منځپانگې ته ورتلل

ویلیم ولبرفورس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ویلیم ولبرفورس
[[language|]]: William Wilberforce[۱]  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
ویلیم ولبرفورس
ویلیم ولبرفورس

د شخص مالومات
پيدايښت ۲۴ اگست ۱۷۵۹[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 29 جولای 1833 (74 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
لندن   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي [۱] لويې برېتانيا پاچايي (–۱ جنوري ۱۸۰۱)[۱]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۹][۱۰]،  ليکوال [۱۱]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه [۲]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
ویلیم ولبرفورس
ویلیم ولبرفورس

ویلیم ولبرفورس (1759  کال د اگسټ له 24 مې څخه د 1833 کال د جولای تر 29 ) یو برتانوي سیاستوال، مخور او د غلامانو د سوداګرۍ د ختمولو د غورځنګ مشر و. هغه د کینګسټن اوون هول یارکشایر اصلي اوسیدونکی و. هغه خپل سیاسي کیریر په 1780 کال کې پیل کړ او بلاخره له1784-1812 پورې د یارکشایر د پارلمان خپلواک غړی و. په 1785 کال کې هغه یو انجیلي مسیحي شو، چې په پایله کې دغه کړنه د هغه د ژوند په سبک کې د لویو بدلونونو او د اصلاحاتو لپاره د تلپاتې اندیښنې سبب شوه.[۱۲]

هغه په 1787 کال کې د توماس کلارکسن او د ګرانویل شارپ، هانا مور او چارلس میډلټن په ګډون د غلامانو د سوداګرۍ ضد فعالانو له یوې ډلې سره اړیکه ونیوله. دوی ولبرفورس وهڅاوه چې د غلامۍ د ختمولو مسؤلیت په غاړه واخلي او په دې ډول هغه په ډېره کمه موده کې د غلامۍ د ختمولو د مخکښو برتانوي فعالانو څخه و. هغه د شلو کلونو لپاره ترڅو چې په 1807 کال د غلامانو د سوداګرۍ ضد قانون تصویب کېده د برتانوي غلامانو د سوداګرۍ پروړاندې د پارلماني کمپاین مشري وکړه.

ولبرفورس د دین، اخلاقو او تعلیم اهمیت ته قائل و. هغه د بدعت (فساد) د ځپلو ټولنې، په هند کې د برتانوي تبلیغاتو (مشنري) کار، په سیرا لیون کې د ازادې مستعمرې رامنځته کول، د کلیسا د ماموریت ټولنه یا بنسټ او د څارویو پر وړاندې د ظلم د مخنیوي د ټولنې په څېر د کمپاینونو او موخو ملاتړی و. د هغه بنسټیزه محافظه کاري د دې لامل شوه، چې بلاخره دی له سیاسي او ټولنیز پلوه د جنجالي قانون ملاتړ وکړي. دغه ملاتړ پر ده باندې د نیوکې لامل شو او په ده باندې نیوکه وشوه، چې دی په بهر کې د غلامانو لپاره کمپاین کوي، خو په ​​خپل کور کې شته بې عدالتۍ له پامه غورځوي.

ولبرفورس په وروستیو کلونو کې د غلامۍ د بشپړ ختمولو لپاره د پیل شوي کمپاین ملاتړ وکړ او د 1826 کال څخه وروسته کله چې هغه د خپل کمزورې روغتیا له امله له پارلمان څخه استعفا ورکړه، نو په دغه برخه کې یې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې. دغه کمپاین د 1833 کال د غلامۍ د ختمولو قانون ته لاره هواره کړه او ددې سبب شو چې د برتانوي امپراتورۍ په ډیری برخه کې غلامي ختمه کړي. ویلبرفورس یوازې درې ورځې وروسته له هغه مړ شو، چې کله یې د پارلمان له لارې د یاد قانون د تصویب ډاډ ترلاسه کړ. هغه په وېسټ منسټر ایبي کې د خپل ملګري ویلیم پېټ ځوان سره نږدې خاورو ته وسپارل شو.[۱۳]

د ځوانۍ عمر او زده کړې

[سمول]

