پرمختګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پرمختګ د یوه مهذب، اصلاح شوي یا مطلوب حالت پر لور حرکت ته ویل کېږي. د پرمختګ‌پالنې په برخه کې یې موخه دا ده چې په تکنالوژۍ، ساینس او ټولنیزه اداره کې پرمختګونه د انساني وضعیت د ښه‌والي لامل شوي. په بل مورد کې ښايي پرمختګ د انسان د مستقیم عمل لکه په ټولنه کې د ونډې یا فعالیت له لارې، یا هم د ټولنیز-فرهنګي تکامل د طبیعي برخې په توګه رامنځته شي. [۱][۲][۳][۴]

د پرمختګ مفهوم د نولسمې پېړۍ د لومړیو وختونو په ټولنیزو تیوریو کې را څرګند شو، په ځانګړې توګه د ټولنیزې بشپړتیا تیوري چې اګوست کنت او هربرټ سپنسر وړاندې کړې ده، همدا راز د روڼ‌اندۍ د دورې د تاریخ په فلسفو کې هم دغه مفهوم شته و. د سیاسي ایډیولوژیو په بېلابېلو برخو کې د یوې موخې په توګه د ټولنیز پرمختګ ملاتړ شوی او دغه راز بېلابېلو تیوریو پر دې تمرکز کړی، چې دغه موخه څه ډول ترلاسه کېدای شي.

د پرمختګ کچه معلومول[سمول]

د پرمختګ د اندازه کولو لپاره ځانګړي شاخصونه ښايي له اقتصادي اطلاعاتو، تخنیکي نوښتونو، په سیاسي یا حقوقي سیستم کې له بدلون او د فردي ژوند د فرصتونو د اړوندو پوښتنو تر کچې پورې وي، لکه ژوند ته هیله‌مندي او د ناروغۍ او ناتوانۍ ګواښ.

د ناخالص داخلي تولید وده د سیاست پر یوه مهمه مشخصه بدله شوې او د سیاستوالو د کړنو د ارزونې لپاره د یوې مهمې الګو په توګه په پام کې نیول کېږي. سره له دې، ناخالص داخلي تولید ځینې نیمګړتیاوې لري چې د هغو له امله د پرمختګ د اندازه کولو لپاره پر یوه ناوړه معیار بدلېږي، په ځانګړې توګه د پرمختللو هېوادونو لپاره؛ د نمونې په توګه: چاپېریالي زیان ته پام نه کېږي او نه هم د اقتصادي فعالیتونو پایښت په پام کې نیول کېږي. Wikiprogress [د ټولنیز، اقتصادي او چاپېریالي پرمختګ د اندازو په اړه د معلوماتو شریکولو پرلیکه پلټ‌فارم دی چې اوس نشته] د ټولنیز پرمختګ د ارزونې په اړه د معلوماتو د شریکولو لپاره جوړ شوی و. موخه یې د تیوریو، نوښتونو او پوهې تبادله وه. HumanProgress.org یوه بله پرلیکه سرچینه ده، چې د ټولنیز پرمختګ د معیارونو په اړه معلومات راټولوي.

زموږ نړۍ په اطلاعاتو کې (Our World in Data) په اکسفورډ پوهنتون کې یوه آنلاین علمي خپرنۍ ده، چې د لویو نړیوالو ستونزو، لکه:  بېوزلۍ، ناروغۍ، لوږې، اقلیمي بدلون، جګړې، شته خطرونو او نابرابریو پر وړاندې د پرمختګ د څرنګوالي په اړه څېړنې کوي. د «زموږ نړۍ په اطلاعاتو کې» ماموریت،« د نړۍ د لویو ستونزو پر وړاندې د پرمختګ لپاره څېړنه او معلومات» وړاندې کول دي. [۵][۶]

د ټولنیز پرمختګ شاخص هغه وسیله ده چې، «د اړین ټولنیز پرمختګ نړیوالې ادارې» له‌خوا جوړ شوی، تر څو وښيي، کوم هېوادونه د خپلو خلکو ټولنیزو او چاپېریالي اړتیاوو ته د لاسرسي کچه اندازه کوي. په درېیو حوزو یا ابعادو کې ۵۲ شاخصونه شته دي: د انسان لومړنۍ اړتیاوې او د هوساینې او فرصتونو بنسټونه، چې د هېوادونو اړوند کړنې ښيي.

