يار محمد عليزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

یارمحمد علیزی د پښتو ژبې يو نامتو هنرمند دی. په پښتو او پارسي ژبې سندرې وايي او د افغانستان په ملي راډيو تلويزون کې يې يو شمېر ويډيويي سندرې هم ثبتې کړي.

مخينه

یار محمد علیزی دعلی محمد زوی دی چې د۱۹۵۷ زیږدیزکال دفبرورۍ دمیاشتې په ۲۳ نیټه دافغانستان په پلازمېنه کابل کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په کابل کې د مسعود سعد په لومړنی ښوونځي او بیا د نادریې په لیسه کې سرته رسولي دي. استاد یارمحمد علیزی خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې پای ته رسولي دي .وروسته د ۱۹۷۸ ز. کال په وروستیو کې یې د ننگرهار ولایت د ښوونکو د روزنې په عالی مو سسې کې یې د استاد په توگه دنده ترلاسه کړې ده او تر دوو کالو استادۍ وروسته په ۱۳۶۰ لیږدیزکال د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په اکیډ یمۍ کې د موزیک د آمر په توگه وټاکل شو او د افغانستان د راډیو – تلویزیون سره یې خپل هنري کارونه د سندرغاړي په توگه پیل کړل او د سندرو ویلو تر څنگ يې د موسیقۍ د آلاتو سره د باجې سره ډیره مینه درلودله. کله چې په افغانستان کې کورنۍ وضع خرابه شوه نو استاد علیزی څه موده د پښتونخوا مرکز پیښور ته او وروسته بیا ماسکو ته لاړ. استاد علیزی اوس د هالینډ په هیواد کې اوسیږي او د خپلو هنري فعالیتونو تر څنگ د څلورو ژبو (پښتو،دري،هالینډی او انگریزي) د ژباړونکی په توگه په رسمي ډول دنده سرته رسوي. استاد علیزی په پښتو او دري ژبو ډیرې سندرې ویلي دي چې شمیر يې سلگونو ته رسیږي،خوزیاتره سندرې یې په پښتو دي چې ددغو سندرو،آډیو کسیټونه ،ویډیو کسیټونه ، ویډیوگانې او ،سی ډی گانې بازارونو ته راوتلي دي. استاد علیزي دموسیقۍ په برخه کې دخپل هندي استاد ډاکټروسنت راو دیش پانډې نه زده کړې تر لاسه کړي دي.استاد ځینی هندي راگونه هم ویلي دي چې یو یې پکې درباري راگ دی. استادعلیزی په ډیرو هیوادونو کې هنری کنسرتونه هم ورکړي دي چې په هغو هیوادونو کې چې ده کنسرتونه ورکړي دي کولای شودلاندنیو هیوادونو نو مونه واخلو:افغانستان،پاکستان،روسیه ،بیلا روس،اوکراین ، دچک جمهوریت، هنگري ،سویزرلینډ،اتریش،هالینډ، جرمني ،بلجیم،فرانس ،ډنمارک،سویډن،ناروي ،دانگلستان دلندن،برمنگهم اومانچستر په ښارونو ، دکاناډا دټورینټو په ښارکې اود امر یکې دمتحده ایالتونو دویرجینیا ،واشنگټن ،فلوریډا ،تینیسی اوناشویلی کې. استاددموسیقۍ په برخه کې یو شمیر هیوادونو کې ځینې شاگردان هم روزلي دي چې دځینو شاگردانو نو مونه یې دادي: • ایکاترینا دعراق دهیواد چې اوس په ماسکو کې استو گنه لري او داستاد سره يې په گډه ترسره کړي دي چې دوه ویډيو کسیټونه یې هم خپاره شوي دي. • هندی هنرمنده شرون اوسر چې په سویډن کې استوگنه لري او داستاد سره یې هم ځینې پښتو سندرې په گډه ویلي دي . • یوه روسي شاگرده په هالینډ کې. • یوه آذربایجاني شاگرده په هالینډ کې. چې دنوموړو شاگردانو نه یې عراقي اوآذربایجاني ته دکلاسیکې نڅا لارې چارې هم ښودلي دی. همداراز استاد علیزی د هما افغان،گلالۍ ،خماري،ایکاترینا او هما مینې سره هم گډې سندرې ویلي دي. استاد دخماری سره یو گډ آیډیو کسیټ هم لری چې ۲۲ کاله وړاندې په پیښور کې ثبت شوی دی.همدارازیوبل آډیو کسیټ یې ۲۲ کلونه وړاندې په یوازینۍ توگه په پیښور کې ثبت شوی دی. استاد علیزي دهالینډ به هیواد کې همدا اوس دځینوبهرنیو شاگردانو په روزنه بوخت دی چې یو یې نارینه او دوه یې ښځینه شگردانې دی.باید ووایو چې استاد واده کړی دی او ۳ ماشومان لري چې دده سره د هالینډ په هیواد کې یوځای ژوند کوي.باید زیاته کړم چې د استاد علیزي سندرې په افغانستان پښتونخوااوپه اروپا کې دمیشته افغانانو کې مشهورې دي.