Jump to content

وېلیم فاکنر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ویلیم کاتبېرت فاکنر (په انګرېزي: William Faulkner) يو امریکايي ناول او کیسه لیکوال دی. هغه په امریکا کې خورا مشهور دی او د دې هېواد د پیاوړو لیکوالانو په کتار کې راځي. هغه یې په امریکا کې د ښکلو لنډو او پيغام لرونکو کیسو، ځانګړي سبک او د بیان ځانګړې بڼې مشهور کړی دی. د هغه کیسې تر ډېره د ژوند خپلې تجربې دي. له همدې امله خلکو ته په زړه پورې دي. فاکنر غوښتل په پوځ کې وي، خو حکومت ورسره ونه منله، هغه یې په تنه کوچنی او ډنګر وباله، خو دا هر څه یې په خیر وو، له وړو وړو لیکنو دومره مشهور شو چې ان د نوبل جایزه یې وګټله.[۱]

وېلیم فاکنر
وېلیم فاکنر
وېلیم فاکنر

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل د زړه حمله (ناروغي)   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
غړی امریکا د هنرونو او ادبیاتو اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه
د کړنې څانګه ناول   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
وېلیم فاکنر
وېلیم فاکنر

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

لومړنی ژوند

[سمول]

ویلیم فاکنر په ۱۸۹۷ز کال کې د ميسي سي پي ایالت په نیو الباني کې زیږېدلی دی. هغه نن سبا په نړیواله کچه د داستاني ادبیاتو په برخه کې وتلی نوم دی. په ځانګړې توګه د امریکا په جنوب کې خورا مشهور دی او اثار یې د ارزښت وړ دي. د هغه روایت ښکلی، خو پېچلی دی. همدې زړه راښکون، رمزونو، رازونو او پېچلتیا د امریکا په داستاني ادب کې ستر تحول راوست. د هغه اثار تر ډېره د ټولنې عیني واقعیتونه انځوروي. په هغه وخت کې د مرییتوب ستونزې، تبعیض، طبقاتي اندونه او نژادپالنه هغه موضوعات دي چې د فاکنر په اثارو کې غندل شوي او بدې پایلې یې انځور شوې دي. هغه نه یوازې دا شیان غندلي؛ بلکې د خپل ژوند مهم توکي او خاطرې یې په ډېر ښه انداز انځور کړې دي.

ادبي څېره

[سمول]

فاکنر وایي چې په ژوند کې یې متفاوت او ډول ډول افکار د لومړي ځل لپاره د ماشومتوب او نوې ځوانۍ پر مهال ذهن ته ورغلل. دی وايي، لا د اوو کلونو و چې له امریکا او د امریکا د تاریخ له لوست سره یې مینه پیدا شوه. تر ټولو ډېر یې غوښتل د جنوبي امریکا په اړه ځان پوه کړي او د دې سیمې د خلکو په فرهنګ او ادبیاتو کې رالویېده. بیا چې کله د لیکلو او لیکوالۍ شو، نو تر ډېره یې د جنوبي امریکا پېښې په خپلو کیسو کې انځور کړې دي چې دی یې هم لامل له دې سیمې سره د خپل ماشومتوب مینه او بلدتیا یادوي. د ده په وده او پرمختګ کې یې مور تر ټولو ډېره ونډه لرله. مور یې هڅه کوله چې د خپل زوی استعداد وغوړوي، د لویو لیکوالانو کتابونه یې ورته لوستل، هڅه یې کوله چې زوی یې په خپله ځینې کتابونه ولولي، د شکسپیر او چارلز ډيکنز په څېر د مشهورو لیکوالانو لوست یې د مور په لارښوونه او مرسته پیل کړی و.

د نورو ټولنو د لیکوالانو اثار یې هم مطالعه کړل. له همدې ځایه بیا د تفکر له نوو بڼو او د خلکو له ډول ډول فکرونو سره اشنا شو. ده په نوې ځوانۍ کې هم له شعر او شاعرۍ سره خپله مینه ساتله او د مشهورو شاعرانو لکه جان دل او نورو لوست ته یې مخه کړه. ویلیم ویلي وو چې یوازې جان دل نه؛ بلکې د هغه مهال د مشهورو او لویو شاعرانو اثار د دې سبب شول چې د ده فکر وغوړېږي.

