ویلیام هرشل
| ویلیام هرشل | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۱۵ نومبر ۱۷۳۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶] هانوور [۱۷][۳][۱۸][۱۹][۱۶] |
| مړینه | 25 اگست 1822 (84 کاله)[۲۰][۴][۱۵][۱۶] |
| استوګنځای | انګلېنډ (۱۷۵۷–)[۳] |
| تابعیت | |
| رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي [۲۱] |
| خور/ورور | |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | اکسفورډ پوهنتون |
| نامتو زده کونکي | کارولین هرشل |
| کار/مسلک | ميوزيشن [۳]، فزيک پوه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۴] |
| د کړنې څانګه | ستورپوهنه ، د نور فزیک |
| پوځي خدمت | |
| جګړه/جګړې | اووه کلنه جګړه [۳] |
| لاسليک | |
| سمول |
|
فریدریک ویلیام هرشل (په جرمني ژبه : فریدریش ویلهلم هرشل؛ زوکړه: د ۱۷۳۸ زکال د نومبر ۱۵ مه – مړینه: د ۱۸۲۲ زکال د اګست ۲۵ مه) جرمني الاصله بریتانوی ستور پوه او کمپوز جوړونکی و. هغه تر ډېره پورې له خپلې کوچنې خور، ستور پوهې کارولین هرشل (زوکړه:۱۷۵۰ زکال – مړینه: ۱۸۴۸ زکال) سره همکاري لرله. ویلیام هرشل د هانوفر په انتخابګر مېشته سیمه کې وزېږېد؛ نوموړی وړاندې له هغه چې د ۱۹ کلنۍ په عمر په ۱۷۵۷ زکال کې لویې بریتانیا ته کډوال شي له خپل پلار وروسته د هانوفر د پوځ په ارکستر کې شامل شو. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
هرشل خپل لومړنی لوی تلسکوپ په ۱۷۷۴ زکال کې جوړ کړ او له هغو وروسته یې ۹ کاله د آسمان په مشاهده تېر کړل څو د جوړه یي ستورو اړوند څېړنه وکړي. هرشل په ۱۸۰۲ زکال کې د سحابي (د ستورو ترمنځ د ګازاتو او پلازما څخه د جوړ ګرد) کتلوګ خپور کړ چې ۲۵۰۰ نمونو په کې شتون درلود؛ ورپسې یې په ۱۸۲۰ زکال کې د ۵۰۰۰ نمونو لرونکی بل کتلوګ خپور کړ. د هرشل د تلسکوپ د تفکیک وړتیا وښووله چې د مسیه د اجرامو په کتلوګ کې هغه اجرام چې سحابي ورته ویل کېږي په واقعیت کې د ستورو اړوندې کوچنې ټوټې دي. د ۱۷۸۱ زکال د مارچ په ۱۳ مه هغه مهال چې نوموړي د آسمان مشاهده کوله د جوزا په فلکي جوړښت کې یې نوي جسم ته پام شو. له نورو ستور پوهانو سره له اونیو بحثونو او د هغوی د هوکړې له لاسته راوړو وروسته یې څرګنده کړه چې دا نوې سیاره ده چې بیا بالاخره ورباندې د اورانوس نوم کېښودل شو. دا لومړنۍ سیاره وه چې له لرغونې زمانې وروسته کشف شوه او په دې سره هرشل په یوه شپه کې شهرت ته ورسېد. د دغه کشف په پایله کې دریم جورج نوموړی د دربار نجومي وټاکه. هغه د سلطنتي ټولنې غړی وټاکل شو او د نوي تلسکوپ جوړولو په موخه ورسره مالي مرستې وشوې.
