پر روسيې باندې د فرانسې يرغل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


پر روسيې د فرانسې يرغل د روسيې د مبارزې، د پولېنډ دويمې جګړې، د پولينډ دويمې مبارزې، د ۱۸۱۲ ز کال د هېواد پالنې جګړې او د ۱۸۱۲ ز کال جګړې په نومونو سره هم يادېږي، چې د ناپيليون له لوري د انګليستان د ځان ژغورنې کلابندۍ ته پر روسيې د فشار راوړلو په موخه پيل شو. پر روسيې باندې د ناپيليون يرغل په تاريخ کې يو له تر ټولو غوره څېړل شويو نظامي مبارزو څخه دی او د نړۍ تاريخ کې د تر ټولو وژونکو نظامي عملياتو کې لېست شوی دی. دا يرغل پر انساني ژوند باندې د ستر باج له امله ځانګړی شوی دی. [۱][۲]

د ۱۸۱۲ ز کال  د جون پر ۲۴ مه  او ورپسې ورځو کې د ګڼ مليتي Grande Armee لومړۍ څپه روسيې ته د ننوتلو په پار، له Niemen څخه تېره شوه. د يو لړ اوږدو په زور لاريونونو په واسطه ناپيليون خپل نږدې نيم ميليون پوځ په چټکۍ سره د لويديځې روسيې يعنې اوسني بېلاروس له لارې د Barclay de Tolly او Pytr Bagration بېلو شويو روسي پوځونو د له منځه وړلو په موخه پر مخ یووړل. د يادو پوځونو شمېر په دې وخت کې له ۱۸۰۰۰۰ څخه تر ۲۲۰۰۰۰ پورې رسېده. په شپږو اونيو کې دننه ناپيليون خپل نيمايي پوځيان د سختو اقليمي حالتونو، لوږې او ناروغۍ له امله له لاسه ورکړ او يوازې د Smolensk جکړه يې وګټله. روسي لښکر د خپل نوي عمومي قوماندان تر مشرۍ لاندې په شا کېدنې ته ادامه ورکړه او د ناپيليون پر وړاندې يې له ستومانکوونکې جګړې څخه کار واخيست. روسانو يرغلګر اړ کړل چې د توښې يا اکمال پر سيستم باندې تکيه وکړي، چې د جګړې په ډګر کې يې د دوی د ستر پوځ د مشبوع کولو وړتيا نه لرله. [۳][۴]

د مسکو د لويديځ ۱۱۰ کیلو مترۍ کې د Borodino خونړۍ جګړه د فرانسې يوه نازکه بريا وه، چې د مسکو په سويل ختيځ کې د يو عمومي روسي په شا کېدنې پايله يې لرله. د سپټمبر پر ۱۴ مه ناپيليون او نږدې ۱۰۰۰۰ تنه نارينه لښکر يې يوازې د دې لپاره مسکو ونيو، چې د روسانو له لورې پرېښودل شوی و او ياد ښار د ناپيليون د نظامي والي له لورې د هڅونې له مخې ډېر ژر په اور وسوځول شو. ناپيليون د پينځه اونيو لپاره په مسکو کې د سولې لپاره د وړانديز په تمه پاتې شو، چې هيڅکله ونه شو. د ښکلې هوا له امله نوموړي لږ وروسته دا ځای ترک کړ او د يو لنډمهالې يا فرعي لارې په واسطه يې Smolensk ته د رسېدلو هيله څرګنده کړه. د Maloyaroslavets جګړې په بايلنې سره نوموړی اړ شو، چې د راتګ لاره [هغه لاره چې دا پرې راغلی و] غوره کړي. د نارينه لښکر لپاره د خوړو او ژمني پوښاک کمښت، آسونو لپاره د وچو وښو کمښت او د روسي بزګرانو او Cossacks ډلې له لوري چريکي جګړې ناپيليون ته ستر زيانونه واړول. يو ځل بيا تر نيمايي زيات لښکر د سړک پر غاړه د ستومانتيا، تيفوس يا لکه داره تبې او د سخت براعظمي اقليم له امله ژوند له لاسه ورکړ. دروند چور او تالا کول لرې وغورځول شول او توپخانې شاته پاتې شوې. [۵][۶]

