په اروپا کې اقلیمي بدلون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په اروپا کې اقلیمي بدلون د صنعتي کېدو له مهال سره په پرتله د ۲.۳ سانتي ګراد درجو په کچه (۲۰۲۲ زکال) د تودوخې د زیاتوالي لامل ګرځېدلی دی. اروپا په نړۍ کې یو له هغو لویو وچو څخه ده چې په چټکۍ سره د ګرمښت پر لور روانه ده. د اروپا اقلیم د انساني چارو له امله د ګرمښت په حالت کې دی. د اقلیمي کارپوهانو په خبره، د ناوړه اقلیمي عواقبو له رامنځته کېدو څخه د مخنیوي په موخه د ځمکې د کرې تودوخه باید له موجود حالت نه د ۲ سانتي ګراد درجو په کچه لوړه نه شي؛ خو که چېرې د ګلخانه یي ګازونو په خپرېدو کې کمښت رامنځته نه شي دغه چاره له ۲۰۵۰ زکال وړاندې شونې ده. اقلیمي بدلون د اروپا په ټولو برخو باندې خپل اغېز لري چې په ټوله دغه لویه وچه کې یې د اغېزو پراختیا او څرنګوالی یو تر بله توپیر لري. [۱][۲][۳]

په اروپایي هېوادونو باندې د اقلیمي بدلون په اغېزو کې ګرمه هوا او د ګرمو څپو په څېر د هوا غیر عادي حالتونه شامل دي چې روغتیايي ګواښونه او د دغې لویې وچې پر ایکوسیسټم باندې خپلې اغېزې له ځانه سره لري. اروپايي هېوادونه په نړیواله کچه د ګلخانه یي ګازونو په خپراوي کې پام وړ ونډه لري، په داسې حال کې چې اروپايي اتحادیې او هغو ته د اړوندو هېوادونو ګڼ شمېر دولتونو په ۲۱مه پېړۍ کې د اقلیمي بدلونونو د کمښت او د انرژۍ د لېږد په موخه پلانونه جوړ کړي چې اروپايي شنه هوکړه (European Green Deal) یو له دغو پلانونو څخه ده. د ۲۰۱۹ زکال د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۳ زکال د اګست تر ۲۲مې نېټې پورې د اقلیمي چارو په برخه کې د اروپايي اتحادیې کمیشنر فرانس تیمرمنز و او اوس یې پر ځای ماروش شیفشویچ ټاکل شوی. [۴]

په اروپا کې عامه افکار هم د اقلیمي بدلون اړوند اندېښنې څرګندوي؛ په ۲۰۲۰ زکال کې د اقلیم اړوند د اروپا د پانګونې د بانک (European Investment Bank) نظرپوښتنې وښووله چې ۹۰٪ اروپایان باور لري چې د دوی ماشومان په خپل ورځني ژوند کې د اقلیمي بدلون اغېزې تجربه کوي. ورته مهال په اروپا کې د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمښت په موخه مدني چارې پیل شوې او سوداګریو هم د خپلو کړنلارو بدلولو ته مخه کړې. [۵]

د ګلخانه یي ګازونو خپراوی[سمول]

په ۲۰۱۶ زکال کې د اروپا چاپېریالي ادارې (European Environment Agency) له ۱۹۹۰ زکال څخه تر ۲۰۱۴ زکال پورې د اروپايي اتحادیې د ۲۸ غړو هېوادونو له خوا د خپرېدونکو ګلخانه یي ګازونو اړوند، د اقلیمي بدلونونو د بین الدولتي پلاوي لپاره مستند راپور جوړ کړ. په دغه راپور کې څرګنده شوې وه چې له ۱۹۹۰ زکال څخه تر ۲۰۱۴ زکال پورې د ګلخانه یي ګازونو د خپراوي په ټولیزه کچه کې ۲۴٪ کمښت راغلی، خو د واټي ټرانسپورټ د سکتور له خوا بیا د دغو ګلخانه یي ګازونو د تولید کچې ۱۷٪ زیاتوالی درلود. موټرو، بسونو او ټېلرونو په تېرو ۲۵ کلونو کې د نورو سکتورونو په پرتله یوازې د کاربن ډای اکسایډ د خپراوي په برخه کې تر ټولو زیاته وده لرلې چې تولید یې ۱۲۴ میلیونه ټنه زیاتوالی لرلی. هوايي چلن هم په همدغه موده کې ۹۳ میلیونه ټنه زیات کاربن ډای اکساید تولید کړ چې په دې سره یې ۸۲٪ زیاتوالی درلود. [۶][۷][۸]

په ۲۰۱۹ زکال کې د اروپايي اتحادیې له خوا د ګلخانه یي ګازونو د خپراوي کچه ۳.۳ میلیارده میټریک ټنو ته ورسېده چې له دغو څخه ۸۰٪ برخې یې د فوسیلي سون توکو څخه سرچینه اخیسته. [۹]

په ۲۰۲۱ زکال کې د اروپا پارلمان یو مهم قانون تصویب کړ چې تر ۲۰۵۰ زکال پورې یې د ګلخانه یي ګازونو د تولید په کچه کې د کمښت اهداف وټاکل. د دغه قانون موخه صفر ته د کاربن رسونه او له ۲۰۵۰ زکال وروسته منفي خپراوی دی، څو د اروپایي اتحادیې د پالیسیو بیا کتنې ته لار برابره کړي. د دغه قانون له مخې اروپايي اتحادیه باید تر ۲۰۳۰ زکال پورې (د ۱۹۹۰ زکال سره په پرتله) لږ تر لږه ۵۵٪ خپرېدونکي ګلخانه یي ګازونه راکم کړي. د دغه قانون موخه دا ده چې د ګلخانه یي ګازونو د تولید کچه باید د کاربن ډای اکساید معادل ۲۲۵ میلیون ټنو ته محدوده شي څو د هغو د له منځه وړو موخې ته ځان ورسوي. د اروپا په پارلمان کې د سویډنۍ استازې یته ګوټلنډ په خبره دغه قانون اروپا ته اجازه ورکوي چې تر ۲۰۵۰ زکال پورې له کاربن څخه په پاکې لویې وچې بدله شي. [۱۰][۱۱][۱۲]

د انرژۍ لګښت[سمول]

د ډبرو سکاره[سمول]

په اروپا کې د ډبرو د سکرو لګښت په ۱۹۸۵ زکال کې ۷۲۳۹ تېراواټه په ساعت کې و چې دغه کچه په ۲۰۲۰ زکال کې په ساعت کې ۲.۶۱۱ تیراواټو ته راکمه شوه. د ۱۹۸۷ زکال پر مهال په دغه لویه وچه کې د ډبرو له سکرو څخه د کاربن ډای اکساید د خپراوي کچه ۳.۳۱ میلیارد ټنه او په ۲۰۱۹ زکال کې ۱.۳۶ میلیارد ټنه وه. [۱۳][۱۴]

روسیې د ۲۰۱۹ زکال پر مهال په ټوله اروپا کې په زیاته کچه د ډبرو له سکرو څخه کاربن ډای اکساید په هوا کې خپراوه (۳۹۵.۰۳ میلیون ټنه)، جرمني دویم ځایګی درلود او ۲۳۵.۷ میلیون ټنه کاربن ډای اکساید یې له دغې منبع څخه خپراوه. له ۱۹۹۰ زکال څخه تر ۲۰۱۹ زکال پورې د ډبرو له سکرو څخه د کاربن ډای اکساید د خپراوي کچې په ایسلنډ کې ۱۵۱٪، په ترکیې کې ۱۳۱٪ او په موټینګرو کې هم ۱۳٪ زیاتوالی درلود؛ ورته مهال نورو اروپايي هېوادونو بیا د ډبرو له سکرو څخه ګټنه راکمه کړې وه.[۱۵][۱۶]

له ۲۰۱۲ زکال څخه تر ۲۰۱۸ زکال پورې په اروپا کې د ډبرو د سکرو پر مټ د تولید کېدونکې انرژۍ کچه په ساعت کې شاوخوا ۵۰ تېراواټه راکمه شوه چې دغه تشه د بادي او لمریزې برېښنا په تولید کې د ۳۰ تېراواټو او همدارنګه د ګازو پر مټ تولید کېدونکې انرژۍ په تولید کې د ۳۰ تېراواټو په زیاتوالي ډکه شوه. پاتې نوره ۱۰ تېراواټه برېښنا د برېښنا په شبکې کې پراختیا تر پوښښ لاندې راوړه. په دې سره په ۲۰۱۹ زکال کې په اروپا کې د ډبرو له سکرو څخه خپرېدونکو ګلخانه یي ګازونو د هغو د ټولیزې کچې ۱۲٪ برخه جوړوله. [۱۷][۱۸]

