1:اتانيم پراسسر(Itanium Processor):
يو 64 بيتي پراسسر دی چې د انتل شرکت لخوا جوړ شوی او په هغه کمپيوټرونو کې چې په شبکه کې د سرويس ورکوونکي دنده په غاړه لري ترې کار اخيستل کېږي.
2:Power PC پراسسر:
يو 32 بيتي پراسسر دی چې د Motorola اوIBM شرکت لخوا جوړشوی دی له دې پراسسر څخه په مکنتاش(Macintosh) کمپيوټرونو کې کار اخيستل کېږي.
3:68000او 68020پراسسر:
دا 16 او 32 بيتي پراسسرونه دي چې د Motorola شرکت پواسطه جوړشوي دي له دې پراسسر څخه په هغه وسايلو کې کار اخيستل کېږي کوم چې د کمپيوټر پواسطه کنتروليږي.
4:الفا پراسسر(Alpha Processor):
دا يو 64 بيتي پراسسر دی چې دديجيتل شرکت پواسطه جوړ شوی او همدارنگه اوسمهال دCompaqشرکت پواسطه هم جوړيږي.د شبکې په سرويس ورکوونکو او لويو کمپيوټرونو کې ترې کار اخيستل کېږي.
4:MIPS پراسسر:
دا يو 64 بيتي پراسسر دی چې د سليکان گرافيکس شرکت پواسطه جوړ شوی او دشبکې په سرويس ورکوونکو ،په ويديويي لويو ماشينونو او نورو وسايلوکې ترې کاراخيستل کېږي.
6:SPARC(Scalable Processor Architecture)پراسسر:
دايو 64 بيتي پراسسر دی چې د Sun-Micro-Systemشرکت پواسطه جوړشوی او په ځاني کمپيوټرونو کې ترې کار اخيستل کېږي.
د گړۍ چټکتيا يواځې د CPU د چټکتيا ټاکونکې نه ده بلکې د پراسسرپه چټکتيا کې د پراسسر ډيزاين او جوړښت هم ونډه لري.دهغه بيتونو شمير کوم چې په يوه وخت کې د CPU پواسطه پراسس کېږي د CPUپه چټکتيا کې هم رول لري.نوې CPUگانې په يوه وخت کې کولای شي چې ډير شمير بيتونه پراسس کړي.
د CPUپواسطه په يوه وخت کې د پراسس شوو بيتونو شمير معمولاً له 16څخه تر 64پورې وي او د CPUد ويې(کلمې)په نامه ياديږي.اوسنۍ گڼ شمير CPUگانې ددستورونو يو بشپړ سيټ دی چې ددستورونو څخه يې ځيني په ډير لږوالي د گټې وړ گرځي.
هغه کمپيوټرونه چې ددې ډول CPUلرونکې وي ددستورونو د بشپړ سيټ کمپيوټرونو په نامه ياديږي.څيړنې ښيې چې داډول پراسسرونه د هغه پراسسرونو په پرتله کوم چې لږ شمير دستورونه سرته رسوي ورو وي.
نن ورځ گڼ شمير لوی او ځاني کمپيوټرونه له هغو پراسسرونو څخه کار اخلي کوم چې د لږو دستورونو د مجموعې لرونکي وي چې دا د RISC(Reduced Instruction Set Computer) په نامه ياديږي.Alpha سي پي يو گانې چې دDEC (Digital Equipment Corporation) شرکت پواسطه جوړې شوې او Power PC سي پي يو گانې چې د IBM شرکت پواسطه جوړې شوې د RISC سي پي يو گانو بيلگې دي.Intel پراسسرونه د CISC پر بنسټ ډيزاين شوې دي مگر د انتل شرکت انجينران د CPU د چټکتيا د زياتولو لپاره له نورو تخنيکونو څخه گټه اخلي چې د انتل CPUگانو او د Power PCد چټکتياؤ تر منځ توپیر په پايله کې لږوي.
Itanium،64 بيتي پراسسر هم چې د انتل شرکت څخه دي د CISCپر بنسټ ډيږاين شوې دي.