په افغانستان کې د اېتلافي ځواکونو مرګ ژوبله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۲۰۰۱ کال له یرغل وروسته، په افغانستان کې د روانو عملیاتو (د تل پاتې آزادۍ او آیساف عملیات) په اوږدو کې، د ۲۰۰۶ کال د سپټمبر تر ۴ نېټې پورې، د اېتلافي ځواکونو د وژل شوو شمېر  ۵۰۲. ۳  تنو ته ورسېد.  د دې مړینې په اړه د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنست، دا مجموع کې د امریکا وژل شوو شمېر د "افغانستان دننه او شاوخوا کې" ، په پاکستان او ازبکستان کې د ځینو مړینو په ګډون او د CIA د ۱۸ کارکونکو مرګ ژوبله تر پوښښ لاندې راولي.  

په افغانستان کې د دغو مړینو سربېره، ۵۹ نور امریکايي او یو کاناډايي عسکر کله چې په نورو هېوادونو کې  یې د افغانستان دعملیاتو ملاتړ کاوه  وژل شوي. په ټوله کې هغه ۶۲ هسپانوي سرتېري هم د  افغانستان څخه د وتلو وروسته  د ۲۰۰۳ کال د مې په ۲۶ مه نېټه د الوتکې د لوېدو له امله په ترکیه کې مړه شول چې په دې شمېر کې نه راځي.

دا ځکه چې آیساف په ۲۰۰۶ کال کې د افغانستان سوېلي سیمو ته چې پخوا د امریکا يي پوځ تر مستقیم کنترول لاندې وې، خپل  حضورپراخ کړ. لکه څنګه چې د متحده ایالاتو د دفاع وزير رابرټ ګیټس د ۲۰۱۱ کال د جون په ۱۰ نېټه په خپله "وروستي سیاسي وینا" کې څرګنده کړه، "د ناټو د غیرامريکایي غړو هېوادونو له ۸۵۰  زیاتو سرتېرو په افغانستان کې لويه قرباني ورکړې، چې د ډېرو متحدو هېوادونو لپاره د دوهمې نړیوالې جګړې له پای وروسته دا لومړي  پوځي تلفات وو ". سربیره پردې، په اېتلاف کې د غیر ناټو مرسته کونکو سرتېرو (جورجیا، آسترالیا، سویډن، نیوزیلنډ، فنلنډ، اردن، سوېلي کوریا او آلبانیا) ترمنځ د مرګ ژوبلې کچه ۹۵ کسانو ته رسېږي.  [۱]

د امریکا د ۲۰۰۱ کال له یرغل راهیسې، ۲۰۱۰ کال، د تل پاتې آزادۍ په عملیاتو او د آیساف په عملیاتو کې د ۷۱۱ تنو په مړينه، د بهرنیو پوځیانو لپاره تر ټولو خونړی کال و، چې دې لړۍ له ۲۰۰۳ کال وروسته هر کال دوام لرو. [۲]

په ۲۰۰۹ کال کې، په افغانستان کې د سړک پر غاړه د ځای په ځای شوو چاودېدونکو توکو  ۷۲۲۸ بریدونه وشول، چې د ۲۰۰۸ کال په پرتله ۱۲۰٪ زیاتوالی ښود، او په جګړه کې یو ریکارډ و. په ۲۰۰۹ کال کې د وژل شویو ۵۱۲ بهرنیو پوځیانو له ډلې ۴۴۸ یې په عملیاتو کې وژل شوي وو. د دې کسانو څخه ۲۸۰ تنه د سړک په غاړه د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو په چاودنو کې وژل شوي وو. په۲۰۱۰ کال کې، د سړک پر غاړه د ځای په ځای شویو چاودېدونکو توکو بریدونو ۳۳۶۶ تنه امریکایي سرتېري په افغانستان کې ټپیان کړل، چې دا د جګړې له پیل راهیسې د سړک پر غاړه د ځای په ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله د ټولټال ټپیانو نږدې ۶۰٪  تشکیلوي. په ۲۰۱۰ کال کې د وژل شویو ۷۱۱ بهرنیو پوځیانو له ډلې ۶۳۰ یې په عملیاتو کې وژل شوي. د دې کسانو له ډلې ۳۶۸ د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي، چې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه د سړک پر غاړه د ځای په ځای شوو چاودېدونکو توکو د ټولو وژل شویو ۳۶ سلنه دي. په ۲۰۱۰ کال کې اورپکو ۱۴۶۶۱ چاودېدونکي توکي  د سړک په غاړه ځای پر ځای کړي وو، چې د تېر کال په پرتله یې ۶۲ سلنه زیاتوالی ښود. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د مرګ ژوبلې په اړه جزیات[سمول]

