ټوماس بابېنګټون مکولي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ټوماس بابېنګټون مکولي
(انګلیسي: Thomas Babington Macaulay, 1. Baron Macaulay of Rothley د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ټوماس بابېنګټون مکولي

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ اکتوبر ۱۸۰۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 28 ډيسمبر 1859 (59 کاله)[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۴][۵][۶][۷][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن[۱۴]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
د لویې بریتانیا پاچاهي (–۱ جنوري ۱۸۰۱)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۵]
شاعر
ليکوال[۱۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه پېښليک  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ټوماس بابېنګټون مکولي

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ټوماس بابېنګټون مکولي، لومړنی بارون مکولي، د PC (د بریتانیا خصوصي شوار)، د FRS (د سلطنتي شورا غړی) اوFRSE  (اېډېنبورګ د سلطنتي ټولنې غړی) غړی چې د نوم فونوتیکي سمبول یې /ˈbæbɪŋtən məˈkɔːli/؛ دی د ۱۸۰۰ کال د اکتوبر په ۲۵ زېږېدلی او د ۱۸۵۹ کال د ډېسمبر په ۲۸ مړ شوی. یو بریتانوي تاريخ لیکونکی او وېګ (د یو پخواني بریتانوي سیاسي ګوند نوم) سیاستوال و. هغه په هند کې د لویديځ سبک د زده‌کړو سیستم د معرفي کولو د اصلي لامل په توګه پېژندل کېږي. مکولي د يو مقاله ليکونکي او کره‌کتونکي په توګه د معاصرو ټولنیزو، سیاسي او تاریخي موضوعاتو په اړه په پراخ ډول ليکنې وکړې. د انګلستان تاریخ په نوم د هغه اثر د وېګ د تاريخ یوه اصلي نمونه وه، د هغه ادبي سبک د تاریخي مناقشاتو له پراخ محکومیت سره سره چې په ۲۰مه پېړۍ کې عامې شوې د هغه له خپرېدو راهیسې د ستاینې وړ دی.    

مکولي د ۱۸۳۹ او ۱۸۴۱ کلونو تر منځ د جګړې وزیر او له ۱۸۴۶ څخه تر ۱۸۴۸ کال پورې عمومي-تحویلدار و. هغه د هند په ښوونیز نصاب کې د انګلیسي ژبې او لویدیځو طرحو په معرفي کولو کې د پام‌وړ رول ولوباوه او د «موکولي د شېبو» په نوم یې په دې اړه خپل استدلال په ۱۸۳۵ کال کې خپور کړ. هغه د رسمي ژبې په توګه انګلیسي ژبه د فارسي ځای ناستې کړه او د ښوونکي په توګه يې په ټولو ښوونځيو کې د انګرېزي هندیانو د ښوونې لپاره له انګلیسي ژبې څخه د ښوونې د وسیلې په توګه ملاتړ او خدمت وکړ. دا چاره په هند کې د مکولميزم او د هند د لرغونو او دودیزو، ساینسي او حرفه‌یی زده‌کړو د زوال لامل شوه. [۱۸][۱۹][۲۰]

مکولي د خپلې سیاسي او علمي دندې په بهیر کې په پرلپسې ډول د لويديځ کلتور پر غوره‌والي ټینګار کاوه. مکولي په هند کې د زده‌کړو په اړه په ۱۸۳۵ کال کې په خپل راپور کې ولیکل: «د اروپا د ښه کتابتون یوازې یوه کوچنۍ المارۍ د هند او عربستان د ټولو لرغونو ادبیاتو ارزښت لري... که له تخیلي اثارو هغو اثارو ته تېر شو چې حقایق په کې بیان شوي او عمومي اوصول په‌کې مراعأت شوي، د اروپایانو غوره‌والی په بشپړ ډول د اندازې وړ نه دی.» مکولي په ځانګړي ډول د لېبرال د ازادیو له نظره د پرمختګ نظریې ته لېوالتیا لرله. هغه له رادیکالیزم سره مخالفت وکړ او په ورته حال کې يې د اروپایانو تاريخ او کلتور اېدیال کړ.  [۲۰]

لومړنی ژوند[سمول]

