پر افغانستان د متحده ايالاتو بريد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۲۰۰۱ز کال کې، متحده ايالاتو چې نږدې ایتلافي هېوادونو يې ملاتړ کاوه، پر افغانستان بريد وکړ او د طالبانو حکومت يې رانسکور کړ. د بريد عامې موخې دا وې چې القاعده وپاشي، چا چې د سپتمبر د يولسمې نېټې بريدونه کړي وو او د طالبانو په لرې کولو سره، د القاعده لپاره د عملياتو په موخه په افغانستان کې د خوندي ځای پيدا کېدو مخه ونيسي. انګلستان د متحده ايالاتو يو مهم ايتلافي هېواد و، د بريد لپاره د پيل راهيسې يې د پوځي فعاليتونو لپاره ملاتړ وړاندې کاوه. دا بريد د ۱۹۹۶-۲۰۰۱ز کلونو د افغانستان کورنيو جګړو څخه وروسته تر سره شو، کومې کورنۍ جګړې چې د طالبانو او شمالي ټلوالې د ډلو ترمنځ شوې وې، د يادو جګړو په پای کې تر ۲۰۰۱ز کال پورې طالبانو د هېواد نوي سلنه برخه په خپل واک کې لرله. دا بريد په هېواد کې د شل کلنې جګړې لومړۍ برخه او د ترهګرۍ په وړاندې د متحده ايالاتو د جګړې پيل وګرځېد.[۱]

د متحده ايالاتو ولسمشر جورج ډبليو بوش غوښتنه کړې وه چې اسامه بن لادن دې وروسپارل شي او القاعده دې و ايستل شي؛ بن لادن له ۱۹۹۸ز کال څخه د امريکا د استخباراتو فدرالي ادارې ته مطلوب کس و. طالبانو تر هغه وخته د اسامه شړل رد کړل، تر څو چې د دوی په وينا داسې شواهد ورکړل شي چې ښيي هغه د ۹/۱۱ په بريدونو کې ښکېل دی، همدا راز هغه غوښتنې يې هم رد کړې چې د ترهګرو مرکزونه بند کړي او له بن لادن پرته نور شکمن ترهګر وسپاري. متحده ايالاتو د طالبانو غوښتنه د ځنډولو د بې معنا طريقې په بللو سره رد کړه او متحده ايالاتو د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر په اومه نېټه له انګلستان سره په ګډه د دايمي خپلواکۍ عمليات پر لار واچول. له دې دوو ځواکونو سره وروسته نور هم يو ځای شول، په داسې حال کې چې د شمالي ټلوالې ځواکونو يې په ځمکه مرسته کوله. متحده ايالاتو او متحدينو په چټکۍ سره د ۲۰۰۱ز کال د ډيسمبر په اولسمه نېټه طالبان له واکه وغورځول او په ټول هېواد کې يې له سترو ښارونو سره پوځي مرکزونه جوړ کړل. د القاعده او طالبانو ډېری غړي ونه نيول شول، ګاونډي پاکستان ته وتښتېدل يا هم کلیوالو سيمو يا د تورې بوړې په جګړ کې غرنیو سيمو ته په شا شول.   [۲][۳][۴]

د ۲۰۰۱ز کال د ديسمبر په مياشت کې، د ملګرو ملتونو امنيت شورا نړيوال امنيت مرستندويه ځواکونه (ايساف) جوړ کړل، تر څو په هېواد کې د پوځي عملياتو څارنه وکړي او افغان ملي امنيتي ځواکونه وروزي. د ۲۰۰۱ز کال د ديسمبر په مياشت کې د بون په کنفرانس کې، حامد کرزی د افغانستان د لنډمهالې ادارې مشر وټاکل شو، دا اداره په ۲۰۰۲ز کال کې په کابل کې د لويې جرګې څخه وروسته د افغانستان په انتقالي ادارې واوښته. د ۲۰۰۴ز کال په مشهورو ټولټاکنو کې حامد کرزی د هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو چې اوس د افغانستان اسلامي جمهوريت په نوم پېژندل کېږي. د ۲۰۰۳ز کال د اګست په مياشت کې ناټو سازمان هم دې جګړه کې د يو متحد په توګه ښکېل شو او د ايساف مسئوليت يې په لاس کې واخيست. د متحده ايالاتو د ځواکونو يوې برخې د ناټو تر ماموريت لاندې کار کاوه؛ نور ځواکونه نېغ په نېغه د متحده ايالاتو تر امر لاندې وو. د طالبانو مشر ملا عمر دا خوځښت بيا منظم کړ او د ۲۰۰۲ز کال کې يې د حکومت او ايساف په وړاندې بغاوت اعلان کړ، هغوی وکولای شول چې په ۲۰۲۱ز کال کې د افغانستان حکومت ړنګ کړي او يو ځل بيا په ټول افغانستان کې د طالبانو واکمني رامنځ ته کړي.[۵][۶][۷][۸]

