په افریقا کې اقلیمي بدلون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افریقا کې اقلیمي بدلون په مخ پر زیاتوالي بڼه یو جدي ګواښ دی، ځکه چې افریقا د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې یو له تر ټولو زیان منونکو لویو وچو څخه ده. یو شمېر منابع آن دغه لویه وچه «د ځمکې پر سر د تر ټولو زیان منونکې لویې وچې» په توګه طبقه بندي کوي. دغه زیان منل د یو شمېر عواملو څخه سرچینه اخلي چې کمزروی تطبیقي ظرفیت، د ژوندانه لپاره په اکوسیسټمي توکو باندې زیاته اتکا او لږ پراختیا لرونکی کرنیز سیسټم په کې شاملېږي. په افریقا کې په کرنیزو محصولاتو، غذایي امنیت، د اوبو په منابعو او د اکو سیسټم په خدمتونو باندې د اقلیمي بدلون ګواښونه د هوسا ژوندانه او دوامدارې ودې پر لرلید شدید اغېز لرلای شي. د اقلیمي بدلونونو اړوند بین الدولتي پلاوي په ۲۰۰۷ زکال کې په ډېر باور څرګنده کړه چې په ګڼ شمېر افریقايي هېوادونو او سیمو کې کرنیز محصولات او غذايي امنیت د اقلیمي بدلونونو له امله له ګواښ سره مخ کېدوني دي. د دغو ګواښونو مدیریت د افریقا د اکوسیستمي توکو او خدمتونو او همدارنګه د دغې لویې وچې د کرنیزو محصولاتو د سیسټمونو په برخه کې د اقلیمي بدلونونو د کمښت او له هغو سره د اړوندو سازښتي ستراتیژیو یو موټي کولو ته اړتیا لري. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

په راتلونکو څو لسیزو کې د اقلیمي بدلون له امله د ځمکې په بشپړه کره کې د ګرمښت پخلی شوی او په دې سره به په نړیواله کچه ورښتونه هم زیاتوالی ومومي. اوس مهال د افریقا لویه وچه د نړۍ د نورو ټولو برخو په پرتله په چټکه بڼه د ګرمېدو په حال کې ده. د دغې لویې وچې زیاتې برخې کېدای شي د چټکو اقلیمي بدلونونو له امله د استوګنې وړتیا له لاسه ورکړي چې دغه چاره به د انسانانو پر روغتیا، غذايي امنیت او بېوزلۍ باندې فاجعه جوړونکې اغېزې ولري. تمه دا ده چې په استوايي برخه کې به په ورښت باندې منطقوي اغېزې له مکاني پلوه ډیر توپیرونه ولري او په هره برخه کې بدلون په لږ کچه قطعي دی، خو بیا هم بدلون شونی دی. له دې سره په مطابقت، د نوولسمې پېړۍ له وروستیو څخه د ۲۱ مې پېړۍ تر لومړیو پورې د دغې لویې وچې سطحي مشاهده شوې تودوخه شاوخوا یوه سانتي ګراد درجه لوړه شوې، خو په سیمه ییزه بڼه په ساحل کې د وچ موسم په وروستیو کې تودوخې لږ تر لږه درې سانتي ګراد درجې زیاتوالی لرلی. ورته مهال د مشاهده شوي ورښت بهیر د مکاني او مهالي ناهمغږۍ څرګندونکی دی، هماغه ډول چې یې تمه کېده. په تودوخه او ورښت کې مشاهده شوي بدلونونه د سیمو له مخې له یو بل څخه توپیر لري. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د بېلګې په توګه، کینیا د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له نورو هېوادونو څخه زیات زیان منونکی هېواد دی. د دغه هېواد په اقلیمي ګواښونو کې وچکالي او سېلابونه شامل دي چې په دغه هېواد کې روانې پروژې د شدیدو او لږ اټکل شوو ورښتونو څرګندويي کوي. سربېره پر دې یو شمېر نورې وړاندوینې له ۰.۵ درجو څخه تر ۲ سانتي ګراد درجو پورې د تودوخې د زیاتوالي څرګندویي کوي. د کینیا په له ګڼې ګوڼې ډک ښار نایروبي کې د غیرمعیاري استوګن ځایونو جوړښت کېدای شي د اقلیمي بدلونونو اغېزې او همدارنګه د فاجعو څخه رامنځته کېدونکې ستونزې لا پیاوړې کړي. په ځانګړې توګه په دغه بې نقشې سیمو کې غیر رسمي استوګنځایونه د ناسمو ودانیزو توکو د کارولو، د هوا د سیسټم د نه لرلو، لږ شنې فضا او د برېښنا په څېر نورو خدمتونو ته د ناکافي لاسرسي له امله یو ګرم «مایکرو – اقلیم» رامنځته کوي. د دې لپاره چې په دغو غیر رسمي استوګنځایونو کې اقلیمي بدلونونو ته د اړوندو مواردو ګواښونه کم شي، اړینه ده څو دغه سیمې هم په ښاري پراختیايي پروګرامونو کې چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت وړتیا لري، ورګډې شي. [۱۷][۱۸][۱۹]