هرشل د نجومي طیف سنجۍ څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې مخکښ و؛ هغه د تودوخې سنجونکو وسایلو او منشورنو (بلورونو) څخه په ګټڼې کولای شول د ستورو د امواجو د طیف اوږدوالی وسنجوي. د دغو څېړنو پر مهال هر شل ماورا بنفش وړانګه کشف کړه. د نوموړي په نورو چارو کې د مریخ د دوران د مهال کره توضیح، دا چې د مریخ قطبي سرونه په فصل کې تغیر مومي، د تیتانیا او اوبرون (د اورانوس سپوږمۍ دي) او همدارنګه د انسلادوس او میماس (د زهل سپوږمۍ) کشفول شاملېږي. هرشل په ۱۸۱۶ زکال کې د سلطنتي ولفي بنسټ د شوالیه (مخکښ) ځایګی خپل کړ. نوموړی په ۱۸۲۰ زکال کې د ستورپوهنې د سلطنتي ټولنې له تاسیس وروسته د هغو لومړی مشر وټاکل شو. هرشل د ۱۸۲۲ زکال په اګست میاشت کې ومړ او چارو ته یې د هغه یوازني زوی جان هرشل دوام ورکړ. [۲۷][۲۸]
لومړی ژوند او موسیقاري چارې
[سمول]هرشل د جرمني په انتخابګر نشینه هانوفر سیمه کې وزېږېد چې هغه مهال د روم د مقدسې سترواکۍ برخه و. نوموړی د ایزاک هرشل او د هغه د مېرمنې انا ایلسه موریتزن له لسو ماشومانو څخه و چې لوتري جرمني اجدا یې لرل. د نوموړي اجداد له پیرنا څخه ساکسوني ته راکډه شوي و. دغه لیدلوری چې نوموړی د بوهمیا له پروتستانتانو څخه و د هامل له خوا له پوښتنې سره مخ شوي، ځکه د هرشل کورنی نوم له یوې پېړۍ راهیسې په هغه سیمه کې شتون درلود چېرې چې د نوموړي کورنۍ ژوند کاوه.
د هرشل پلار په هانوفر پوځي جوړښت کې ترومپېت غږونکی و. په ۱۷۵۵ زکال کې د هانوفر ګارد چې ویلهلم یا ویلیام او د هغه ورور ژاکوب په کې د ترامپیت غږونکو په توګه کار کوه انګلستان ته وغوښتل شو. دغه مهال د لویې بریتانا او هانوفر پاچاهۍ د د پاچا دویم جورج تر واکمنۍ لاندې یو موټی شوې وې. له فرانسې سره د جګړې د ګواښ په زیاتېدو سره هانوفري ګارد له هانوفر څخه د دفاع په موخه له انګلستان راوغوښتل شو. په هاسټنبک جګړه کې د هغوی له ماتې وروسته، د ۱۷۵۷ زکال په وروستیو کې د هرشل پلارایزاک خپل دوه زامن د کډوالۍ په موخه انګلستان ته ولېږل. په داسې حال کې چې د نوموړي مشر ورور ژاکوب له هانوفري ګارد څخه ترخیص اخیستی و او ویلهلم له خدمت څخه په تېښته تورن شو خو بیا ورته دریم جورج په ۱۷۸۲ زکال کې بخښنه وکړه. [۲۹][۳۰]
دغه مهال ویلهلم ۱۹ کاله عمر درلود او د انګلیسي ژبې تکړه زده کوونکی و. نوموړی په انګلستان کې د خپل نوم په انګلیسي ډول یا فریدریک ویلیام هرشل باندې خپلو چارو ته دوام ورکړ.