علمي پرمختګ[سمول]

علمي پرمختګ یوه داسې نظریه ده چې ګواکي علمي ټولنه د پرمختګ په حال کې ده او دغه چاره د علمي پوهې د ډېرېدو لامل کېږي. د نولسمې پېړۍ کیمیاپوهان د شلمې پېړۍ د کیمیاپوهانو په پرتله پر کیمیا کم پوهېدل او د شلمې پېړۍ کیمیاپوهان د یووېشتمې پېړۍ د کمیا‌پوهانو په پرتله لږ پوهېدل. راتلونکي ته په کتو، دا منطقي ده چې اوسني کیمیاپوهان هم تمه لري، چې د راتلونکو پېړیو کیمیاپوهان به تر دوی ډېر پوهېږي. [۷]

دغې پروسې له نا علمي څانګو، لکه: انساني ژبو یا تاریخ سره توپیر لري: کولای شو ووایو: هغه کسان چې په متروکو ژبو خبرې کوي یا یې د تاریخ په یوه دوره کې ژوند کاوه، پر بېلابېلو هغو شیانو پوهېدل، چې تر دوی وروسته پوهانو مطالعه کړل، خو دا نه شو ویلی چې: هغوی د معاصرو پوهانو په پرتله، د خپل ژوند په اړه کم پوهېدل. ځينې معتبرې پوهې د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي او نورې پوهې ترلاسه کېږي او په پایله کې غیر علمي څانګې، د خپلو موضوعي برخو په پېژندلو کې علمي پرمختګ نه کوي. [7]

له اتلسمې پېړۍ نه د شلمې پېړۍ تر وروستیو پورې، د علم تاریخ، په ځانګړې توګه فزیکي او بیولوژيکي علمونه، تر ډېره د پوهې د ډېرېدو په توګه وړاندې کېدل، چې په هغو کې رښتینو تیوریو د ناسمو باورونو ځای‌ ونیو. ځینې اوسني تاریخي تعبیرونه، لکه: د توماس کوهن تعبیر، تر ډېره هڅه کوي چې د علم تاریخ د سیالو علمي او نظري ټولګو او تر ډېره د مفهومي،  فکري، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي تمایلاتو یوه ټولګه وښيي. که څه هم دغه تعبیرونه، له مخالفتونو سره مخامخ شوي دي، ځکه د علم تاریخ هم د یوه ناهمغږي نظام په توګه هغه بېلګې بیانوي، چې د اندازې وړ نه دي، دا د علمي پرمختګ لامل نه کېږي، بلکې یوازې د پرمختګ د تصور په توګه پاتې کېږي. [۸][۹]

ټولنیز پرمختګ[سمول]

د ټولنیز پرمختګ اړخونه، لکه څرنګه چې د کونډورسېټ له‌خوا بیان شوي، د غلامۍ نیولو د دود له منځه تلل، د سواد لوړېدل، د جنسیتي نابرابرۍ کمېدل، په سختو زندانونو کې اصلاحات او د بېوزلۍ کمېدل په‌کې شامل دي. د یوې ټولنې ټولنیز پرمختګ د هغو فکټورونو پر بنسټ اندازه کېدای شي، لکه د لومړنیو انساني اړتیاوو پوره کول، د ژوند د کیفیت په ښه کولو کې له خلکو سره مرسته او د خلکو د بریالیتوب لپاره د فرصتونو برابرول. [۱۰][۱۱]

ټولنیز پرمختګ تر ډېره د ناخالص داخلي تولید په لوړېدو وده کوي، که څه هم نور لاملونه رول په کې لري. د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ تر منځ تعادل د لا ډېر اقتصادي پرمختګ خنډ کېږي او ښايي د سیاسي بې‌‌ثباتۍ لامل شي. چېرې چې د اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ تر منځ تعادل نه وي موجود، سیاسي بې‌ثباتي او ناکرارۍ رامنځته کېږي. د ټولنیز پرمختګ شاته پاتې کېدل ،همدا راز په دغو هېوادونو او نورو هغو هېوادونو  کې د اقتصادي ودې خنډ ګرځي ،چې د انساني اړتیاوو په پوره کولو، د ټولنیزې پانګې په رامنځته کولو او د خپلو خلکو لپاره د فرصتونو په رامنځته کولو کې پاتې راځي.  [۱۲]

د ښځو حالت[سمول]

