پاپ درویشتم ژان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


پاپ درویشتم ژان، د زیږون پر مهال یې نوم آنجلو جیوسپ رونکالي (په ایټالوي: [ˈandʒelo dʒuˈzɛppe roŋˈkalli]؛ زوکړه: د ۱۸۸۱ زکال د نومبر ۲۵مه – مړینه: د ۱۹۶۳ زکال د جون ۳مه) د ۱۹۵۸ زکال د اکتوبر له ۲۸مې نېټې څخه د ۱۹۶۳ زکال په جون میاشت کې د مړینې تر مهاله د کاتولیکې کلیسا مشر او د واټیکان د ښاري دولت واکمن و. نوموړی د ماریانا مازولا او جیوواني باټیسټا رونکالي له ۱۳ ماشومانو څخه و چې د لومباردي ناحیې د برګامو ایالت په سوتو ایل مونته کلي کې د میشتې بزګرې کورنۍ څخه و. نوموړی د ۱۹۰۴ زکال د اګست په ۱۰مه کشیش وټاکل شو چې په فرانسه کې یې د کلیسایي دیپلمات او همدارنګه یې په بلغاریا، یونان او ترکیه کې د کلیسا د استازي په توګه خدمت وکړ. نوموړی د ۱۹۵۳ زکال د جنوري په ۱۲مه د پاپ دولسم پیوس له خوا په کارډینال کېدو سره د سانتا پریسکا کارډینال – کشیش وټاکل شو او سربېره پر دې یې پر هغه د وینز د سقف/لوی کشیش نوم هم کېښود. رونکالي د ۱۹۵۸ زکال د اکتوبر په ۲۸مه د پاپ د ټاکنې په موخه له یوولس ځله رایو ورکولو وروسته د ۷۶ کلونو په عمر په غیرمنتظره بڼه پاپ وټاکل شو. پاپ درویشتم ژان د واټیکان د دویمې تاریخي شورا (۱۹۶۲- ۱۹۶۵ زکال) په راغوښتنې سره چې لومړنۍ ناسته یې د ۱۹۶۲ زکال د اکتوبر په ۱۱مه ترسره شوه، ټول هغه کسان یې حیران کړل چې فکر یې کاوه هغه یو لنډ مهالی پاپ دی.[۱]

درویشتم جان د خپل پاپ توب پر مهال د احساساتو پارونکې ګڼ شمېر ویناوې وکړې. هغه د برابرۍ اړوند په لنډه توګه دغه ډول نظر درلود: «موږ ټول د خدای په څېر خلق شوي یو او له همدې امله موږ ټول یو ډول خدایي ځانګړنې لرلو» (العیاذ بالله). هغه په کاتولیکې کلیسا پام وړ اغېز درلود او هغه یې د پام وړ هغو غیرمنتظره بدلونونو پر مټ چې د واټیکان په شورا کې یې پرېکړه شوې وه له نورو کلیساګانو او ادیانو سره د تعامل په موخه پرانیسته. د ایټالیا د سیاست په برخه کې نوموړي په سیمه ییزو ټاکنو کې د سقفانو له مداخلې مخه ونیوله او د عیسوي دیموکراسۍ له ګوند سره یې مرسته وکړه څو د ایټالیا له سوسیالېست ګوند سره همکاري وکړي. د نړیوالو چارو په برخه کې د هغه مذهبي سیاستونه لامل وګرځېدل څو د ختیځې اروپا له کمونېستي هېوادونو سره خبرو اترو ته لار هواره کړي. هغه په ځانګړې بڼه ختیځو ارتدوکس کلیساو ته لاسرسی وموند. د هغه ټولیزه موخه د کلیساګانو په معنوي رول باندې په ټینګار سره د کلیساګانو معاصره کول او همدارنګه په دولتي چارو کې د اړتیاو پر مهال دخالت و. هغه د کارډینالانو د شمېر اړوند سنتي قانون ته شاه کړه او د هغوی شمېر یې له ۷۰ تنو څخه ۸۵ تنو ته زیات کړ. نوموړي له دغه فرصت څخه په ګټنې د افریقا، جاپان او فلیپین څخه لومړني کارډینالان وټاکل. همدارنګه یې د نوروي عیسوي عقیدو په همکارۍ د نړیوالو خوځښتونو جوړېدل ترویج کړل. په اعتقادي مسایلو کې سنت پالونکی و، خو د پخوانیو الهیاتي مورادو پر بنسټ یې د ټولنیزو او سیاسي پالیسو د رامنځته کولو کړنلارې ته پای ټکی کېښود. [۲][۳][۴]

هغه د واټیکان د شورا د پای لیدو ته ژوندی پاتې نه شو. د ۱۹۶۵ زکال د نومبر په ۱۸مه نوموړی د هغه د ځای ناستي پاپ شپږم پل له خوا د خدای د خدمتګار په نامه سپېڅلی وبلل شو. د ۲۰۱۳ زکال د جولای په ۵مه پاپ فرانسېس درویشتم جان د هغه د بافضیلته ژوندانه او هغو ښېګڼو له امله چې د واټیکان د دویمې شورا د جوړولو له امله رامنځته شوې وې؛ نوموړی سپېڅلی وباله. نوموړی بیاځلي د ۲۰۱۴ زکال د اپرېل په ۲۷مه د پاپ دویم ژان پل سره یوځای سپېڅلی او مقدس وبلل شو. درویشتم جان نن ورځ د خلکو ترمنځ د غوره ځایګي لرلو له امله د ښه پاپ (په ایټالوي: il Papa buono) په نوم یادېږي. [۵][۶]

لومړنی ژوند[سمول]

آنجلو جیوسپ رونکالي د ۱۸۸۱ زکال د نومبر په ۲۵مه د ایټالیا د لمباردي ناحیې د برګامو ایالت په سوتو ایل مونته کلي کې وزیږېد. نوموړی د جیوواني باټیسټا رونکالي (۱۸۵۴- ۱۹۳۵ زکال) او د هغه د مېرمنې ماریانا جولیا مازولا (۱۸۵۵- ۱۹۳۹ زکال) په دیارلسو ماشومانو کې څلورم ماشوم و. د هغه د خویندو او وروڼو نومونه دا دي: [۷]

  • ماریا کاترینا (۱۸۷۷- ۱۸۸۳ زکال)
  • ترزا (۱۸۷۹ زکال – ۱۹۵۴ زکال)، په ۱۸۹۹ زکال کې یې له میشل ګیلسیني سره واده وکړ
  • انجیلا (۱۸۸۰- ۱۹۵۳ زکال)
  • فرانسېسکو سیواریو (۱۸۸۳ – ۱۹۷۶ زکال)، په ۱۹۰۷ زکال کې یې له ماریا کرارا سره واده وکړ
  • ماریا ایلیسا (۱۸۸۴- ۱۹۵۵ زکال)
  • اسونټا کاسلیدا (۱۸۸۶- ۱۹۸۰ زکال)، په ۱۹۰۷ زکال کې یې له جیوواني باټیسټا مارچیسي سره واده وکړ[۸]
  • ډومینیکو جیوسپ (۱۸۸۸- ۱۸۸۸ زکال)
  • الفرډو (۱۸۸۹- ۱۹۷۲ زکال)
  • جیوواني فرانسېسکو (۱۸۹۱- ۱۹۶۵ زکال)، په ۱۹۱۹ زکال کې یې له کاترینا فرمونټي سره واده وکړ
  • انریکا (۱۸۹۳- ۱۹۱۸ زکال)
  • جیوسپ لیوګي (۱۸۹۴- ۱۹۸۱ زکال)، په ۱۹۲۲ زکال کې یې له ایډا بیفي سره واده وکړ[۹]
  • لیوګي (۱۸۹۶- ۱۸۹۸ زکال)[۱۰][۱۱]

