ویلیام رانډولف هرسټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ویلیام رانډولف هرسټ
(انګلیسي: William Randolph Hearst د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ویلیام رانډولف هرسټ
ویلیام رانډولف هرسټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ اپرېل ۱۸۶۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
سان فرانسسکو   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 14 اگسټ 1951 (88 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۱۱] او 14 اگسټ کال 1951 (87–88 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۱۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال
سوداگر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ویلیام رانډولف هرسټ
ویلیام رانډولف هرسټ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ویلیام رانډولف هرسټ (زوکړه: د ۱۸۶۳ زکال د اپرېل ۲۹ مه – مړینه: د ۱۹۵۱ زکال د اګست ۱۴ مه) امریکايي سوداګر، د ورځپاڼې چلونکې او سیاستوال و چې د هرسټ کمونېکشن په نامه د زنجیروي لوی رسنیز شرکت د جوړولو له امله شهرت لري. احساسي او انساني علایقو ته په اړوندو مواردو باندې په ټینګار د ژیړ ژورنالېزم په برخه کې د هغه هڅو په ټولو وګړیزو رسنیو باندې اغېز وکړ. هرسټ په ۱۸۸۷ زکال کې له میچل تروبیت سره هغه مهال په رسنیزه سوداګرۍ کې شریک شو چې بډایه پلار یې سناتور جورج هرسټ د سانفرانسېسکو ایکزماینز اخبار واګې په خپل واک کې واخیستې. [۱۴]

نیویارک ښار ته له کډه کولو وروسته هغه د نیویارک ژورنال ورځپاڼه خپله کړه او له جوزف پولیتزر سره یې د نیویارک ورلډ پر سر سخت کړکېچ وکړ. هرسټ د جرایمو، فساد، سکس او کنایو د لویو عناوینو په کارولو سره خپل اخبارونه پېرل. هرسټ د خپل فعالیت په اوج کې یې د امریکا په لویو ښارونو کې ۳۰ اخبارونه خپرول. هغه وروسته د مجلو خپرولو ته هم مخه کړه او په نړۍ کې یې د اخبارونو او مجلو لویه سوداګري جوړه کړه. هرسټ د دغو ټولو مدیر مسئولیت پر غاړه درلود او په خپلو اخبارونو او مجلو کې یې د سیاسي خبرونو پوښښ تر کنټرول لاندې درلود چې تر ډېره پورې یې خپل شخصي نظریات خپرول. نوموړي په کیوبا کې د هسپانویانو جنایاتو ته لمن ووهله په داسې حال کې چې په ۱۸۹۸ زکال کې یې د هسپانیا پر وړاندې جګړې ته هغوی ور وبلل. ورته مهال تاریخ پوهان له هسپانیا سره د جګړې اړوند د هغه ادعاوې رد وي او هغه له کچې زیاته مبالغه بولي.

نوموړی دوه ځله د متحده ایالاتو د استازو جرګې ته د دیموکرات نوماند په توګه لار ومونده. هغه په ۱۹۰۴ زکال کې د متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نوماندۍ، په ۱۹۰۵ او ۱۹۰۹ زکلونو کې د نیویارک ښار ښاروالۍ او په ۱۹۰۶ زکال کې د نیویارک ایالت د والي څوکۍ ته ځان نوماند کړ خو بریالی نه شو. نوموړي د خپل سیاسي فعالیت پر مهال تر ډېره پورې د مترقي خوځښت د کیڼ اړخې ډلې له نظریاتو ملاتړ کاوه او ادعا یې کوله چې د کارګرې طبقې استازولي کوي.

