پاک-افغان سرحدي نښتې(خوست)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د پاک-افغان سرحدي نښتو وروستۍ جگړه د افغانستان د خوست ولایت سرحدي سیمو باندې د گاوندي هېواد پاکستان پوځي او نیمه پوځي ملېشو پر افغان سرحدي امنیتي پوستو بریدونه ترسره کړي. دا بریدونه د افغان ملي اردو ځواکونو له غبرگون سره مخ شول. دې بریدونو دا بریدونه د جمعې په ورځ، ۲۰۱۵ز کال د نومبر په ۲۰مه نیټه ترسره شوي چې په ترڅ کې یې د ۲۲ پاکستاني ملېشه او پوځي ځواکونو په وژنه او گڼ شمېر نورو په مرگوني ټپي کېدا پای ته ورسېدل. ددې جگړې وژل شوي د مشال راډېو چې مرکز یې په پراگ کې دی؛ د رپوټ له مخې چې وایي د وژل شویو کسانو مړي د خیبر پښتونخوا په دیر سیمه کې خاورو ته وسپارل شول. ځینې ناتایید شوي رپوټونو کې داسې ښودل کېدله چې دغه کسان په افغانستان کې د ډرون الوتکې په حمله کې وژل شوي دي.‌ په رسنیو کې د ځینو خپرو شویو انځورونه ښایي چې په افغانستان کې د وژل شویو ترهگرو تابوتونه په داسې سپینو ټوټو پوښل شوي دي چې دپاسه پرې د البدر نوم لیکل شوی دی.‌ د البدر په څېر گڼ‌ شمېر افراطي ډلې د پاکستان د نظامي استخباراتو د ادارې (آی ایس آی) له خوا په سیمه کې د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره کارول کیږي. یو شمېر نور راپورونه په دې موقع په افغانستان کې د وژل شویو پاکستاني ترهگرو شمېر ۶۰ او ځینې نور ۷۱ تنه په گوته کوي.

 دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.