په اسلام کې پر بنده گانو د الله حقونه
پر بنده گانو دالله عزوجل حقوق : له ټولو حقونو څخه د الله تعالى حق عظيم اوستر دى. له دې حق څخه په دنيا کې بل هيڅ کوم لو ړ او ستر حق وجود نلري . الله تعالى دغه دنيا پيدا کړى ده ، خداى پاک ځمکه او آسمان خلق کړي دي ، خداى پاک رڼا او تياره پيدا کړې ده ، الله پاک ډول ډول څاروي او ځناور ، او ډول ډول حشرات خلق کړي دي ، الله پاک رنگارنگ کلونه ، نباتات ، ميوې او سبزيجات خلق کړي دي . لنډه دا چې خداى پاک ټول هرهغه څه خلق کړي دي چې مونږ يې په خپلو سترگو وينو . خداى پاک انسان له عدم نه پيدا کړى او خلق کړى دى . ماشوم د مور په نس کې له نطفې نه پيدا کيږي هلته په تياره کې پروت وي ، له هيڅ شي نه خبر نه وي ، هيڅوک نه شي کولاى چې دې ماشوم ته څښاک او خواړه ورسوي ، ماشوم هلته د مور په رحم کې پروت وي او هلته ورته خواړه او څښاک رسيږي ، هلته نمو کوي ، هلته پکښې سا پيدا کيږي ، کله چې وزيږي نو بيا دا ماشوم د مور او پلار خاوند شي ، په ده باندې بيا نوم کيښودل شي .خداى پاک ورته عقل او پوهه ورکړي ، دا ماشوم بيا لوي شي ، ځوان شي او زوړ شي. ماشوم پلار شي او نيکه شي آخر بيا له دې دنيا خپل خالق ته ورستون شي. خداى پاک په قرآن پاک کې فرمائي : ( و الله اخرجکم من بطون امهاتکم لا تعلمون شيئا و جعل لکم السمع و الأفئدة لعلکم تشکرون) سورت نحل (78) او خداى پاک تاسې د ستاسو د ميندو له نسونو څخه راايستي ياست چې په دې وخت کې تاسې په هيڅ نه پوهيدئ او هغه تاسې ته غوږونه ، او سترگې او زړونه ( او نور حواس ) درکړل چې تاسې شکر گذاري وکړئ. خداى پاک انسان ته صلاحيتونه او قوتونه په دې خاطر ورکړي چې هغه د خپل بدن غړي لکه سترگې ، غوږونه ، زړه ، لاسونه او د بدن نور اعضاء هغه شان استعمال کړي چې د الله پاک رضايت حاصل شي ، او دى ددغو اعضاؤ په واسطه د خداى عبادت او اطاعت وکړي . که چيرې يو انسان د خداى اطاعت او عبادت وکړي نو دا انسان په حقيقت کې عملا د خداى پاک له خوا د ورکړ شويو نعمتونو شکرونه پر ځاى کوي . د انسان د بدن هر غړى د انسان د پاره يو نعمت دى . که د چا سترگې ړندې وي نو هغه څه ليدلاى نه شي ، که د چا غوږونه کاڼه وي نو هغه څه اوريدلاى نه شي ، که د چا ژبه گونگئ وي نو هغه خبرې کولاى نه شي ، که د چا لاسونه نه وي نو هغه کار کولاى نه شي. خداى پاک په خپلو بندگانوډير بې شماره حقونه لري. که د خداى په بندگانو دخداى پاک فضل ونه وي نو دوي نه شي کولاى چې د نيکمرغئ او سعادت خاوندان شي ، که خداى پاک په خپلو بندگانو خپ رحمت نازل نه کړي نو هغوي نه شي کولاى چې يوه لحظه ژو ند وکړي . دا خو خداى پاک دى چې بنده يې خلق کړی دى ، داخو خداى پاک دى چې له خپل بنده سره يې امداد کړی دى او هغه ته يې رزق او هرڅه ورکړي دي. خداى پاک له خپل بنده څخه رزق نه غواړي ، خداى پاک له خپل بنده څخه بل کوم شى نه غواړي ، دا څکه چې د بنده په توان کې هيڅ داسې شى نشته چې خدا ى ته يې ورکړي . د بنده په لاس کې هيڅ نشته. خداى پاک په قرآن پاک کې فرمائي : ( لا نسألک رزقا نحن نرزقک و العاقبة للمتقين )سوره (طه ) 132 مونږ له