وینا (تقرير)
دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.
وینا یا تقریر په حقیقت کې د وینا په هنر کې مهارت بلل کېږي. یعني دا چې یو کس څنګه خپل پیغام په روښانه، فصیح، او مؤثره توګه وړاندې کوي، ترڅو د اورېدونکو پام ځان ته جلب کړي، هغوی متأثر کړي، او خپل پیغام په واضحه بڼه ورسوي.
په وینا کې، صحیح خبرې کول، د اورېدونکو د زړونو ګټل، او د هغوی د توجه راجلبول اساسي عناصر دي. یو ښه ویناوال هڅه کوي، چې ساده او روانې کلمې وکاروي، ترڅو عام اورېدونکي د هغه خبرې په ښه توګه درک کړي، او د پیغام د رسېدو په پروسه کې هېڅ ډول پیچلتیا رامنځته نشي.
د ویناوالۍ هنر لرغونی تاریخ لري. د وینا د فن پیل د یوناني فیلسوف سوقرات (Socrates) د وخت څخه شروع شوی، کله چې د هغه زده کوونکي اپلاتون (Plato) د منظمې زده کړې لپاره خپله مشهوره اکاډمي (Academy) جوړه کړه. له هماغه وخته راپدېخوا، ویناوالي د انساني تمدن، سیاست، او ټولنیزو بدلونونو لپاره مهم رول لوبولی دی.
وینا نه یوازې د یو شخص د فکري استعداد انعکاس کوي، بلکې د هغه د شخصیت، نفوذ، او د خلکو د ذهنونو د بدلولو قدرت هم ښيي. له همدې امله، د وینا هنر یو له ارزښتناکو مهارتونو څخه شمېرل کېږي، چې هر څوک یې باید زده کړي، ترڅو خپل نظرونه او فکرونه په مؤثر ډول خلکو ته وړاندې کړي.