په افغانستان کې د جګړې مخالفت (۲۰۰۱ – ۲۰۲۱)
په افغانستان کې د جګړې پر وړاندې مخالفت (۲۰۰۱ – ۲۰۲۱) د زیاتو لاملونو له امله و. په دې لاملونو کې دا لیدلوري چې په افغانستان د متحده ایالاتو یرغل د نړیوالو قوانینو پر بنسټ غیرقانوني و او یو ناعادلانه تېری دی، دا لیدلوری چې دوامدار نظامي شتون بهرنی پوځي اشغال منځ ته راوړی، دا لیدلوری چې جګړې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره لږ لاسته راوړنه لري، برعکس د هغې احتمال یې زیات کړی، او د جیو-پولیتیک ګډو ګټو د موجودیت په اړه لیدلوري، تر ټولو مهم وو. همدارنګه په جګړه کې د ملکي مرګ ژوبلې زیاتوالی، د مالیه ورکوونکو لګښت او تر نن ورځې د جګړې اوږدېدل نور لاملونه وو.
د امریکا د یرغل لانجمن مشروعیت
[سمول]د جګړې مخالفینو ادعا کوله چې پر افغانستان برید د نړیوالو قوانینو پر بنسټ غیرقانوني، او ناحقه تېری دی. دوی وایي چې بمبارونه د ملکي مرګ ژوبلې لامل او د خوراکي توکو په رسولو کې د بشري مرستو د کارکوونکو د مخنیوي لامل کېږي. د یو اټکل له مخې، د امریکا د یرغل په لومړیو دریو میاشتو کې څه کم ۵۰۰۰ ملکي افغانان ووژل شول. [۱][۲]
د پراخ لیدلوري له اړخه، په افغانستان یرغل د مخالفینو لپاره د عراق د ۲۰۰۳ کال جګړې ته د یو ګام په بڼه ښکارېډه، چې د متحده ایالاتو جیو-پولیتیک لاس رسی یې زیات کړ:
د ملګرو ملتونو منشور هغه تړون دی چې د متحده ایالاتو له لوري لاسلیک شوی او پدې توګه د متحده ایالاتو د قانون برخه ګڼل کېږي. د منشور پر بنسټ، یو هېواد کولا شي یوازې د خپلې دفاع لپاره یا د امنیت شورا په تصویب سره د بل هېواد په وړاندې وسله وال ځواک وکاروي. په افغانستان باندې د متحده ایالاتو د یرغل پر مهال له دې شرطونو یوه هم نه و پوره شوي. طالبانو د سپټمبر په یوولسمه پر موږ برید ونه کړ. نولسو کسانو – چې ۱۵ یې د سعودي عربستان اتباع وو – دا برید وکړ، او داسې کوم شونی ګواښ هم نه و چې افغانستان به پر امریکا یا د ملګرو ملتونو پر بل کوم غړي برید وکړي. د امنیت شورا امریکا او بل هېواد ته اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان پر وړاندې له پوځي ځواک څخه کار واخلي. نو له همدې امله په افغانستان کې د امریکا جګړه ناقانونه وه. -- مارجوري کوهن، د توماس جیفرسن د حقوقو په پوهنځي کې پروفیسور، د وکیلانو د ملي د ټولنې مشر [۳]
د افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېلتیا
[سمول]مخالفتونه له دې نظر هم راپورته شول چې ګواکي د امریکا په مشرۍ پوځي ځواکونه په افغانستان کې د قومي ډلو تر منځ په روانه کورنۍ جګړه کې لاس لري، چې د افغانستان د اکثریت پښتون په وړاندې د اقلیت تاجک او ازبک ملاتړ کوي.[۴][۵]
د احمد رشید په نوم یو ژورنالیست، چې د افغانستان په اړه د څو کتابونو لیکوال دی، وایي چې طالبان د دې هېواد د جوړښت یوه برخه ده او د طالبانو ماتول به د "لوی شمېر پښتنو"، چې د افغانستان په سوېل او ختیځ کې اوږد تاریخ لري، د وژلو په معنی وي. [۶]
دا هم وګورئ: د افغانستان شمالي ټلواله، طالبان، پښتانه خلک، او د افغانستان ډیموګرافي
د یرغل پر وړاندې د ملکي افغانانو مخالف
[سمول]د افغانستان د ښځو انقلابي ټولنه، چې په افغانستان کې د ښځو یوه نامتو ټولنه ده، پر افغانستان د امریکا یرغل وغنده او په ډاکه یې کړه چې «امریکا زموږ پر هېواد لوی یرغل کړی دی». دوی پر امریکا او متحدینو یې تور ولګاوه چې "په افغانستان کې د ولسواکۍ برخلیک ته یې لږه پاملرنه کړې ده". امریکا د ۲۰۰۱ کال له یرغل وړاندې کلونه د «جهادي پالنې، اسامه پالنې او طالبانو پالنې» پالیسي ملاتړ کاوه. اوس دوی د "شمالي ټلوالې" د جګړه مارو او د مخدره توکو د قاچاق وړونکو، چې د امریکا د یرغل مهم متحدین وو، خنجر تېزوي. [۷][۸]
زموږ خلک د یوې پراخې جګړې او بربادۍ د شیطان په منګولو کې راګیر دي. ... د امریکا د بریدونو دوام او د بې ګناه ملکي قربانیانو د شمېر زیاتېدل نه یوازې طالبانو ته پلمه برابروي، بلکې په سیمه او حتی په نړۍ کې د بنسټپالو ځواکونو د پیاوړتیا لامل کېږي. -- د افغانستان د ښځو انقلابي ټولنه، افغان ښځې په افغانستان کې د بشري حقونو او ټولنیزعدالت لپاره مبارزه کوي، د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر ۱۱ [۹]
د ۲۰۰۹ کال په جنوري کې، په واشنګټن ډي سي کې، د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي بنسټ په یوه خپلواکه شننه کې راپور ورکړل شو چې " اوس اکثریت افغانان په خپله خاوره کې د بهرنیو ځواکونو له شتون سره سخت مخالف دي" او دا چې په افغانستان کې د بلوا تر شا یوازینی شرط د بهرنیو ځواکونو شتون دی. خو د ۲۰۰۹ کال د مې په میاشت کې، د بی بی سی د یوې نظرپوښتنې له مخې، ۶۹ سلنه سروې شوي افغانان په دې اند وو چې لږ تر لږه دا ډېره غوره وه چې د متحده ایالاتو پوځ د طالبانو د له منځه وړلو لپاره راغی او د ۲۰۰۹ کال په جون کې د ګالوپ سروې په ډاکه کړه چې د سروې نږدې نیمایي افغان ګډون وال په دې اند وو چې اضافي امریکایي ځواکونه به د امنیتي وضعیت په ثبات کې باید مرسته وکړي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
په افغانستان کې د جګړې په وړاندې د افغانانو د مخالفت یو بنسټیز ټکی، د افغانانو پر کورونو د بهرنیو ځواکونو پرله پسې عملیات دی چې د افغان حکومت د دوامداره نیوکو اواعتراضونو سره بېره یې دوام درلود. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
افغان ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۰۵ کال په مې میاشت کې واشنګټن ته په یوه سفر کې د امریکا له ولسمشر جورج ډبلیو بوش څخه وغوښتل چې پرېږدې افغان حکومت په کورنو باندی د هغو عملیاتو واک په غاړه واخلي چې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له خوا په دوامدار ډول ترسره کېږي. بوش د افغان ولسمشر غوښتنه رد کړه. [۲۳]
کرزي یو ځل بیا د ۲۰۰۵ کال په سپټمبر کې هڅه وکړه چې د امریکا په مشرۍ له پوځي ځواکونو څخه د بدلونونو غوښتنه وکړي او ویې ویل: «د افغانانو کورونو ته ننوتل – د افغان حکومت له اجازې پرته د افغانانو کورونه تلاشي کول – هغه څه دي چې اوس باید ودرول شي. هېځ ایتلافي سرتېری باید د افغان حکومت له اجازې پرته د افغانانو کورونو ته د ننه نه شي»[۲۴]
په ۲۰۰۶ کال کې د افغانستان په څلورو سوېلي ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې د امریکا په مشرۍ د څو اونیو پراخو پوځي عملیاتو په لړ کې، افغان ولسمشر حامد کرزي د زیاتو افغانانو د وژنې پر ضد خبرې وکړې:[۲۵]
زموږ لپاره دا د منلو وړ نه ده چې په دې جګړه کې افغانان ووژل شي. په تېرو دریو یا څلورو اونیو کې، له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې افغانان وژل شوي دي. که طالبان هم وي، د دې خاورې زامن دي. -- د ۲۰۰۶ کال د جون په ۲۲، افغان ولسمشر حامد کرزی
د ۲۰۰۶ کال په پسرلي کې، په افغان کورونو د بهرنیو پوځیانو په عملیاتو د غوسې زیاتوالي، او د بهرنیو ځواکونو له خوا د جبري پلټنو پر مهال د ښځو د ځورولو تورونو، افغان دیني مشران دې ته وهڅول چې د وسله وال مقاومت لپاره غږ پورته کړي. [۲۶]
افغان ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۰۸ کال په ډسمبر کې په یوه وینا کې وویل چې تېره میاشت یې یو ځل بیا وغوښتل چې په هېواد کې د متحده ایالاتو پوځ د نوموړي له حکومت سره همکاري وکړي او د متحده ایالاتو حکومت ته یې د هغوی د سرتېرو د چلند په اړه د غوښتنو یو لیست ولېږ: د لیست په یوه برخه کې دا وو چې دوی نباید په خپل سر زموږ د خلکو کورونو ته ننوځي او زموږ کلي بمبار کړي او زموږ خلک بندیان کړي." نوموړي د متحده ایالاتو څخه د کوم ځواب په اړه څه و نه ویل. [۲۷]
نوموړي یو ځل بیا د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې، د واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې خپله نیوکه تکرار کړه: "په کورونو عملیات تل یوه ستونزه ده، دا مخکې هم یوه ستونزه وه، اوس هم ستونزه ده. دا باید ودرول شي. افغانان دا ډول عملیات نه خوښوي. که دا ډول هر عملیات وي، د افغانستان د قوانينو سره سم بايد د افغان حکومت له خوا ترسره شي، دا زموږ تر منځ یو داوامداره اختلاف دی." [۲۸]
په ۲۰۱۰ کال کې، د ولسمشر حامد کرزي د سلاکار په مشرۍ د حکومت یوه پلاوي وویل چې بهرنیو پوځي ځواکونو خپل سري د توجیې نه وړ زیانونه اړولي او د زیاتو وګړو د بې ځایه کېدو لامل شوی دی. [۲۹][۳۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ Vidal, John (November 19, 2001). "Another coalition stands up to be counted". The Guardian. بياځلي په November 11, 2006.
