوي سترواکي، د غوریانو لړۍ، کرتیانو، تیموریانو، مغولانو، هوتکي سترواکۍ او دراني سترواکۍ ته مراجعه وکړۍ) مرسته کړې چې افغاني هنرونه وده وکړي او همدارنګه یې د یو شمېر هنرونو په ساتنه او له منځه وړو کې ونډه لرلې. [۱]

د شوروي برید/نیواک[سمول]

شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ زکال کې په افغانستان برید وکړ او د هنرونو داسې پرېکنده انځور یې وړاندې کړ چې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې یې د شوروي تر ملاتړ لاندې رژیم (۱۹۷۹- ۱۹۸۹ زکال) کې هر ډول نوښتونه له منځه یووړل. په دغه موده کې په زرګونو شمېر هنري اثار غلا او لوټ شول؛ یا هم په نامالومه بڼه د دغه لس کلن نیواک پر مهال ورک شول. په ۱۹۷۹ زکال کې د شوروي د نیواک له پیله په ۱۹۹۲ زکال کې د طالبانو د واکمنتیا تر لومړیو پورې په ټول افغانستان کې د لرغونو آثارو د موندلو یوازې یوه کنستنه وشوه چې هغه هم د کابل په مرنجان تپه کې وه. [۲][۳][۴]

د کابل ملي موزیم[سمول]

ویل کېږي چې د شوروي د اشغال له مهاله د طالبانو تر دورې پورې د کابل موزیم په افغانستان کې یو له هغو ځایونو څخه و چې ډېر زیان ورته اوښتی و. د شوروي د اشغال له پیل څخه د طالبانو د واکمنۍ تر دورې پورې د دغه موزیم دوه پر درې برخې خزانې او لرغونې آثار ورک او یا هم له منځه یووړل شول. د سیاسي کړکېچونو په دغه دوره کې یاد موزیم په کابل ښار کې د خپل موقعیت له امله هم شدید زیان ولید، ځکه چې د شوروي د جګړې په لومړۍ کرښه کې یې موقعیت درلود. له دې سره بیا هم تر ۱۹۹۲ زکال پورې څه باندې سل زره هغه لرغوني اثار چې له تاریخ وړاندې دورې څخه تر شلمې پېړۍ پورې یې لرغونتیا لرله و ساتل شول او تر یوې کچې هم په دغه موزیم کې نندارې ته وړاندې شوي و. له ۱۹۹۲ زکال وروسته په دغه موزیم کې موجود ۷۰ سلنه آثار او همدلته نږدې د لرغون پوهنې د انستیتوت بشپړ توکي لوټ شول او ګاونډیو هېوادنو ته د پلور په موخه صادر شول. ورته مهال په ټول هېواد کې په پټه سره کنستنې ترسره شوې او د هغو آثار په ناقانونه بڼه په نړیوالو تورو بازارونو کې د پلور په موخه قاچاق شول. [۵][۶][۷]

د ۲۰۰۱ زکال د فبروري په میاشت کې د موټرو یو کاروان د موزیم پر وړاندې ودرېد، دغه موټري کاروان د طالبانو د مالیې وزیر، د کلتور وزیر، د کلتور وزارت مرستیال او همدارنګه بدنامه ملا خیري فیض الرحمن ته اړوند و چې د ۲۰۰۱ زکال په اوړي کې یې په بودیستاوا وار کړی و؛ هغوی امر وکړ چې د موزیم زیرمتون د پرانیستل شي. د موزیم یو کارکوونکی چې د دغې صحنې شاهد و وايي چې، «هغه مهال چې دوی زیرمتون ته دننه شول له حیرانتیا بوږنېدل او په داسې حال کې چې د الله اکبر غږ یې کاوه د ټولو شیانو په ماتولو یې پیل وکړ».[۸][۹]

د ۱۹۹۳ زکال په مۍ میاشت کې د موزیم په چت، لوړ پوړ او د هغو په دروازو او کړکیو باندې ګڼ شمېر راکټونه ولګېدل او دغه موزیم ویجاړ کړای شو. له دغه راکټي بریدونو لږ وروسته د موزیم آثار او نور توکي لوټ شول؛ په دغو لوټ شوو آثار کې هغه ۴۰۰۰ آثار هم شامل و چې د موزیم په زیرمتون کې و او د ساتنې په موخه هلته لېږدول شوي و؛ موزیم ته څېرمه د لرغون پوهنې انستیتیوت هم ونړېد. [۱۰]

د طالبانو پاڅون/ واک ته رسېدل[سمول]