نوموړي د ترومپېت سربېره ویلون، هارپسیکورد او وروسته ارګن هم غږولی شو. نوموړي د ګڼ شمېر موسیقاری اثارو کمپوزونه جوړ کړي و چې ۲۴ سمپونيک اثار، ګڼ شمېر یو غږ لرونکي اثار او یو شمېر کلیسايي موسیقۍ په کې شاملېږي. شپږ سمپونيک آثار یې د ۲۰۰۲ زکال په اپرېل میاشت کې د لندن موزارت موسیقۍ غږونکو (London Mozart Players) له خوا د ماتیاس بامرت تر رهبرۍ لاندې ثبت شول. [۳۱][۳۲][۳۳]
هرشل په ۱۷۶۱ زکال کې سانډرلنډ ته کډه وکړه چېرې چې چارلز آویزون هغه د خپل نیوکسل ارکستر د تکنوازه ویلون غږونکي په توګه وګماره او د یو فصل لپاره یې هلته کار وکړ. [۳۴][۳۵][۳۶]
په ۱۷۶۶ زکال کې هرشل په باث ښار کې د اته ضلعي سالون ارګن غږونکی شو؛ هغه ښکلې ودانۍ چې په ارامښت ځای یې شهرت درلود او هرشل هم د دغه ښار د عامه کنسرتونو مدیر و. نوموړی په ۱۷۶۶ زکال کې د ښار ارګن غږونکی وټاکل شو او خپل پیلنی کنسرت یې د ۱۷۶۷ زکال د جنوري په لومړۍ نېټه ترسره کړ. له دې امله چې تر دغه مهاله د ارګن جوړښت لا بشپړه وده نه وه کړې نوموړي د ویلون کنسرتو، ترامپیت کنسرتو او هارپسیکورد سوناتا په ګډون د خپلو کمپوزونو په وړاندې کولو سره خپله وړتیا وښوله. [۳۷][۳۸][۳۹]
د نوموړي خور کارولین د ۱۷۷۲ زکال د اګست په ۲۴ مه انګلستان ته راغله څو له ویلیام سره د باث ښار په نیوکېنګ واټ کې ژوند وکړي. دغه مهال د هر شل وروڼه دیتریش، الکساندر او ژاکوب (۱۷۳۴- ۱۷۹۲ زکال) د باث ښار د موسیقۍ غږونکو په توګه پېژندل کېدل. په ۱۷۸۰ زکال کې هرشل د باث ښار د ارکستر مدیر وټاکل شو او خور به یې هم تر ډېره د زیر غږ لرونکې تک نوازې په توګه راڅرګندېده. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]
کورنۍ او مړینه
[سمول]د ۱۷۸۸ زکال د مۍ میاشتې په ۸ مه، ویلیام هرشل له کونډې ماري پیت (کورنی نوم یې بالدوین و) سره د سلاو د آپتون سیمې په سنت لورانس کلیسا کې واده وکړ. هغوی د جان په نوم یو زوی درلود چې د ۱۷۹۲ زکال د مارچ په ۷ مه رصد خانې ته په اړوند کور کې وزېږېد. د ویلیام مخینې او د یو عالم په توګه د نوموړي څرګندېدو د هغه د ماشومانو او لمسیانو پر لویوالي پام وړ اغېز درلود. نوموړی په ۱۷۸۸ زکال کې د امریکا د علومو او هنرونو د اکاډمۍ د بهرني افتخاري غړي په توګه وټاکل شو. په ۱۸۱۶ زکال کې ویلیام د ولیعهد شهزاده له خوا د ولفي سلطنتي ټولنې شوالیه (مخکښ) وټاکل شو او د «ښاغلي» افتخاري لقب ورکړل شو، په داسې حال کې چې د بریتانیا د رسمي شوالیه و له ځایګي سره برابر نه و. نوموړي مرسته وکړه څو په ۱۸۲۰ زکال کې د لندن د ستورپوهنې ټولنه رامنځته شي؛ دغې ټولنې په ۱۸۳۱ زکال کې سلطنتي فرمان ترلاسه کړ او د ستور پوهنې په سلطنتي ټولنې واوښته. نوموړی په ۱۸۱۳ زکال کې د سویډن د علومو د سلطنتي اکاډمۍ د بهرني غړي په توګه وټاکل شو. [۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]
هرشل د ۱۸۲۲ زکال د اګست په ۲۵ مه له یوې اوږد مهالې ناروغۍ وروسته د سلاو د وینزر واټ په رصد خانه کې ومړ. نوموړی د سلاو په آپتون سیمه کې د سنت لورنس کلیسا ته څېرمه خښ کړای شو. د هغه د قبر په ډبره لیکل شوي چې؛ هغه د اسمانانو له دیوالونو تېر شوی (Coelorum perrupit claustra). [۵۰]
کارولین د هغه په مړینې سخته خواشینه شوه او د هغه له مړینې وروسته فورا هانوفر ته ستنه شوه؛ هغه پرېکړه چې وروسته پرې پښېمانه وه. هغې ۵۰ کاله په انګستان کې ژوند کړی و او علایق یې په شدیده توګه په هانوفر کې د خپلې کورنۍ پر ځای له خپل وراره جان هرشل سره یوشان و چې هغه هم ستور پوه و. هغې د سحابي ګانو د نوملړ په جوړولو خپل کار ته دوام ورکړ او هغه څه یې تولید کړل چې وروسته د سحابي ګانو په عامه نوي نوملړ واوښت. نوموړې د ۱۸۴۸ زکال د جنوري په ۹ مه مړه شوه. [۵۱][۵۲][۵۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ ليکوال: Agnes Mary Clerke — سرليک: Herschel, William — خپور کړی: Dictionary of National Biography, 1885–1900
- ↑ پیوستون : 118841920 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ ۳٫۵ پیوستون : 118841920 — ليکوال: Arthur Berry — سرليک: A Short History of Astronomy — خپروونکی: John Murray Invalid
