Jump to content

پر کوریا د جاپان یرغل (۱۵۹۲-۱۵۹۸ ز کلونه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۱۵۹۲ – ۱۵۹۸ ز کلونو کې په کوریا د جاپانیانو یرغلونه یا د ایمجین جګړه دوه جلا ،خو په یو بل پورې تړل شوي یرغلونه وو: لومړی برید (د ایمجین ګډوډي) په ۱۵۹۲ ز کال کې پېښ شو، په ۱۵۹۶ ز کال کې یو لنډ اوربند وشو او په ۱۵۹۷ ز کال کې بیا دویم برید (چونګیو جګړه) ترسره شو. دا جګړه په ۱۵۹۸ ز کال کې د کوریا په سویلي ولایتونو کې له پوځي کړکېچ وروسته د کوریا له شبه جزیرې نه د جاپاني ځواکونو په وتلو سره پای ته ورسېده.[۱][۲][۳]

دا بریدونه د تویوتومي هیدیوشي په وسیله د کوریا شبه الجزیرې او چین د فتح کولو په موخه پیل شول، چې په ترتیب سره د جوزون او مینګ سلطنتونو په وسیله اداره کېدل. جاپان په چټکۍ سره د کوريا شبه الجزیرې د لويې برخې په نيولو کې بريالی شو، خو د مينګ د تقویتي مرستې او دغه راز د چوسون سمندري ځواکونو (د یي‌سون‌سین په مشرۍ) له خوا د لوېديځو او جنوبي ساحلونو په اوږدو کې د جاپاني اکمالاتي بېړيو ګډوډول د دې لامل شو، چې جاپاني ځواکونه دې ته اړ کړي، ترڅو له پیونګ یانګ او شمالي ولایتونو نه جنوب ته د بوسان او شاوخوا سیمو ته ووځي. تر دې وروسته د نیکو لښکرو (د چوسون ملکي ملیشو) په وسیله د جاپانیانو په وړاندې چریکي جګړه پیل شوه او د اکمالاتو ستونزې، چې دواړو خواوې يې له ستونزو سره مخ کړې هېڅ یو یې هم په دې و نه توانېد، چې بریالي برید وکړي او یا ‎کومه اضافي سیمه ترلاسه کړي، چې په پایله کې د پوځي خنډ رامنځته کېدو لامل شو. د یرغل لومړي پړاو له ۱۵۹۲ ز کال نه تر ۱۵۹۶ ز کاله پورې دوام وکړ او په پایله کې د ۱۵۹۶ او ۱۵۹۷ ز کلونو ترمنځ د جاپان او مینګ ترمنځ د سولې ناکام مذاکرات ترسره شول.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په ۱۵۹۷ ز کال کې جاپان د دویم ځل لپاره پر کوریا برید وکړ. د دویم یرغل بېلګه په پراخه کچه د لومړي برید منعکسونکې بېلګه وه. جاپانيانو په ځمکه کې لومړني برياليتوبونه درلودل، څو ښارونه او کلاګانې يې ونيولې، خو د شبه الجزیرې جنوبي ساحلي سيمو کې  شاتګ ته اړ شول. په دې توګه د مینګ او جوسون تعقیبي ځواکونه ونه توانیدل، چې په سویلي ساحلي سیمو کې ځای په ځای شوي جاپانیان له خپلو پاتې کلاګانو نه وباسي او په دې توګه دواړه خواوې دې سیمو بیا په لس میاشتنۍ پوځي کړکېچ کې بندې شوې.[۱۲][۱۳][۱۴]

په ۱۵۹۸ ز کال کې د تویوتومي هیدیوشي له مړینې سره، په ځمکه کې محدود پرمختګ او د جوسون سمندریزو ځواکونو له خوا د اکمالاتو اړوند لاینونو کې دوامداره ګډوډۍ په اساس د جاپان نوي پنځه کسیزه حاکمانو له خوا په کوریا کې جاپاني ځواکونو ته امر وشو، چې بېرته جاپان ته شاتګ وکړي. تر دې وروسته د دواړو خواوو تر منځ د سولې وروستي مذاکرات ترسره شول او څو کاله یې دوام وکړ چې بالاخره د اړیکو د عادي کېدو لامل شو.[۱۵]

جاپان او کوریا له جګړې مخکې  

[سمول]

په ۱۳۹۲ ز کال کې جنرال یي سیونګي د یوې بریالۍ کودتا په مشري کولو سره کوریا کې له یوګوریو نه سیاسي واک ترلاسه کړ. د یي سیونګي پیروانو هغه دې ته اړ کړ، چې د جوسون تایجو (Taejo of Joseon) په توګه  پاچهۍ  تر لاسه کړي او په دې توګه یې یوه نوې سلسله رامنځته کړه. شاهي وینې نشتوالي له امله د خپلې واکمنۍ لپاره د توجیې موندلو په لټه کې، نوی رژیم د چین له خوا په رسمیت وپیژندل شو او د جنت قوماندې "Mandate Heaven" په شرایطو له مخې د چین  سترواکي مالیاتي سیستم سره یو ځای شو له امپریالي چینایي سیسټم سره یوځای شول. د دې مرستندویه سیسټم په اوږدو کې، چین اصلي رول یا د لوی ورور "Big Brother" رول په غاړه واخیست او کوریا د وړو ایالتونو په منځ کې تر ټولو لوړ مقام ترلاسه کړ،  چې د فرعي رول «کوچنی ورور» ونډه دی او د هغه په لړ کې د ریوکیو سلطنت، لان ژانګ، دای ویت، د ایوتیا سلطنت په څیر هېوادونه هم شاملېدل.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۴۰۲ ز کال کې، جاپاني شوګون اشیکاګایوشیمیتسو (سره له دې چې د جاپان سترواک نه و) د چین سترواک له خوا د «جاپان پاچا» لقب ترلاسه کړ او د دې لقب له لارې یې په ۱۴۰۴ز کال کې په مشابه توګه د امپراطورۍ په تربیوي سیستم کې یو موقف ومانه. دا اړیکې په ۱۴۰۸ز کال کې  پای ته ورسېدې. کله چې جاپان د کوریا په ضد داسې پرېکړه وکړه، چې د چین د سیمه ایز تسلط په رسمیت پېژندل پای ته ورسوي او نور د هر ډول احترام کولو ماموریتونه لغوه کړل. له چین سره د هر ډول اقتصادي تبادلې لپاره د مرستو په سیستم کې غړیتوب یو شرط و، جاپان له دې سیستم نه په وتلو سره له چین هېواد سره خپلې سوداګریزې اړیکې پرې کړې. [۲۵][۲۶]

زر کاله مخکې د چین د سوی او تانګ سترواکیو د کوریا له درېیو سلطنتونو سره پېچلې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لرلې. له بلې خوا د چین مينګ‌ له جوسون سره نږدې سوداګريزې او ډيپلوماټيکې اړيکې درلودې، چې د سترواکۍ د رياست په سيستم کې مدغم پاتې شو، خو له جاپان نه يې هم باج او سوداګري ترلاسه کړه. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د چین مینګ او د کوریا جوسون له یو بل سره ډېر مشترکات لري. دواړه د یوان کورنۍ له پای ته رسېدو وروسته د څوارلسمې پېړۍ په اوږدو کې راڅرګند شول، په ټولنه کې د کنفوسیوس ارمانونه یې ومنل او دواړه له ورته ګواښونو (د ژورچن او ووکو بریدګرو) سره مخ شول. دواړو د داخلي سیاسي ډلو سیالي درلوده، چې د جګړې نه مخکې او د جګړې په لړ کې د دوی په پریکړو یې اغېزه کاوه. د نږدې سوداګرۍ او مشترکو دښمنانو له امله، جوسون او مینګ په خپل منځ کې یو دوستانه ائتلاف درلود. [۳۱][۳۲][۳۳]

د ځواکونو قوت

[سمول]