له ۱۹۱۸ زکال او د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای وروسته، هرسټ په تدریج سره محافظه کاره لیدلورو ته مخه کړه او د یو انزواګرایانه بهرني سیاست په ترویج کولو یې پیل وکړ څو د هغو چارو له لا ښکېلتیا مخه ونیول شي هغه چې ده د اروپا د فاسدو چارو په توګه ورته اشاره کوله. نوموړی ورته مهال یو مبارز ملت پاله، د روسیې له انقلاب وروسته سخت دریځی کمونېزم ضد او همدارنګه د ملتونو په ټولنې، بریتانویانو، فرانسویانو، جاپانیانو او روسانو باندې بدګمانه و. نوموړی له ۱۹۳۲ زکال څخه تر ۱۹۳۴ زکال پورې د فرانکلین روزولټ پیاوړی ملاتړی و، خو وروسته له هغه جلا شو او په ښي اړخ کې د هغه په مخکښ مخالف واوښت. د ۱۹۳۰مې لسیزې په نیمايي کې د هرسټ انشاراتو د لوستونکو شمېر ۲۰ میلیونه کسانو ته په ورځ کې ورسېد. هغه چندان سم مالي مدیریت نه درلود او له همدې امله د لوی اقتصادي ناورین پر مهال دومره پوروړی شو چې ډېری پانګونې یې د ۱۹۳۰مې لسیزې په وروستیو کې منحل شوې. بیا هم هرسټ وکولای شول خپلې ورځپاڼې او مجلې وساتي. [۱۵]

د نوموړي د ژوند کیسه د سیټیزن کین په فلم کې (۱۹۴۱ زکال) کې د چارلز فاسټر کین د مخکښ شخصیت اورسن ولز الهام بخښونکی و. د هرسټ قلا چې آرام سمندر ته څېرمه په سن سیمئون کې جوړه شوې وه، د دولتي تاریخي ودانۍ په توګه ساتل کېږي او ملي تاریخي ودانۍ بلل کېږي. [۱۶]

سیاست ته مخه کول[سمول]

هرسټ دوه ځلې کانګرس ته ځان نوماند کړ او بریالی شو، خو وروسته یې په څو نورو ټاکنو کې ماته وخوړه. نوموړي په ۱۹۰۵ او ۱۹۰۶ زکال کې د نیویارک ښار د ښاروالۍ او په ۱۹۰۶ زکال کې د نیویارک د ایالت د څوکۍ په ټاکنو کې کلکه ماته وخوړه او یوازې تش په نامه دیموکرات پاتې شو، په داسې حال کې چې د خپلواکۍ ګوند یې جوړ کړ. هغه د ایالت د څوکۍ په ټاکنو کې له چارلز ایوانز هیوز څخه ماته وخوړه. [۱۷][۱۸][۱۹]

هرسټ د ترقي غوښتونکي خوځښت په کیڼ اړخ کې و او د کارګري طبقې (هغو چې د ده اخبارونه به یې پېرل) په استازولۍ به یې خبرې کولې، خو شتمن وګړي او واکمنان به یې (چې د هغه د لیکنو سپکاوی به یې کاوه) محکوم کول. د تاماني هال (په منهتن کې دیموکرات بنسټ و) په ملاتړ هرسټ په ۱۹۰۲ او ۱۹۰۴ زکال کې له نیویارک څخه کانګرس ته لار ومونده. نوموړي په ۱۹۰۴ زکال کې ولسمشرۍ ته د دیموکرات ګوند د نوماندۍ د ترلاسه کولو اړونډ ډېره هڅه وکړه خو د محافظه کار آلتون بي پارکر له خوا یې ماته وخوړه. هرسټ هغه مهال چې په ۱۹۰۷ زکال کې له تاماني جلا شو، د نیویارک ایالت د ښاروالۍ د ښاروال په توګه د دریم ګوند په استازیتوب چې هغه خپله د Municipal Ownership League په نامه جوړ کړی و، دغې څوکۍ ته ځان نوماند کړ او په دې سره تاماني هال د هغه د ماتې خوړو په برخه کې ډېره هڅه وکړه.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