د سازښتي هڅو له مخې په سیمه ییزه کچه لوبغاړي د یو شمېر پراختیايي چارو د ترسره کولو په حال کې دي. په دغو کې له اقلیمي بدلونونو سره د سازښت اړوند ګڼ شمېر پراختیايي ستراتیژۍ شاملې دي؛ د بېلګې په توګه د سویلي افریقا د پراختیايي ټولنې له خوا د اقلیمي بدلون پالیسي چې هڅه کوي د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت په موخه خپل د اوبو سکتور ورغوي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

افریقايي اتحادیه چې د یو فراملي بنسټ په توګه ۵۵ غړي هېوادونه لري په ۲۰۱۴ زکال کې یې د افریقا په لویه وچه کې د اقلیمي بدلونونو د کمښت په موخه ۴۷ موخې ځانته وټاکلې. د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي هم د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا له موخو سره په مطابقت له افریقايي اتحادیې سره د نږدې همکاریو د کولو غږ وکړ. ملګرو ملتونو پخلی کړی چې د دغې لویې وچو د وګړو د شمېر زیاتوالي ته په پام په افریقا کې د دوامدارې پراختیا موخو ته د رسېدو لپاره ۱.۳ ټریلیون ډالرو ته اړتیا ده. د پیسو نړیوال صندوق هم پخلی کړی چې یوازې د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت په موخه ۵۰ میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

په طبیعي چاپېریال باندې اغېزې[سمول]

په تودوخه او هوا کې بدلونونه[سمول]

د نوولسمې پېړۍ له وروستیو څخه د ۲۱ مې پېړۍ تر لومړیو پورې د دغې لویې وچې سطحي مشاهده شوې تودوخه شاوخوا یوه سانتي ګراد درجه لوړه شوې، خو په سیمه ییزه بڼه په ساحل کې د وچ موسم په وروستیو کې تودوخې لږ تر لږه درې سانتي ګراد درجې زیاتوالی لرلی. ورته مهال د مشاهده شوي ورښت بهیر د مکاني او مهالي ناهمغږۍ څرګندونکی دی، هماغه ډول چې یې تمه کېده. په تودوخه او ورښت کې مشاهده شوي بدلونونه د سیمو له مخې له یو بل څخه توپیر لري. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

په ۲۰۱۹ زکال کې یوې څېړنې د افریقا لویې وچې په رطوبت لرونکو موسمونو کې د وچ والي د دورو د اوږدېدو او د شدیدو ورښتونو د کچې د زیاتوالي وړاندوینه وکړه. دغې څېړنې وښووله چې ډیری اقلیمي موډلونه نه شي کولای دغه بدلونونه انځور کړي ځکه چې په خپل پام وړ شبکوي مقیاس کې د حرارتي انتقال (convection) اجازه نه ورکوي. [۳۳][۳۴]

د اوبو منابع[سمول]

د اقلیمي بدلون له امله د افریقا په ډېری برخو کې د اوبو کیفیت او هغو ته لاسرسی په ناوړه حالت کې دی. د اوبو منابع زیان منونکي دي او دا امکان لري چې د شدیدو اقلیمي بدلونونو له امله په انساني ټولنو باندې پام وړ اغېزې وکړي. د اقلیمي بدلونونو اړوند بین الدولتي پلاوی اټکل کوي چې په افریقا کې به د اقلیمي بدلونونو له امله په میلیونونو کسان په دایمي بڼه اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ شي (IPCC 2013). د ورښت په سیسټم کې بدلونونه په مستقیم ډول په سطحي روانو اوبو او همدارنګه اوبو ته په لاسرسي اغېز کوي. ورته مهال په هایدرولیکي څرخ کې هر ډول بدلون کېدای شي د افریقا د سیندونو په حوضو باندې پام وړ اغېزې وکړي. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

په خلکو باندې اغېزې[سمول]

اقلیمي بدلون د ګڼ شمېر عواملو له امله پر افریقا باندې مخ پر زیاتوالي اغېز لرلای شي. دغه اغېزې اوس مهال احساس وړ دي او که چېرې د نړیوال کاربن د خپرېدو د کمښت په موخه اقدام وه نه شي، د هغو شدت به زیاتوالی ومومي. په دغو اغېزو کې د تودوخې زیاتوالی، وچکالي، د ورښت د ډول بدلون او د اقلیمي تنوع زیاتوالی شامل دی. دغه شرایط د انرژۍ په تولید او لګښت اغېز لري. په ګڼ شمېر افریقايي هېوادونو کې وروستۍ وچکالۍ چې له اقلیمي بدلونو سره اړوندې دي، په ټوله دغه لویه وچه کې یې د انرژۍ په امنیت او اقتصادي ودې باندې منفي اغېز کړی.

افریقا یو له هغو سیمو څه ده چې تر ډېره د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو تر اغېز لاندې راځي. د افریقا د زیان منلو لاملونه بېلابېل دي چې په دغو کې له اقلیمي بدلون سره د سازښت ډېر لږ ظرفیت، د ټکنالوژیو څخه لږ ګټنه او د هغو سره د سازښت د ملاتړیزو اطلاعاتو کمښت او همدارنګه کرنیز اکوسیسټم ته د وګړو د ژوندانه ډیره اړوندتیا شاملېږي. د افریقا ډیری هېوادونه د نامناسبو ټولنیزو – اقتصادي شرایطو د لرلو له امله د لږ پرمختللو هېوادونو په ډله کې طبقه بندي کېږي چې له همدې امله د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې له ځانګړو ننګونو سره مخ دي. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

اقتصادي اغېزې[سمول]

افریقا د نړۍ د نورو برخو په پرتله په چټکۍ سره مخ پر ګرمېدو ده. له همدې امله هم د دغې لویې وچې ډیری برخې له استوګنې څخه خالي کېږي؛ له همدې امله که چېرې د نړۍ تودوخه په منځه کچه یوه سانتي ګراد درجه لوړه شي د دغې لویې وچې ناخالص داخلي تولیدات دوه سلنه او که چېرې ۴ سانتي ګراد درجې لوړه شي نو بیا ۱۲ سلنه راکمېږي. په دغه لویه وچه کې د تودوخې د زیاتوالي وړاندوینه کېږي چې د تودوخې د زیاتوالي په پایله کې به د محصولاتو کچه کمښت ومومي او سربېره پر دې به په ټوله افریقا کې د شدیدو ورښتونو لامل وګرځي چې هغه بیا د سېلابونو ګواښ زیاتوي. [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

سرچينې[سمول]

  1. Schneider, S. H.; et al. (2007). "19.3.3 Regional vulnerabilities". In Parry, M. L.; et al. (المحررون). Chapter 19: Assessing Key Vulnerabilities and the Risk from Climate Change. Cambridge University Press (CUP): Cambridge, UK: Print version: CUP. This version: IPCC website. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-88010-7. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Niang, I.; O. C. Ruppel; M. A. Abdrabo; A. Essel; C. Lennard; J. Padgham, and P. Urquhart, 2014: Africa. In: Climate Change 2014: Impacts, Adaptation, and Vulnerability. Part B: Regional Aspects. Contribution of Working Group II to the Fifth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change [Barros, V. R.; C. B. Field; D. J. Dokken et al. (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, USA, pp. 1199–1265. https://www.ipcc.ch/site/assets/uploads/2018/02/WGIIAR5-Chap22_FINAL.pdf
  3. Kendon, Elizabeth J.; Stratton, Rachel A.; Tucker, Simon; Marsham, John H.; Berthou, Ségolène; Rowell, David P.; Senior, Catherine A. (2019). "Enhanced future changes in wet and dry extremes over Africa at convection-permitting scale". Nature Communications (په انګلیسي ژبه کي). 10 (1): 1794. Bibcode:2019NatCo..10.1794K. doi:10.1038/s41467-019-09776-9. ISSN 2041-1723. PMC 6478940. PMID 31015416. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "More Extreme Weather in Africa's Future, Study Says | The Weather Channel – Articles from The Weather Channel | weather.com". The Weather Channel (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. United Nations, UNEP (2017). "Responding to climate change". UNEP – UN Environment Programme (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Boko, M. (2007). "Executive summary". In Parry, M. L.; et al. (المحررون). Chapter 9: Africa. Cambridge University Press (CUP): Cambridge, UK: Print version: CUP. This version: IPCC website. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-88010-7. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ نومبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ofoegbu, Chidiebere; Chirwa, P. W.; Francis, J.; Babalola, F. D. (3 July 2019). "Assessing local-level forest use and management capacity as a climate-change adaptation strategy in Vhembe district of South Africa". Climate and Development. 11 (6): 501–512. doi:10.1080/17565529.2018.1447904. hdl:2263/64496. ISSN 1756-5529. S2CID 158887449. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ofoegbu, Chidiebere; Chirwa, P. W. (19 May 2019). "Analysis of rural people's attitude towards the management of tribal forests in South Africa". Journal of Sustainable Forestry. 38 (4): 396–411. doi:10.1080/10549811.2018.1554495. ISSN 1054-9811. S2CID 92282095. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Global Warming of 1.5 °C —". د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. European Investment Bank (6 July 2022). EIB Group Sustainability Report 2021 (په انګلیسي ژبه کي). European Investment Bank. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-861-5237-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Climate change triggers mounting food insecurity, poverty and displacement in Africa". public.wmo.int (په انګلیسي ژبه کي). 18 October 2021. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Global warming: severe consequences for Africa". Africa Renewal (په انګلیسي ژبه کي). 7 December 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Rural societies in the face of climatic and environmental changes in West Africa. Marseille: IRD éditions. 2017. OCLC 1034784045. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-7099-2424-5. Impr. Jouve. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Collins, Jennifer M. (18 March 2011). "Temperature Variability over Africa". Journal of Climate. 24 (14): 3649–3666. Bibcode:2011JCli...24.3649C. doi:10.1175/2011JCLI3753.1. ISSN 0894-8755. S2CID 129446962. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Niang, I.; O. C. Ruppel; M. A. Abdrabo; A. Essel; C. Lennard; J. Padgham, and P. Urquhart, 2014: Africa. In: Climate Change 2014: Impacts, Adaptation, and Vulnerability. Part B: Regional Aspects. Contribution of Working Group II to the Fifth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change [Barros, V. R.; C. B. Field; D. J. Dokken et al. (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, USA, pp. 1199–1265. https://www.ipcc.ch/site/assets/uploads/2018/02/WGIIAR5-Chap22_FINAL.pdf
  16. Conway, Declan; Persechino, Aurelie; Ardoin-Bardin, Sandra; Hamandawana, Hamisai; Dieulin, Claudine; Mahé, Gil (1 February 2009). "Rainfall and Water Resources Variability in Sub-Saharan Africa during the Twentieth Century". Journal of Hydrometeorology. 10 (1): 41–59. Bibcode:2009JHyMe..10...41C. doi:10.1175/2008JHM1004.1. ISSN 1525-755X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. World Bank Climate Change Knowledge Portal. "Kenya (Vulnerability)". د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Sverdlik, A.; et al. (2019). "Realising the Multiple Benefits of Climate Resilience and Inclusive Development in Informal Settlements" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Hirch, Aurther (November 2017). "Effects of climate change likely to be more deadly in poor African settlements". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Southern African Development Community: Climate Change Adaptation". www.sadc.int. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Lesolle, D. (2012). SADC policy paper on climate change: Assessing the policy options for SADC member stated (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Climate change adaptation in SADC: A Strategy for the water sector (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Programme on Climate Change Adaptation, Mitigation in Eastern and Southern Africa (COMESA-EAC-SADC)". Southern African Development Community. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. AFRICAN STRATEGY ON CLIMATE CHANGE (PDF). African Union. 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. United Nations. "Population growth, environmental degradation and climate change". United Nations (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. European Investment Bank (2022-10-19). Finance in Africa - Navigating the financial landscape in turbulent times (په انګلیسي ژبه کي). European Investment Bank. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-861-5382-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Financing for Sustainable Development Report 2021" (PDF). UN. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Rural societies in the face of climatic and environmental changes in West Africa. Marseille: IRD éditions. 2017. OCLC 1034784045. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-7099-2424-5. Impr. Jouve. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Collins, Jennifer M. (18 March 2011). "Temperature Variability over Africa". Journal of Climate. 24 (14): 3649–3666. Bibcode:2011JCli...24.3649C. doi:10.1175/2011JCLI3753.1. ISSN 0894-8755. S2CID 129446962. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Niang, I.; O. C. Ruppel; M. A. Abdrabo; A. Essel; C. Lennard; J. Padgham, and P. Urquhart, 2014: Africa. In: Climate Change 2014: Impacts, Adaptation, and Vulnerability. Part B: Regional Aspects. Contribution of Working Group II to the Fifth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change [Barros, V. R.; C. B. Field; D. J. Dokken et al. (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, USA, pp. 1199–1265. https://www.ipcc.ch/site/assets/uploads/2018/02/WGIIAR5-Chap22_FINAL.pdf
  31. Conway, Declan; Persechino, Aurelie; Ardoin-Bardin, Sandra; Hamandawana, Hamisai; Dieulin, Claudine; Mahé, Gil (1 February 2009). "Rainfall and Water Resources Variability in Sub-Saharan Africa during the Twentieth Century". Journal of Hydrometeorology. 10 (1): 41–59. Bibcode:2009JHyMe..10...41C. doi:10.1175/2008JHM1004.1. ISSN 1525-755X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Collins, Jennifer M. (18 March 2011). "Temperature Variability over Africa". Journal of Climate. 24 (14): 3649–3666. Bibcode:2011JCli...24.3649C. doi:10.1175/2011JCLI3753.1. ISSN 0894-8755. S2CID 129446962. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Kendon, Elizabeth J.; Stratton, Rachel A.; Tucker, Simon; Marsham, John H.; Berthou, Ségolène; Rowell, David P.; Senior, Catherine A. (2019). "Enhanced future changes in wet and dry extremes over Africa at convection-permitting scale". Nature Communications (په انګلیسي ژبه کي). 10 (1): 1794. Bibcode:2019NatCo..10.1794K. doi:10.1038/s41467-019-09776-9. ISSN 2041-1723. PMC 6478940. PMID 31015416. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "More Extreme Weather in Africa's Future, Study Says | The Weather Channel – Articles from The Weather Channel | weather.com". The Weather Channel (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Rankoana, Sejabaledi Agnes (1 January 2020). "Climate change impacts on water resources in a rural community in Limpopo province, South Africa: a community-based adaptation to water insecurity". International Journal of Climate Change Strategies and Management. 12 (5): 587–598. doi:10.1108/IJCCSM-04-2020-0033. ISSN 1756-8692. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Climate Change and Water — IPCC". د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Fowler, H. J.; Blenkinsop, S.; Tebaldi, C. (October 2007). "Linking climate change modelling to impacts studies: recent advances in downscaling techniques for hydrological modelling". International Journal of Climatology. 27 (12): 1547–1578. Bibcode:2007IJCli..27.1547F. doi:10.1002/joc.1556. S2CID 53472608. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Conway, Declan; Geressu, Robel; Harou, Julien; Kashaigili, Japhet; Pettinotti, L.; Siderius, Christian (2019). "Designing a process for assessing climate resilience in Tanzania's Rufiji basin" (PDF). FCFA Country Brief. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. IPCC (2014). Africa. In: Climate change 2014: impacts, adaptation and vulnerability. Contribution of Working Group II to the Fifth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Welborn, Lily (2018). Africa and climate change: Projecting vulnerability and adaptive capacity. Institute for Security Studies. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. UNDP/GEF (2018). Climate Change Adaptation in Africa UNDP: Synthesis of Experiences and Recommendations (PDF). UNDP/GEF. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. IPCC (2014). Africa. In: Climate change 2014: impacts, adaptation and vulnerability. Contribution of Working Group II to the Fifth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Bank, European Investment (2022-07-06). EIB Group Sustainability Report 2021 (په انګلیسي ژبه کي). European Investment Bank. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-861-5237-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "Climate change triggers mounting food insecurity, poverty and displacement in Africa". public.wmo.int (په انګلیسي ژبه کي). 2021-10-18. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "Global warming: severe consequences for Africa". Africa Renewal (په انګلیسي ژبه کي). 2018-12-07. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "Climate Change Is an Increasing Threat to Africa". United Nations Climate Change News. 2020-10-27. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)