دا چې څه ډول په دودیزه ټولنه کې د ښځو حالت ښه کړل شي، دا د مؤرخینو اصلي موضوع وه چې د روڼ‌اندۍ په دوره کې پیل شوه او تر ننه دوام لري. بریتانوي تیوریسنان «ویلیام رابرټسن» او «اډمونډ برک» له خپلو ګڼو هم‌عصرو سره یوځای د فضیلیت په اړه د مسیحیت او جمهور‌ي غوښتونکو مفکورو ته ژمن پاتې شول، په داسې حال کې چې د نوې روڼ‌اندۍ په یوه علمي چوکاټ کې یې کار وکړ. سیاسي اجنډا، ښکلا، ذوق او اخلاق د معاصرو ټولنو الزامات او اړتیاوې په لوړه کچه له پېچلتیاوو او تفکیک سره تړي. د رابرټسون او برک په کار کې دوه موضوعات؛ په «وحشي» او «متمدنو» ټولنو کې د ښځو ماهیت او «ښکلا په خپګان کې» ښيي، چې د ښځو د شخصیت په اړه څومره پخواني باورونه شته، په ځانګړې توګه د هغوی ظرفیت او حق ته په پام  سره د خلکو په مخ کې څرګندېدل، سم شوي او د پرمختګ په نظریه کې یې ځای نیولی او په دغه ډول د معاصر اروپايي تمدن په مرکزیت بدل شوی دی.[۱۳][۱۴]

کلاسیکو متخصصینو په لرغونې نړۍ کې د ښځو حالت څېړلی او دې پایلې ته رسېدلي چې د روم په امپراتورۍ کې د دوی غوره ټولنیزې ادارې، داخلي سولې او د قانون واکمنۍ ښځو ته دا اجازه ورکوله چې د لرغوني یونان چې ښځې پکې ښکاره بې اهمیته وې، په پرتله ښه ځای ولري. په پخواني چین کې د ښځو دغه حالت دا موضوع مطرح کړې چې ایا د پرمختګ نظریه د دود پالنې بشپړ رد ته اړتیا لري، هغه باور چې ډېری چینايي اصلاح غوښتونکو د شلمې پېړۍ په لومړیو کې درلود. [۱۵][۱۶]

مؤرخین لیو مارکس او بروس مازلېش پوښتنه کوي: «ایا په حقیقت کې موږ باید د پرمختګ نظریه د تېر په ډول پرېږدو؟» په ځواب کې وايي چې: له شک پرته په هغو فرهنګونو کې چې د پرمختګ د روڼ‌اندۍ نظریه یې منلې ده، «د ښځو حالت په پام وړ توګه ښه شوی دی».[۱۷]

سرچینۍ[سمول]

  1. "Progress definition and meaning | Collins English Dictionary". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Progress | Meaning of Progress by Lexico". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "PROGRESS | meaning in the Cambridge English Dictionary". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Progress". Progress definition. Metaphysics Research Lab, Stanford University. 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Our World in Data". Our World in Data. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "About". Our World in Data. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Wesseling, Henk (August 1998). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "History: Science or art?"] (in en). European Review 6 (3): 265–267. doi:10.1017/S106279870000329X. ISSN 1474-0575. 
  8. Kuhn, T., 1962, "The Structure of Scientific Revolutions", University of Chicago Press, p. 137: "Partly by selection and partly by distortion, the scientists of earlier ages are implicitly presented as having worked upon the same set of fixed problems and in accordance with the same set of fixed canons that the most recent revolution in scientific theory and method made seem scientific."
  9. Golinski, Jan (2001). Making Natural Knowledge: Constructivism and the History of Science (الطبعة reprint). University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226302324. When [history of science] began, during the eighteenth century, it was practiced by scientists (or "natural philosophers") with an interest in validating and defending their enterprise. They wrote histories in which ... the science of the day was exhibited as the outcome of the progressive accumulation of human knowledge, which was an integral part of moral and cultural development. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Porter M (10 April 2015). "Why social progress matters". World Economic Forum. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Nisbet, Robert (1980). History of the Idea of Progress. New York: Basic Books Ch. 5
  12. Porter M (10 April 2015). "Why social progress matters". World Economic Forum. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Allen, Ann Taylor (1999). "Feminism, Social Science, and the Meanings of Modernity: the Debate on the Origin of the Family in Europe and the United States, 1860–914," American Historical Review 104 (4): 1085–113; Nyland, Chris (1993). "Adam Smith, Stage Theory, and the Status of Women," History of Political Economy 25 (4): 617–40.
  14. Kontler, László (2004). "Beauty or Beast, or Monstrous Regiments? Robertson and Burke on Women and the Public Scene," Modern Intellectual History 1 (3): 305–30.
  15. Dimand, Robert William, & Chris Nyland (2003). The Status of Women in Classical Economic Thought. Edward Elgar Publishing, p. 109; Ryrie, Charles Caldwell (1958). The Place of Women in the Church, The Macmillan Company, Ch 1.
  16. Vernoff, Edward, & Peter J. Seybolt, (2007). Through Chinese Eyes: Tradition, Revolution, and Transformation, APEX Press, pp. 45ff.
  17. Marx, Leo, & Bruce Mazlish (1998). Progress: Fact or Illusion?. Ann Arbor: University of Michigan Press, p. 5.