هرسټ چې د بریتانیا د سترواکۍ یو له مخالفینو څخه و، په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې د امریکا له مداخلې او د ملتونو د ټولنې له جوړېدو سره یې مخالفت څرګند کړ. په ۱۹۲۰ او ۱۹۲۴ زکال پورې د هغه ورځپاڼو د هر نوماند له تائید کولو ډډه وکړه. د دولتي مسئولیت د ترلاسه کولو په موخه هغه ته وروستی وړاندیز په ۱۹۲۲ زکال کې و، هغه مهال چې د تاماني هال بنسټ یو شمېر مشرانو له نیویارک ایالت څخه د متحده ایالاتو سنا ته د هغه له لار موندو ملاتړ وکړ. آل سیمت دغه وړاندیز وتو کړ او د هرسټ دایمي دښمني یې پر غاړه واخیسته. هرسټ د ۱۹۳۲ زکال د دیموکرات ګوند په ملي کنوانسیون کې له سمیت څخه د غچ اخیستو د برخې په توګه د خپلو متحدینو ویلیام ګیبز مکادو او جان نانس ګارنر له لارې په داسې حال کې چې هغوی له فرانکلن ډي. روزولټ سره مخالف و، خو بیا یې هم د هغه ملاتړ وکړ.[۲۴]

مړینه[سمول]

په ۱۹۴۷ زکال کې هرسټ د روغتیايي پالنې په لټه کې په سان سایمون کې خپل ځای پرېښود؛ ځکه په دغه لرې پرته سیمه کې روغتیايي پالنو ته لاسرسی نه کېده. نوموړی د ۱۹۵۱ زکال د اګست په ۱۴مه د ۸۸ کلونو په عمر په بورلی هیلز کې ومړ. نوموړی د کالیفورینا په کولما سیمه کې په کیپریس لاون مقبره کې چې والدینو یې جوړه کړې وه، خښ کړای شو. [۲۵]

د نوموړي د وصیت له مخې د هرسټ او د ویلیم رانډولف هرسټ د بنسټونو په نومونو دوه مرستندویه ټولنې جوړې شوې. [۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123437473 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/385175 — subject named as: William Randolph Hearst — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6rx9dr6 — subject named as: William Randolph Hearst — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/466 — subject named as: William Randolph Hearst — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p12425.htm#i124245 — subject named as: William Randolph Hearst — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: William Randolph Hearst — Lambiek Comiclopedia artist ID: https://www.lambiek.net/artists/h/hearst_wr.htm — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپرونکی: Lambiek — پیدا کوونکی: Kees Kousemaker
  7. subject named as: William Randolph Hearst — سرليک: Hearst, William Randolph — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T037117
  8. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=william+randolph;n=hearst;oc=1 — subject named as: William Randolph Hearst
  9. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/25714 — subject named as: William Randolph Hearst — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  10. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=24680 — subject named as: William Randolph Hearst — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000001373 — subject named as: William Randolph Hearst — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. https://libris.kb.se/katalogisering/42gjk99n14ws4bz — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۲
  13. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123437473 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  14. "Hearst" Archived March 3, 2016, at the Wayback Machine.. Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  15. Rodney Carlisle, "The Foreign Policy Views of an Isolationist Press Lord: W. R. Hearst & the International Crisis, 1936–41" Journal of Contemporary History (1974) 9#3 pp. 217–27.
  16. The Battle Over Citizen Kane Archived March 20, 2017, at the Wayback Machine., PBS.
  17. "William Randolph Hearst | American newspaper publisher". Encyclopedia Britannica. 
  18. Edson, Charles Leroy (1920). The Gentle Art of Columning: A Treatise on Comic Journalism. Brentano's. د کتاب پاڼې 34. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Wallace and Will Irwin". Interesting People. The American Magazine. March 1912. د کتاب پاڼې 545. د لاسرسي‌نېټه May 23, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Roy Everett Littlefield, III, William Randolph Hearst: His Role in American Progressivism (1980)
  21. Nasaw 2000، صص. 163, 172, 195–201, 205.
  22. Ben H. Procter, William Randolph Hearst: the early years, 1863–1910 (1998) ch 8–11
  23. Nasaw 2000، صص. 168–82.
  24. Posner, Russell M. (1960). "California's Role in the Nomination of Franklin D. Roosevelt". California Historical Society Quarterly. 39 (2): 121–39. doi:10.2307/25155325. JSTOR 25155325. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Kastner, Victoria (2000). Hearst Castle: The Biography of a Country House. Harry N. Abrams. د کتاب پاڼې 183. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Nasaw 2000، صص. 357–58.