ولبرفورس د 1759 کال د اګسټ په 24 مه د انګلستان د یارکشایر په ختیځ کې د هال په نامه د یوې لویې کوڅې په یوه کور کې زږېدلی و. دی د رابرټ ولبرفورس (1728-1768) چې یو شتمن سوداګر او د هغه د مېرمن الیزابېت برډ (1730-1798) یوازینی زوی و. د هغه نیکه ویلیم (1690-1774) خپله شتمني د بالتیک هیوادونو سره د سمندري سوداګرۍ او د شکر له تصفیې څخه ترلاسه کړې وه. هغه په هغه سوداګرۍ کې شریک و، چې د ​​هال د لېم په کوڅه کې یې د لرغونو قندو (شکر) کور جوړ کړی و. دوی به خام شکر د لودیځ هند له کروندو څخه واردول. هغه دوه ځله د هال ښار ښاروال وټاکل شو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

ولبرفورس یو کوچنی، ناروغ او نازک ماشوم و، چې د سترګو کمزورتیا یې درلوده. هغه په 1768 کې د هال ګرامر په ښوونځي کې زده کړې پیل کړې، چې په هغه وخت کې د یو ځوان، متحرک سر ښوونکي جوزف میلنر لخوا رهبري کیده، چې وروسته یې د تل لپاره ملګري شو. ویلبرفورس په ښوونځي کې د ده په ملاتړله شته فضا څخه ګټه پورته کړه، خو په 1768 کال کې د هغه د پلار مړینه د هغه د ژوند په ترتیباتو کې د لویو بدلونو سبب وګرځېده. نهه کلن ویلیم فورس د هغه مور چې د هغه لپاره یې مبارزه کوله په سینټ جیمز، لندن او ویمبلډن کې د هغه د تره او ترور کورونو ته واستوه، چې په هغه وخت کې هغه کلي 7 میله (11 کیلومتره) لرې د لندن سویل لویدیز ته موقعیت درلود. هغه په پوټني کې دوه کاله په مکتب کې له کومې ځانګړې علاقې پرته خپلې زده کړې پر مخ یووړې. هغه خپلې رخصتۍ په ویمبلډن کې له خپلو هغو خپلوانو سره تېرې کړې، چې ډیره مینه یې ورسره درلوده. هغه د خپلو خپلوانو څخه پر تأثر باندې د انجیلي عیسویت سره علاقه پیدا کړه. په ځانګړي توګه د هغه د عمه حنا څخه متأثېره و، چې د یو بډایه عیسوي سوداګر جان تورنټن خور وه. دغه سوداګر یو مخور، بشر دوست او د مخکښ میتودېسټ (د عیسوي دین یوه ځانګړې څانګه) مبلغ جورج وایټفیلډ ملاتړی و. د انګلېستان له کلیسا او د انجیلیلېزم سره د ولبرفورس د سخت تمایل او علاقې څخه د هغه مور او نیکه اندېښمن شول او په 1771 کال کې یې دولس کلن ولبرفورس بېرته هال ته راوسته. ولبرفورس د خپل تره او عمه څخه په جلا کېدو باندې سخت خفه شوی و. د هغه کورنۍ د هول ګرامر ښوونځي ته د هغه د بېرته راستنېدلو سره مخالفت وکړ، ځکه چې د مکتب مدیر میتوډېسټ (د عیسوي دین یوه ځانګړې څانګه) شوی و او ویلبرفورس له 1771 څخه تر 1776 پورې په یو نږدې پوکلینګټن ښوونځي کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ سرليک: Вильберфорс, Уильям — خپور کړی: Great Soviet Encyclopedia. Volume 10, 1928
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11929182w — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/William-Wilberforce — subject named as: William Wilberforce — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6nc65d7 — subject named as: William Wilberforce — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6170 — subject named as: William Wilberforce — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p31975.htm#i319741 — subject named as: William Wilberforce — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/wilberforce-william — subject named as: William Wilberforce
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0072188.xml — subject named as: William Wilberforce — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
  9. پیوستون : 118771728  — خپرېدونېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  10. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/29386 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپروونکی: Oxford University Press
  11. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  12. Wolffe 2009.
  13. Stanley 1882، م. 248.
  14. Pollock 1977, p. 6
  15. Stott 2012, p. 16
  16. Jackson 1972, p. 196
  17. Pollock 1977, p. 3
  18. Mawer 2011.
  19. Young 2020.
  20. Tomkins 2007, p. 9
  21. Pollock 1977, p. 4
  22. Hague 2007, pp. 6–8
  23. Pollock 1977, pp. 5–6
  24. Hague 2007, p. 15
  25. Hague 2007, pp. 18–19
  26. Hague 2007, pp. 14–15