مکولي د ۱۸۰۰ کال د اکتوبر په ۲۵ د لېسترشر په روتلي معبد کې زېږېدلی، د زاخاري مکولي زوی و، پلار یې یو غرنی سکاټلنډی، استعماري والي او د تورپوستو د مرییتوب اوصولو د له منځه وړلو پلوی و، مور یې سیلینا مېلس له برېستول ښار څخه د هانامور پخوانۍ شاګرده وه. د هغه مور او پلار په خپل لومړني ماشوم د هغه د تره ټوماس بابېنګټون نوم کېښود چې د لسترشایر سیاستوال او د ځمکې خاوند و. ځوان مکولي د یو هوښیار ماشوم په توګه د نورو پام ځانته راواړوه؛ هغه د هغه نوي پل اخېستونکي ماشوم په توګه پېژندل کېږي چې د خپل تخت له پنجرو څخه د یوې سیمه‌ییزې فابریکې دودکشونو ته ګوري او له خپل پلار څخه پوښتنه کوي چې دا دود د جهنم له اور څخه راځي؟  [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

هغه په هېرفورډ شایر کې په یوه خصوصي ښوونځي کې زده‌کړې وکړې او ورپسې يې د کمبرېج په  ترينيتي کالج کې زده‌کړې وکړې. مکولي هغه مهال چې په کمبرېج کې و بېلابېل شعرونه ولیکل او بېلابېلې جایزې يې ترلاسه کړې چې له ډلې يې د ۱۸۲۱ کال په جون کې د کمبرېج پوهنتون د سرو زرو مډال یادولی شو. [۲۷][۲۸]

مکولي په ۱۸۲۵ کال کې د اېډېنبورګ رېویو په مجله کې د مېلټون په اړه يوه نامتو مقاله خپره کړه. هغه د حقوقو په برخه کې زده‌کړې وکړې او په ۱۸۲۶ کال کې د وکالت د وړتیا غونډ ته وروبلل شو. خو ډېر زر يې سیاسي دندې ته لېوالتیا ومونده. مکولي په ۱۸۲۷ کال کې په اېدنبرګ رېویو مجله کې د مرییتوب/غلامۍ خلاف یوه مقاله خپره کړه، چې د لویديځو هندیانو د غلامۍ لپاره د پارلماني کمېشنر ډګروال ټوماس موډي نايټ له خوا د رامنځته شویو افریقايي کاريګرانو تحلیل يې په‌کې کړی و. د مکولي پلار زکري مکولي هم د غلامۍ ضد خبریال په توګه د مودي فلسفه په یو لړ لیکنو کې غندلې وه. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

مکولي هغه کس و چې هېڅکله يې نه واده وکړ او نه یې هم کوم ماشوم درلود، داسې اوازه وه چې پر ماریا کېنرد مین و هغه د ریچارد شارپ د سکالو شتمنه مسؤوله وه. د مکولي تر ټولو پیاوړې عاطفي او احساسي اړيکې يې له خپلو کشرانو خویندو هانا او مارګارېت سره وې، مارګارېت هغه مهال ومړه کله چې نوموړی په هند کې و. د هانا له لویېدو سره يې د هانا له لور مارګاریت سره نږدې اړيکه پیدا کړه او په هغې يې د بابا نوم کېښود. [۳۵][۳۶]

مکولي د خپل ژوند په بهیر کې له لویديځو کلاسیکو ادبیاتو سره شدیده علاقه لرله او د لرغوني یونان له ادبیاتو څخه يې په خپله پوهه ویاړ کاوه. هغه په ډېر احتمال سره [1]اېډتیکه/ حقیقت ته نږدې حافظه لرله. هغه مهال چې په هند کې و د لرغوني روم او یونان هر اثر ته يې چې لاس رسی وموند مطالعه یې کړ. هغه په خپلو لیکونو کې یادونه کوي چې په ۱۸۵۱ کال کې يې د رخصتۍ پر مهال اېنېډ (په لاتیني ژبه لیکل شوی حماسي شعر، ژباړن) لوسته او د وېرجېل د شاعرۍ پر ښکلا يې اوښکې روانې شوې. هغه همدارنګه جرمني، هالنډي او اسپانوي ژبې له ځان سره زده کړې او له فرانسوي ژبې سره یې هم بلدتیا لرله.  

سیاسي دنده[سمول]

په ۱۸۳۰ کال کې مارکېس لېنزداون مکولي ته بلنه ورکړه چې د کالن سیمې له پاکېټ بروف ټاکنیزې حوزې څخه د پارلمان غړی شي. د هغه لومړۍ وینا په بریتانیا کې د یهودیانو د مدني معلولیت د لغوه کولو په ګټه وه.

