په اسلام کې د خدای تصور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

په اسلام کې د خدای تصور داسې يو ذات يا له طبيعت څخه پورته هغه قدرت ته شوی چې د هر څه واکمن، د هر څه څېښتن، د هر لوړوالي خاوند، پر هر څه برلاسی چارمن او عقل کل دی. دغه وجود اسلام موږ ته د الله په نامه راپېژني او ټول هغه صفات چې انسان پرې پوهېږي يوازې د همداسې يو ذات لپاره گڼل کېږي چې په لنډه توگه د الله تعالی ۹۹ نومونه جوړوي. اسلام کې الله يوازيني خدای او معبود دی او له الله پرته د بل هر څه، هر څوک او هر شي عبادت مردود او ناروا کار گڼي . دا چې اسلام يو مونېتېستيک (يوپالونکی) دين دی نو ځکه په دې دين کې د الله جل جلاله مصنوي، لاسي، کاغذي کښوونکی انځور يا پژۍ جوړول رښته نلري او نه هم ددې توان په مخلوقاتو کې شته چې فکر پرې وکړي. ځکه د ويېکې په افهامي مانا کې ٫٫د خداي تصور په اسلام کې٬٬ د الله جل جلاله ۹۹ نومونه دي. د هغه لخوا هر څه چې پېرزوينې او نعمتونه دي هماغه د هغه د برلاسيتوب تصور وړاندې کوي. د الله جل جلاله په حجر او شجر کې يانې کاڼو او بوټو کې يې د قدرت څرک ليدل کېږي، نو ځکه د الله جل جلاله انخور کښنې ته د طبعيت ښکلا بس ده او الله جل جلاله داسې يوه ښکلا ده چې د مخلوقاتو عقل ورته د فکر لپاره هم عاجز دی او نه يې شي ترسيمولی. ځکه هم الله يو دی او هېڅ شريک نلري. د الله جل جلاله د حاضر او ناظر انځور د قرآن مجيد په يوې ښکلې سورې (اخلاص سورت) کې په بشپړه توگه څرگند شوي.

(( قُل هُو اللهُ احد (ووايهǃ چې الله يو دی) ((اللهُ الصمد(بې حاجته او بسيا دی) (( لم يلد و لم يُولد (نه له چا زېږېدلی، نه هم له ده څوک زېږېدلی) ((و لم يکُن لُه کفوآ احد(دی يوازې يو دی چې هېڅوک بل نشته داسې)