تویوتومي هیدیوشي خپله اردو په ناګویا کلا کې بسیج او راټوله کړه، دا کلا د کیوشو په زاړه هیزین ولایت کې موقعیت لري، چې یوازې د اشغالګرو ځواکونو او اړوند زېرمو د استوګنې په موخه نوې جوړه شوې وه،چې اوس هېڅ اصلي جوړښت یې نه دی پاتې، خو د کلا ویجاړ شوي بنسټونه د چینزي په پخواني ښارګوټي کې پاتې دي او اوس د ساګا پریفیکچر کې د کاراتسو ښار یوه برخه ده. په لومړي برید کې نهه فرقې شاملې وې او په ټولیزه توګه  ۱۵۸،۸۰۰ نفره په کې شامل و. جاپانیانو په ټوله جګړه کې ۳۲۰۰۰۰ سرتیرو نه کار واخیست. [۳۴][۳۵][۳۶]

له بلې خوا، جوسون یوازې یو څو پوځي واحدونه لری، چې هېڅ ډول ساحوي اردو یې نه لره او دفاع یې په بېړني حالت کې د ملکي سرتیرو په بسیج کولو پورې تړاو درلود. چوسون د لومړي یرغل په لړ کې ټولیزه توګه ۸۴۵۰۰ عادي او منظم سرتیري په ټول هېواد کې ځای پر ځای کړل، چې د ۲۲۰۰۰ نامنظمه رضاکارانو په وسیله یې مرسته کېدله. په کوریا کې د جګړې په وخت د مینګ پوځیانو شمېر هیڅکله په هېڅ ځای کې له ۶۰.۰۰۰ نه ډېر سرتیري نه و.  د جګړې په لړ کې مینګ په ټولیزه توګه ۱۶۶،۷۰۰ پوځیان واستول او  ۱۷ میلیونه لیانګ (چې د مینګ سترواکۍ  د نیم کال عواید کېږي) په ارزښت سپین زر او تجهیزات  یې کوریا ته واستول. [۳۷][۳۸][۳۹]

سمندري ځواک

[سمول]

په وچه کې د جاپانيانو د مخکښوالي برعکس کوریایانو په سمندر کې ډېره برتري درلوده. د توپخانې او د کښتۍ جوړولو اړوند پرمختللې ټیکنالوژۍ له امله او د پراخ سمندري تاریخ په اساس د جاپاني سمندري غلو په وړاندې د کوریا سمندري ځواکونو خورا پرمختللې او قوي کښتۍ ځای په ځای کړې. د جاپان د یرغل په وخت کې کوریا د پانوکسین په توګه کار کاوه او له یوې پیاوړې خټین ډوله بېړۍ نه یې کار واخیست، چې په توپ سمباله وه او ډېرې جاپاني کښتۍ یې له منځه یووړلې. د کوریا سمندري ځواک د کوریا اړوند شبه الجزیرې په لوېدیځ ساحل کې د جاپاني لوجستیکي شبکې د ګډوډولو لپاره خپله دا سمندري برتري وکاروله. په دې توګه دې ګټې د جاپان په وړتیا اغېزه ونه کړه، چې د جاپان له سوشیما نه د کوریا په بوسان کې د اکمالاتي لارې په وسیله خپل پوځونه په دوامداره توګه پیاوړي کړي، په ځانګړې توګه کله چې په نږدې سیمه کې د کوریا سمندري اډې د جاپاني ځمکنیو ځواکونو له خوا خنثی شوې. د یي‌سن‌‌سین په مشرۍ د کوریا سمندري ځواکونه به شاتګ وکړ او د جیولا ولایت په شمالي پولو کې بېرته ځای پرځای شول. په داسې حال کې چې کوریایي ځواکونه نه شي کولای په بشپړ ډول د جاپانیانو د پیاوړتیا مخه ونیسي، د کوریا سمندري ځواکونو د جګړې په ټوله موده کې د جاپاني اکمالاتي بېړیو ځورولو او زیان اړولو ته دوام ورکړ.

لکه څنګه چې په حقیقت کې د جګړې په لومړي پړاو کې ټولو جاپاني کښتیو توپخانې نه درلودې، کوریایي کښتیو د جاپاني توپکونو، تیرونو او منجنیقونو له برخې نه بهر معافیت سره د جاپاني کښتیو په شاوخوا بمباري وکړه.کله چې جاپانیانو هڅه کوله، چې خپلې کښتۍ په توپونو سمبال کړي د دوی د سپک وزن کښتۍ اړوند ډیزاین په هره کښتۍ کې د څو فرونده توپونو نه ډېرو کارول منع و او دې کښتیو معمولاً د خپلو کوریایی سیالانو د اور وژنې ځواک نه درلود. جاپانیانو د خپلو بیړیو د پیاوړې کولو لپاره په دې یرغل کې د پرتګالي دوه ګیلون کارولو په فکر و. د اغیزمنو سمندري وسلو نشتوالي سربېره، زیاتره جاپاني کښتۍ هغه ترمیم شوې سوداګریزه کښتۍ وې، چې د توپخانې اړوند وسلو په پرتله د سرتیرو او تجهیزاتو د لېږد لپاره ډېرې مناسبې وې.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې

[سمول]
  1. Turnbull, Stephen. Samurai Invasions of Korea 1592–1598, p. 85
  2. History of the Ming chapter 322 Japan "前後七載 (For seven years),喪師數十萬 (Hundreds of thousands of soldiers were killed),糜餉數百萬 (Millions of cost of war was spent),中朝與朝鮮迄無勝算 (There were no chances of victory in China and Korea),至關白死兵禍始休。 (By Hideyoshi's death ended the war.)"
  3. Perez, Louis (2013). Japan at War: An Encyclopedia. Santa Barbara, California: ABC-CLIO. p. 141. ISBN 9781598847413. "Korean and Chinese forces were able to hold off the Japanese troops and confine the fighting to the southern provinces."
  4. "明史/卷238 – 維基文庫,自由的圖書館". zh.wikisource.org.
  5. Turnbull, Stephen. 2002, pp. 137–43, 204–27.
  6. Turnbull, Stephen. 2002, p. 134, "(Korean) war minister Yi Hang-bok pointed out that assistance from China was the only way Korea could survive."
  7. Turnbull, Stephen (Nov 20, 2012). The Samurai Invasion of Korea 1592–98. Osprey Publishing. p. 17. ISBN 9781782007128. بياځلي په March 25, 2015.[مړه لينکونه] "His naval victories were to prove decisive in the Japanese defeat, although Yi was to die during his final battle in 1598."
  8. Perez, Louis G. (2013). Japan at War: An Encyclopedia. ABC-CLIO. p. 140. ISBN 978-1-59884-741-3. Just as a complete Japanese victory appeared imminent, Admiral Yi entered the war and quickly turned the tide.
  9. Elisonas, Jurgis. "The inseparable trinity: Japan's relations with China and Korea." The Cambridge History of Japan. Vol. 4. Ed. John Whitney Hall. Cambridge: Cambridge UP, 1991. p. 278.
  10. Lee, Ki-baik. A New History of Korea. Trans. Edward W. Wagner and Edward J. Schultz. Seoul: Ilchokak, 1984. p. 212.
  11. Lewis, James (December 5, 2014). The East Asian War, 1592–1598: International Relations, Violence and Memory. Routledge. pp. 160–61. ISBN 9781317662747. بياځلي په May 2, 2015. "The righteous armies that appeared in 1592 smashed the local rule distributed across Korea's eight provinces by the Japanese military. The righteous army activities were one of the most important factors for the frustration of the Toyotomi regime's ambition to subjugate Ming China and extend dominion over Korea."
  12. "Annals of the Joseon Dynasty" (in Korean).{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  13. Turnbull, Stephen. 2002, p. 222. The Chinese Ming forces retreated with 30,000 losses
  14. https://zh.wikisource.org/wiki/%E6%98%8E%E5%8F%B2/%E5%8D%B7320 History of the Ming chapter 320 士卒物故者二萬. 20000 losses
