وېلما من‌کېلر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وېلما من‌کېلر
وېلما من‌کېلر
وېلما من‌کېلر

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۸ نومبر ۱۹۴۵[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 6 اپرېل 2010 (65 کاله)[۶][۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

وېلما پېرل منکېلر (په چروکي ژبه: ᎠᏥᎳᏍᎩ ᎠᏍᎦᏯᏗᎯ,، په رومي: Atsilasgi Asgayadihi؛ زوکړه د ۱۹۴۵ کال د نوامبر ۱۸مه –مړینه د ۲۰۱۰ کال د اپرېل ۶مه یوه چروکي ملته لرغونې امریکایۍ ټولنیزه کارکوونکې، فعاله، د ټولنې پراختیاورکوونکې او لومړنۍ ښځه وه چې د چروکي ملت د اصلي رییسې په توګه وټاکل شوه. د اوکلاهما په تلکوه کې زېږېدلې، تر ۱۱ کلنۍ پورې يې د خپلې کورنۍ په سهمیه کې د اډر په کاونټۍ کې ژوند کاوه، تر هغه چې کورنۍ يې د فېدرال دولت د لرغونو امریکایانو د ښاري کولو برنامې د یوې برخې په توګه سانفرانسیسکو ته کډه شوه. د ښوونځي تر پای  وروسته یې له یو بډای اېکوارډي سره واده وکړ او دوه لوڼې يې لويې کړې. من‌کېلرد ۱۹۶۰ لسیزې له ټولنیزو او سیاسي غورځنګونو څخه په الهام اخیستلو د الکاترز په یرغل کې ښکېله شوه او وروسته يې د پيت سیند له قبیلې سره د ځمکې او غرامت په مبارزو کې برخه واخیسته. هغه د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې د ۵ کلونو لپاره د ټولنیزې کارکوونکې په توګه کار وکړ چې تر ډېره يې د ماشومانو پر مسائلو تمرکز درلود.

من‌کېلر د ۱۹۷۶ کال په مني کې اوکلاهاما ته له راستنېدو سره د چروکي ملت له خوا د اقتصادي غورځنک د همغږې کوونکې په توګه وګمارل شوه. په اسناد جوړولو کې له ځانګړې کارپوهنې سره هغه یوه بریالۍ لیکواله شوه او د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې یې د ټولنیزې پراختیا د نوې جوړې شوې ادارې د چروکي ملت د څانګې مسؤلیت پر غاړه و. هغې د مدیرې په توګه نوښتګرې ټولنیزې پروژې طرحه او له هغو څخه يې څار/نظارت وکړ یادو پروژو کلیوالو ښاریانو  ته د خپلو ستونزو د پېژندلو او د خپل کار له طریقه د هغو ستونزو په هواري د ګډون اجازه ورکوله. د هغې پروژې په بېل اوکلاهاما کې د چالي سوپ او ټېم کلي په کارګردانۍ د چروکي وورډ فار واټر په نوم فلم کې نندارې ته وړاندې شوې. دا فلم په ۲۰۱۵ کال د سور پوستو د فلمونو د مؤسسې له خوا په تېرو ۴۰ کلونو کې د سور پوستو د غوره فلم په توګه وټاکل شو. په کېنووډ کې د هغې پروژې د ښار جوړونې او ملي پراختیا له څانګې څخه د وړتیا سند ترلاسه کړ.[۷]

د هغې د مدیریت وړتیا د چارو د مسؤل راس سوېمر پام ځانته راوړوه، چې هغې ته یې بلنه ورکړه تر څو د ۱۹۸۳ کال په قبایلي ټاکنو کې د هغه د مرستیالې په توګه ګډون وکړي. کله چې دوی دواړه ګټونکي شول، هغه لومړنۍ ښځه شوه چې د چروکي ملت د رییس د مرستیالې په توګه يې خدمت وکړ. په ۱۹۸۵ کال کې يې هغه مهال چې سوېمر په فېدارال اداره کې د لرغونو اوسېدونکو په چارو کې کار واخیست، نوموړې تر ۱۹۹۵ کال پورې د اصلي رییسې په توګه ارتقا وکړه. د هغې د مدیریت په بهیر کې، چروکي دولت روغتیايي کلینکونه جوړ کړل، یو ګرځنده د سترګو روغتون او د امبولانس خدمتونه يې رامنځته کړل او د لویانو د زده‌کړې او د کارزده‌کوونې برنامې يې پيل کړې. هغې د کارخونو، پرچون پلورنځيو، رسټوراتونو او بېنګو (یو ډول د لاټري لوبه) د عاید بهیر ته پراختیا ورکړه، حال دا چې خپله حکومت‌ولي يې رامنځته کړه چې له مخې يې هرې قبیلې ته اجازه ورکوله تر څو خپلې مالي چارې اداره کړي.

کله چې له سیاست څخه تقاعد شوه من‌کېلر د ډېر پلورل شوي ژوند لیک، من‌کېلر: ا چيف اند هېر پيپل (یوه رییسه او د هغې خلک) په څېر کتابونو له لیکلو او د روغتیا پالنې، د قبایلو حاکمیت، د ښځو حقونو اوله سرطان څخه د مخنیوي په برخه کې د ګن شمېر لکچرونو له وړاندې کولو سره بېرته خپل فعال رول ته راستنه شوه، چې د امریکا د لرغونو اوسېدونکو د انځور بدلولو د مدافع په توګه يې له لرغوني ميراث څخه د ناسمې کار اخیستنې پر وړاندې مبارزه کوله. هغې په‌خپل ژوند کې له جدي روغتیايي ستونزو لکه د بډوډو پلي کيستیک ناروغي، میاستني ګرويس، لنفوم او د تي سرطان سره مخ وه چې د بډوډو دوه پيوندونو ته یې اړتیا لرله. هغه په ۲۰۱۰ کال کې د پانقراص سرطان له امله ومړه او له ډېرو سیمه‌ییزو، ایالتي او هېوادونیو جایزو سره وویاړل شوه چې له ډلې يې تر ټولو لوړ نظامي ویاړ او د ولسمشرۍ د ازادۍ مډال یادولی شو.  

په ۲۰۲۱ کال کې اعلان وشو چې من‌کېلر به د امریکا د ضربخانې «[1]امریکايي ښځو د کوارټر» برنامې د یوې برخې په توګه  د ډلارو پر [2]کوارټر سیکو را څرګنده شي.[۸][۹]

د ژوند لومړي کلونه (۱۹۴۵ -۱۹۵۵)[سمول]

وېلما پېرل من‌کېلر د ۱۹۴۵ کال د نوامبر په ۱۸مه د اوکلاهاما په تلکو کې د هاستینګز اېنډین په روغتون کې د کلارا ایرین (د ساتن له کورني نوم سره) او چارلي من‌کېلر په کورنۍ کې نړۍ ته راغله. د هغې پلار یو بشپړ چروکی و نیکونه یې په ۱۸۳۰ کال کې د ټرېل اف ټیرس/ Trail of Tears (د لرغونو امریکایانو د جبري بې ځایه کولو لړۍ، ژباړن) په بهیر کې له ټېنسي څخه د لرغونو امریکایانو په خاورې کې ځای پر ځای شول. د هغې مور له سکاټلنډي – ایرلنډي او انګلیسي کډوالو څخه وه چې د لومړي ځل لپاره په ۱۷۰۰ لسیزه کې په وېرجینیا او شمالي کارولینا کې مېشت وو. د هغې مورنی نيکه او انا د ۱۹۰۰ لسیزي په لومړیو کې په ترتیب سره له جورجیا ارکانزاس څخه اوکلاهما ته راغلي و. د من‌کېلر کورنی نوم اسګايا ډيهي/ Asgaya-dihi (چروکي سېلاب يې: ᎠᏍᎦᏯᏗᎯ) چې په چروکي ژبه کې، جګړن یا سر مشر ته ورته دودیزې پوځي درجه‌بندۍ یا هغه شمن/پاړو ته اشاره کوي چې په معنوي طریقو له تېروتنو څخه د غچ اخیستلو وړتیا لري. بدیله املاوې يې Outacity او Ontassetè دي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

وېلما پنځه مشران خویندې او وروڼه لرل: لوېئس ډونالډ «ډان»، فرېډا ماريه، رابرټ چارلس، فرانسېس کې او جان ډیوېډ. په ۱۹۴۸ کال کې کله چې درې کلنه وه کورنۍ يې هغه کور ته کډه شوه چې د هغې د پلار، تره او ورور ډان له خوا د هغې د نيکه په سهم کې جوړه شوې وه. د هغې پنځه نور خویندې وروڼه لېنډا جېن، ريچارډ کولسون، وېنسالو، جېمز رې او وېلیم اېډوارډ د ۱۲ راتلونکو کلونو په بهیر کې نړۍ ته راغلل. کوچني کور د برېښنا او نل غځونې سیستم نه درلود او په شدیده بې وزلۍ کې يې ژوند کاوه. کورنۍ به د کباڼو ښکار کاوه او د خپلو خوړو لپاره يې د باغ سابه ساتل. هغوی ځمکني توت او ممپلي هم ساتل چې خرڅول يې. من‌کېلر تر پنځم ټولګي پورې د راکي په غرونو کې په یو درې خونه‌يي ښوونځي کې زده‌کړې وکړې. کورنۍ يې په کور کې په دوه ژبو انګرېزي او چروکي خبرې کولې. ان د من‌کېلر مور هم په چروکي ژبه خبرې کولې. مور یې خواړه کنسرو کول او د اوړو له بوجیو څخه به یې بچیانو ته جامې جوړولې. که څه هم هغوی له باپټېست کلیسا سره یوځای شول، خو ماشومانو یې دې ته لومړیتوب ورکاوه چې د قبیلې په تشریفاتي غونډو کې ګډون وکړي او د سپين پوستو د ادابو او روسومو پر وړاندې يې له احتیاط څخه کار اخیست. د کورنۍ مشرانو به ماشومانو ته دودیزې کیسې ورښودلې.[۱۴][۲۴][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۴]

سانفرانسېسکو ته بېرته ستنېدل (۱۹۵۶-۱۹۷۶)[سمول]

په ۱۹۵۵ کال کې شدیدې وچکالۍ د دوی د کورنۍ لپاره د ژوند د اړتیاوو پوره کول لا ستونزمن کړل. د لرغونو اوسېدونکو د کار د پای سیاست د یوې برخې په توګه په ۱۹۵۶ کال کې د اېنډین/لرغونو امریکایانو د ځای پر ځای کولو قانون په ښاري سیمو کې د لرغونو کورنیو په ځای پر ځای کولو کې مرسته وکړه. د لرغونو اوسېدونکو د چارو د ادارې کارکوونکو هغو کورنیو ته د کاروبار او ښه ژوند ژمنه ورکړه چې د یاد قانون له مخې يې له کډه کولو سره موافقه کړې وه. په ۱۹۵۶ کال کې کله چې هغه ۱۱ کلنه وه پلار يې چارلي له BIA څخه د پور له ترلاسه کولو بې‌برخې شو او پرېکړه يې وکړه چې داسې یو ښار ته کډه کول به د هغه د کورنۍ لپاره ښه وي چې هغه ته ثابته دنده او منظم عاید چمتو کړي. کورنۍ يې کلفورېنیا ځکه وټاکله چې د اېرنه مور په رېوربانک کې ژوند کاوه. هغوی د خپل کور د توکو له پلورلو سره د اوکلاهما له سټیلول څخه سانفرانسېسکو ته لاړل. که څه هم له هغوی سره په ښار کې د اپارتمان ژمنه شوې وه، خو کله چې من‌کېلریان راغلل هېڅ کوم اپارتمان نه‌شته و. هغوی د څو اونیو لپاره د ټندرلوين په سیمه کې په یو ناپاک هوټل کې پاتې شول. ان تر هغه يې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ وه چې د پورټور غونډۍ ته کډه شول، هلته د هغې پلار او ورور یې ډان دنده ومونده. هغوی ډېر کم لرغوني امریکايي ګاونډیان لرل چې د هغوی د قبیلې له پېژندګلوۍ څخه د هغوی د بېګانګۍ لامل کېدل.[۱۱][۲۸][۲۴][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۲۸][۳۴]

سرچينې[سمول]


[1] د متحده ایالاتو په تاريخ کې د نامتو ښځو د نندارې لړۍ، ژباړن

[2]  څلورمه برخه یا ۲۵ سېنټه، ژباړن

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 119215853  — د نشر نېټه: ۱۳ مې ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Wilma-Pearl-Mankiller — subject named as: Wilma Pearl Mankiller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6t74wj4 — subject named as: Wilma Mankiller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/50707945 — subject named as: Wilma Pearl Mankiller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. subject named as: Wilma Pearl Mankiller — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=18454 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. https://web.archive.org/web/20100409061035/http://www.tulsaworld.com:80/news/article.aspx?subjectid=11&articleid=20100406_11_0_WlaMni820448 — آرشيف اصل
  7. "'The Cherokee Word for Water' voted best American Indian film". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "American Women Quarters™ Program". د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "US Mint to issue quarters honoring notable American women". Associated Press. 2021-06-17. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Dell 2006، صص. 23–24.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Schwarz 1994، ص. 14.
  12. Wallis 1993، ص. xvi, xviii.
  13. Dell 2006، ص. 19.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Dell 2006، ص. 20.
  15. Hirst 1926، ص. 16.
  16. Mankiller او Wallis 1993، ص. 12.
  17. Dell 2006، ص. 30.
  18. Kallen 1999، ص. 87.
  19. Dell 2006، ص. 18.
  20. Wallis 1993، ص. xvi.
  21. Glassman 1992، ص. 10.
  22. Schwarz 1994، ص. 23.
  23. Wallis 1993، ص. xviii.
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ ۲۴٫۲ ۲۴٫۳ Kallen 1999، ص. 88.
  25. Schwarz 1994، ص. 42.
  26. Glassman 1992، ص. 11.
  27. Dell 2006، صص. 21–22.
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ Dell 2006، ص. 26.
  29. Kallen 1999، صص. 88, 90.
  30. Glassman 1992، ص. 23.
  31. Schwarz 1994، ص. 40.
  32. Glassman 1992، ص. 26.
  33. Simon 1991، ص. 10.
  34. Simon 1991، ص. 7.