معیاري ازموینه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

معیاري ازموینه هغې ازموینې ته ویل کېږي چې په منسجم یا معیاري ډول اخیستل کېږي او نمرې ورکول کېږي. معیاري ازموینې په داسې ډول ډیزاینږي یا جوړېږي چې پوښتنې او تعبیرونه یې مطابقت لري او له مخکې په ټاکل شوي معیاري ډول اجرا او نمرې ورکول کېږي.[۱]

هره هغه ازموینه چې د ازموینې ټولو ګډونوالو ته په کې ورته پوښتنې ورکول کېږي او ټولو ته په یوه طریقه نمرې ورکول کېږي، معیاري ازموینه بلل کېږي. معیاري ازموینې د لوړې کچې ازموینو، د وخت د محدودیت ازموینو یا څو انتخابي ازموینو ته اړتیا نه لري. یوه معیاري ازموینه ښايي لیکلې ازموینه، شفاهي یا ګړنۍ ازموینه یا هم د عملي مهارتونو ازموینه وي. پوښتنې ښايي ساده یا پېچلې وي. د ښوونځي د عمر لرونکو زده‌کونکو تر منځ د ازموینو موضوع تر ډېره اکاډمیک مهارتونه دي، خو یوه معیاري ازموینه ښايي په هره موضوع کې ورکړل شي چې د موټر چلولو، خلاقیت، ورزش، شخصیت، مسلکي اخلاقو، یا نورو برخو اړوندې ازموینې په کې شاملېږي.

د معیاري ازموینې برعکس غیر معیاري ازموینه ده چې بېلابېلو کسانو ته په کې بېلابېلې پوښتنې ورکول کېږي یا هم همدا ډول ازموینه تر ډېرو متفاوتو شرایطو لاندې اخیستل کېږي (مثلاً یوې ډلې ته د بلې ډلې په پرتله د ازموینې د بشپړولو لپاره ډېر کم وخت ورکول کېږي) یا په متفاوت ډول ارزول کېږي (مثلاً د یوه زده کونکي ځواب سم بلل کېږي، خو د بل زده‌کوونکي هماغه ډول ځواب ناسم بلل کېږي).

ډېری هغه کوېزونه یا ورځنۍ ازموینې چې زده‌کوونکي یې د ښوونځي په جریان کې ورکوي، له معیاري ازموینې سره مطابقت لري. یعنې په ټولګي کې ټول زده‌کوونکي په ورته وخت او ورته شرایطو کې ازموینه ورکوي او ټول زده‌کوونکي د ښوونکي له‌خوا په ورته ډول درجه بندي کېږي. د معیاري ازموینې اصطلاح معمولاً هغو ازموینو ته کارول کېږي چې په لویه کچه اخیستل کېږي، لکه د لویانو هغه ازموینه چې غواړي یوه ځانګړې دنده ترلاسه کړي او یا هم هغه ازموینه چې په یوه ځانګړي سن کې یې ټول زده‌کوونکي ورکوي.[۲]

تعریف[سمول]

د معیاري ازموینې تعریف د وخت په تېرېدو سره یو څه بدل شوی دی. په ۱۹۶۰ کال کې معیاري ازموینې د هغو ازموینو په توګه تعریف شوې وې چې شرایط او محتوا یې د هر چا لپاره مساوي وي، دې ته له پامه پرته چې ازموینه کله، چېرې او یا چا ورکړې ده یا چا نمرې ورکړې دي. د معیاري کولو موخه دا ده چې نمرې د نورو شیانو پر ځای د یوه کس وړتیاوې او مهارتونه څرګند کړي.[۳]

د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې دغه تمرکز د شرایطو له سخت ورته‌‌والي څخه د شرایطو عادلانه کېدو ته واوښت. مثلاً که د یوه ازمویل کېدونکي کس لاس مات وي او له دې امله ورو ورو لیکل کوي، که هغه تو یو څو دقیقې زیات وخت ورکړل شي، دا به ډېر عادلانه کار وي او د هغه د رښتینې پوهې په اړه به لا ډېر باوري درک رامنځته کړي. که چېرې د ازموینې موخه دا وي چې زده‌کوږنکي څومره په چټکۍ لیکل کولی شي، په دې حالت کې که د ازموینې ورکوونکي ته اضافي وخت ورکول کېږي نو دا ازموینه معیاري نه بلل کېږي.[۳]

