Jump to content

پاول کیټېنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پاول کیټېنګ
پاول کیټېنګ
پاول کیټېنګ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۸ جنوري ۱۹۴۴[۱][۲][۳][۴][۵]
تابعیت آسټراليا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انګليسي ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
پاول کیټېنګ
پاول کیټېنګ

ويبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پاول جان کیټېنګ (زوکړه د ۱۹۴۴ز د جنوري ۱۸ مه نېټه) یو مخکېنی استرالیایي سیاستوال دی چې له ۱۹۹۱ز کال څخه تر ۱۹۹۶ز کال پورې یې د اسټرالیا د ۲۴ ام لومړي وزیر په توګه چوپړ کړی دی. نوموړی چې د اسټرالیا د کارګر ګوند غړی (ALP) و، د هاک په حکومتولۍ کې له ۱۹۸۳ز کال څخه تر ۱۹۹۱ز کال پورې د اسټرالیا خزانه دار و او له ۱۹۹۰ز کال څخه تر ۱۹۹۱ز کال پورې د اسټرالیا د لومړي وزیر لومړی مرستیال و.

کیټېنګ په سیډني کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۴ کلنۍ کې یې ښوونځی پرېښود. نوموړي په هم هغه عمر کې د کارګر ګوند سره یو ځای شو، چې یوه دوره یې د ځوان کارګر ګوند د ایالت د مشر په توګه دنده ترسره کړه او د سوداګرۍ اتحادیې لپاره یې د څېړونکي په توګه کار وکړ. هغه د ۱۹۶۹ز کال په ټاکنو کې د بلاکسلېنډ ټاکنیزې حوزې څخه د ټاکنو تر ګټلو وروسته، په ۲۵ کلنۍ کې د اسټرالیا د استازو جرګې ته وټاکل شو. کیټېنګ د وایتلام د حکومتولۍ په وروستیو اونیو کې د ۱۹۷۵ز کال له اکتوبر څخه تر نومبر پورې د شمالي اسټرالیا د وزیر په توګه دنده ترسره کړه. ورسته له هغه چې ګوښه کېدو (the Dismissal) کارګر ګوند د واک له ګدۍ وغورځاوه، هغه د ګوف وایتلام او بیل هایډن په سیوري کابینه کې د وزارت مقام ترلاسه کړ. په یاده موده کې نوموړی د کارګر ګوند د ښي اړخ ډلې مشر شو و او د پارلمان د یوه ذکي او غښتلي غړي په توګه مشهور شو.        

د ۱۹۸۳ز کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند له ښکاره بریا وروسته، کیټېنګ د لومړي وزیر باب هاوک لخوا د خزانه دار په توګه وګومارل شو. دوی دواړو د مهمو اصلاحاتو د څارنې سره چې د اسټرالیا د اقتصاد د لېبرال کولو او غښتلتیا لپاره پلان شوي وو، یو غښتلی سیاسي مشارکت وکړ. په دې اصلاحاتو کې، د نرخونو او عوایدو تړون، د اسټرالیاوي ډالرو د تبادلې بدلون (float)، د ګمرکي تعرفو (tariffs) حذفول، د اقتصادي سکتور لغو کول، د اسټرالیا په تاریخ کې لومړنۍ متوازنې فدرالي بودیجې (budget surplus) ته لاسرسی او د پانګې په عاید مالیه (capital gains tax)، په امتیازاتو مالیه (fringe benefits tax) او د مشارکتي مالیاتو (dividend imputation) په ګډون د مالیاتي سیستم اصلاح، شامل وو. هغه د یو انتزاعي خو خورا ماهر خطیب په توګه د خپل فصاحت او بلاغت په خاطر هم خورا مشهور و. کیټېنګ په ۱۹۹۰ز کال کې د لومړي وزیر د لومړي مرستیال شو، خو د ۱۹۹۱ز کال په جون کې یې له حکومت څخه استعفا ورکړه، ترڅو هاوک د ګوند د مشرۍ لپاره سیالۍ ته را وبلي، ځکه چې باور یې درلود چې هغه د کیریبېلي تړون مات کړی دی، خو بریالی نشو. هغه شپږ میاشتې وروسته د دویم وار لپاره د نوموړي سره بریالۍ سیالي وکړه او لومړی وزیر شو.      [۶][۷]  

کیټېنګ د ۱۹۹۰ز لسیزې له اقتصادي رکود وروسته لومړۍ وزیر وګومارل شو، چې هغه په مشهور ډول د "اقتصادي رکود چې موږ باید ورسره مخامخ شوي وای" په توګه توضیح کړی و. یاد رکود، د کمزورې اجمالي نظر پوښتنې سره په ګډه د دې لامل شو چې ډېری فکر وکړي چې د ۱۹۹۳ز کال په ټاکنو کې د کارګر ګووند ناکامي حتمي ده، خو کیټېنګ د یو قوي کمپاین مبارزه وکړه او ویې کولای شول چې د حکومت اکثریت زیات کړي. د کیټېنګ حکومت په اسټرالیا کې د ځایي ځمکو د حقوقو د خوندي کولو لپاره د اصلي اوسېدونکو د مالکیت قانون تصویب کړ، د اجباري تقاعد او جمعي معاملې تړون (enterprise bargaining) یې رامنځته کړه، د زېربناوو د پراختیا یو ملي پروګرام یې جوړ کړ، کانټاس (د اسټرالیا ترټولو ستر هوایي شرکت دی)، د سیرم مشترک المنافع لابراتوارونه (د اسټرالیا د حیاتي تکنالوژۍ یوه څو ملیتي کمپنۍ ده) او مشترک المنافع بانک (د اسټرالیا یو څو-ملیتي بانک دی) یې خصوصي کړل، د اې پي اي سي (APEC ) د مشرانو جرګه یې جوړه کړه او د جمهوري مشورتي کمېټې د تاسیس کولو له لارې یې جمهوریت پالنه ترویج کړه.         

د ۱۹۹۶ز کال په ټاکنو کې، وروسته له ۱۳ کاله حکومتولۍ، کارګر ګوند د جان هاوارډ په مشرۍ له لیبرال-ملي اتحادیې پرېکنده ماتې وخوړله. کیټېنګ له ټاکنو لږ وروسته له پارلمان څخه تقاعد شو، خو له هماغه وخته د سیاسي مبصر په توګه فعال پاتې شو، سربېره پر دې چې د چین انکشافي بانک په نړیوال بورډ کې د دندې ترسره کولو په ګډون یې ډېر نور سوداګریز ګټمن کارونه په هممهاله توګه ترسره کول.    

کیټېنګ د واک تر پرېښودلو وروسته، د خزانه دار په توګه د اسټرالیا د اقتصاد په عصري کولو کې د خپل رول په خاطر، تاریخ لیکونکو او مبصرینو ډېر وستایه، په داسې حال کې چې د نوموړي د لومړي وزارت د څرنګه والي په اړه د نظرونو اختلاف دی. کیټېنګ په ټول سیاسي طیف کې د خپل جذابیت، په مناظره کې د مهارتونو او د په اسټرالیا کې د استعمار د اغېزو او د ځایي اوسېدونکو د روغې جوړې په اړه په ریډفین پارک کې د هغه د مشهورې وینا په ګډون، د ټولنیزو نورمونو سره په زړورتیا د هغه د مخامخ کېدلو د تمایل په خاطر مشهور دی.   [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ژوند لومړني ,وختونه او زده کړې

[سمول]

کیټېنګ د ۱۹۴۴ز کال د جنوري په ۱۸ مه نېټه د نوي سویلي وېلس د سیډني ښار د ډارلینګورسټ ښارګوټي په سینټ مېرګېریټ روغتون کې وزېږېد. هغه د میني (کورنۍ نوم یې چاپمن) او مېتیو جان کیټېنګ په څلور اولادونو کې ترټولو مشر و. د هغه پلار د نوي سویلي وېلس دولتي ریل لارو لپاره د پښ په توګه کار کاوه. د کیټېنګ ټول نیکونه په اسټرالیا کې زېږېدلي وو. د پلار له اړخه هغه له آیرلېنډي نسبه مهاجرینو څخه و، چې په ګېلوې، روسکمان او ټیپرېري کې زېږېدلي وو. د مور له اړخه هغه ګډ انګلیسي او آیرلېنډي نسبه وو. د هغه مورنی نیکه فریډ چاپمن د دوه بندیانو جان چاپمن او سارا ګېلېر چې دواړه یې د غلا په تور په ۱۸۳۰ز لسیزه کې شړل شوي وو، زوی و.   [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

کیټېنګ د لوېدیځ سیډني د کارګر مېشته ښارګوټي بېنکسټاون په دریم ماشال سرک کې واقع، د فېبرو سمنټو (fibro) او خښتو جوړ پلرني کور کې (چې د اپارتمان جوړو لپاره په ۲۰۱۴ز کال کې وران شو) له ۱۹۴۲ز کال څخه تر ۱۹۶۶ز کال پورې، را لوی شو. اني کیټېنګ، د یوې کمپنۍ رییسه او یوه سوداګره، د هغه خور وه. کیټېنګ په څوارلس کلنۍ کې د دي لا سال کالج—چې اوس لاسال کاتولیک کالج بلل کېږي پرېښود، لوړو زده کړو ته د دوام ورکولو په ځای يې د سیډني کاونټي په برښنا رسوونکې شورا کې د مونشي په توګه کار پیل کړ. کیتینګ د خپلو زده کړو د لا ډېر والي لپاره، د بلمور په تخنیکي عالي ښوونځي کې هم داخله واخیسته. نوموړي وروسته د یوې سوداګریزې اتحادیې لپاره د مرستیال محقق په توګه کار وکړ، پس له هغې چې په شرایطو برابر شو د کارګر ګوند سره یوځای شو. په ۱۹۶۶ز کال کې هغه د نوي سویل د ځوان کارګر ګوند مشر شو.    [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د سیاسي حرفوي ژوند پیل

[سمول]

کیټېنګ په اتحادیو او ځوان کارګر ګوند کې، چې وروسته د ځوانانو شورا په نامه مشهور شو، د خپلو اړیکو له طریقه د کارګر ګوند د مخورو څېرو لکه، لوري بریرټون، ګېرهام ریچارډرسن او باب کار، سره ولیدل. نوموړي همدارنګه د نوي سویلي وېلس د لومړي وزیر جېک لانګ سره ملګرتیا جوړه کړه، چې وروسته کیتینګ د خپل سیاسي مشاور په توګه وټاکه. په ۱۹۷۱ز کال کې نوموړی په کارګر ګوند کې د لانګ په بیا منلو بریالی شو. کیټېنګ د سیډني د لوېدیځې برخې د بلاکسلنډ ټاکنیزې حوزې د نوماندۍ څوکۍ په لاسته راوړلو کې بریالی شو په ۱۹۶۹ز کال کې کله چې یې عمر یوازې ۲۵ کاله و، د استازو مجلس ته انتخاب شو.     [۲۳][۲۴]

کیټېنګ په لومړیو کې په ټولنیزه توګه زیات محافظه کار و؛ په خپله لومړۍ وینا کې هغه اعلان وکړ چې لیبرال حکومت "په انساني ځواکونو کې د ښځو د شمېر د زیاتولو په اړه مبالغه کړې ده. دا داسې یو عمل دی چې د ویاړ کولو پر ځای، زه فکر کوم موږ باید ورباندې وشرمېږو". نوموړي په ۱۹۷۳ز کال کې د همجنسبازۍ د قانوني کولو لپاره د لومړي وزیر جان ګورټون خلاف رایه ورکړه. د ټام یورن په وینا هغه په اصل کې "خورا تنګ-نظری ځوان و"، چې وروسته "بالغ" شو او په ټولنیزه توګه یې محافظه کاري په کراتو راکمه شوه.  [۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې 

[سمول]
  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62g52wn — subject named as: Paul Keating — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Paul-Keating — subject named as: Paul Keating — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist.
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/keating-paul-john — subject named as: Paul John Keating — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/30592 — subject named as: Paul Keating — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist. او Script error: The function "lang" does not exist.
  5. subject named as: Paul Keating — Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000019514 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Johnson, Carol. "How Paul Keating transformed the economy and the nation". The Conversation (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. (په 2013-11-11 باندې). The collected insults of former PM Paul Keating. ABC News.
  8. "Federal Newspoll Archive". لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۲۲ – په وسيله Infogram. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Unforgettable Speeches (ABC Radio National)". www.abc.net.au. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Conversation, Paul Strangio for the (2021-08-02). "Who was Australia's best prime minister? Experts rank the winners and dunces". the Guardian (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "Ranking Australia's prime ministers". The Sydney Morning Herald. 25 June 2010. لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Prime ministers' rank and file". The Age. 18 December 2004. لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Walker, Tony; Koutsoukis, Jason; "The good, the bad and the couldabeens", The Australian Financial Review, 3 January 2001.
  14. Johnson, Carol. "How Paul Keating transformed the economy and the nation". The Conversation (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Day (2015), p. 3.
  16. Day (2015), p. 8.
  17. Day (2015), p. 10.
  18. David Day (2015). Paul Keating: The Biography. Fourth Estate. مخونه 17. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "Civicsandcitizenship.edu.au". Civicsandcitizenship.edu.au. 14 June 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مې ۲۰۱۳ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. "Civics | Paul Keating (1944–)". Civicsandcitizenship.edu.au. 14 June 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مې ۲۰۱۳ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "Paul Keating: before office". Australia's Prime Ministers. National Archives of Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. (په 22 September 2021 باندې). From a KFC to a Centrelink: What the former homes of Australia's prime ministers have become.
  23. "Civics | Paul Keating (1944–)". Civicsandcitizenship.edu.au. 14 June 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مې ۲۰۱۳ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. "Former PM Paul Keating and historian Frank Cain discuss Jack Lang's life, legacy and the Depression". Australian Broadcasting Corporation. 17 November 2005. لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. . Dread and dry mouth: first speeches in Parliament. Sydney Morning Herald
  26. "Parliament 1973: baby steps on Australian gay law reform". Q News. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. "Keating, on life, politics, and the day he suggested arresting the Governor-General". The Conversation. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)