- ↑ "Protesters demand end to bombing". BBC. November 10, 2001. بياځلي په November 11, 2006.
- ↑ Anonymous. "Afghanistan: Where Empires Go to Die". Truthout. خوندي شوی له the original on 22 September 2009. بياځلي په 6 February 2015.
- ↑ Quittin' time in Afghanistan
- ↑ Paul R. Pillar. "Terrorists' Real Haven Isn't on the Ground, It's Online". Washington Post. بياځلي په February 6, 2015.
- ↑ "Ahmed Rashid Offers An Update On The Taliban". WBUR. February 17, 2010. بياځلي په February 6, 2015.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ RAWA (October 11, 2001). "Taliban should be overthrown by the uprising of Afghan nation". بياځلي په November 11, 2006.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "The US has Returned Fundamentalism to Afghanistan". بياځلي په February 6, 2015.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "The US has Returned Fundamentalism to Afghanistan". بياځلي په February 6, 2015.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Paul R. Pillar. "Terrorists' Real Haven Isn't on the Ground, It's Online". Washington Post. بياځلي په February 6, 2015.
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: url-status (link) - ↑ "Katrina vanden Heuvel - A flawed strategy and a failed war in Afghanistan". The Washington Post. بياځلي په February 6, 2015.
- ↑ "Afghan Poll 2009" (PDF). BBC News. بياځلي په August 3, 2011.
- ↑ "Gallup poll". Gallup.com. September 30, 2009. بياځلي په August 3, 2011.
- ↑ Many in Afghanistan oppose Obama's troop buildup plans[مړه لينکونه]
- ↑ "Rethinking the Afghanistan Mission". خوندي شوی له the original on February 7, 2015. بياځلي په February 6, 2015.
- ↑ John Pike. "Afghanistan: Karzai Asks U.S.-Led Coalition To Change Strategy Against Terrorism". بياځلي په February 6, 2015.
- ↑ "Afghanistan: chaos central". February 2009. بياځلي په February 6, 2015.
- ↑ "Afghan leader sends demands to U.S. on troop conduct - USATODAY.com". USA Today. بياځلي په February 6, 2015.
- ↑ "Karzai wants U.S. to reduce military operations in Afghanistan". The Washington Post. بياځلي په February 6, 2015.
- ↑ "Afghans Want a Deal on Foreign Troops". The New York Times. August 26, 2008. بياځلي په May 25, 2016.
- ↑ "Please Mr. President! Some Truth About Afghanistan". The Huffington Post. December 20, 2010. بياځلي په February 6, 2015.
- ↑ John Pike. "Afghanistan: Karzai Asks U.S.-Led Coalition To Change Strategy Against Terrorism". بياځلي په February 6, 2015.
- ↑ John Pike. "Afghanistan: Karzai Asks U.S.-Led Coalition To Change Strategy Against Terrorism". بياځلي په February 6, 2015.
- ↑ Keith Garvin (22 June 2006). "Afghan Problem 'a Lot Deeper Than Bin Laden'". ABC News. بياځلي په February 6, 2015.
- ↑ "Afghanistan: chaos central". February 2009. بياځلي په February 6, 2015.
- ↑ "Afghan leader sends demands to U.S. on troop conduct - USATODAY.com". USA Today. بياځلي په February 6, 2015.
- ↑ "Karzai wants U.S. to reduce military operations in Afghanistan". The Washington Post. بياځلي په February 6, 2015.
- ↑ "Please Mr. President! Some Truth About Afghanistan". The Huffington Post. December 20, 2010. بياځلي په February 6, 2015.
- ↑ Nato offensive inflicts Afghans $100 mln damage in Kandahar