په افغانستان کې دین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغانستان یو اسلامي هېواد دی او د دغه هېواد اکثریت وګړي د اسلام د مبارک دین پیروان دي. له دې سره د دغه هېواد ۹۰ سلنه وګړي سني مسلمانان دي. د نړیوالو حقایقو د کتاب پر بنسټ د دغه هېواد له ۸۴.۷ څخه تر ۸۹.۷ سلنه وګړي سني مسلمانان او له ۱۰ سلنه څخه تر ۱۵ سلنه یې شیعه مسلمانان دي. په نورو آئینونو باندې د باور لرونکو کسانو کچه د ټولو وګړو نږدې ۰.۳ سلنه برخه جوړوي. [۱][۲][۳]

تاریخچه[سمول]

د تاریخ په اوږدو کې په دغه سیمه کې چې نن ورځ د افغانستان په نوم یادېږي ګڼ شمېر مذهبي بدلونونو شتون لرلی. په لرغونې او کلاسیک دوره کې د زردشت آئین، هندوئېزم او له هغو وروسته بودېزم د دغې سیمې له لومړنیو آئینونو څخه وو. اسلام د لومړي ځل لپاره د ۷مې میلادي پېړۍ پر مهال دغې سیمې ته د خلفای راشدینو د خلافت په ترڅ کې د یو شمېر برخو له فتح کولو وروسته راورسېد او په تدریجي بڼه د دغې سیمې په اصلي دین واوښت.

د یو شمېر څېړونکو پر باور زردشتي آئین له میلاد وړاندې ۱۸۰۰ کال څخه له میلاد وړاندې ۸۰۰ کال پورې له اوسني افغانستان څخه سرچینه واخیسته، ځکه چې ویل کېږي د دغه آئین بنسټګر په بلخ کې ژوند کاوه او همدلته ومړ؛ دغه مهال د افغانستان نوم آریانا و. په ډېر احتمال سره په دغه سیمه کې د زردشتېزم د ظهور پر مهال لرغونې ختیځې فارسي ژبې ویل کېدلې. له میلاد څخه وړاندې شپږمې پېړۍ په نیمايي کې هخامنشیانو د ماد واکمني راوپرځوله او اراکوزیا، آریا او باختر یې خپلې ختیځې پولې وټاکلې. د فارس د لومړي داریوش د قبر په ډبره لیکل شوي چې د کابل دره له هغو ۲۹ هېوادونو څخه ده چې هغه فتح کړي. [۴][۵][۶]

افغانستان ته د اسلام له را رسېدو وړاندې د افغانستان سوېل د زردشتي ائین مرکز و. د زردشتي ائین له امله د فارس او اراکوزیا تر منځ نږدې اړیکو شتون درلود. باور پر دې دی چې اوستا د اراکوزیا له لارې فارس ته تللی. له همدې امله دغه سیمه د «زردشتنېزم د دویمې پلرنۍ سیمې» په توګه ګڼل کېږي. [۷][۸]

د معاصر افغانستان لومړني هندوآریايي اوسېدونکي (له میلاد وړاندې ۲۰۰۰ کال څخه له میلاد وړاندې ۱۵۰۰ کال پورې) چې تر ډېره پورې د دغې سیمې په ختیځو او سویلي برخو کې استوګن و، د هندوئېزم پیروان و. د دغو استوګنو ډلو ترمنځ پام وړ یې ګندهاریان او کامبوجیان و، چې پشه یان او نورستانیان بیا د ودايي هندوآریايي وګړو معاصرې نمونې دي. د افغانستان اکثریت قوم، پښتانه چې له پکتها (Pakthas) څخه یې ودایي اجداد لرل په پراخه کچه د هندوئېزم او بودېزم پیروان و. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

