ټافل (د بهرنۍ ژبې په توګه د انګلیسي ازموینه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بهرنۍ ژبې په توګه د انګلیسي ازموینه ( TOEFL /ˈtfəl/ TOH-fəl یو معیاري ازموینه ده چې دهغه خلکو لپاره په کار اچول کیږي کوم چي انګلیسي ژبه د دویمي ژبي په توګه استعمالوي . یاده ازموینه ددې لپاره ورکول کیږي ترڅوهغه زدکوونکي چي له انګلیسي سره پوره اشنا نه وي او غواړي په نړیوالو پوهنتونونو کي زدکړي وکړي لمړی دټافل ازموینه ورکړي اوځان په یاده نړیواله ژبه کي دمهارت ترکچي ورسوي . دټافل ازموینه د192 هیوادونو په ګډون دنړۍ د11000 پوهنتونو له لوري منل کېدونکې او دکاروني وړ ده . TOEFL د نړۍ په کچه د انګلیسي ژبې یو له لویو ازموینو څخه ده چي دلندن په پوهنتونونو او نړیوالو پوهنیزو مرکزونو کي ټولو زدکړیزو څانګو ته شاملیږي .

مخینه[سمول]

ټافل ازموینه په رسمي ډول له 1965 زیږدیز کال راهیسي دود اوعامه سول اودغه کار دمعاصري ژبي دزدکړي دټولني له لوري ترسره سو . په 2005 او 2006 کلونو کي دامریکا متحده ایالاتو دټافل ازموینه دفراغت ترکچي پوري نړۍ ته وروپېژندل . دنړۍ نور هیوادونه چي دغه سلسله یې پخپلو هیوادونو کي رامنځ ته کړه ډېر ژر یې خپل ولسونه په نړیواله کچه دانګلیسي ژبي سره اشنا کړل اوپه هندوستان کي یوه مېرمن وتوانېدل چي په یاده ازموینه کي له 120 څخه پوره 120 نمرې خپلي کړي چي په دې توګه یې په تاریخ کي دټافل دښه ازمویني ورکولو ریکارډ خپل کړ .