تا څخه روزي نه غواړو بلکې مونږ پخپله تا ته روزي درکوو او پاى کې نتيجه او عاقبت د پرهيزکارئ په گټه ده . خداى پاک له خپل بنده څخه يو شى غواړي او هغه دادى چې هغه دخپل خداى اطاعت وکړي او له خداى سره څوک شريک ونه گڼې يعنې د خداى په وحدانيت ايمان او عقيده ولري . خداى پاک په قرآن پاک کې فرمائي : ( و ما خلقت الجن و الإنس إلا ليعبدون * ما اريد منهم من رزق و ما اريد أن يطعمون * إ ن الله هو الرزاق و ذو القوة المتين) سوره الذاريات 56-58 ما جنات او انسانان محض ددې د پاره پيدا کړي دي چې صرف زما عبادت وکړي . نه زه له هغوي څخه روزي غواړم او نه هم دا زما خواهش يا غوښتنه ده چې ماته طعام راکړي . الله پاک خو پخپله د ټولو روزي رسان ، د توان خاوند او زوروالا دى. په پورتني آيت کې خداى پاک له انس او جن څخه غواړي چې صرف د يو خداى اطاعت او عبادت وکړي . خداى پاک انسان او جن ، دواړه خلق کړي دي نو په دې وجه انسان او جن نه شي کولاى چې د خداى پاک له عبادت او اطاعت څخه منحرف شي او سر غړونه وکړي ، که څوک دا کار کوي نو هغه گنهگاريږي . په پورتني آيت کې بله کومه خبره چې مهمه او د پام وړه ده هغه دا ده چې د خداى له عبادت او اطاعت څخه د خداى پاک مقصد دا نه دى چې بنده دې خداى پاک ته رزق يا کوم بل څه ورکړي . د رزق ټولې خزانې خو د خداى پاک په لاس کې دي . اوس که څوک د خداى پاک اطاعت او عبادت کوي نو خداى پاک ورته له همدغو خزانو څخه رزق ورکوي ، همدا د عبادت او اطاعت گټه ده چې بنده ته د خداى پاک له خوا رسيږي ، د خداى د اطاعت او عبادت په نتيجه کې د خداى د بنده دنيا او آخرت دواړه ښيرازه او برکتي کيږي. لنډه دا چې خداى پاک له خپل بنده څخه غواړي چې په رښتينې ډول د بندگئ حق پرځاى کړي ، او د بندگئ په معنى پوره پوه شي ، د خداى اوامرو ته غاړه کيږدي ، د خداى په لار روان وي ، د خداى د نعمتونو شکر پر ځاى کړي . هر فضل چې په بنده کيږي هغه د خداى له خوا کيږي او هر ه بلا چې دفع کيږي هغه د خداى په رحمت دفع کيږي. ( و ما بکم من نعمة فمن الله ثم إذا مسکم الضر فإليه تجارون) د النحل سره 53 له تاسې سره چې څومرة نعمتونه دي هغه ټول د خداى له طرف نه دي اوس هم که کوم مصيبت درته پيښ شي نو د خداى طرف ته ناله او فرياد کوئ . د پورتني آيت تفسير داسې دی چې د ټولو نعمتونو ورکوونکى صرف يو خداى دى نو ځکه د بل چا عبادت په کار نه دى .بنده ته په کار دي چې د خداى پاک د وحدانيت عقيده په خپل زړه کې ټينگه وساتي ، هر کله چې په ده کومه سخته راشي نو له خداى پاک څخه دې مرسته وغواړي. خداى پاک په قرآن پاک کې فرمائي : ( و جاهدوا في الله حق جهاده هو اجتباکم و ما جعل عليکم في دين من حرج ملة أبيکم إبراهيم هو سماکم المسلمين من قبل و في هذا ليکون الرسول شهيدا عليکم و تکونوا شهداء على الناس فاقيموا الصلاة و آتو الزکاة و اعتصموا بالله هو مولاکم فنعم المولى و نعم النصير ) سوره الحج 78 او د خداى په لار کې جهاد وکړئ هغسې چې جهاد حق دى . هغه تاسې غوره کړي ياست او په تاسې باندې يې ددين په باره کې کومه تنگي يا سخته نه ده راوستې . دخپل پلار ابراهيم عليه السلام