له میلاد څخه وړاندې څلورمې پېړۍ پر مهال د مقدوني سکندر له خوا د دغې سیمې له اشغال وروسته د هغه ځای ناستې سیلوکي سترواکۍ له میلاد څخه وړاندې ۳۰۵ کال پورې دغه سیمه په خپل کنټرول کې لرله، تر هغه چې د دغې سیمې زیاته برخه یې د هندي موریا سترواکۍ سره د اتحاد د هوکړې د برخې په توګه هغوی ته وسپارله. موریانو له هند څخه بودېزم دغې سیمې ته راووړ؛ دوی د افغانستان په ختیځو برخو باندې له میلاد څخه وړاندې ۱۸۵ کاله پورې ولکه لرله تر هغه چې د دوی واکمني یې راوپرځوله.

په اوومه میلادي پېړۍ کې اموي عربو مسلمانانو په نهاوند جګړه (۶۴۲ زکال) کې ساسانیانو ته د کلکې ماتې ورکولو وروسته دغې سیمې ته چې نن ورځ د افغانستان په نوم یادېږي د ننه شول. د دغې لویې ماتې وروسته وروستی ساساني سترواک، دریم یزدګرد ختیځ لوري ته پرتې مرکزي آسیا ته وتښتېد. د یزدګرد په لټون پسې عربو دا غوره وګڼله چې د شمال ختیځ ایران له لارې دغه سیمې ته دننه شي؛ هرات ته له ننوتو وروسته یې خپل ګڼ شمېر ځواکونه وړاندې له دې چې د افغانستان په خاوره کې مخکې ولاړ شي دلته ځای پر ځای کړل. عربو د سیمه ییزو وګړو ترمنځ د اسلام د تبلیغ لپاره پریمانه هڅې وکړې. [۱۷]

د افغانستان د شمالي برخو ډیری وګړو د امویانو د تبلیغي هڅو له امله په ځانګړې توګه د هشام بن عبدالمک (خلافت: ۷۲۴-۷۴۳ زکال) او د عمر بن عبدالعزیز (خلافت: ۷۱۷- ۷۲۰ زکال) د واکمنۍ پر مهال اسلام ومانه. د المعتصم بالله د واکمنۍ پر مهال اسلام د دغې سیمې د ډېری وګړو په دین اوښتی و چې بالاخره د یعقوب لیث صفاري د واکمنۍ پر مهال اسلام د کابل او د افغانستان د نورو لویو ښارونو په اصلي دین واوښت. له دې وروسته سامانیانو اسلام تر مرکزي اسیا ورساوه، همدا و چې په فارسي ژبه د قران کریم لومړنۍ بشپړه ژباړه په ۹مه میلادي پېړۍ کې وشوه. له نهمې پېړۍ را وروسته اسلام د دغه هېواد په مذهبي لیدلوري بشپړ واک وموند. د دغې سیمې اسلامي رهبران د بېلابېلو مهالونو پر مهال په سیاسي ډګر کې له کړکېچونو سره مخ شول، خو په ډېر ندرت سره یې له سیکولار واک څخه ګټنه کړې. د افغانستان په ختیځو برخو کې د هندو شاهي لړۍ پاتې شوني د ۹۸۹ زکال او ۱۰۳۰ زکال پر مهال د سلطان محمود غزنوي له خوا وشړل شول. [۱۸][۱۹]

له دې سره د نورستان سیمه تر ۱۸۹۰مې لسیزې پورې د کافرستان په نوم پېژندل کېدله ځکه چې د دغې سیمې وګړي یا نورستانیان جلا قوم ته اړوند و او د آنیمېزم (ساه باورۍ) او لرغوني هندوئېزم چارې یې ترسره کولې. [۲۰]

په شلمه پېړۍ کې د دغه هېواد د مسلمانو وګړو کچه د ټولو وګړو ۹۹ سلنه برخې ته ورسېده. له دې سره نورو مذهبي لږکیو لکه هنداونو او یهودانو تر ۱۹۷۰مې لسیزې پورې «بشپړه مذهبي آزادي» لرله. [۲۱]