مکولي د پارلماني سموونو په ګته د څو ویناوالیو له لارې خپل نوم مطرح کړ. په ۱۸۳۳ کال کې د لویو سموونو قانون تر تصویب وروسته هغه د لېډز استازی شو. په سموونو کې د کالن استازي له دوو څخه یو ته راښکته شول. تر دې مخکې لېډز هېڅ کوم استازی نه درلود خو اوس یې دوه استازي لرل. مکولي له دې سره چې د سموونو د لایحې د تصویب په برخه کې د مرستې ویاړ لري خو هېڅکله هم له خپل پخواني ملاتړي، ملګري او لوی سیاسي متحد لېنزداون څخه منندوی نه و.

هند (۱۸۳۴- ۱۸۳۸)[سمول]

مکولي له ۱۸۳۲ څخه تر ۱۸۳۳ کال پورې د لارډ ګرې په واکمنۍ کې د کنترول د هیئت منشي و. د هغه د پلار مالي شرمندګي په دې معنا وه چې مکولي د خپلې کورنۍ د ملاتړ یوازینۍ وسیله و چې په ولسي جرګه کې تر استازیتوب يې د ډېر عاید لرونکې دندې ته اړتیا لرله. هغه د هند دولت د قانون تر تصویب وروسته په ۱۸۳۳ کال کې په جرګه کې د لېډز د استازي په توګه استعفا وکړه او د عالی قومندانۍ د شورا لومړنی قانوني غړی وټاکل شو. هغه په ۱۸۳۴ کال کې هند ته ولاړ او د ۱۸۳۴ او ۱۸۳۸ کلونو تر منځ يې د هند په عالي شورا کې خدمت وکړ.  [۳۷]

مکولي په هندي زده‌کړو کې د شېبې په نوم په انګریزي ژبه د زده‌کړو مشهور قانون کې چې د ۱۸۳۵ کال په فېبرورۍ کې تصویب شوی، له عمومي سرمنشي لارډ وېلیم بینېټېک څخه وغوښتل چې منځنۍ زده کړې باید د ګټورو کرښو پر بنسټ اصلاح/سمې کړي تر څو "ګټورې زده کړې" وړاندې کړي. دا له لویدیځ کلتور سره د مکولي مترادفه اصطلاح وه. هلته په سیمه‌ییزه ژبه د ثانوي زده کړو هېڅ  دود نه شته و؛ هغه مؤسسات / انسټيټیوټونه چې د ختیځ هند کمپنۍ تر ملاتړ لاندې وو  په سانسکرېټ او فارسي ژبو یې هم تدریس کاوه. په دې توګه هغه استدلال وکړ چې " موږ باید هغه کسان وروزو چې اوس مهال په خپله مورنۍ ژبه زده کړې نه شي کولی موږ باید هغوی ته خپله بهرنۍ ژبه وروښیو." مکولي داسې استدلال کاوه چې فارسي او سانسکرېټ ژبې هندي ځایي اوسېدونکو ته تر انګلیسي ډېرې د لاس رسي وړ ژبې نه دي او په سانسکرېټ او فارسي ژبه شته لیکنې د ګټورو زده کړو لپاره چندانې د کار وړ نه دي. هغه د دغې شېبې په لږ تنده برخه کې ولیکل: [۳۸][۳۹]

زه د سانسکرېټ او عربي ژبې هېڅ پوهه نه لرم. خو زما چې هر څه له واکه کېږي ترسره کړي مې دي تر څو د هغوی له ارزښتونو څخه سم تخمین ولرم. ما د عربي او سانسکرېټ اثارو تر ټولو د مشهورو متنونو ژباړې لوستې دي. ما هم دلته او هم په کور دننه له خلکو سره بحثونه کړي چې په ختیځو ژبو کې د خپلو مهارتونو له امله له نورو څخه بېل وو. زه په بشپړ ډول دې ته تیار یم چې ختیځې زده کړې خپله د ختیځیانو له ارزښت سره ومنم. ما هېڅکله د هغوی تر منځ داسې  کس ونه موند چې له دې خبرې څخه منکر شي چې د یو ښه اروپایي کتابتون یوه کوچنۍ المارۍ د هند او عربستان د ټولو لرغونو ادبیاتو ارزښت لري.

سرچينې[سمول]

[1] اېډتیکه یاانځوریزه حافظه هغه ځواک دی چې تر یو ځل لیدلو وروسته د لنډ مهال لپاره له لوړ دقت سره یو انځور په یاد راوړل شي، ژباړن. 

  1. دوتنه: Mark Pattison — سرليک: Macaulay, Thomas Babington Macaulay, Baron — نشرونه لخوا د: Encyclopædia Britannica 11th edition — ارزښت: ... was born at Rothley Temple, Leicestershire, on the 25th of October 1800.
  2. دوتنه: Leslie Stephen — سرليک: Macaulay, Thomas Babington — نشرونه لخوا د: Dictionary of National Biography, 1885–1900 — ارزښت: ... was born at Rothley Temple, Leicestershire, the seat of Zachary Macaulay's brother-in-law, Thomas Babington, on 25 Oct. 1800, the day of St. Crispin, and of the battle of Agincourt.
  3. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/20900 — subject named as: Thomas Babington Macaulay — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Thomas-Babington-Macaulay-Baron-Macaulay — subject named as: Thomas Babington Macaulay, Baron Macaulay — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?117258 — subject named as: Thomas Babington Macaulay — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p35647.htm#i356467 — subject named as: Thomas Babington Macaulay, 1st and last Baron Macaulay — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ KNAW past member ID: http://www.dwc.knaw.nl/biografie/pmknaw/?pagetype=authorDetail&aId=PE00001716 — subject named as: T. Macaulay — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/thomas-babington — subject named as: Thomas Babington — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  9. دوتنه: Mark Pattison — سرليک: Macaulay, Thomas Babington Macaulay, Baron — نشرونه لخوا د: Encyclopædia Britannica 11th edition — ارزښت: The winter of 1859 told on him, and he died on the 28th of December.
  10. دوتنه: Leslie Stephen — سرليک: Macaulay, Thomas Babington — نشرونه لخوا د: Dictionary of National Biography, 1885–1900 — ارزښت: He had fainting fits, and on 28 December 1859 died quietly, sitting in his library in an easy chair, with the first number of the ‘Cornhill Magazine’ lying open before him.
  11. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119843605 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  12. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w67p8zst — subject named as: Thomas Babington Macaulay, 1st Baron Macaulay — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/thomas-babington — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  14. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Маколей Томас Бабингтон — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  15. Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/mr-thomas-macaulay — د نشر نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲
  16. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  17. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119843605 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  18. Kampfner, John (22 July 2013). "Macaulay by Zareer Masani – review". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. For full text of Macaulay's minute see "Minute by the Hon'ble T. B. Macaulay, dated the 2nd February 1835"
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ MacKenzie, John (January 2013), "A family empire", BBC History Magazine الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Biographical index of former Fellows of the Royal Society of Edinburgh 1783–2002 (PDF). The Royal Society of Edinburgh. 2006. د کتاب نړيواله کره شمېره 090219884X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Thomas Babbington Macaulay". Josephsmithacademy. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مې ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Symonds, P. A. "Babington, Thomas (1758–1837), of Rothley Temple, nr. Leicester". History of Parliament on-line. Institute of Historical Research. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Sullivan 2010، ص. 21.
  25. Knight 1867، ص. 8.
  26. Kuper 2009، ص. 146.
  27. کينډۍ:Acad
  28. کينډۍ:Cite ODNB
  29. Rupprecht, Anita (September 2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "'When he gets among his countrymen, they tell him that he is free': Slave Trade Abolition, Indentured Africans and a Royal Commission"]. Slavery & Abolition 33 (3): 435–455. doi:10.1080/0144039X.2012.668300. 
  30. Thomas Babington Macaulay, Social and Industrial Capacities of the Negroes (Edinburgh Review, March 1827), collected in Critical, Historical and Miscellaneous Essays, Volume 6 (1860), pp.361–404.
  31. Taylor, Michael (2020). The Interest: How the British Establishment Resisted The Abolition of Slavery. Penguin Random House (Paperback). د کتاب پاڼي 107–116. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Galton 1869، ص. 23.
  33. Sullivan 2010، ص. 9.
  34. Pattison 1911، ص. 193.
  35. Sullivan 2010، ص. 466.
  36. Cropper 1864: see entry for 22 November 1831
  37. کينډۍ:Cite ODNB
  38. Evans 2002، ص. 260.
  39. For full text of Macaulay's minute see "Minute by the Hon'ble T. B. Macaulay, dated the 2nd February 1835"