ویلیام جکسون هوکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ویلیام جکسون هوکر
(انګلیسي: William Jackson Hooker د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ویلیام جکسون هوکر
ویلیام جکسون هوکر

د شخص معلومات
پيدايښت ۶ جولای ۱۷۸۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 12 اگسټ 1865 (80 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد جوزف ډالټون هوکر [۷][۸]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
نامتو زده کونکي جوزف ډالټون هوکر   د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک ليکوال [۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه بوټپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ویلیام جکسون هوکر (زوکړه: د ۱۷۸۵ زکال د جولای ۶ مه – مړینه: د ۱۸۶۵ زکال د اګست ۱۲ مه) انګلیسي بوټي پېژندونکی او د بوټو نقاش و؛ نوموړی په ۱۸۴۱ زکال کې هغه مهال چې کیو باغ د بوټو پېژندنې د باغ په توګه تر دولتي مالکیت لاندې راغی هغه د دغه باغ لومړنی مدیر شو. په کیو کې هغه د وچو بوټو یوه ټولګه جوړه کړه او دغه باغ یې د بوټو او ونو په څېړنیز مرکز واړوه. د هوک د اختصار معیار چې په بوټو پېژندنه کې د بوټو له یو نوم سره کارول کېږي نوموړي ته نغوته کوي. [۱۱]

هوکر په نورویچ کې وزېږېد او همالته یې زده کړې وکړې. کورني میراث ورسره مرسته وکړه څو سفرونه وکړي او ځان د طبیعي تاریځ په ځانګړې توګه د بوټو پوهنې ته وقف کړي. هغه په ۱۸۰۹ زکال کې ایسلنډ ته د خپل سفر راپور خپور کړ، په داسې حال کې چې یو شمېر یاددښتونه او د بوټو را غونډې کړې نمونې یې د اوږد سفر له امله له منځه لاړې. نوموړي په ۱۸۱۵ زکال کې د نورفولک د بانکوال ډاوسون ترنر له مشرې لور ماریا سره واده وکړ او له واده وروسته یې د ۱۱ کلونو لپاره په هالسورث کې ژوند وکړ او هلته یې د بوټو او ونو څېړنیز مرکز جوړ کړ چې د هغه مهال د بوټو پېژندونکو له خوا یې ډېر شهرت وموند.

هغه په یو سلطنتي فرمان سره د ګلاسکو پوهنتون د بوټو پېژندنې په پوهنځي کې د استادۍ څوکۍ خپله کړه، چېرې چې نوموړي له بوټي پېژندونکي او لیتوګرافر توماس هاپکریک سره کار کاوه او د جوزف بانکس سره له ملګرتیا او د خپل کار لپاره یې د نمونو د راغونډولو، څېړنو او د هغو لپاره یې د څېړنیزو چارو د طراحي په برخه کې د نوموړي له ملاتړ څخه خوند اخیست. هوکر په ۱۸۴۱ زکال کې د کیو سلطنتي باغ د مدیر په توګه د ویلیام تاونسند آیتون ځای ناستی شو. هغه د کیو باغ ته پراختیا ورکړه؛ نوې ګلخانې یې جوړې کړې او د ونو لپاره یې د ځانګړی ځای او د اقتصادي بوټو پوهنې په موخه یې د موزیم بنسټ کېښود. د هغه په آثارو کېThe British Jungermanniae (۱۸۱۶ زکال)،Flora Scotica  (۱۸۲۱ زکال) او Species Filicum (۱۸۴۶ – ۱۸۶۴ زکال) شاملېږي.

نوموړی په ۱۸۶۵ زکال کې د ستوني د مکروبي کېدو له امله ومړ او د کیو باغ په سنټ آن کلیسا کې خښ کړای شو. د هغه زوی جوزف ډالټون هوکر د هغه پر ځای د کیو باغ مدیر شو.

