وېلیم اېچ. سيوارډ
ويلیم هېنري سېوارډ (زېږون، د ۱۸۰۱ کال د مې مياشتې ۱۶- مړینه، ۱۸۷۲ کال د اکتوبر ۱۰) یو امریکايي سیاستوال و چې له ۱۸۶۱ څخه تر ۱۸۶۹ کال پورې یې د متحده ایالاتو د بهیرنیو چارو د وزیر په توګه خدمت وکړ او تر هغې مخکې يې د نیویارک د قومندان او د متحده ایالاتو د سناتور په توګه خدمت وکړ. هغه د امریکا د کورنۍ جګړې د کلونو په بهیر کې د غلامۍ د پراختیا له کلکو مخالفینو څخه و او د جمهوري غوښتونکي ګوند د رامنځته کېدو پر مهال یو له وتلو څېرو څخه و، هغه د کورنۍ جګړې په بهیر کې د بهیرنیو چارو د وزیر په توګه د خپلو ښو فعالیتونو له امله د اتحاديې/ټولنې له خوا وستایل شو. هغه همدارنګه د متحده ایالاتو له خوا د الاسکا خاورې د اخیستلو د تړون لپاره هم مذاکره وکړه. سېوارډ په ۱۸۰۱ کال کې د نیویارک په اورېنج کاونټي (په متحده ایالاتو کې تر ولایت وروسته کوچنی اداري واحد، ژباړن) کې د فلورېډا په کلي کې زېږېدلی چېرته چې د هغه پلار یو کروندګر و او غلامان یې لرل. هغه د یو وکیل په توګه زدهکړې وکړې او د نیویارک په مرکز کې اوبرون ته کډه شو. سېوارډ په ۱۸۳۰ کال کې د یو انتي ماسون (په متحده ایالاتو کې وروستی درېیم ګوند، ژباړن) په توګه د متحده ايالتو مشرانو جرګې/سنا ته وټاکل شو. څلورکاله وروسته د وېګ ګوند واکمنۍ ته نوماند شو. که څه هم هغه په سیالۍ کې بریالی نه شو، خو په ۱۸۳۸ کال کې د ګوند واکمن وټاکل شو او په ۱۸۴۰ کال کې يې دویمه دوه کلنه دوره تر لاسه کړه. هغه په دې دوره کې ګڼ شمېر قوانین لاسلیک کړل، چې تور پوستو اوسېدونکو ته يې حقوق او فرصتونه زیات کړل او په دې ایالت کې يې د تښتېدلو غلامانو لپاره جوري محکمه/هیئت (یو قانوني بهیر چې د قاضیانو یوه ډله د حقیقت په رڼا کې ټولې پرېکړې کوي، ژباړن)هم تضمین کړ. دې قانون د غلامۍ د لغوې اوصولو له پلویانو څخه ملاتړ کاوه او نوموړي د هغه ازاد شویو تورپوستو غلامانو په قضیه کې د مداخلې لپاره چې په سویل کې په غلامۍ نيول شوي وو له خپل موقف څخه کار واخیست. هغه په ابرون کې تر کلونو وکالت وروسته په ۱۸۴۹ کال کې د ایالتي مقننه قوې له خوا د متحده ایالاتو مشرانو جرګې ته وټاکل شو. د غلامۍ خلاف د سېوارډ پاروونکې ويناوې او کلک دریځ په سویل کې له هغه څخه د کرکې لامل شو. په ۱۸۵۵ کال کې بیاځلي د مشرانو جرګې غړیتوب ته وټاکل شو او ډېر زر د نوي رامنځته شوي جمهوري غوښتونکي ګوند سره یوځای شو او په یاد ګوند کې په وتلې څېره بدل شو. د ۱۸۶۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره هغه د جمهوري غوښتونکو د اصلي نوماند په توګه په پام کې ونیول شو. ګن شمېر لاملونو لکه له غلامۍ سره څرګند مخالفت، له کډوالو او کاتولیکانو څخه ملاتړ او له سرمنشي او سیاسي رییس ټورلو وېډ سره یې اړیکې د هغه پر ضد کار وکړ او د ابراهام لینکلن ولسمشري يې تضمین کړه. که څه هم هغه د خپلې ماتې له امله سخت ناهیلی و خو د لینکلن لپاره يې ټاکنیزې مبارزې وکړې چې د ټاکنو تر ګټلو وروسته یې د بهیرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه. سېوارډ خپله ټوله هڅه وکړه تر څو د سویلي ایالتونو له جلا کېدو څخه مخنیوی وکړي. کله یې چې ماته وخوړه خپل ټول ژوند يې د اتحاديې موخو ته ورکړ. په کورنۍ جګړه کې د بهرنۍ مداخلې پر وړاندې د هغه غوڅ دريځ د بریتانیا او فرانسې په شاتګ او د کنفېدراسیون ايالت د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو کې مرسته وکړه. هغه د ۱۸۶۵ کال د وژنې د دسیسې یوه موخه و چې لینکلن پهکې ومړ او خپله د دسیسهګر لوېیس پاول له خوا په کلکه ټپي شو. سېوارډ د اندروجانسون تر ولسمشرۍ پورې پهخپل موقف کې پاتې شو او په دې ترڅ کې يې په ۱۸۶۷ کال کې د الاسکا د اخیستلو په اړه مذاکره وکړه او د جانسون د استیضاح پرمهال يې له هغه څخه ملاتړ وکړ. د هغه معاصر کارل شورتز سېوارډ یو له هغو ارواګانو څخه بولي چې ځینې وختونه د عمومي افکارو په لاره د تګ پر ځای له عمومي افکارو څخه یو ګام وړاندې وې. [۱۱] د ژوند لومړي کلونه[سمول]سېوارډ د ۱۸۰۱ کال د مې میاشتې په ۱۶مه د نیویارک په اورېنج کاونټي کې د فلورېډا په کوچنۍ ټولنه کې زېږېدلی. هغه د سامويل سویزي او د هغه د مېرمنې ماري (جېنګز) څلورم زوی و سامويل سویزي په نیویارک ایالت کې یو شمتن کس و چې پراخې ځمکې او غلامان يې لرل؛ غلامي په دې ایالت کې تر ۱۸۲۷ کال پورې په بشپړ ډول لهمنځه نه وه تللې. فلورېډا د نیویارک ښار په شمال کې نږدې ۶۰ مایله (۱۰۰ کیلومترۍ) د هاډسون سیند په لویديځ کې پرته وه او کوچنۍ کلیواله سیمه وه چې ښايي ۱۲ کورنیو پهکې ژوند کاوه. تنکي ځوان سېوارډ هلته او د ګوشن په نږدې مرکزي کاونټۍ کې په ښوونځي شامل شو. هغه یو داسې زدهکوونکی و چې له درس ویلو څخه یې خوند اخیست. په وروسته کالونو د هغوی یو غلام داسې کیسه کوي چې سېوارډ د دې پر ځای چې له ښوونځي څخه وتښتي له کور څخه به ښوونځي ته تښتېده. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵] هېنري- دا هغه نوم و چې نومړی له کوچنيوالي پرې مشهور و- په ۱۵ کلنۍ کې یونین کالج (په نیویارک کې د ازادو هنرونو خصوصي کالج، ژباړن) ته ولېږل شو. سېوارډ په دویم ټولګي کې ومنل شو او دا چې تکړه زدهکوونکی او فای بېټا کپا (دا یوه امریکايي ټولنه ده چې په ټوله امریکا کې د علم او هنر په برخه کې وتلو زدهکړیالانو ته د امریکا په ۲۸۶ پوهتونونو کې افتخاري غړیتوب ورکوي، ژباړن) ته وټاکل شو.ساموېل د خپل زوی نقدې پيسې کمې کړې او د ۱۸۱۸ کال په ډېسمبر کې - په یونین کې د هنري د وروستي کال په بهیر کې- دوی دواړو له یوبل سره د پیسو پر سر شخړه وکړه. نوي ځوان سېوارډ شنکټاډي ته راوګرځېد خو د الوا وېلسون په نوم له خپل ملګري زده کونکي سره یې ښوونځی پرېښود هغوی دواړه په یوه بېړۍ کې له نیویارک څخه جورجیا ته لاړل، چېرته چې وېلسون ته د پتنانم کاونټۍ په کلیواله سیمه کې د یوې نوې اکادمۍ د رییس یا مدیر په توګه د دندې وړاندیز شوی و. د هغه ملتیا کوونکی بل چېرته په دنده وګمارل شو او سېوارډ يې پرېښود تر څو د پانتم کاونټۍ په ایتونټون کې پاتې شي. د مالي چارو مسؤلینو له ۱۷ کلن سېوارډ سره مرکه وکړه او هغه یې په شرایطو برابر او د منلو وړ کس وموند.[۱۶][۱۷] سېوارډ په جورجیا کې د خپل ژوند له شېبو څخه خوند اخیست او هلته د لومړي ځل لپاره د یو بالغ کس په توګه منل شوی و. له هغه څخه ښه مېلمه پالنه وشوه، خو له غلامانو سره د ناسم چلند شاهد هم و. سېوارډ د خپلې کورنۍ له خوا قانع کړل شو چې بېرته نیویارک ته راستون شي او هغه دا کار د ۱۸۱۹ کال په جون کې وکړ. دا چې د هغه له خپلو ټولګيوالو سره هممهاله فراغت ته ډېره ناوخته نو هغه یونین کالج ته تر راګرځېدو مخکې په ګوشن کې د وکالت په یو دفتر کې حقوق ولوستل او خپله لیسانس درجه یې له ډېرو ویاړونو سره د ۱۸۲۰ کال په جون کې ترلاسه کړه.[۱۸] وکالت او ایالتي سناتوروالی[سمول]لومړنۍ دنده او په سیاست کې ښکېلتیا[سمول]سېوارډ تر فراغت وروسته د راتلونکو دوو کلونو ډېره برخه له جان ډویئر، جان انتون او اوګدن هافمن په څېر وکیلانو سره د نیویارک ښار په ګوشن کې د حقوقو په څانګه کې په زده کړو تېره کړه. هغه د ۱۸۲۲ کال په وروستیو کې د وکالت ازموینه ورکړه. هغه په ګوشن کې تمرین کولی شوی خو له دغه ښار څخه یې کرکه لرله او د ودې په حال لویدیځ نیویارک کې تمرین ته لېوال و. سېوارډ پرېکړه وکړه چې د کایوګا په کاونټۍ کې چې نږدې ۱۵۰ مایله (۲۰۰کیلومترۍ) د الباني په لویدیځ او ۲۰۰ مایله (۳۰۰ کیلومترۍ کې) د ګوشن په شمال لویدیځ کې پروت د ابورن ښار وټاکي. هغه له تقاعد شوي قاضي اېلېجا مېلر سره تمرین پیل کړ چې لور یې فرانسس ادلېن مېلر د هغه له خور کارنېلیا سره د اېما وېلارډ ټوري د ښځو په روزنتون کې ټولګيواله وه. سېوارډ د ۱۸۲۴ کال د اکتوبر په ۲۰ له فرانسس مېلر سره واده وکړ. [۱۹][۲۰][۲۱] سرچينې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118796828 — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6f47pbn — subject named as: William H. Seward — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/945 — subject named as: William Henry Seward — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/seward-william-henry — subject named as: William Henry Seward — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb166776495 — subject named as: William Henry Seward — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=sewardw — subject named as: William H. Seward