افغانستان[سمول]

اصلي مقاله: د افغانستان د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د راپورونو نوملړ

آلبانیا[سمول]

د آلبانیايي پوځیانو یوه مړینه ثبت شوې ده. تورن فیتي ووګلي د ۲۰۱۲ کال په فبروري کې په هرات کې ووژل شو،  یو بل سرتېری ټپي شو.[۹][۱۰]

آسترالیا[سمول]

په افغانستان کې د آسترالیایی ځواکونو ۴۱ تنه مړه (۳۴ په عملیاتو کې) او ۲۶۱ نور سرتېري ټپیان شوي دي.[۱۱][۱۲]

همدارنګه، لږ تر لږه یو آسترالیایي ملکي وګړی (ډیویډ سیویج، چې پخوا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی افسر و او د AusAID د سلاکار په توګه  یې دنده ترسره کوله) په افغانستان کې ټپي شو. [۱۳]

بلجیم[سمول]

د بلجیم یو سرتېری په افغانستان کې د خدمت پر مهال د مننژیت له امله مړ شو، او ۱۴ سرتېري یې په عملیاتو کې ټپیان شوي دي.  [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

بریتانیا[سمول]

د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر تر ۱۱ پورې، ۴۵۶ بریتانوي سرتېري په عملیاتو کې  ووژل شول  او ۲۱۸۸نور ټپیان شول، نور۵۲۵۱  د ناروغۍ یا غیر جنګي ټپونو له امله زیانمن شوي. له دې ډلې ۴۰۴ تنه عسکر د دښمن سره د عملیاتو په پایله کې ووژل شوي، په داسې حال کې چې ۴۹ تنه یا د ناروغۍ، غیر جنګي ټپونو یا پېښو  له امله مړه شوي او یا لا تر اوسه یې د مرګ لاملونه په رسمي توګه د څېړنو د نامعلومو پايلو له امله نه دي په ډاګه شوي. په ۲۰۰۶ کال کې د مرګ ژوبلې لویه برخه د طالبانو  په مرکز، هلمند ولایت کې د بريتانوي ځواکونو له بیا ځای پر ځای کېدو وروسته منځ ته راغله، ځکه چې د۲۰۰۲  کال د اپرېل او۲۰۰۶ کال د مارچ په لومړیو کې یې یوازې پنځه تنه سرتېري وژل شوي وو. [۲۲][۲۳]

بلغاریا[سمول]

په افغانستان کې بلغاریا، یوازې یوه مرګ ژوبله درلوده. لږ تر لږه ۷ بلغاریايي سرتېري په افغانستان کې ټپیان شوي دي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

کاناډا[سمول]

په افغانستان کې د کاناډا ماموریت چې په سوېل (کندهار ولایت)  کې د طالبانو او نورو اورپکو پر ضد عملیات وو، د کوریا له جګړې وروسته د کاناډا د ټولو محاربوي ماموریتونو په پرتله ترټولو لویه مرګ ژوبله درلوده. د ۲۰۰۲ کال له فبروري څخه د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر تر۲۹ پورې، په افغانستان کې  ټولټال ۱۵۷ کاناډايي ځواکونه وژل شوي دي. له دې ډلې ۱۳۲ یې د دښمن د عملیاتو له امله وژل شوي، چې ۹۷ یې د ځای پر ځای شویو چاودېونکو توکو او ماینونو له امله، ۲۲ یې د RPG بریدونو، کوچنیو وسلو او یا د هاوان د ډزو له امله وژل شوي دي، او ۱۳نور یې د ځانمرګو بریدونو له امله له منځه تللي. شپږ نور کاناډايي عسکر د جنګي روزنيزو عملياتو پر مهال د خپلو امريکايي متحدينو د خپل منځیو ډزو له امله ووژل شول. نور ۱۹ کاناډايي سرتېري په افغانستان کې د پېښو یا غیر جنګي لاملونو په پایله کې وژل شوي دي. ۶ په ترافيکي حادثو کې، ۳ نا معلوم غیر جنګي مرګ ژوبلې، ۳ د ځان وژنې، ۲ د چورلکې د سقوط له امله، ۲ د ناڅاپې خورځېدو له امله، ۲ په ناڅاپي توګه د ډزو له امله او ۱ مړینه د ناروغۍ له امله مړه شوي دي. د۲۰۰۲  کال له اپرېل څخه د ۲۰۱۴ کال په مارچ په میاشت کې تر وتلو پورې ۶۳۵ سرتېري په عملیاتو کې ټپیان شوي او ۱۴۱۲د غیر جنګي پېښو له امله ټپیان شوي دي. [۲۸][۲۹][۳۰]