<ref>tag; name "51e9b2ce443d9376663dc87b117e7926a15fef99" defined multiple times with different content - ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb14064893z — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb14064893z — سرليک: Гершель — خپور کړی: Riemann's Music Dictionary
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7071 — سکالو پېژند: William Herschel — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/20842669 — سکالو پېژند: William Herschel — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ سکالو پېژند: William Herschel — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Herschel,_William — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6hx1j8c — سکالو پېژند: William Herschel — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/William-Herschel — سکالو پېژند: Sir William Herschel — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/herschel-friedrich-wilhelm-william — سکالو پېژند: Friedrich Wilhelm (William) Herschel — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ Diamond Catalog ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/107248 — سکالو پېژند: William Herschel
- ↑ سکالو پېژند: Frederick William, Friedrich Wilhelm Herschel — Musicalics composer ID: https://musicalics.com/de/node/79865
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/26206 — سکالو پېژند: Frederick William (Friedrich Wilhelm) Herschel — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=117636 — سمونګر: Bruno Delmas او Rémi Mathis — سرليک: Friedrich Wilhelm Herschell
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/Frederik-William-Herschel — خپرېدونېټه: ۱ ډېسمبر ۲۰۲۰
- ↑ ليکوال: Agnes Mary Clerke — سرليک: Herschel, William — خپور کړی: Dictionary of National Biography, 1885–1900
- ↑ ليکوال: Vasily Vitkovsky — سرليک: Гершель, Вильям — خپور کړی: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume VIIIа, 1893
- ↑ سرليک: Гершель — خپور کړی: Riemann's Music Dictionary
- ↑ ليکوال: Agnes Mary Clerke — سرليک: Herschel, William — خپور کړی: Dictionary of National Biography, 1885–1900 — وينا: He died of bilious fever, on 25 Aug. 1822, in his eighty-fourth year, and was buried in the church of St. Laurence at Upton, near Slough.
- ↑ https://www.amacad.org/sites/default/files/media/document/2019-10/electionIndex1780-1799.pdf
- ↑ سرليک: Kindred Britain
- ↑ Hoskin, Michael, ed. (2003). Caroline Herschel's autobiographies. Cambridge: Science History Publ. p. 13. ISBN 978-0905193069.
- ↑ "William Herschel | Biography, Education, Telescopes, & Facts". Encyclopedia Britannica (in انګليسي). ترلاسهکېدو نېټه 2021-09-15.
- ↑ "Herschel". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
- ↑ "Sir William Herschel | British-German astronomer".
- ↑ "Herschel discovers infrared light". Cool Cosmos. خوندي شوی له the original on 25 February 2012. ترلاسهکېدو نېټه 6 June 2018.
- ↑ "Mars in the Classroom". Copus. ترلاسهکېدو نېټه 5 June 2018.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ Hoskin, M. (2004). "Was William Herschel a deserter?". Journal for the History of Astronomy. 35, Part 3 (120): 356–358. Bibcode:2004JHA....35..356H. doi:10.1177/002182860403500307. S2CID 117464495.
- ↑ Clerke, Agnes M (1908). "A Popular History of Astronomy During the Nineteenth Century" (4 (republished as eBook number 28247) ed.). London (republished eText): Adam and Charles Black (republished Project Gutenberg): 18.
{{cite journal}}: Cite journal requires|journal=(help) - ↑ Griffiths, Martin (18 October 2009). "Music(ian) of the spheres William Herschel and the astronomical revolution". LabLit. ترلاسهکېدو نېټه 4 June 2018.
- ↑ "Chan 10048 William Herschel (1738–1822)". Chandos. ترلاسهکېدو نېټه 4 June 2018.
- ↑ Holmes 2008، مم. 67.
- ↑ "Seagull city: Sunderland's literary and cultural heritage". Seagull city. 24 May 2017.
- ↑ Lubbock, Constance Ann (1933). The Herschel Chronicle: The Life-story of William Herschel and His Sister, Caroline Herschel. CUP Archive. pp. 1–.
- ↑ Barentine, John C. (2015). The Lost Constellations: A History of Obsolete, Extinct, or Forgotten Star Lore. Springer. p. 410. ISBN 9783319227955.
- ↑ Cowgill, Rachel; Holman, Peter, eds. (2007). Music in the British Provinces, 1690–1914. London and New York: Routledge. pp. 100–111. ISBN 9781351557313. ترلاسهکېدو نېټه 4 June 2018.
- ↑ Macpherson, Hector Copland (1919). Herschel. London & New York: Society for Promoting Christian Knowledge; Macmillan. p. 13. ترلاسهکېدو نېټه 4 June 2018.
- ↑ Duckles, V. (1962). "Sir William Herschel as a Composer". Publications of the Astronomical Society of the Pacific. 74 (436): 55–59. Bibcode:1962PASP...74...55D. doi:10.1086/127756.
- ↑ Schaarwächter, Jürgen (2015). Two Centuries of British Symphonism: From the beginnings to 1945. Olms: Verlag. ISBN 9783487152288. ترلاسهکېدو نېټه 4 June 2018.
- ↑ Winterburn, E. (25 June 2014). "Philomaths, Herschel, and the myth of the self-taught man". Notes and Records. 68 (3): 207–225. doi:10.1098/rsnr.2014.0027. PMC 4123665. PMID 25254276.
- ↑ Hoskin, M. (1980), "Alexander Herschel: The forgotten partner", Journal for the History of Astronomy, 35 (4): 387–420, Bibcode:1980JHA....11..153H, doi:10.1177/002182868001100301, S2CID 115478560.
- ↑ "Welcome to Herschel Museum of Astronomy". Herschel Museum of Astronomy. ترلاسهکېدو نېټه 4 June 2018.
- ↑ Hoskin, Michael, ed. (2003). Caroline Herschel's autobiographies. Cambridge: Science History Publ. p. 13. ISBN 978-0905193069.
- ↑ Hanham, A. & Hoskin, M. (2013). "The Herschel Knighthoods: Facts and Fiction". Journal for the History of Astronomy. 44 (120): 149–164. Bibcode:2013JHA....44..149H. doi:10.1177/002182861304400202. S2CID 118171124.
- ↑ "Book of Members, 1780–2010: Chapter H" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. ترلاسهکېدو نېټه 28 July 2014.
- ↑ "A brief history of the RAS". Royal Astronomical Society. ترلاسهکېدو نېټه 6 June 2018.
- ↑ Shortland, E. (1820). "The Astronomical Society of London". Journal of the British Astronomical Association. 81: 44–47. ترلاسهکېدو نېټه 6 June 2018.
- ↑ Holmes 2008، مم. 186.
- ↑ Pendergrast, Mark (2004). Mirror mirror : a history of the human love affair with reflection. New York: Basic Books. p. 159. ISBN 978-0465054718. ترلاسهکېدو نېټه 17 May 2018.
- ↑ Herschel, Caroline (1876). Herschel, Mrs. John (ed.). Memoir and Correspondence of Caroline Herschel. London: John Murray, Albemarle Street.
- ↑ Olson, Roberta J. M.; Pasachoff, Jay M. (2012). "The Comets of Caroline Herschel (1750–1848), Sleuth of the Skies at Slough". Culture and Cosmos. 16: 53–80. arXiv:1212.0809. Bibcode:2012arXiv1212.0809O. doi:10.46472/CC.01216.0213. S2CID 117934098.
- ↑ "Caroline Herschel Biography". Space.com. 4 September 2012. ترلاسهکېدو نېټه 23 April 2016.
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1822ز مړينې
- 25 اگست مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P3373
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P802
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه
- CS1: long volume value
- CS1 errors: missing periodical