فوسیلي ګاز[سمول]

اروپايي اتحادیې د چاپیریالي موخو لپاره د زیربنايي طبقه بندۍ په اډانه کې فوسیلي ګاز د «شنې» انرژۍ په کتار کې طبقه بندي کړی، په داسې حال کې چې دا هم یو له فوسیلي سون توکو څخه دی. د ګلوبل انرژۍ مانېټور په نامه بنسټ په خبره د اروپايي اتحادیې زیربنايي پلانونه د اقلیمي موخو سره په ټکر کې دي. [۱۹][۲۰]

د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو په ۲۰۲۱ زکال کې د ۳۹۶۶ تېراواټو په کچه فوسیلي ګاز مصرف کاوه چې د ټولې اروپا د لګښت کچه بیا ۱۰۰۷۴ تیراواټو ته رسېده. [۲۱]

کرهڼه[سمول]

ګلخانه یي ګازونه د کرهڼې څخه هم سرچینه اخلي. کرهڼه او مالداري په اروپا کې معموله چاره ده چې د اروپا ۴۲٪ ځمکه ورته اړوندېږي. د کرهڼې او مالدارۍ لپاره کارول کېدونکې ځمکه هم چاپېریال اغېزمنوي. د اروپا د ټولو ګلخانه یي ګازونو ۱۰٪ برخه له کرنیزو چارو سرچینه اخلي؛ دغه فیصدي د نړۍ په نورو برخو کې له دې هم زیاته ده. سربېره پر دې په اروپا کې کرنیزې چارې هر کال له کاربن ډای اکساید پرته د نورو ګلخانه یي ګازونو د خپراوي تر ټولو لوی عامل جوړوي. دا څرګنده شوې چې کرهڼه د کاربن ډای اکساید سربېره د میتان او نایتروجن اکساید په څېر نور ګازونه هم خپروي. یوې څېړنې ښوولې چې په اروپا کې د کرنیزو چارو له امله د خپرو شوو ګلخانه یي ګازونو ۳۸٪ برخه د میتان ګاز جوړوي. دغه میتان په کرنیزو چارو کې د کارېدونکي کیمیاوي او حیواني کوډ له کارونې او همدارنګه د امعایي تخمیر (هضم) له بهیر څخه سرچینه اخلي. اټکل شوی چې د دغه ډول ګازونو زیان له کاربن ډای اکساید څخه زیات دی. د چاپېریالي څېړنیزو لیکنو (Environmental Research Letters) په نامه ژورنال کې د یوې څېړنې پر مټ ادعا شوې چې «متیان له کاربن ډای اکساید څخه ۲۰ ځله زیاته د ګرمۍ د جذب وړتیا لري په داسې حال کې چې نایتروجن اکساید بیا ۳۰۰ ځله له هغو زیاته ګرمي جذب کوي». دغه ګلخانه یي ګازونه چې له کرنیزو چارو څخه سرچینه اخلي د خاورې له اسیدي کېدو او همدارنګه په اروپا کې د ژوندیو موجوداتو د تنوع د له منځه تلو سره اړیکه لري. [۲۲][۲۳][۲۴]

ټرانسپورت[سمول]

بېړۍ چلونه[سمول]

په اروپا کې د بېړۍ چلونې څخه خپرېدونکي ګلخانه یي ګازونه د سورلۍ وړونکو موټرو د ګلخانه یي ګازونو د تولید له یو پر څلورمې برخې سره برابرېږي. په ۲۰۱۸ زکال کې په فرانسې، جرمني، بریتانیا، هسپانیا، سویډن او فنلنډ کې د بېړۍ چلونې له امله د ګلخانه یي ګازونو تولید د دغو هېوادونو په ۱۰ یا زیاتو ښارونو کې د ثبت شوو موټرو د ګلخانه یي ګازونو له تولید څخه زیات و. د دغه تولید سربېره د بېړۍ چلونې له امله خپرېدونکي ګلخانه یي ګازونه د اقلیمي بدلونونو د کمښت په برخه کې د پاریس د هوکړې په موخو کې نه دي ځای پر ځای شوي. [۲۵]

نور ګلخانه یي ګازونه[سمول]

هایدرو فلورو کاربنونه[سمول]

ټرای فلورو میتان (HFC-23) د کلورو ډي فلورو میتان (HCFC-22) د تولید پر مهال د یو جانبي محصول په توګه تولید او خپرېږي. کلورو ډي فلورو میتان په انتشاري کړنلارو (تر ډېره د خوښې وړ هوا په رسونه او سړونه) او همدارنګه د مصنوعي پولیمیرونو په تولید کې د لومړنۍ مادې په توګه کارول کېږي. له دې امله چې کلورو ډي فلورو میتان سټراټوسفیري اوزون تخریب کوي، تولید یې د غیرخوراکي ګټنې په موخه د مونترال پروتوکول له مخې تنظیم شوی. خو د خوراکي توکو په تولید کې د نامحدودې ګټنې جواز لري.

په پرمختللې نړۍ کې د ترای کلورو میتان خپرېدو له ۱۹۹۰ زکال څخه تر ۲۰۰۰ زکال پورې د هغو د فشرده سازۍ او حرارتي تخریب له امله کمښت وموند، په داسې حال کې چې د دغو کلونو پر مهال د نورو ګلخانه یي ګازونو خپرېدو زیاتوالی وموند.

سرچينې[سمول]

  1. "Climate change impacts scar Europe, but increase in renewables signals hope for future". public.wmo.int (په انګلیسي ژبه کي). 2023-06-14. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جولای ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Global and European temperatures — Climate-ADAPT". climate-adapt.eea.europa.eu. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Carter, J.G. 2011, "Climate change adaptation in European cities", Current Opinion in Environmental Sustainability, vol. 3, no. 3, pp. 193-198
  4. (په 2020-04-21 باندې). EU climate chief sees green strings for car scrappage schemes. Reuters.
  5. "EU/China/US climate survey shows public optimism about reversing climate change". European Investment Bank (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Annual European Union greenhouse gas inventory 1990–2014 and inventory report 2016: submission to the UNFCCC Secretariat — EEA Report No 15/2016. Copenhagen, Denmark: European Energy Agency (EEA). 17 June 2016. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "EU greenhouse gas emissions at lowest level since 1990". 21 June 2016. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Overton, Jeff (June 9, 2022). "Issue Brief | The Growth in Greenhouse Gas Emissions from Commercial Aviation". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Why Europe cannot afford to shun nuclear power". Sustainability Times (په انګلیسي ژبه کي). 2021-06-29. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Council adopts European climate law". European Council (په انګلیسي ژبه کي). 2021-06-21. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Abnett, Kate (2021-06-24). "Climate 'law of laws' gets European Parliament's green light". MSN. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ""Half-Measures and Broken Promises": European Parliament Commits to Climate Neutrality by 2050". Democracy Now! (په انګلیسي ژبه کي). 2021-06-25. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Coal consumption". Our World in Data. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Annual CO₂ emissions from coal". Our World in Data. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Annual CO2 emissions from coal". Our World in Data. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Annual CO2 emissions from coal". Our World in Data. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Europe's Great Coal Collapse of 2019 Archived 2019-09-20 at the Wayback Machine. Sandbag UK 18.9.2019
  18. EU på väg att lämna kolkraften – Allt mer vindkraft och solenergi i stället Vasabladet 18.9.2019
  19. (په 2022-07-06 باندې). EU parliament backs labelling gas and nuclear investments as green. Reuters.
  20. Inman, Mason; Aitken, Greig; Zimmerman, Scott (2021-04-07). "Europe Gas Tracker Report 2021". Global Energy Monitor (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Ritchie, Hannah; Roser, Max; Rosado, Pablo (2022-10-27). "Energy". Our World in Data. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Leip, Adrian (2015-11-04). "Impacts of European livestock production: nitrogen, sulphur, phosphorus and greenhouse gas emissions, land-use, water eutrophication and biodiversity". Environmental Research Letters. 10 (11): 115004. Bibcode:2015ERL....10k5004L. doi:10.1088/1748-9326/10/11/115004. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Climate change adaptation in the agriculture sector in Europe — European Environment Agency". www.eea.europa.eu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Agriculture and Climate Change in the EU: An Overview | Climate Policy Info Hub". climatepolicyinfohub.eu. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. European shipping emissions undermining international climate targets, Report says greenhouse gas emissions equal carbon footprint of a quarter of passenger cars The Guardian 9 Dec 2019