کرواسي[سمول]

د ۲۰۰۶ کال له نومبر وروسته په افغانستان کې لږ تر لږه ۹ کروات پوځیان  ټپیان شوي دي. د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۲۴ مه نېټه دری کروات سرتېري په یو موټرسایکل ځانمرګي برید کې ټپیان شول. له ټپیانو څخه یو ډېر ژر د سر د ټپونو له امله مړ شو، په داسې حال کې چې د دوه نورو حالت د لاسونو او پښو د جدي صدماتو سربيره، د ډاډ وړ ښودل شوی و. ډلګی مشر جوزف بريسکي (۲۰۱۹-۱۹۹۲) لومړنی کروات سرتېری دی چې په افغانستان کې مړ شوی دی.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د چک جمهوریت[سمول]

په افغانستان کې  ۱۴ چکي سرتېري ووژل شول او لږ تر لږه ۲۶ نور ټپیان شول. [۳۹][۴۰]

ډنمارک[سمول]

ډنمارک، چې د ناټو یوغړی هېواد دی چې د ۲۰۰۲ کال د جنوري څخه د ۲۰۱۳کال د جولای تر ۱ نېټې پورې یي افغانستان ته ۹۵۰۰  پرسونل لېږلی و. دوی ډېری د ناټو د نړیوال امنیتي او مرستندویه ځواک (آیساف) د یوې برخې په توګه په هلمند ولایت کې ځای پرځای شوي وو.

په ۲۰۰۲ کال کې د ډنمارک لومړنۍ دری مړینې د شوروي د دوران د الوتکې ضد توغندي د شنډولو پر مهال را منځ ته شوې. په ۲۰۰۶ کال کې د ډنمارک پارلمان د یو نوي فرمان په صادرولو، د ډنمارک پوځي عملیات د هېواد په مرکز کې په نسبتا خوندي سیمو کې له غیر محاربوي عملیاتو څخه په جنګي سیمو کې محاربوي عملیاتو ته واړول ترڅو په سوېلي هلمند ولایت کې د بریتانوي ځواکونو تر څنګ جګړه وکړي.۳۷ سرتېري د دښمن په بېلابېلو فعالیتونو او یا هم په خپل منځیو ډزو کې وژل شوي دي، او ۶ تنه په غیر جنګي پیښو کې وژل شوي دي، چې په دې سره د ډنمارک د تلفاتو شمېر ۴۳ تنو ته رسېږي، چې د ایتلاف ځواکونو تر منځ تر ټولو لوړه فی نفر مرګ ژوبله ګڼل کېږي. پر دې سربېره، په عملیاتو کې ۲۱۴ تنه سرتېري ټپیان شوي دي.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

همدارنګه، په ۲۰۱۴ کال کې په کابل کې د اروپایي پولیسو د ماموریت یا EUPOL یو ډنمارکي ملکي کارکوونکی ووژل شو. [۵۳]

ایستونیا[سمول]

په افغانستان کې نهه استونیایي سرتېري ووژل شول: اته یې په عملیاتو کې  او یو یې په پېښه کې ووژل شو، په عملیاتو کې ۹۲ نور عسکر ټپیان شوي دي. [۵۴]

فنلنډ[سمول]

په افغانستان کې د دښمن په عملیاتو کې دوه فنلنډي سرتېري ووژل شول او لږ تر لږه ۱۱ سرتېري ټپیان شوي دي. [۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱]

سرچينې[سمول]