کورنۍ[سمول]

د هوکر پلار جوزف هوکر (۱۷۵۴- ۱۸۴۵ زکال) له بارکینګ کورنۍ سره اړیکه لرله او د هغوی لپاره یې په اکسټر او نورویچ کې د وړیو د کاروباري په توګه کار کاوه او د لوړ کیفیت لرونکو وړیو او د ورېښمو د ټوکرو سوداګري یې کوله. نوموړی یو اماتور بوټي پیژندونکی و چې اوبه خوړونکي بوټي یې راغونډول. د هغه د لمسي جوزف ډالټون هوکر په خبره «هغه خپله زده کوونکی او برابر جرمنی عالم و». جوزف هوکر د شپاړلسمې پېړې د تاریخ پوه جان هوکر او د الهیاتو د عالم ریچارډ هوکر خپلوان و. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د هغه مور لیدیا وینسنټ (۱۷۵۹ – ۱۸۲۹ زکال) د جیمز وینسنټ لور وه چې د نورویچ د وړۍ اوبدونکو او هنرمندانو کورنۍ ته اړونده وه. د هغې د تره زوی ویلیام جکسون د ویلیام جکسون هوکر پلار بللی (پدر خوانده) و. ویلیام جکسون په ۱۷۸۹ زکال کې له مړینې وروسته په سیسالټر، کنټ کې خپل جایداد د خپل بچه خوانده په نوم کړی و چې هوکر ته دغه جایداد په ۲۱ کلنۍ کې په میراث ورسېد. د لیدیا وینسنټ وراره جورج وینسنټ (۱۷۹۶ – نږدې ۱۸۳۲ زکال) د نورویچ د نقاشانو د مکتب یو له مخکښانو څخه و. [۱۷][۱۸][۱۹]

بیوګرافي[سمول]

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

ویلیام جکسون هوکر د ۱۷۸۵ زکال د جولای په ۶ مه نېټه د نورویچ د مګدلان سیمې په ۷۱- ۷۷ واټ کې وزېږېد. د ویلیام جکسون هوکر په نامه ماشوم ته د هغه د پلار او مور له خوا د ناسازګارانو په موقت عبادت ځای کې د ۱۷۸۵ زکال د نومبر په ۹ مه د تعمید غسل ورکړل شو. نوموړی له ۱۷۹۲ زکال څخه تر نوې ځوانۍ پورې د نورویچ ګرامر ښوونځي ته ولاړ؛ خو د هغه مهال اړوند د دغه ښوونځي هېڅ سوابق تر اوسه نه دي پاتې شوي چې له همدې امله د هغه د ښوونځي د دورې اړوند ډېر لږ اطلاعات شتون لري. هغه په ماشومتوب کې له حشراتو پېژندنې، مطالعې او طبیعي تاریخ سره لیوالتیا پیدا کړه. [۲۰][۱۹][۲۱]

په ۱۸۰۵ زکال کې هوکر هغه مهال چې د نورویچ د شمال په رکهیت کې یې قدم واهه یو کوچنی نوی بوټي (چې اوس مهال د پیري او ښاپېرۍ د بوټي په نوم پېژندل کېږي) کشف کړ. هغه د نورویچ له بوټي پېژندونکي جیمز اډوارډ سمیت سره وکتل څو د خپلو کوچنیو بوټو د ټولګې اړوند له هغه سره مشوره وکړي. سمیت ځوان هوکر ته مشوره ورکړه څو د خپل دغه کشف په اړه له بوټي پېژندونکي ډاوسون ټرنر سره اړیکه ونیسي. [۱۵][۲۲][۲۳]

د ۲۱ کلنۍ عمر ته په رسېدو سره هغه ته له خپل پدر خوانده څخه په کینټ کې جایداد په میراث پاتې شو. د هغه دغه شخصي مالکیت له ده سره مرسته وکړه څو سفر وکړي او له طبیعي تاریخ سره خپلې لیوالتیا ته پراختیا ورکړي. [۲۴][۲۵]

هوکر په ځوانۍ کې د نورفولک د الوتونکو مرغانو سره لیوالتیا پیدا کړه او خپل وخت یې په براډز او د نورفولک په ساحل کې د دغو الوتونکو په څېړنه ولګاوه. نوموړي همدارنګه په حشراتو باندې څېړنه وکړه او آن هغه مهال په ښوونځي کې د کشیش ویلیام کربي له خوا وستایل شو. په ۱۸۰۵ زکال کې کربي هغه او د هغه ورور جوزف ته د Omphalapion hookerorum په نوم د بوټو خوړونکو سوسکونو یوه بېلګه وقف کړه هغه وویل: «زه له نورویچ څخه د غوره طبیعت پېژندونکي ښاغلي ویلیام جکسون هوکر څخه د دغې نمونې د کشف له امله پوروړی یم. تر اوسه پورې ډېری نورې نه توصیف شوې نمونې د هغه او د هغه د ورور ښاغلي جوزف هوکر له خوا موندل شوې؛ له همدې امله زه د طبیعي تاریخ په خپلې خوښې وړ برخه کې د دوی د وړتیاو او هڅو د یادګار په توګه دغه حشره د دوی په نوم اېږدم». [۱۸][۲۶]