له ۱۹۹۶ زکال څخه تر ۲۰۰۱ زکال پورې د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې د هنري او کلتوري بیان په ډېری اشکالو باندې له ځنډ پرته ممنوعیت ولګېد. د طالبانو پر باور له هنر سره د دوی جګړې له دیني لارښوونو څخه الهام اخیستی و. ځکه چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو او بتانو جوړول منع کوي؛ د دغه باور له مخې د ژوندیو موجوداتو طراحي یا مجسمه جوړونه د خدای(ج) خلقت ته د سپکاوي په توګه ګڼل کېږي. د دوی په لومړنیو ګامونو کې له کورنو څخه د نقاشیو لرې کول، د هغو کتابونو سوزول چې انځورنه یې لرل، د تلویزیوني نشراتو بندول او همدارنګه د موسیقي بشپړ ممنوعیت شامل و. په ۱۹۹۶ زکال کې هغه مهال چې طالبان نوي واک ته رسېدلي و، د خپلو یاغیانو د احساساتو د ګرم ساتلو په موخه یې د افغانستان د ملي موزیم د ارشیف د کتلوګ ټول کارتونه (انځورونه) وسوزول. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د لرغونو متنونو او مجسمو له منځه وړل[سمول]

له ۱۹۹۲ زکال وروسته د مجاهدینو د ډلو ترمنځ جګړې او د افغانستان د ملي موزیم چور لامل وګرځېد څو افغان کلتور او تاریخ ته د اړوندو نږدې ۱۰۰ زره هنري آثارو ۷۰ سلنه برخه له منځه ولاړه شي. [۱۵]

د ۱۹۹۸ زکال د اګست په ۱۱مه، طالبانو د پلخمري عمومي کتابتون ونړاوه. په دغه کتابتون کې څخه باندې ۵۵۰۰۰ کتابونه او لرغونې خطي نسخې موجودی وې. [۱۶][۱۷][۱۸]

په بامیانو کې د بودا لویې مجسمې[سمول]

په بامیانو کې د بودا د دوه لویو مجسمو نړول چې «د بامیانو د عام وژنې» په نوم هم شهرت لري، د افغانستان د تاریخ پر وړاندې د طالبانو تر ټولو زیات ویجاړونکی اقدام بلل کېږي. د ۲۰۰۱ زکال په مارچ میاشت کې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ټولو غیر اسلامي حکاکي شوو انځورونو له دې ډلې د انسانانو او حیواناتو د بت پرستانه ټولو مجسمو د ویجاړولو امر صادر کړ؛ په داسې حال کې چې د هغه دغه امر یوازې دغو هنري آثارو ته نه محدود کېده. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د دغو دوه مجسمو لرغونتیا له میلاد وړاندې اوومې پېړۍ ته رسېده چې په نه اندازه کېدوني لګښت سره د بامیانو په رسوبي ډبرو لرونکو غرونو کې جوړې شوې وې. دغه مجسمو د هغې اوږدې درې په مرکز کې موقعیت درلود چې د هندوکش او بابا غرونه سره جلا کوي. د دغو مجسمو تر ټولو لویې یې نږدې ۵۳ متره/۱۷۵ فوټه لوړوالی درلود چې ویروکانا (Vairocana) ته اړوند وه، دویمي یې نږدې ۳۶ متره/۱۲۰ فوټه لوړوالی درلود او د سیدارتا ګوتاما بودا مجسمه وه، په داسې حال کې چې سیمه ییز هزاره وګړي په دې باور و چې دا ښځینه مجسمه وه. [۲۳]

په ۱۹۹۸ زکال کې یو طالب قوماندان د هغو په کوچنۍ مجسمه باندې د لاسي بمونو په ورغورځولو سره د هغو پورته نیمايي له منځه یووړه. له دې وروسته د دغې سیمې په غرونو کې ځای پر ځای شوو طالبانو په مرتب ډول دغه مجسمې په توپونو ویشتلې او هغه برخې یې ونړولې چې دغه مجسمې یې ولاړې ساتلې. د ۲۰۰۱ زکال په ژمي کې ټولې نړۍ له طالبانو وغوښتل د دغو مجسمو ساتنه وکړي چې د ژړ ړنګېدو له ګواښ سره مخ وې.

د طالبانو رهبر ملا محمد عمر د بودا د مجسمو په ګډون د هنري او تاریخي اثارو د ساتنې اړوند د نړیوالې ټولنې ټولې غوښتنې رد کړې. د نړیوال محکومیت سربېره ملا عمر امر وکړ چې د بودا دغه لرغونې مجسمې باید د مذهبي مشرانو او د افغانستان د اسلامي امارت د سترې محکمې د حکم پر بنسټ ونړول شي. [۲۴]

د ۲۰۰۱ زکال د فبروري په ۲۶مه د طالبانو رهبر، ملا عمر څرګنده کړه چې، «دغه بتان د کفارو خدایان دي» او د هغو د له منځه وړو امر یې وکړ.