د فاکنر د فکري پراختیا اصلي بنسټ په ماشومتوب او نوې ځوانۍ کې اېښودل شوی او اوس همدې افکارو په پنځه ویشت کلنۍ کې د ده د ژوند مسیر ټاکلو. په همدې وخت کې یې لار د ادبیاتو په لور شوه او په دې برخه کې خورا شهرت او لوړو ځایونو ته ورسېد. هغه د لومړي ځل لپاره په یوه مجله کې خپل یوه ټوټه شعر خپور کړ. له دې وروسته محلي لوستونکي د هغه مینه وال شول. د ده شعرونه به یې لوستل او ورور ورو یې شعر د پوخوالي مرحلې ته ننوتو؛ خو وروسته په دې پوه شو چې یوازې د شعر له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی. فاکنر په دې باور و چې که دی غواړي شتمن شي او د لیکلو له لارې خپل ژوند تامین کړي، نو شعر یې لار نه ده او باید نثر ته مخه کړي. له همدې وروسته یې لومړی وړې وړې کیسې لیکلې، خو وروسته یې د لوړو او اوږدو کیسیو لیکلو ته مخه کړه. هغه همداسې لکه ده چې غوښتل مشهور او پیاوړی کېده. لوستونکي او مینه وال یې ډېرېدل او په دې سره یې هنر د پوخوالي او پیاوړتیا په لور روان و. د هغه کیسې تر ډېره د خپل وخت د مشهورو ستونزو په اړه وې. اصلاحي افکار یې درلودل او د کیسو په قالب کې یې ستونزې، د ستونزو حل، تاریخي پېښې او اصلاحي افکار وړاندې کول.

معمولا یې په کیسو کې یو مشهور کرکټر وي. هغه له جګړو ستړی پوځي وي چې له جګړې راګرځېدلی او له هر څه ستړی دی. په همدې لړ کې د خپل یوه ملګري په ملاتړ چې اندرسون نومېده، د سرتېري د مزد یا (Soldier’s Pay) په نامه یو ناول چاپ او بازار ته ولېږه. په دې وخت کې امریکا له سختو ستونزو سره مخ وه او ځینې یې د امریکا د رکود دوره هم بولي. ویل کېږي چې دا کیسه تر ډېره د فاکنر پر ژوند راڅرخي. هغه مهال چې ده غوښتل سرتېری شي، خو پوځ یې د وزن د کموالي له امله له منلو ډډه وکړه. خو په دې کیسه کې د امریکا ناوړه ټولنیز وضعیت، د خلکو ژوند،پوځي مسایلو او ټولنیزو ستونزو ته کتنه شوې ده او نقد ورباندې شوی دی.

فاکنر په نړۍ کې مشهور امریکایي لیکوال دی چې د نوبل تر ګټلو وروسته یې لوستونکي څو برابره شول. له همدې امله یې څو ناولونه ګور په ګور، د اګست میاشتې د سپوږمۍ رڼا او د غوسې او هیاهو ناول د انګلیسي ادبیاتو د شلمې پېړۍ په سلو غوره ناولونو کې راځي. غوسه او هیاهو یې بیا په دې لېست کې شپږم ځای لري. سره له دې چې د نثر په برخه کې د فاکنر جملې او لیکنې ځانګړی سبک او مینه وال لري؛ خو د شعر په برخه کې دومره مشهور نه دی. هغه خپل استعداد پېژندلی و چې له شاعرۍ یې لیکوالۍ ته مخه کړه. سره له دې چې شعرونه یې هم لیکل، خو شعر یې لکه نثر هومره پوخ نه و.

فاکنر لیکل د سرتېري له مزد (Soldier’s Pay) پيل کړل. له همدې کتاب وروسته یې خپل بل کتاب (غوماشې) په ۱۹۲۷ز کال کې چاپ کړ. د دې کتاب تر چاپ وروسته د لوستونکو پام د فاکنر هنر ته ور واوښت او لوستونکي یې ډېر شول. د غوسې او هیاهو ناول یې هم په ۱۹۲۹ز کال کې چاپ کړی دی. د همدې کتاب تر چاپ وروسته یې شهرت لا ډېر شو، د دې کتاب د شهرت د اوج پر مهال یې د سرتوري په نامه بل ناول هم ولیکلو. په دې کتاب کې یې د امریکا په جنوب کې په میسي سي پي کې د انفصال یا بیلتون جګړو ته کتنه وکړه او د دې جګړې پر مهال یې د امریکايي ټولنې وضعیت انځور کړ. په دې کتاب کې دی خپل دا باور څرګندوي چې د شریفو خلکو نسل د جګړې او وژنو له لارې ختم شوی دی او پر ځای یې بدو او نجسو خلکو واکمني جوړه کړې ده. درې کاله وروسته یې د معبد په نامه خپل تر ټولو خشن او له تاوتریخوالي ډک ناول هم خپور کړ. دا کتاب ښه وپلورل شو او ښه مشتریان یې پیدا کړل. نن سبا یې اثار په امریکا کې دومره پلور نه لري؛ خو د فرانسې د روشنفکرې ټولنې تر منځ ځانګړی محبوبیت لري.