د افغانستان د کورنيو جګړو پيل[سمول]

د يوې سپينې کودتا په پايله کې په ۱۹۷۳ز کال کې د خپل اکا د زوی داود خان له خوا د پاچا ظاهر شاه له ګوښه کېدو وروسته په افغانستان کې د سياسي نظم ماتیدل پيل شو. داود خان له ۱۹۵۳ز کال راهيسې د لومړي وزیر په توګه کار کړی و، اقتصادي نويتابه، د ښځو خپلواکۍ او پښتون ملتپالنې ته يې وده ورکړې وه. د افغانستان دا وضعيت د ګاونډي پاکستان لپاره ګواښ و او پاکستان خپله د نا امنه پښتون نفوس سره مخ و. د ۱۹۷۰ز کلونو په منځ کې د پاکستان لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو افغان اسلامي رهبران لکه برهان الدين رباني او ګلبدين حکمتيار وهڅول چې د حکومت پر ضد وجنګېږي. په ۱۹۷۸ز کال کې داود خان د افغان کمونیست ګوند له خوا د يوې کودتا په ترڅ کې ووژل شو، د کمونیستانو دا ګوند په حکومت کې له داود سره شريک و او د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند (PDPA) په نوم پېژندل کېدو. خلق ګوند سوسيال لور ته بدلون لپاره هڅې وکړې، د کورنۍ په خوښه ودونه يې ختم کړل، د عامه زده کړې پلوي يې کوله او د ځمکو د ملکيت وضعيت کې يې سمونونه راوستل. دې وضعيت دوديز قبيلوي نظم څنډې ته کړ او په ټولو کلیوالو سيمو کې يې د اسلامي مشرانو له خوا مخالفتونه راوپارول، په دې مخالفتونو کې په هرات کې د اسماعيل خان پاڅون هم شامل و. (PDPA) د داخلي مشرتابه له اختلافاتو څخه ډک و او د ۱۹۷۹ز کال د سپتمبر په مياشت کې د يوې داخلي کودتا له لارې نور هم کمزوری شو، کله چې حفيظ الله امين نور محمد ترکی ګوښه کړ. شوروي اتحاد د (PDPA) کمزوري ولیده، درې مياشتې وروسته يې د امين د لرې کولو لپاره پوځي مداخله وکړه او د (PDPA) د يوې بلې څانګې مشر ببرک کارمل يې په څوکۍ وګوماره.

په ۱۹۷۹ز کال کې افغانستان کې د شوروي اتحاد مداخلې د دې اتحاد د سړې جګړې سيالان متحده ايالات، انګلستان، پاکستان، سعودي عربستان او چين وهڅول تر څو د شوروي اتحاد له ملاتړ څخه برخمن د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت پر ضد د باغيانو د جګړې ملاتړ وکړي. په داسې حال کې چې بې دينه او سوسيال حکومت د ښارونو واکمني په لاس کې درلودله، له ديني اړخه هڅول شوو مجاهدينو ډېرې کليوالې سيمې په واک کې لرلې. د رباني، حکمتيار او اسمعیل خان تر څنګ د  مجاهدينو په نورو قوماندانانو کې جلال ا لدين حقاني هم شامل و. د امريکا څارګرې ادارې «سي آی اې» د پاکستان له څارګې ادارې «آی ايس ای» سره نژدې کار کاوه، تر څو د مجاهدينو لپاره بهرنی ملاتړ راجلب کړي. عرب داوطلبانو هم دې جګړه کې لېوالتيا پيدا کړه، دوی د «افغان عرب» په نوم پېژندل کېدل، اسامه بن لادن په دوی کې شامل و.

د ۱۹۸۹ز کال د مۍ په مياشت کې له افغانستان نه د ټولو شوروي پوځونو له شاتګ وروسته، د نجيب الله تر مشرۍ لاندې د (PDPA) حکومت تر ۱۹۹۲ز کال پورې تر هغه وخته وپاییدو کله چې د شوروي اتحاد ړنګېدو د نجيب الله حکومت له مرستې محروم کړ او د ازبک جنرال عبدالرشيد دوستم جلا کېدو کابل ته رسېدل روښانه کړل. په داسې حال کې چې سياسي صحنه له افغان سوسياليستانو څخه خالي وه، پاتې اسلامي جنګسالارانو د ځواک لپاره سيالي پيل  کړه. هغه مهال بن لادن هېواد پرېښی و. په افغانستان کې د متحده ايالاتو ګټې هم کمې شوې وې.

د جنګسالارانو واکمني (۱۹۹۲-۱۹۹۶)[سمول]

په ۱۹۹۲ز کال کې، رباني په رسمي ډول د افغانستان اسلامي دولت ولسمشر وټاکل شو، خو بايد د کابل د نيولو لپاره يې له نورو جنګسالارانو سره جګړه کړې وای. د ۱۹۹۴ز کال په پای کې د رباني د دفاع وزير احمد شاه مسعود په کابل کې حکمتيار ته ماتې ورکړه او د پلازمېنې روانه بمباري يې پای ته ورسوله. مسعود هڅه وکړه چې په ټول هېواد کې د ملي پخلاينې په موخه يو سياسي بهير پيل کړي. نورو جنګسالارانو لکه په لوېدېځ کې اسماعیل خان او په شمال کې دوستم خپله ملوک الطوايفي ساتلې وه.[۹][۱۰][۱۱]

په ۱۹۹۶ز کال کې ملا عمر، د افغان مجاهدينو پو پښتون جنګيالی چې په پاکستاني مدرسو کې يې زده کړې او استادي کړې وه، کندهار ته راستون شو او د طالبانو د خوځښت بنسټ يې کېښود. د هغه پلويان مذهبي محصلين وو، چې د طالب په نوم پېژندل کېدل او دوی هڅه وکړه چې اسلامي قانون ته په سختې غاړې اېښودو سره د جنګسالارانو حکومت ختم کړي. دوی د حکومت هغه وړانديز رد کړ چې په يو ايتلافي حکومت کې برخه واخلي او په ۱۹۹۵ز کال کې يې د کابل پر لور  حرکت وکړ.[۱۲][۱۳]

د طالبانو امارت د شمالي ټلوالې په وړاندې[سمول]

په ۱۹۹۴ز کال کې د طالبانو لومړيو برياوو په تعقيب يو لړ درنې ماتې رامنځ ته شوې. پاکستان له طالبانو کلک ملاتړ وکړ. د امین صيقل په څېر شنونکي د دې ډلې په اړه وايي چې د پاکستان د سيمه یيزو ګټو لپاره په نيابتي ځواک د بدلېدو په لور روانه وه، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي. طالبانو د ۱۹۹۵ز کال په لومړيو کې  په کابل بريدونه پيل کړل، خو مسعود بېرته په شا وتمبول.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچینې[سمول]

  1. . Updated: Obama speech balances Afghanistan troop buildup with exit pledge they killed over 4000 americans. cleveland.com and (په October 23, 2009 باندې). Why Al Qaeda Wants a Safe Haven. Foreign Policy
  2. . Bush rejects Taliban offer to hand Bin Laden over.
  3. (په October 7, 2001 باندې). After the September Eleventh Terrorist attacks on America, "It's time for war, Bush and Blair tell Taliban – We're ready to go in – PM|Planes shot at over Kabul". The Guardian.
  4. . Canada in Afghanistan: 2001.
  5. Felbab-Brown, Vanda (2012). "Slip-Sliding on a Yellow Brick Road: Stabilization Efforts in Afghanistan". Stability: International Journal of Security and Development. 1 (1): 4–19. doi:10.5334/sta.af. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په December 22, 2009 باندې). NATO Chief Promises to Stand by Afghanistan.
  7. "The Taliban Resurgence in Afghanistan". د اصلي آرشيف څخه پر September 27, 2006 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Rothstein, Hy S (August 15, 2006). Afghanistan: and the troubled future of unconventional warfare By Hy S. Rothstein. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7049-306-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Casting Shadows: War Crimes and Crimes against Humanity: 1978–2001" (PDF). Afghanistan Justice Project. 2005. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر October 4, 2013 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Afghanistan: Further Information on Fear for Safety and New Concern: Deliberate and Arbitrary Killings: Civilians in Kabul". Amnesty International. November 16, 1995. د لاسرسي‌نېټه November 19, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Afghanistan: escalation of indiscriminate shelling in Kabul". International Committee of the Red Cross. 1995. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Hussain, Tom. "Mullah Omar worked as potato vendor to escape detection in Pakistan". McClatchy DC BUREAU. McClatchy DC BUREAU. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Marcela Grad (March 1, 2009). Massoud: An Intimate Portrait of the Legendary Afghan Leader. Webster University Press. د کتاب پاڼې 310. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "II. BACKGROUND". Human Rights Watch. د اصلي آرشيف څخه پر November 2, 2008 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Amin Saikal (November 13, 2004). Modern Afghanistan: A History of Struggle and Survival (الطبعة 2006 1st). I.B. Tauris & Co Ltd., London New York. د کتاب پاڼې 352. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85043-437-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Documents Detail Years of Pakistani Support for Taliban, Extremists". National Security Archive. 2007. د لاسرسي‌نېټه November 19, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. ویډیو په یوټیوب کې