  1. Robert Gates (10 جون 2011). "Reflections on the status and future of the transatlantic alliance". Security & Defence Agenda. د اصلي آرشيف څخه پر 15 جون 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه 13 جون 2011. Consider that when I became Secretary of Defense in 2006 there were about 20,000 non-U.S. troops from NATO nations in Afghanistan. Today, that figure is approximately 40,000. More than 850 troops from non-U.S. NATO members have made the ultimate sacrifice in Afghanistan. For many allied nations these were the first military casualties they have taken since the end of the Second World War. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Operation Enduring Freedom". iCasualties.org. 28 May 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 26 January 2011 باندې). Number of U.S. casualties from roadside bombs in Afghanistan skyrocketed from 2009 to 2010.
  4. "Operation Enduring Freedom". iCasualties.org. 28 May 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 10 January 2011 باندې). Afghan insurgents match surge with more IEDs. USA Today.
  6. U.S. intelligence: 'Time is running out' in Afghanistan
  7. Day, Thomas L.; Landay, Jonathan S. (28 دسمبر 2009). "U.S. intelligence: 'Time is running out' in Afghanistan". McClatchy Washington Bureau. د اصلي آرشيف څخه پر 2 فبروري 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه 13 جون 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 16 March 2009 باندې). Poll: More view Afghan war as 'mistake'. USA Today.
  9. One Albanian soldier killed, another wounded in Afghanistan Archived 4 December 2014 at the Wayback Machine. // "Xinhuanet" 20 February 2012
  10. "Albeu.com – Imami gives details of funeral ceremony for Captain Vogli". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ فبروري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Australian Operation in Afghanistan – Department of Defence". Australian Government, Department of Defence. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 3 July 2014 باندې). Australian soldier dead in Afghanistan named as lance corporal Todd Chidgey.
  13. "Attack on aid worker 'payback for massacre'". The Sydney Morning Herald. 27 March 2012. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Suicide bomber hits near Kabul airport // "USA Today" 31 August 2007
  15. Deux militaires belges blessés en Afghanistan Archived 12 June 2013 at the Wayback Machine. // "RTBF.BE" 13 October 2010
  16. Afghanistan: images de soldats belges sous le feu en 2009 // "Le Soir" от 26 September 2008
  17. Plus aucun soldat belge ne surveille l'aéroport de Kaboul // "Le Soir" 17 October 2012
  18. Avec Belga. 9.000 soldats belges blessés à l'étranger en 10 ans // "L'avenir" 17 July 2011
  19. Afghanistan: un soldat belge blessé... par un tir "ami" // "DH" 8 March 2012
  20. Belgian military repatriated wounded in Afghanistan Archived 22 June 2012 at the Wayback Machine. // "The Lahore Times" 9 April 2012
  21. "Soldier in Afghanistan dies of meningitis". 14 August 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Afghanistan". Government of the United Kingdom. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Number of Afghanistan UK Military and Civilian casualties (7 October 2001 to 30 October 2014)" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Българска жертва в Афганистан". Vesti.bg (په بلغارين ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Български военнослужещи пострадаха при нападение в Афганистан Archived 24 July 2012 at Archive.is // "BNews" 17 October 2008
  26. Четирима български войници бяха ранени в Афганистан Archived 1 August 2013 at the Wayback Machine. // "Българска национална телевизия" 25 January 2010
  27. Български войник ранен в Афганистан // "24 часа онлайн" 24 June 2010
  28. "Flag-draped casket of Ouellet arrives in Canada". CTV.ca. 14 March 2008. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Canadian soldier found dead on Afghan base". The Globe and Mail. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اپرېل ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Euan McKirdy (13 March 2014). "Canada pulls out of Kabul as NATO winds down Afghan operations". CNN. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. U Afganistanu ranjen prvi hrvatski vojnik // 24 November 2006
  32. WikiLeaks documents show Croatian soldiers may be facing more risk in Afghanistan than reported to public // "Croatian Times" 28 June 2010
  33. Two Croatian soldiers injured in helicopter accident in Afghanistan // "Croatian Times" 17 June 2011
  34. Hrvatski vojnik u Afganistanu nehotice ranio kolegu čisteći oružje Archived 19 September 2017 at the Wayback Machine. // "novilist.hr" 20 June 2011
  35. Krešimir Žabec. Hrvatski dočasnik u Afganistanu sebi propucao potkoljenicu, a kolegi Belgijcu natkoljenicu Archived 26 October 2012 at the Wayback Machine. // "Jutarnji" 8 March 2012 Hrvatski vojnik u Afganistanu pištoljem je ranio sebe i kolegu // "24 SATA" 8 March 2012