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=55604 — subject named as: William Henry Seward — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
- ↑ https://archive.org/details/memorialencyclop03fitc/page/333/mode/1up
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ دوتنه: Doris Kearns Goodwin — سرليک: Team of Rivals: The Political Genius of Abraham Lincoln — خپرونکی: Simon & Schuster — ISBN 978-0-684-82490-1 او 978-0-7432-7075-5
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ Goodwin، ص. 14.
- ↑ Stahr، ص. 9.
- ↑ Hale، ص. 9.
- ↑ Taylor، صص. 12–14.
- ↑ Hale، صص. 9, 13.
- ↑ Stahr، صص. 12–13.
- ↑ Connecticut Biographical Dictionary، صص. 125–125.
- ↑ Taylor، ص. 14.
- ↑ Seward, William H. (1891). William H. Seward: An Autobiography; Volume 1 (1801–1834). Derby and Miller. د کتاب پاڼي 47–48. د لاسرسينېټه September 7, 2014. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Taylor، ص. 18.
- ↑ Stahr، صص. 16–19.
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1872م وفاتونه
- 10 اکتوبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P551
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P102
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- د خاصيت کارولو پاڼې P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د اردو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوکرائني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اطالوی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د الماني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د چیک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ډېنمارکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آرمینیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلووین ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د هسپانوي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پرتگیزی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بیلا روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بلغارين ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پولش ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د قازق سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کرغیز ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آذربائیجانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ازبکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ترکی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د صربیه سیریلیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بوسنیايي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلوواک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوناني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاتفیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لیتوانیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د استونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فنی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مجارستانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د جارجیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مقدونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د منگولی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د رومانیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اسپرانتو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د be-tarask ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د udm ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د باشقیر ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سونسکا ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د طاجیكیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د alt ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اوسیشیائی ژبې توري موجود دي
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره