ویکټور الډریج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ویکټور الډریج
ویکټور الډریج
ویکټور الډریج

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ اکتوبر ۱۸۹۳[۱]
مړینه 17 اپرېل 1973 (80 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک   د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ویکټور الډریج (د ۱۸۹۳ز کال د اکټوبر په ۲۵مه زېږېدلی- د ۱۹۷۳ز کال د اپرېل په ۱۷مه مړ) له مستعار نوم (د هوسیر سرښوونکي) سره د بېسبال د غوره لیګ ښی لاسی امریکایي لوبغاړی و، چې د شیکاګو کابز، د پیټسبورګ پیریټس او د نیویارک جیانټس لپاره یې لوبې کولې او د کریوبال د غوره توپ اچونې له امله پېژندل شوی و. هغه مخکې له لوبو نه د ښوونځي سرښوونکی و؛ نو د همدې لپاره یې مستعار نوم هم درلود. د یو لوبغاړي په توګه یې تر ټولو اړین او نړیوال اقدامات په ۱۹۲۵ز کال کې پېښ شوي دي دا هغه مهال و، چې الډریج په کې خپله دویمه او پینځمه لوبه بشپړه کړې ده او بریالی شوی دی. له بېسبال نه تر تقاعد وروسته یې د اینډیانا په عمومي غونډه کې د ایالتي سناتور په توګه کار وکړ. الډریج د اینډیانا د بېسبال له نامتو غړو نه شمېرل کېږي، چې په ۲۰۰۷ز کال کې معرفي شو.[۲][۳]

شخصي ژوند[سمول]

ویکټور الډریج، چې د اینډیانا په کوچني کیل ښار کې زېږېدلی و، خپلې لومړنۍ زده کړې یې د اینډیانا د کېل ښار په تمپي ښوونځي کې وکړې، دغه ښوونځي یې له کور سره لږ واټن درلود. هغه د اینډیانا د ټرینیټي سپرینګز عالي ښوونځي ته لار پیدا کړه او هلته د ترینیټي سپرینګز په بېسبال ډله کې لوبېده هغه په اینډیانا کې له ټرینیټي سپرینګز نه فارغ التحصیل شوی دی. بیا د ایڼدیانا په ډانویل کې مرکزي نارمل کالج ته لاړ. په ۱۹۱۴ز-۱۹۱۵ز کال کې یې د اینډیانا د ټرینیټي سپرینګز په پیا ریچ ښوونځي کې پر تدریس پیل وکړ. هغه د اینډیانا په میامي ښار کې هم په یوه ښوونځي کې تدریس کاوه. هغه له کلتا بي وادسورث، چې په اینډیانا کې له اینډیانا سپرینګز نه وه، واده وکړ. [۴][۵][۶]

لومړني کارونه[سمول]

الډریج د خپل مسلک په لړ کې تر ډېره دویم یا درېیم د باور وړ لوبغاړی و. هغه د خپل منحني توپ او لوړ دقت له امله پېژندل شوی و. الډریج په ښي لاس ضربه وهله او توپ اچونه یې کوله. هغه خپل حرفه یي مسلک په ۱۹۱۵ز کال کې هغه مهال پیل کړ، چې د امریکا له اتحادیې نه یې له اینډیاناپولیس سره قرارداد لاسلیک کړ، خو لومړی د ډنور، چې لوېدیځ لیګ و او بیا د ایري مرکزي لیګ لپاره ولوبېد. هغه په ۱۹۱۶ز کال کې د اینډیاناپولیس لپاره ولوبېد او هلته د شیکاګو کابز ډلې لپاره وټاکل شو. هغه د ۱۹۱۶ز کال د اګسټ په ۲۸مه پر کابز وپلورل شو.[۷][۸]

الډریج ۱۹۱۷ز او ۱۹۱۸ز کلونه له شیکاګو کابز سره تېر کړل او په بولپین کې ولوبېد. الډریج په ۱۹۱۷ز کال کې په ۳۰ لوبو کې ولوبېد. شپږ یې وګټلې او شپږ یې وبایللې. د منډې اوسط یې ۳.۱۲ و او ویې شو کولی چې دوه Saves (په توپ اچوونکي پورې اړوندېږي، چې لوبه د ګټونکې لوبډلې لپاره په ځانګړو شرایطو پای ته رسوي)لاسته راوړي. مخکې تر دې چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په وروستي کال کې د متحده ایالاتو له سمندري ځواکونو سره یوځای شي؛ نو  په ۱۹۱۸ز کال کې یې یوازې درې لوبې او دولس ایننګز ترسره کړل. کله چې له جګړې راستون شو؛ نو د ارام اقیانوس په ساحلي لیګ کې د لس انجلس انجلز لپاره، چې په کابز پورې اړوندېده، ولوبېد. الډریج د ۱۹۲۲ز کال د فصل لپاره کابز ته بیا ور وګرځېد. هغه درې کاله وروسته له خپلو دوامدارو فعالیتونو سره د شیکاګو لپاره لوبه وکړه. په ۱۹۲۲ز، ۱۹۲۳ز او ۱۹۲۴ز کلونو کې یې په ترتیب سره ۳۶، ۳۰، ۳۲ لوبې وکړې. په دریوو فصلونو کې یې ۱۶، ۱۶ او ۱۵ بریاوې درلودې، چې د منډو اوسط یې په ترتیب ۳.۵۲، ۳.۴۸ او ۳.۵۰ و. په دې موده کې د هغه زوی ویک الډریج جونییر په نارسمي ډول د بېسبال د لرګیو د انتقالوونکي په توګه کار کاوه او آن د مردخای براوون(د امریکایي بېسبال د غوره لیګ مربي او لوبغاړی) له خوا یې یو اهدایي یونیفرم درلود ترڅو په همدغه نقش کې پاتې شي. په ۱۹۲۳ز کال کې هغه له یوې لوبې واېستل شو. [۹][۱۰]

۱۹۲۵ز کال[سمول]

ویک الډریج د ۱۹۲۴ز کال تر فصل وروسته د ۱۹۲۴ز کال د اکټوبر په ۲۷مه له جورج ګرانتهام او ال نیهاوس سره یوځای له ویلبر کوپر، چارلي ګریم او رابیټ مارانویل سره پر پیټسبورګ پیریټیس بدل شول. الډریج په بل کال کې پینځلس لوبې وګټلې (په ۱۹۲۵ز کال کې په ملي لیګ کې نهمه غوره لوبه) او اووه لوبې یې وبایللې. الډریج د ګټلو لپاره ۰،۶۸۲ سلنه چانس درلود، چې په هغه کال کې د هر NL توپ اچوونکي لپاره څلورمه لوړه فیصدي وه. د هغه لپاره تر ټولو غوره شېبې له هغه کال نه په وروسته فصل کې وې، دا هغه مهال و، چې الډریج د واشنګټن د سناتورانو پر وړاندې دوه بشپړې بریاوې ترلاسه کړې او پیریټس د نړیوالې لړۍ ګټونکی شو. هغه د اکټوبر په ۸مه د لړۍ ۲مه لوبه د ۳-۲ او ۵مه لوبه یې د ۶-۳ په مقابل کې وګټله، چې دا په دې لړۍ کې د پیریټس لومړۍ دوه بریاوې وې. الډریج، چې له نړیوالو لوبو نه پیسې لاس ته راوړې وې؛ نو د اینډیانا په ټیري هاوټ کې یې پرې کور واخیست. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د کار په وروستیو کې[سمول]

۱۹۲۵ز کال د الډریج لپاره د مسلک د اوج په توګه ثبت شو. په ۱۹۲۶ز کال کې هغه ۱۰ بریاوې او ۱۳ ماتې، د ۰۷.۴ اوسط په لرلو سره تجربې کړې، چې له دې سره یې ریکارډ هم خپل کړ. ۱۹۲۷ز کال د الډریج لپاره غوره کال و. هغه په ۱۵ لوبو کې ګټونکی شو او یوازې لس لوبې یې وبایللې همدارنګه د منډو اوسط یې هم ۲۵.۴ و. الډریج د ۱۹۲۷ز کال په نړیوالو لوبو کې هم ولوبېد او د دغو لوبو په دویمه لوبه کې د ۶–۲ په مقابل کې له ماتې سره مخ شو؛ ځکه چې بیب روث او لو ګریګ په څلورو لوبو کې نیویورک یانکیز د پیریټس په مقابل کې وهڅاوه. هغه په 7+1⁄3 ایننګ کې هرې شپږ منډې پرېښودې او له لوبې بهر شو. وروسته له هغه چې څو لوبغاړو د سندیکای کریسټي والش ورځپاڼې لپاره د بل چا په نامه مقالې ولیکلې؛ نو هغه د پیټسبورګ ورځپاڼې لپاره یوه لیکنه وکړه. هغه ځان ښکارونه کوله، چې دی پخپله الډریج دی، چې هغه مقاله یې لیکلې ده.[۱۶][۱۷][۱۸]

په ۱۹۲۷ز کال کې په ۱۵ لوبو کې تر بریا وروسته، الډریج غوښتل چې ډېرې پیسې لاس ته راوړي، خو د پیټسبورګ څښتن بارني دریفوس د ۱۹۲۸ز کال د فبرورۍ په ۱۱مه هغه د نیویورک جاینټز له برلي ګریمز سره مبادله کړ او لامل یې د ډېرو پیسو غوښتل اعلان نه کړ، بلکې لامل یې دا وښود، چې په ۱۹۲۸ز کال کې یې ۲۵.۴ د منډو اوسط ترلاسه کړی و. هغه ډېر کلونه مقاومت وکړ، چې کمزوری نه شي، خو کله چې بیا راوګرځېد؛ نو بڼه یې بدله شوې وه او د توپ اچونې په برخه کې کمزوری شوی و. په دغې موده کې الډریج د لوبغاړو د راپور له وړاندې کولو نه انکار کاوه؛ نو د جاینټز مدیر جان مک ګراو الډریج وګواښه، چې لږ معاش اخلي او یو ځل یې هڅه وکړه، چې هغه له سینسناتي ردز سره مبادله کړي. الډریج د ریکارډ جوړولو تر فصل وروسته، چې څلور لوبې یې ګټلې وې او اووه یې بایللې وې او ۴.۸۳ یې د منډو اوسط و؛ نو تر ۱۱۹ ایننګز وروسته بروکلین داجرز ته ولېږدول شو. له دې سره، الډریج د لوبغاړو له راپوره ډډه وکړه او پرځای یې له بېسبال نه تقاعد شو. وروستۍ لوبه یې د ۱۹۲۸ز کال د اګسټ په ۲۹مه ترسره کړه.[۱۹][۲۰][۲۱]

له ورزشي مسلک وروسته[سمول]

الډریج تر لوبو وروسته د وورهیس په حقوقو پوهنځي کې زده کړه پیل کړه او له ۱۹۳۷ز نه تر ۱۹۴۷ز پورې د اینډیانا ایالت په سنا کې پر دنده بوخت و. هغه د لومړي ځل لپاره د ۱۹۳۶ز کال د نومبر په ۴مه د یو ډموکراټ په توګه وټاکل شو. هغه مخکې له بېسباله په یوه ښوونځي کې سرښوونکی و، د همدې لپاره یې هغه ته «د هوسیر ښوونځي مدیر» لقب ورکړ.[۲۲][۲۳][۲۴]

الډریج په ۷۹ کلنۍ کې په ټیره هاوټ کې ومړ او په اینډیانا کې د ټرینیټي سپرینګز په نیوترینیټي سپرینګز هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. هغه د ۲۰۰۷ز کال د جنورۍ په ۱۹مه د اینډیانا د بېسبال ۱۳۱م نامتو غړی معرفي شو. د لور له خوا لمسۍ؛ مري ټرنر او لمسي یې درېیم ویک الډریج د هغه له خوا دغه جایزه ترلاسه کړه.[۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/27308480 — subject named as: Victor E. Aldridge — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Levenson, p. 26
  3. "Vic Aldridge Stats". Baseball Almanac. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Dream In The Wilderness, by Doris Price Averitt-Mathews
  5. McCormick, Mike (January 27, 2007). "Historical [[:کينډۍ:Sic]]: William Benjamin Caulk acclaimed as magician". The Tribune Star. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)[مړه لينکونه]
  6. Dream In The Wilderness, by Doris Price Averitt-Mathews.
  7. "Vic Aldridge". Retrosheet. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Leading Pitchers 1920s". Baseball Historian. 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Thomson, p. 203
  10. "Vic Aldridge Statistics". Baseball-Reference.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. McCormick, Mike (January 27, 2007). "Historical [[:کينډۍ:Sic]]: William Benjamin Caulk acclaimed as magician". The Tribune Star. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)[مړه لينکونه]
  12. Finoli, p. 366
  13. "Vic Aldridge". BaseballLibrary.com. 2006. د اصلي آرشيف څخه پر February 11, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Vic Aldridge from the Chronology". BaseballLibrary.com. 2006. د اصلي آرشيف څخه پر September 7, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. James, p. 117
  16. "Vic Aldridge". Retrosheet. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Finoli, p. 366
  18. Montville, p. 262
  19. "Vic Aldridge Statistics". Baseball-Reference.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Reds Decline McGraw's Offer Of Vic Aldridge in Trade, The New York Times, March 31, 1928.
  21. Finoli, p. 366
  22. "Vic Aldridge Stats". Baseball Almanac. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Finoli, p. 366
  24. Democrats Elect Vic Aldridge to Indiana Senate, The Washington Post, November 5, 1936.
  25. McCormick, Mike (January 27, 2007). "Historical [[:کينډۍ:Sic]]: William Benjamin Caulk acclaimed as magician". The Tribune Star. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)[مړه لينکونه]
  26. "Vic Aldridge". Retrosheet. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)