د هغه کورنۍ د سوتو ایل مونته کلي د نورو ډیری کورنۍ په څېر د بزګرۍ چارې مخته وړې –هغه د خپل مخکښ ځای ناستي ایوجینو پاسیلي (پاپ دولسم پیوس) سره له ټولنیز پلوه ډیر توپیر درلود ځکه هغه له یوې لرغونې اشرافي کورنۍ څخه و او د ډېرې مودې راهیسې یې له پاپي دولت سره اړیکه لرله. له دې سره رونکالي د یوې اصیلې ایټالوۍ کورنۍ څخه و، په داسې حال کې چې بېوزله و، خو «(هغه) له بدې یا نامطلوبې ریښې څخه سرچینه نه اخیسته بلکې له هغه درناوي وړ او غوره قوم څخه و چې ریښه یې ۱۵مې پېړۍ ته رسېده». رونکالي د انګورو تاکونه او د جوارو کروندې لرلې او همدارنګه یې غواګانې ساتلې. [۱۲][۱۳]

رونکالي په ۱۸۸۹ زکال کې هغه مهال چې اته کلن و د رباني عشا لومړني مراسم یې ترسره او همدارنګه په کاتولیکه کلیسا کې ومنل شو.[۱۴]

د ۱۸۹۶ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه د هغه د مذهبي روزنځای مدیر لوئیجی ایساچي نوموړی په سیکولر فرانسېسکن ډله کې شامل کړ او د ۱۸۹۷ زکال د مارچ په دریمه یې د دغې ډلې د غړي په توګه لوړه وکړه.[۱۵]

رونکالي په ۱۹۰۴ زکال کې د کلیسایي قانون په برخه کې د دوکتورا په کچه زده کړې بشپړې کړې او د اګست په ۱۰مه د روم د پوپولو ښار په مونته سانتو برخه کې د سانتا ماریا کلیسا کشیش وټاکل شو. له دغه ډېر لږ وروسته په داسې حال کې چې په روم کې و د پاپ لسم پیوس سره د لیدو په موخه سنټ پیټر کلیسا ته یووړل شو. له دې وروسته هغه خپل ښار ته راوګرځېد څو په خپل ښار کې د رباني عشا مراسم ترسره کړي.[۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. "Pope John XXIII". IT: Vatican. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جون ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Canonisation of Blessed John Paul II and Blessed John XXIII, The National Catholic Church of the United Kingdom and Ireland, 4 July 2013, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اپرېل ۲۰۱۴ باندې الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gormley, Beatrice (2017). Pope Francis : the people's pope. New York: Aladdin. OCLC 973067191. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1481481410. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. David Wilsford. ed., Political Leaders of Contemporary Western Europe: A Biographical Dictionary (Greenwood, 1995) pp. 203–207.
  5. Popes John Paul II, John XXIII to be declared saints in April, Fox News, 30 September 2013 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Antonimuthu, Rajamanickam (27 April 2014). "Pope Francis declares Popes John Paul II and John XXIII Saints" (YouTube). YouTube. مؤرشف من الأصل في ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  7. Journal of a Soul, Pope John XXIII, tr. Dorothy White, Geoffrey Chapman (a Continuum imprint), 1965 (2000), p. xxxv, "Chronology 1881–1963"
  8. "Spokane Daily Chronicle" – عبر Google News Archive Search. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Woman dies". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Pope John XXIII". Rome, IT: Vatican. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kerdreux, Michel de (1970). Jean XXIII. Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-7010-0404-4. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Armas e Troféus [Arms & trophies] (په پرتگیزی ژبه کي), PT: Instituto Português de Heráldica, 1990s الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Journal of a Soul, Pope John XXIII, tr. Dorothy White, Geoffrey Chapman (a Continuum inprint), 1965 (2000), pp. 409–410
  14. "Biography of John XXIII". Holy See. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Rito della Canonizzazione e Celebrazione Eucaristica" [Rite of Canonization and Eucharistic Celebration] (PDF) (په اطالوی ژبه کي). Holy See. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Hebblethwaite, Peter (1994), John XXIII, Pope of the Council (الطبعة rev), Glasgow: Harper Collins, د کتاب پاڼې 46 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Pope John XXIII". The Papal Library (biography). Saint Mike. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)