دين قائم وساتئ . خداى پاک تاسې مسلمان کړي ياست ددې قرآن نه مخکښې او په قرآن کې هم ، تر څو پيغمبر په تاسې باندې شاهد شي او تاسې د ټولو خلکو شاهدان شئ . نو تاسې ته ښائي چې لمونځ قائم وساتئ او زکات ادا کړئ او په خداى پورې ځان ټينگ وساتئ ، هغه ستاسو ولي او مالک دى او هغه څومره ښه مالک دى او څومره ښه مددکار دى. د خداى بنده ته ښايي چې د ښې عقيدې خاوند وي ، په حق باندې ايمان ولري ، صالحه مثمر اعمال سرته ورسوي ، په زړه کې مينه او اخلاص ولري ، په يوه شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه ادا کړي .د لمونځ ادا کول په هر حالت کې ضرور او فر ض دي . حضرت محمد (ص) عمران بن حصين چې بيمار ؤ وويل : ( صل قائما ، فإن لم تستطيع فقاعدا ، فإن لم تستطيع فعلى جنب )) د پورتني حديت مانا دا ده چې که څوک په ولاړه لمونځ نه شي کولاى نو په ناسته دې وکړي او که په ناسته يې نه شي ادا کولاى نو په جنب ( څنگ ) يې هم کولاى شي ، يعنېپه هر حالت کې بايد لمونځ ادا شي. همدا شان يو مسلمان بنده ته ښائي چې زکات ورکړي او زکات هغو فقيرانو او مسکينانو ، يتيمانو او حاجت مندانوت ه ورکړي چې مرستې او کمک ته ضرورت لري د روژې په مياشت کې دروژې نيول هم د خداى له حقونو څخه يو حق دى چې مسلمان بنده يې بايد په ځاى کړي. د توان او طاقت سره سم په ژوند کې يو ځل حج هم په مسلمان بنده باندې فرض گرځول شوى دى . د خداى پاک په بنده باندې نور ډير شمير حقونه دي . که يو مسلمان په واقعي صورت سره د خداى پاک حقونه وپيژني او هغه ادا کړي نو په دنيا او آخرت کې به نيکمرغه او هوسا وي او د قيامت په ورځ به له اور څخه نجات ومومي او جنت به يې ځاى وي. خداى پاک فرمائي : ( من زحزح عن النار و أدخل الجنة فقد فاز و ما الحياة الدنيا إلا متاع الغرور ) د آل العمران سوره 185 هغه څوک چې له اور څخه و ژغورل شي او جنت ته داخل کړاى شي هغه کامياب کړاى شو ، او ددنيا زندگي د تير ايستلو فريب څخه پرته بل څه نه ده. په پورتني آيت کې د کاميابۍ معيار ښودل شوى دى، هغه دا چې کامياب بنده هغه دى چې چې په دنيا کې يې د خداى پاک رضايت تر لاسه کړي وي او که دا کار يې کړى وي نو بيا به دى د جنهم له اور څخه په امان کې وي او جنت ته به د داخليدو اجازه تر لاسه کوي - دوهم دا چې د دنيا زندگي د تير ايستلو يعنې فريب سامان گڼل کيږي ، هغه څوک چې له دې څخه خپل ځان وساتي ، هغه خوش نصيب دى او هغه څوک چې ددنيا د فريب او تير ايستلو په جال کې بند شو نو هغه ناکام او نامراد دى. يو مسلمان بنده ته ډيره گرانه او مشکله ده چې د خداى ټول حقونه پر ځاى کړي . خو بيا هم بنده ته ښايي چې له خپل توان او طاقت سره سم د خداى حقوق په ځاې کړي او د خداى د حقونو د اداکولو په برخه کې له بې تفاوتئ او بې غورئ څخه کار وانخلي . هر مسلمان بنده ته ښايي چې دا لاندنئ خبرې په نظر کې ونيسي او هغه عملي کړي.
او نور ډير حقونه دي چې شميرل يې ډير گران کار دى اوډير وخت غواړي. خداى پاک دى خپلو ټولو مسلمانو بندگانو ته توان او توفيق ورکړي چې د خداى په لار روان وي او د خداى حقونه ادا کړي. وما علينا إلا البلاغ |