  36. Croatian soldier wounded in Afghanistan gun test Archived 6 December 2014 at the Wayback Machine. // "Croatian Times" 22 October 2012
  37. Croatian soldier injured in Afghanistan Archived 6 December 2014 at the Wayback Machine. // "Croatian Times" 2 May 2013
  38. "Hrvatski vojnik poginuo u Afganstanu, dvojica ranjena!". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. (په 23 October 2018 باندې). Kdo byl padlý voják v Afghánistánu? Špièkový český kynolog, který nezkazil žádnou srandu. Lidové noviny.
  40. 2 wounded (March 2008),[۱] 4 wounded (May 2008),[۲] 3 wounded (Sep. 2008),[۳] 7 wounded (Oct. 2008),[۴] 3 wounded (April 2009),[۵] Archived 18 December 2014 at the Wayback Machine. 1 wounded (April 2010),[۶] 2 wounded (May 2011),[۷] 1 wounded (July 2011),[۸] 1 wounded (April 2012),[۹] 1 wounded (Sep. 2012),[۱۰] 1 wounded (July 2014),[۱۱] total of 26 wounded
  41. "Operation Iraqi Freedom | Fatalities By Nationality". iCasualties. 28 May 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Dansk soldat er dræbt i Afghanistan". DR. 10 July 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. 148 danske soldater såret i Afghanistan // "DF – NYT" 27 November 2010
  44. Marie Rønde. To danske soldater såret i Afghanistan Archived 21 February 2014 at the Wayback Machine. // "TV – Midwest" 18 July 2011
  45. Dansk soldat såret i Afghanistan // "Jyllands Posten" 31 January 2012
  46. Danska soldater sårade i Afghanistan // "Svenska Dagbladet" 12 May 2012
  47. Tre danske soldater såret Archived 2014-02-23 at the Wayback Machine. // TV-2 20 June 2012
  48. Fire danske soldater såret i Afghanistan // "Avisen" 29 July 2012
  49. Dansk soldat hårdt såret i Afghanistan // "Nyheder" 15 August 2012
  50. Dansk soldat såret i Afghanistan // "Avisen" 12 October 2012
  51. "Today officially ended Denmark's 12-year involvement in the War in Afghanistan... The dozen years in Afghanistan cost the lives of 43 Danish soldiers and resulted in total costs of approximately 15 billion kroner. An additional 211 soldiers were injured in Afghanistan." Justin Cremer. Combat mission in Afghanistan is over Archived 24 July 2013 at Archive.is // "The Copenhagen Post", 22 July 2013
  52. Andreas Jakobsen. Three Danish soldiers injured in Afghanistan Archived 7 March 2014 at the Wayback Machine. // "The Copenhagen Post", 30 January 2014
  53. "A Glance at the Penal Code – EUPOL Afghanistan". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ جنوري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. "исполнилось десять лет с того момента, как первое эстонское подразделение приступило к несению службы в Афганистане. За это время 9 эстонских солдат погибли, 92 получили ранения." Десять лет эстонской миссии в Афганистане: 9 убитых, 92 раненых // "Postimees", 16 March 2013
  55. "A Finnish soldier in the NATO-led ISAF peacekeeping forces was injured by gunfire in Afghanistan late Sunday... in Aybak district in North Afghanistan" Finnish peacekeeper injured in firefight in Afghanistan Archived 7 March 2014 at the Wayback Machine. // "Helsingin Sanomat" 2 October 2006
  56. Four Finnish peacekeepers were wounded on Saturday after their RG-32 armoured patrol vehicle hit a roadside bomb in northern Afghanistan Four Finnish peacekeepers wounded in Afghanistan Archived 21 July 2016 at the Wayback Machine. // "Xinhua" 3 October 2009
  57. "A Finnish soldier serving as a peacekeeper in Afghanistan was wounded from an accidental shot in the leg on Tuesday." Finnish peacekeeper accidentally wounded on base in Afghanistan Archived 29 August 2014 at the Wayback Machine. // "Helsingin Sanomat", 25 August 2010
  58. "Two Finnish and one Swedish peacekeeper were wounded in a rocket launcher attack in Afghanistan on Friday... The peacekeepers' vehicle came under attack in the village of Temorak, about 45 kilometres west of Mazar e Sharif... Finnish Defence Minister Jyri Häkämies expressed regret over the incident. He said for the time being it will not, however, lead to the rethinking of Finland's role in Afghanistan. Since joining the operation in Afghanistan, one Finnish peacekeeper has been killed and eight more have been wounded." 19.11.2010 Two Finnish Peacekeepers Injured in Afghanistan
  59. "One Finnish peacekeeper in Afghanistan was wounded slightly in a grenade attack on a patrol on Sunday. The incident took place some 40 kilometres west of Mazar-e-Sharif." 21.11.2010 Another Finnish peacekeeper wounded in Afghanistan
  60. "A Finnish peacekeeper in Afghanistan was injured on Tuesday in an accident involving a grenade launcher of his own forces. He was struck in the back by a grenade, which did not explode. The incident occurred at Camp Northern Lights in Mazar-i-Sharif. The man's condition is not critical." 16.03.2011 Finnish Peacekeeper Injured in Afghanistan
  61. Suomalaissotilas haavoittui vahingonlaukauksesta Afganistanissa Archived 7 March 2014 at the Wayback Machine. // "HS.FI" 8 May 2012