تاریخچه[سمول]

چین[سمول]

په چین کې د معیاري ازموینې تر ټولو لومړني شواهد د هان د کورنۍ مهال ته رسېږي. هغه مهال په شاهي ازموینو کې شپږ هنرونه وو چې موسیقي، غشی ویشتنه، د اس سپرلي (نيزه بازي)، حساب، لیکل او د عمومي او خصوصي برخو د دودونو او مراسمو په اړه پوهه په کې شامل وو. دغه ازموینې د دولتي بیوروکراسۍ لپاره د کارکوونکو د غوره کولو لپاره اخیستل کېدې.[۴]

وروسته بیا د نظامي ستراتیژیو، ملکي قانون، عوایدو او مالیاتو، کرنې او جغرافیې برخې هم دغو ازموینو ته ور اضافه شوې. په دې ډول ازموینې تر زرو کلونو د ډېر وخت لپاره بنسټیزې شوې.

دا مهال معیاري ازموینې په پراخه کچه کارول کېږي چې تر ټولو مشهور سیستم یې د ګاوکاو په نامه یادېږي.

انګلستان[سمول]

معیاري ازموینه په اروپا کې د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې پیل شوه چې ماډل یې د چینایي ماندارین ژبې له ازموینو څخه واخیستل شو. د بریتانیا استعماري مشرانو د دغه کار ملاتړ وکړ چې تر ټولو مهم یې په چین کې د بریتانیا کونسل «توماس ټایلور مېډوس» و. مېډوز خبرداری ورکړ چې که معیاري ازموینې سملاسي په ټوله امپراتورۍ کې عملي نه‌شي، د بریتانوي امپراتورۍ د ړنګېدو احتمال شته.[۵]

له بریتانیا څخه معیاري ازموینې نه یوازې د بریتانیا ټولو هم‌ګټو هېوادونو ته، بلکې ټولې اروپا او امریکا ته خپرې شوې. د دغو ازموینو له خپرېدو سره صنعتي انقلاب لا ډېره مرسته وکړه. د صنعتي انقلاب په جریان کې او تر هغه وروسته د اجباري زده‌کړو د قوانینو له امله د ښوونځي د زده‌کونکو شمېر زیات شو او له همدې امله د هغو پرانیستو ارزونو استفاده کمه شوه چې عیني ارزونه یې د ذاتاً ذهني ماهیت له امله ستونزمنه وه.[۶]

د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې د بریتانوي پوځ لپاره د افسرانو د روزنې او نورو دندو لپاره د نوماندانو د غوره کولو په موخه معیاري ازموینې رامنځته شوې. په دغو ازموینو کې د سرتېرو ذهني وړتیاوې، میخانیکي مهارتونه، له نورو سره د کار کولو وړتیا او نورې ځانګړنې ارزول کېدې. پخواني مېتودونه ناسم وو او له همدې امله به ی په پایله کې د افسرۍ د زده‌کړو لپاره ناسم عسکر غوره کول.[۷]

متحد ایالتونه[سمول]

معیاري ازموینه له نولسمې پېړۍ راهیسې په امریکا کې د زده‌کړو یوه برخه وه، خو د متحدو ایالتونو په ښوونځیو کې پر معیاري ازموینه اصلي تکیه په شلمه پېړۍ کې وشوه.

کډوالۍ د نولسمې پېړۍ په منځ کې په متحدو ایالتونو کې د معیاري ازموینو له ودې سره مرسته وکړه. کله چې خلکو لومړی ځل د ټولنیز رول د ازمویلو او د ټولنیز ځواک او او موقعیت د موندلو لپاره متحدو ایالتونو ته لاړل، معیاري ازموینې وکارول شوې.

کالج ته د داخلېدو د ازموینې پلاوي تر ۱۹۰۰ کال پورې په پوهنتون او کالج کې د منل کېدو یا پوهنتون او کالج ته د داخلېدو لپاره کومه معیاري ازموینه چمتو نه کړه. د دوی لومړنۍ ازموینې په ۱۹۰۱ کال کې په نهو مضامینو کې واخیستل شوې. د داخلېدو لپاره دا ازموینه د متحدو ایالتونو د شمال ختیځو غوره پوهنتونونو د معیارونو مطابق واخیستل شوه. په اصل کې دا ازموینه د دې لپاره هم په پام کې وه چې د شپې او ورځې د سیستم لرونکو ښوونځیو نصاب معیاري کړي.[۸][۹]

ډیزاین او نمرې ورکول[سمول]

ډيزاین[سمول]

یوه لویه اکاډمیکه ازموینه معمولاً هم د انسان له‌خوا د نمرو ورکولو او هم د کمپیوټر له‌خوا د نمرو ورکولو برخې لري.

یوه معیاري ازموینه ښايي د څو انتخاب لرونکو پوښتنو، د سمو او ناسمو پوښتنو، تشرېحي پوښتنو، معتبرو ارزونو یا د ارزونې له کوم بل ډول څخه جوړه شي. څو انتخاب لرونکې، سمې او ناسمې پوښتنې اکثراً د هغو ازموینو لپاره غوره کېږي چې زرګونه خلک په کې ګډون کوي، ځکه چې په دا ډول ازموینو کې ګډونوالو ته د هغو ځانګړو ځواب‌پاڼو له لارې په ګړندي او معتبر ډول نمرې ورکول کېږي چې کمپیوټر یې لوستلی شي یا د کمپیوټر په مرسته تنظیمېږي. ځینې معیاري ازموینې لنډ ځواب یا د مقالې لیکلو برخې لري چې د خپلواکو ارزوونکو له‌خوا نمرې ورکول کېږي او ځواب ته د نمرې ورکولو لپاره قواعد یا لارښوونې او معیارونه کاروي.

ماشیني او انساني نمرې[سمول]

د شلمې پېړۍ له وروستیو راهیسې هغه معیاري ازموینې چې د کمپيوټر په مرسته نمرې ورکول کېږي، په لویه کچه کې په دې خاطر پراخې شوې دي چې اسانه دي او لګښت یې کم دی. ډېری ملي او نړیوالې ارزونې په بشپړ ډول د خلکو له‌خوا نه ارزول کېږي.

اشخاص یا انسانان په هغو مواردو کې د نمرو ورکولو لپاره په ارزونه کې ښکېلېږي چې کمپیوټر په اسانۍ سره نمرې نه‌شي ورکولی او د دغسې مواردو یوه بېلګې مقالې دي. مثلاً تر فراغت وروسته ازموینه د کمپیوټر په مرسته اجرا کېدونکې ارزونه ده چې د لیکلو له برخې پرته د اشخاصو له‌خوا نمرو ورکولو ته هېڅ اړتیا نه لري.[۱۰][۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. Popham, W.J. (1999). "Why standardized tests don't measure educational quality". Educational Leadership. 56 (6): 8–15. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Phelps, Richard P. "Role & Importance of Testing". nonpartisaneducation.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Olson, Amy M.; Sabers, Darrell (October 2008). "Standardized Tests". In Good, Thomas L. (المحرر). 21st Century Education: A Reference Handbook (په انګلیسي ژبه کي). SAGE Publications. د کتاب پاڼي 423–430. doi:10.4135/9781412964012.n46. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781452265995. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Chinese civil service". Encyclopædia Britannica. 
  5. Mark and Boyer (1996), 9–10.
  6. Mark and Boyer (1996), 9–10.
  7. Trahair, Richard (2015-06-01). Behavior, Technology, and Organizational Development: Eric Trist and the Tavistock Institute (په انګلیسي ژبه کي). Transaction Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781412855495. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Johnson, Robert. "Standardized Tests." Encyclopedia of Educational Reform and Dissent. SAGE Publications, INC. 2010. 853–856.Web.
  9. Garrison, Mark J. A Measure of Failure: The Political Origins of Standardized Testing. Albany: State University of New York, 2009. Print.
  10. ETS webage Archived 2009-06-18 at the Wayback Machine. about scoring the GRE.
  11. Houtz, Jolayne (August 27, 2000) "Temps spend just minutes to score state test A WASL math problem may take 20 seconds; an essay, 212 minutes" Archived 2007-03-10 at the Wayback Machine.. Seattle Times "In a matter of minutes, a $10-an-hour temp assigns a score to your child's test"