ویلیم فاکنر ځانګړی سبک لري. دې سبک ته جریاني یا د ذهني جریان سبک وایي. په دې سبک کې کرکټر ځینې خارق العاده عادتونه او چلندونه لري چې دی د همدې په وسیله اصلاحي افکار وړاندې کوي او په ټولنه کې ستونزې نقدوي. ځینې بیا وایي چې فاکنر د اروپايي مدرنیزم تر اغېز لاندې و. همدا راز یې د ټولنې د ډېرو عیني واقعیتونو او مسایلو په اړه بې اندازې بدبیني لرله. ځینې بیا نیوکه ورباندې کوي چې سبک او لیکنې یې له غوسې او وحشتناکو صحنو ډکې دي. په انځورکښنه کې یې د بدن د غړو پرې کول او نور ورته مسایل ډېر واضح انځور کړي، چې ویروونکي هم دي. دی یوه بله ځانګړنه هم لري، هغه دا چې داستان په عادي توګه په عادي زمانه کې مخ ته نه وړي. معمولاً کیسه له پایه پیلوي، یانې د پېښې له وروستۍ برخې مو د پېښې پيل ته راولي. لومړی ستره غوټه لري، خو ورو ورو لوستونکی د داستان سپړلو او غوټې خلاصولو ته له ځان سره بیایي.

اثار

[سمول]

د فاکنر تر ټولو ډېر مشهور اثر غوسه او هیاهو دی. د هغه پر همدې ناول ډېر نقدونه او لیکنې شوې دي. په دې ناول کې د یوې کورنۍ مسئلې روایت دي. دی د نارینه حاکمې کورنۍ وضعیت ارزوي او د یوې خور په اړه یې د دریو وروڼو چلند او فکر واضح کړی دی. د کیسې په لومړي سر کې یې د نجلۍ معصومیت، بې وسه توب، کورنۍ ستونزې او پر ځان نه باور انځور کړی دی. د هغه دا اثر د فیمینستي افکارو لېږدوونکی هم بلل کېږي. هغه په لومړي سر کې د یادې نجلۍ ستونزې واضح کړې دي او وروسته یې دا کرکټر پیاوړی کړی دی او دې ته یې هڅولې چې له خپلو حقوقو دفاع وکړي. دا ناول یې په خورا ښه بڼه لیکل دی، ښکلي انځورونه، تعلیمي نقل قولونه او اخلاقي درسونه لري.

د نوبل جایزه

[سمول]

ویلیم فاکنر له پنځه دېرش کلنۍ وروسته بریالی شو چې ۱۹ ناولونه، ۳ د کیسو ټولګې، ۳ شعري ټولګې او یوه ننداره چاپ کړي. ویلیم فاکنر د ادبیاتو په ډېرو برخو کې اثار لري. له همدې امله په ۱۹۵۰ز کال کې د نوبل بنسټ دې پایلې ته ورسېد چې د همدې کال جایزه ویلیم فاکنر ته ورکړي. د نوبل جایزه د دې سبب شوه چې فاکنر په نړیواله کچه مشهور شي او اثار یې د پخوا په پرتله څو برابره لوستونکي پیدا کړي. د نوبل تر ګټلو وروسته یې پولیتزر جایزه هم وګټله چې دا هم په امریکا او نړۍ کې د ادبیاتو په برخه کې خورا مشهوره جایزه ده. البته فاکنر د پولیټزر یوه جایزه د خپل ژوند پر مهال ګټلې ده او بیا یې د ده تر مرګ کلونه وروسته دوو اثارو هم د پولیټزر جایزې ګټلې دي. اوس د مډرن کتابتون له لوري د فاکنر د غوسې او هیاهو کتاب د انګلیسي ژبې د سلو غوره کتابونو شپږم کتاب بلل شوی دی. دی د هغو کم شمېر هنرمندانو له ډلې دی چې له اثارو یې په سینما کې هم اقتباسونه شوي دي.

مړينه

[سمول]

نوموړي یوه ورځ په مسي سي پي کې د آس سپرلي کوله چې له آس ولوېد او ټپي شو. له همدې پېښې درې اونۍ وروسته په ۱۹۶۲ز کال کې د جولای په شپږمه ومړ. په امریکا کې خاورو ته وسپارل شو او ویل کېږي چې له لوېدلو وروسته زیانمن شوی و، بیا جوړ شو، خو درې اونۍ وروسته یې زړه ودرېد او ومړ.

سرچينې‌‌

[سمول]
  1. https://www.spogmairadio.com/14308/
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 118532081  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License