په ۱۹۷۹ زکال کې د یوه کمونېستي دولت څخه د ملاتړ په موخه په افغانستان باندې د شوروي برید د افغانستان په سیاسي چاپېریال کې د لویې مذهبي مداخلې لامل وګرځېد. د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت (۱۹۸۰- ۱۹۸۷ زکال) یو سیکولر نظام درلود؛ د دغو پر وړاندې اسلام نږدې ټولو قومونو ته اړوند سیاسي مخالفان سره یو موټي کړل. د شوروي تر ملاتړ لاندې مارکسېستي رژیم او د خلق دیموکراتیک ګوند د اسلام د نفوذ د راکمولو هڅې پیل کړې. دوی د مذهبي تشکیلاتو ډیری غړي بندیان، شکنجه او ووژل. په ۱۹۸۷ زکال کې د ملي مصالحې له مذاکراتو وروسته اسلام بیاځلي په دولتي دین واوښت او دولت هم له خپل نامه څخه د «دیموکراتیک» کلمه لرې کړه. له ۱۹۸۷ زکال څخه تر ۱۹۹۲ زکال پورې د دغه هېواد رسمي نوم د افغانستان جمهوریت و. په ۱۹۷۰ مه لسیزه کې دا اټکل کېږي چې دغه هېواد شاوخوا ۵۰۰ زره سکان او ۲۰۰ زره هندو وګړي لرل په داسې حال کې چې دغه کچه په ۲۰۱۷ زکال کې له اوو زرو څخه تر لسو زرو پورې راکښته شوه. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال کله چې طالبان د افغانستان په کورنۍ جګړه کې بریالي شول او د افغانستان اسلامي امارت (۱۹۹۶- ۲۰۰۱ زکال) یې تاسیس کړ، تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې یې د اسلام طالباني نسخه د اسلامي دولت او دیني حکومت تر عنوان لاندې په خلکو تحمیل کړه. په ۲۰۰۱ زکال کې د طالبانو له سقوط وروسته په ۲۰۰۴ کال کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په نامه د نوي اسلامي جمهوریت بنسټ کېښودل شو چې د اسلام او دیموکراسۍ د اصولو پر بنسټ و. په ۲۰۲۱ زکال کې د یوې پټې معاملې په ترڅ کې طالبانو ته د افغانستان له سپارلو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته باید ولیدل شي چې داځل طالبان څه ډول له دغې موضوع سره چلن کوي.

د افغانانو لپاره اسلام داسې یو بالقوه یوموټی کوونکی نظام دی چې د قبیلوي وفادارۍ څخه د سرچینه اخیستونکي ژور تکبر او همدارنګه د افغانستان په څو قومي ټولنه کې د شخصي او کورني پریمانه ویاړ کولو څخه را ولاړېدونې بې اتفاقي شنډوي. جوماتونه نه یوازې عبادت ځایونه دي بلکې د ګڼ شمېر نور چارو لکه د لارویانو لپاره د سرپناه، د خبرو اترو او بحث لپاره د ځای، د مذهبي او ټولنیزو مراسمو د مرکزیت او همدارنګه د دیني زده کړو د مراکزو په توګه کارول کېږي. نږدې هر افغان د خپل ماشومتوب یا نوې ځوانۍ پر مهال د یوې دورې لپاره جومات ته د دیني زده کړو لپاره ځي؛ د یو شمېر دغو کسانو لپاره دا بیا یوازنۍ ترلاسه کېدونې رسمي زده کړې کېږي.