له دغه امر وروسته د پریمانه چاودېدونکو توکو، ټانګونو او د الوتکو ضد وسلو پر مټ د بودا دغه دوه لویې مجسمې چې د پلازمینې کابل په ۲۳۰ کیلومترۍ فاصله کې یې د بامیانو په ولایت کې موقعیت درلود؛ له منځه یووړل شوې. د دغو مجسمو ماتې ټوټې او د نقاشیو هغه ښکلې ټوټې چې دلته جوړې شوې کړکۍ پرې تزئین شوې وې د پېښور په بازار کې پلور ته وړاندې شوې. [۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Juliette Van Krieken-Pieters, المحرر (2006). Art and Archeology of Afghanistan: its fall and survival: a multi-disciplinary approach. Leiden, The Netherlands: Koninklijke Brill NV. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په September 14, 2008 باندې). Beyond the Frame. The Hindu.
  3. Comiteau, Lauren (January 8, 2008). "Saving Afghanistan's Art". Time. د اصلي آرشيف څخه پر January 12, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 25, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. 2. World Archaeological Congress and Agnew, Neville, and Bridgland, Janet (2006). Neville Agnew and Janet Bridgland (المحرر). Of the past, for the future: integrating archaeology and conservation: proceedings of the conservation theme at the 5th World Archaeological Congress, Washington, D.C., 22-26 June 2003. Los Angeles, Calif.: Getty Conservation Institute. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  5. World Archaeological Congress and Agnew, Neville, and Bridgland, Janet (2006). Neville Agnew; Janet Bridgland (المحررون). Of the past, for the future: integrating archaeology and conservation: proceedings of the conservation theme at the 5th World Archaeological Congress, Washington, D.C., 22-26 June 2003. Los Angeles, Calif.: Getty Conservation Institute. د کتاب پاڼې 266. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  6. World Archaeological Congress and Agnew, Neville, and Bridgland, Janet (2006). Neville Agnew; Janet Bridgland (المحررون). Of the past, for the future: integrating archaeology and conservation: proceedings of the conservation theme at the 5th World Archaeological Congress, Washington, D.C., 22-26 June 2003. Los Angeles, Calif.: Getty Conservation Institute. د کتاب پاڼي 248–249. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  7. World Archaeological Congress and Agnew, Neville, and Bridgland, Janet (2006). Neville Agnew; Janet Bridgland (المحررون). Of the past, for the future: integrating archaeology and conservation: proceedings of the conservation theme at the 5th World Archaeological Congress, Washington, D.C., 22-26 June 2003. Los Angeles, Calif.: Getty Conservation Institute. د کتاب پاڼې 249. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  8. Flandrin, P (2001). Le Tresor perdu des Rois d'Afghanistan (په فرانسوي ژبه کي). Paris: Editions du Rocher. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. World Archaeological Congress and Agnew, Neville, and Bridgland, Janet (2006). Neville Agnew; Janet Bridgland (المحررون). Of the past, for the future: integrating archaeology and conservation: proceedings of the conservation theme at the 5th World Archaeological Congress, Washington, D.C., 22-26 June 2003. Los Angeles, Calif.: Getty Conservation Institute. د کتاب پاڼې 267. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  10. World Archaeological Congress and Agnew, Neville, and Bridgland, Janet (2006). Neville Agnew; Janet Bridgland (المحررون). Of the past, for the future: integrating archaeology and conservation: proceedings of the conservation theme at the 5th World Archaeological Congress, Washington, D.C., 22-26 June 2003. Los Angeles, Calif: Getty Conservation Institute. د کتاب پاڼې 266. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  11. (په September 14, 2008 باندې). Beyond the Frame. The Hindu.
  12. (په July 29, 2011 باندې). Bibhu Prasad Routray: Why ban just the bra in Somalia? Ban everything. Ban food. Ban Life..
  13. Lost Treasures of Afghanistan. Dir. James Barrat. Ed. Geoff Luck. 2006. DVD. National Geographic Television and Films
  14. (په 6 November 2001 باندې). Afghan Archivist of Culture. Wired.com. Conde Nast Digital
  15. (په 1 March 2011 باندې). Afghan gold: How the country's heritage was saved. BBC.
  16. Civallero, Edgardo (2007). "When memory is turn into ashes" (PDF). Acta Academia. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Censorship of historical thought: a world guide, 1945–2000, Antoon de Baets
  18. "Taliban destroyed museum exhibits". 23 November 2001 – عبر www.telegraph.co.uk. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په March 22, 2001 باندې). Why the Taliban are Destroying Buddhas. Discover Archeology Magazine. USA Today
  20. Comiteau, Lauren (January 8, 2008). "Saving Afghanistan's Art". Time. د اصلي آرشيف څخه پر January 12, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 25, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Lost Treasures of Afghanistan. Dir. James Barrat. Ed. Geoff Luck. 2006. DVD. National Geographic Television and Films
  22. Lost Treasures of Afghanistan. Dir. James Barrat. Ed. Geoff Luck. 2006. DVD. National Geographic Television and Films
  23. (په March 22, 2001 باندې). Why the Taliban are Destroying Buddhas. Discover Archeology Magazine. USA Today
  24. Lost Treasures of Afghanistan. Dir. James Barrat. Ed. Geoff Luck. 2006. DVD. National Geographic Television and Films
  25. Synovitz, Ron; Ali Irfanin (September 9, 2008). "Archaeologists Find Giant 'Sleeping' Buddha In Afghanistan". Radio Free Europe Radio Liberty. Radio Free Europe Radio Liberty. د اصلي آرشيف څخه پر May 7, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 12, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)