د نومبر په لومړيو کې واوره پيل شوه، چې بېرته ستنېدل يې پېچلي کړل. د Krasnoi په نښته کې ناپيلون د بشپړې ماتې د مخنیوي وړتيا لرله. په همدې وخت کې نوموړي درنې وسلې او سپاره عسکر نه لرل او د لومړي ځل لپاره يې پخوانی ساتونکی (Old Guard) په ليکه [منظم] کړ. کله چې Berezina سيمه راورسېده، ناپيليون يوازې نږدې ۴۹۰۰۰ ځواکونه او د کوچني نظامي ارزښت ۴۰۰۰۰ مبارزين لرل. د Grande Armee په يوې نامنظمې ډلې باندې بدل شوه و او روسانو بله پايله نه شوه ورکولی. د ډسبمر پر ۵ ناپيليون لښکر د واورو بګۍ [يو ډول دړه چې درانده بارونه پر واورو او کنګل باندې وړي] پرېښود او بېرته پاريس ته ستون شو. په څو ورځو کې د سختې يخنۍ او سپږو له امله ۲۰۰۰۰ نور ځواکونه هم له منځه لاړل. نويو قوماندانانو Murat او Ney په Vilnius روغتون کې د ۲۰۰۰۰ څخه د زياتو عسکرو تر شا پرېښودلو سره د دې ځای پرېښودلو ته دوام ورکړ. د اصلي پوځونو پاتې هغه يې له کنګل شوي Niemen څخه تېر او د خزندو له اوهامو څخه خلاص شول. [۷][۸]

د کره ثبتونو د نه خونديتوب او له دې امله اټکلونه يو تر بله توپير لري، چې د پرېمانه او کومکي ځواکونو شمېر تل نه و شمېرل شوی، د ناپيليون لښکر له ۴۵۰۰۰۰ څخه زياتو نارينه، ۱۵۰۰۰۰ څخه زياتو آسونو، نږدې ۲۵۰۰۰ څلور اربيز ګاډو او د توپخانې له نږدې ۱۲۵۰ څخه زياتو مرميو سره روسيې ته ننوت. له تښتېدلو پرته يوازې ۱۲۰۰۰۰ نارينه ژوندي پاتې شول او په مبارزه کې تر ۳۸۰۰۰۰ پورې مړه شول. ښايي تر ټولو اړينه دا وه، چې د ناپيليون د نه ماتېدلو شهرت له منځه تللی و. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

مخینه[سمول]

تزار لومړي الکساندر (Tsar Alexander I) د ۱۸۱۰ ز ډسمبر پر ۳۱ نېټه د انګليستان پر وړاندې د ناپيليون د باندينۍ تګلارې اصلي توکی يعنې د دې وچې کلابندي پرېښې وه. [۱۴]

د Schonbrunn تړون چې د استريا او فرانسې تر منځ يې د ۱۸۰۹ ز جګړه پای ته ورسوله، يوه فقره لرله چې له مخې يې لويديځ Galicia له استريا څخه بېلوله او د وارسا Grand Duchy سره يې يو ځای کوله. روسيې دا تړون د خپلو ګټو پر وړاندې ځکه وګاڼه، چې دوی د يوه فرانسوي بريد لپاره ياده سيمه د شوني بريد د پيل ټکي په توګه وبلله. [۱۵]

ناپيليون د الکساندر د تر ټولو کشرې خور Anna Pavlovna سره د واده کولو په غوښتنې سره د يو اتحاد له لارې د غوره روسي مرستې د تر لاسه کولو هڅه کړې وه، مګر په پای کې يې د Anna پر ځای د اطریشي سترواک له لور Marie Louise سره واده وکړ. فرانسې او اطریش د ۱۸۱۲ ز کال  د مارچ په ۱۴ مه د يووالي يو تړون لاسليک کړ.

ناپيليون په خپله هم لکه د تېرو کلونو غوندې په فزيکي او ذهني حالت کې نه و. وزن يې زيات شوی و او په زياتېدونکي ډول په بېلابېلو ناروغيو باندې اخته و. [۱۶]

د جګړې اعلان[سمول]

لومړي الکساندر چې د سترې کترينا د پراختيا تګلارې ته ژمن و، د دې غوښتنې په کولو سره يو وروستی ټکی يا Ultimatum خپور کړ، چې فرانسه دې خپل ځواکونه د ۱۸۱۲ اپرېل کې د وارسا له Grand Duchy او پروسيا (Prussia) څخه بېرته وباسي. ناپيليون د په شا تګ پر ځای جګړه غوره کړه.

ناپيليون په رسمي ډول لاندې اعلاميې خپرې کړې:

عسکرو، د پولينډ دويمه جګړه پيل شوه. لومړی په Friedland کې پای ته ورسېده او په Tilsit کې روسيې له فرانسې سره د يو تلپاتې يووالي او انګليسانو سره د جګړې ژمنه وکړه. هغه اوس خپلې ژمنې ماتوي او د خپل نا اشنا چلند په اړه هيڅ تر هغې هيڅ تشرېح نه ورکوی، چې فرانسوي بازان يو ځل بيا له Rhine څخه تېر شي او زموږ متحدين يې په خپل رحم کې پرېږدي. روسيه د مړينې له امله چابکه ده: برخليک به يې پوره شي. ايا هغه زموږ د فاسدېدلو يا خرابوالي فکر کوي؟ ايا موږ نور هغه عسکر نه يو چې په Austerlitz کې مو جګړه وکړه؟ نوموړې موږ د بې عزتۍ او جنګ تر منځ ځای پر ځای کوي، زموږ ټاکنه ستونزمنه نه شي کېدلی. راځئ چې بيا مخکې لاړ شو او له Niemen څخه تېر او جګړه د هغې کلي ته يوسو. د پولينډ دا دويمه جګړه به لکه د لومړۍ جګړې غوندې، د فرانسوي ځواکونو لپاره پرتمينه وي، مګر هغه سوله چې موږ ترېنه پايله اخلو، بايد خپل ډاډ ولري او هغه مرګونې اغېزه به له منځه يوسي، چې روسيې په تېرو پنځوسو کلونو کې په اروپا کې ازمايلې ده. [۱۷]

د جون د ۸ او ۲۰ تر منځ ياد ځواکونه په پرله پسې حرکت کې وو او په ورځني دول يې په تر ټولو زياتې تودوخې کې يې بايد تر ټولو زيات لاريونونه کړی وی. [۱۸]

پوځي تدارکات[سمول]

د روسيې بريد په روښانه او ناڅاپي ډول په نظامي پلان جوړولو کې د پوځي تدارکاتو ارزښت ته اشاره کوي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د عملياتو په سيمه کې د د خپرو شويو ځواکونو د شمېر لپاره د يرغلګر ځواک له تجربې څخه زيات وي.؟ ناپيلیون د خپل پوځ د چمتو کولو لپاره پراخ تياری ونيو. د فرانسوي ملاتړ [اکمال] هڅه د تېرې بلې هرې مبارزې په پرتله ډېره ستره وه. د ۷۸۴۸ موټرو په لرلو سره د اورګاډي شلو کنډکونو د Grande Armee او د هغه د عملياتو لپاره ۴۰ ورځې اکمال وکړ او د پولينډ او ختيځ پروسيا په ښارګوټو او ښارونو کې د مجلو يو پراخه نظام خپور شو. د Vistula سيند تنګی په ۱۸۱۲-۱۸۱۱ ز کې د اکمال د بنسټ [بېز] په توګه جوړ شو. عمومي ناظر يا استازي Guillaume-mathieu Dumas له Rhine څخه Vistula ته د اکمال پينځه ليکې جوړې کړې. د فرانسې تر واک لاندې جرمني او پولينډ د خپلو اداري مرکزي ادارو په لرلو سره په درېيو ښارګوټو باندې تنظيم شوي وو. پلي شوی اکمالاتي جوړښت د ناپيليون ادارې او لوژيستيکي مهارت يوه سخته ازموينه وه، چې د ۱۸۱۲ ز کال په لومړۍ نيمايي کې يې خپلې ډېرې هڅې د خپل يرغليز لښکر چمتو کولو ته ځانګړې کړې. ناپيليون د روسيې جغرافيه او د دويم چارلس ايکس (Charles XII) د ۱۷۰۹-۱۷۰۸ بريد تاريخچه وڅېړله او د شونتيا تر کچې د تجهيزاتو راوړلو اړتيا باندې پوه شو. فرانسوي لښکر وار له مخه په ۱۸۰۷-۱۸۰۶ کلونو کې د څلورم يووالي د جګړې پر مهال د پولينډ او ختيځې پروسيا په لږ نفوسه او تر پرمختګ لاندې حالتونو کې د عمليات کولو پخوانۍ تجربه لرله. [۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Napoleon's Army in Russia: The Illustrated Memoirs of Albrecht Adam, 1812 by Jonathan North
  2. Grant 2009، صص. 212–213.
  3. Lieven 2009، ص. 134.
  4. Clausewitz 1906، ص. 4, 25.
  5. Riehn 1990، ص. 285.
  6. Riehn 1990، ص. 263.
  7. Raoult D, Dutour O, Houhamdi L, Jankauskas R, Fournier PE, Ardagna Y, Drancourt M, Signoli M, La VD, Macia Y, Aboudharam G. Evidence for louse-transmitted diseases in soldiers of Napoleon's Grand Army in Vilnius. J Infect Dis. 2006 Jan 1;193(1):112-20. doi:10.1086/498534. Epub 2005 Nov 18. PMID 16323139.
  8. David G. Chandler (1966) The Campaigns of Napoleon, p. 829
  9. "Insects, Disease, and Military History: Destruction of the Grand Armée". د اصلي آرشيف څخه پر August 20, 2008 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Histoire de la Campagne de Russie Pendant L'année 1812 et de la Captivité des Prisonniers Français en Sibérie (1846), p. 404
  11. "Insects, Disease, and Military History: Destruction of the Grande Armée". د اصلي آرشيف څخه پر August 20, 2008 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Chandler 1966
  13. Clausewitz 1906، ص. 47, 52, 94.
  14. Riehn 1990، ص. 26.
  15. Riehn 1990، ص. 25.
  16. McLynn 2011، صص. 490–520.
  17. Wilson 1860، ص. 14.
  18. "Württemberg in 1812 – Jonathan North". Jpnorth.co.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ فبروري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Mikaberidze 2016، ص. 270.
  20. Elting 1997، ص. 566.
  21. Riehn 1990، chapter 8.