سرچينې[سمول]

  1. "Why have Afghanistan's Shias been targeted now?". BBC News Agency. BBC News Service. 6 December 2011. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Freedom House, Retrieved 2023-04-25
  3. "Afghan Culture". Central Intelligence Agency, 2018, South Eastern Region Migrant Resource Centre, 2009, Minority Rights Group International, 2018, U.S. Department of State, 2017, Minority Rights Group International, 2018, U.S. Department of State, 2017, U.S. Department of State, 2017, Minority Rights Group International, 2018. SBS Australia. 2019. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Bryant, Edwin F. (2001) The Quest for the Origins of Vedic Culture: The Indo-Aryan Migration Debate Oxford University Press, کينډۍ:ISBN.
  5. Afghanistan: ancient Ariana (1950), Information Bureau, p3.
  6. "Chronological History of Afghanistan – the cradle of Gandharan civilisation". Gandhara.com.au. 15 February 1989. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. The idea of Iran. An essay on its origin, Gnoli Gherardo, page 133
  8. "Welcome to Encyclopaedia Iranica". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. UNESCO World Heritage Centre: Taxila
  10. Minahan, James B. (10 February 2014). Ethnic Groups of North, East, and Central Asia: An Encyclopedia (په انګرېزي ژبه کي). ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 217. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781610690188. Historically, north and east Afghanistan was considered part of the Indian cultural and religious sphere. Early accounts of the region mention the Pashayi as living in a region producing rice and sugarcane, with many wooded areas. Many of the people of the region were Buddhists, though small groups of Hindus and others with tribal religions were noted. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  11. Weekes, Richard V. (1984). Muslim peoples: a world ethnographic survey (په انګرېزي ژبه کي). Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 601. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313233920. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  12. Khanam, R. (2005). Encyclopaedic ethnography of Middle-East and Central Asia (په انګرېزي ژبه کي). Global Vision Publishing House. د کتاب پاڼې 631. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788182200654. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  13. "The Pashayi of Afghanistan" (په انګرېزي ژبه کي). Bethany World Prayer Center. 1997. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۹. Before their conversion to Islam, the Pashayi followed a religion that was probably a corrupt form of Hinduism and Buddhism. Today, they are Sunni (orthodox) Muslims of the Hanafite sect. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  14. Richard F. Strand (31 December 2005). "Richard Strand's Nuristân Site: Peoples and Languages of Nuristan". nuristan.info. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. India: from Indus Valley civilisation to Mauryas By Gyan Swarup Gupta Published by Concept Publishing Company, 1999 کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN, page 199.
  16. Comrie, Bernard (1990). The World's Major Languages. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 549. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Arabic As a Minority Language, by Jonathan Owens, pg. 181
  18. The Preaching of Islam: A History of the Propagation of the Muslim Faith, by Thomas Walker Arnold, pg. 183
  19. Ewans, Martin (2002). Afghanistan A New History. Psychology Press. د کتاب پاڼې 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-29826-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Klimberg, Max (October 1, 2004). "NURISTAN". Encyclopædia Iranica (Online). United States: Columbia University.  Archived 2010-02-01 at the Wayback Machine.
  21. Mahmood, Tahir (1974). "Law and Social Development in India and Afghanistan: A Comparative Perspective". Journal of the Indian Law Institute. 16 (2): 229–242. ISSN 0019-5731. JSTOR 43950357. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "COMMUNISM, REBELLION, AND SOVIET INTERVENTION". United States: Library of Congress Country Studies. 1997. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Vogelsang, Willem (2001). The Afghans. Wiley. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-631-19841-3. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 28 July 2020 باندې). Sikhs and Hindus of Afghanistan — how many remain, why they want to leave. The Indian Express.
  25. Ruchi Kumar (په 1 January 2017 باندې). The decline of Afghanistan's Hindu and Sikh communities.
  26. "Nearly 99% Of Hindus, Sikhs Left Afghanistan in Last Three decades". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Ruchi Kumar (19 October 2017). "Afghan Hindus and Sikhs celebrate Diwali without 'pomp and splendour' amid fear". مؤرشف من الأصل في ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Bagchi, Joymala. "Sikh Afghan Nationals Narrate Their Stories Of Fear, Suppression And Anxiety Faced In Kabul". businessworld.in. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)