  15. Turnbull, Stephen; Samurai Invasions of Korea 1592–1598, pp. 5–7
  16. Jang, Pyun-soon. pp. 123–32.
  17. Rockstein, Edward D., PhD p. 7.
  18. Rockstein, Edward D., PhD pp. 10–11.
  19. Villiers p. 71.
  20. Wang, Yuan-kang (2010). Harmony and War: Confucian Culture and Chinese Power Politics. Columbia University Press. ISBN 978-0-231-52240-3.
  21. Seth, Michael J. (2010). A History of Korea: From Antiquity to the Present. Rowman & Littlefield Publishers. p. 144. ISBN 978-0-7425-6717-7.
  22. Tsai, Shih-shan Henry (1996). The Eunuchs in the Ming Dynasty (in انګليسي). SUNY Press. pp. 119–20. ISBN 9780791426876. بياځلي په 20 July 2016.
  23. Eisemann, Joshua; Heginbotham, Eric; Mitchell, Derek (2015-08-20). China and the Developing World: Beijing's Strategy for the Twenty-first Century (in انګليسي). Routledge. p. 23. ISBN 9781317282945. بياځلي په 20 July 2016.
  24. Alagappa, Muthiah (2003). Asian Security Order: Instrumental and Normative Features. Stanford University Press. p. 117. ISBN 978-0-8047-4629-8.
  25. Fogel, کينډۍ:Google books; Goodrich, Luther Carrington et al. (1976). کينډۍ:Google books; note: the economic benefit of the Sinocentric tribute system was profitable trade. The tally trade (kangō bōeki or kanhe maoyi in Chinese) was a system devised and monitored by the Chinese – see Nussbaum, Louis Frédéric et al. (2005). Japan Encyclopedia, p. 471.
  26. Howe, Christopher. The Origins of Japanese Trade Supremacy: Development and Technology in Asia. p. 337
  27. Sansom, George. pp. 142, 167–80.
  28. Kang, David C. (2012). East Asia Before the West: Five Centuries of Trade and Tribute (in انګليسي). Columbia University Press. p. 122. ISBN 9780231153195. بياځلي په 20 July 2016.
  29. Lewis, James B. (2005-11-02). Frontier Contact Between Choson Korea and Tokugawa Japan (in انګليسي). Routledge. ISBN 9781135795986. بياځلي په 20 July 2016. "Tribute trade was the oldest and most important component of the trade structure, not for its volume or content, but for its symbolism. Japanese brought items to "offer" to Korea and received in exchange "gifts" of higher value, since Korea was a greater land receiving supplicants. Koreans viewed tribute trade as a "burden" and a favor extended to needy islanders; the significance was diplomatic not economic."
  30. Kayoko, Fujita; Momoki, Shiro; Reid, Anthony (2013). Offshore Asia: Maritime Interactions in Eastern Asia Before Steamships (in انګليسي). Institute of Southeast Asian Studies. p. 198. ISBN 9789814311779. بياځلي په 20 July 2016.
  31. Turnbull, Stephen. 2002, p. 11.
  32. Swope. 2002. p. 771
  33. Turnbull, Stephen. 2002, p. 13.
  34. Turnbull, Stephen. 2002, p. 40.
  35. Turnbull, Stephen. 2002, p. 42.
  36. Strauss, Barry. p. 3
  37. Turnbull, Stephen. 2002, p. 109.
  38. Swope. 2006. p. 186.
  39. Caraway, Bill. "Ch 12 – Japanese invasions: More Worlds to Conquer". Korea in the Eye of the Tiger. Korea History Project. خوندي شوی له the original on 2008-09-17. بياځلي په 2007-07-04.
  40. Swope. 2005. p. 32.
  41. Brown, Delmer M., p. 252
  42. Strauss, Barry. p. 9
  43. Brown, Delmer M., p. 243