هوکر په ۱۸۰۵ زکال کې د املاکو د مدیریت په برخه کې د زده کړو په موخه د نورفولک سټارټون هال ته ولاړ، کېدای شي هم له دې امله چې د خپلو نویو ترلاسه شوو جایدادونو د مدیریت په موخه یې په دغه برخه کې زده کړو ته اړتیا لرله. نوموړي هلته له اشرافي کروندګر رابرټ پل سره ژوند کاوه. په ۱۸۰۶ زکال کې نوموړی د سلطنتي ټولنې مشر ښاغلي جوزف بنکس ته ورمعرفي شو. همدغه کال نوموړی د لندن د لئنین ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ. [۲۷][۲۸]

لومړني ملګري[سمول]

هوکر هغه مهال چې ځوان و د انګلستان د ختیځ د یو شمېر مخکښو طبیعت پوهانو سره یې ملګرتیا پیل کړه؛ په دغو طبیعت پوهانو کې سیمت چې په ۱۷۸۸ زکال کې یې د لندن د لئنین ټولنې بنسټ اېښی و او د کارل لینه د بوټو د کتابونو ټولګه یې لرله، بوټي پېژندونکی او د عتیقه توکو پېژوندونکی ډاوسن ترنر او جوزف بنکس شاملېدل. [۲۱]

واده او کورنۍ[سمول]

هوکر په ۱۸۱۵ زکال کې د ډاوسون ترنر او ماري پالګریو له مشرې لور ماریا سارا ترنر سره واده وکړ. ماریا اماتور هنرمنده وه چې کوچني بوټي یې غونډول او د خپلې خور الیزابت سره یې هغه رسامي کول. دغې جوړې سکاټلنډ ته له سفر وړاندې د شاتو د میاشتې پر مهال له لیک ډیسټریکټ او ټول ایرلنډ څخه لیدنه وکړه. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

دوی پنځه ماشومان لرل. زوی یې ویلیام ډاوسون هوکر (په ۱۸۱۶ زکال کې وزېږېد) طبیعت پوه و چې د یو ډاکټر په توګه یې زده کړې کړې وې. هغه له ۱۸۳۷ زکال څخه تر ۱۸۳۹ زکال پورې د ناروې په اړه د یادداشتونو په نامه اثر خپور کړ. هغه له خپلې نوې ښځې سره جامایکا ته کډوال شو خو په ۲۴ کلنۍ کې په کینګسټون کې ومړ. بل زوی یې جوزف ډالټون هوکر (په ۱۸۱۷ زکال کې وزېږېد) بوټي پېژندونکی و او په کیو کې د خپل پلار لومړی مرستیال و؛ نوموړي تر هغه مهاله چې په ۱۸۶۵ زکال کې ورته د کیو باغ مدیریت له پلاره پاتې شو د مرستیالۍ په څوکۍ یې لس کاله کار وکړ. د دوی درې لورانې ماریا (په ۱۸۱۹ زکال کې وزېږیده)، الیزابت (په ۱۸۲۰ زکال کې وزېږېده) او ماري هریت (په ۱۸۲۵ زکال کې وزېږیده) وې چې هریت د ۱۶ کلنۍ په عمر مړه شوه. [۳۳][۲۱]

مړینه[سمول]

هوکر په ۱۸۶۵ زکال کې ومړ او د کیو باغ په سنټ آن کلیسا کې خښ شو. په کیو باغ کې د هغه ځایګی د نوموړي زوی ونیو. [۳۴]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11698094X  — د نشر نېټه: ۲۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12552033s — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/William-Jackson-Hooker — subject named as: Sir William Jackson Hooker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/5912463 — subject named as: William Jackson Hooker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=123921 — subject named as: William Jackson HOOKER — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: William Jackson Hooker — BIU Santé person ID: https://www.biusante.parisdescartes.fr/histoire/biographies/index.php?cle=51615
  7. سرليک: Kindred Britain
  8. دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  9. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12552033s — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. Lawley, Mark. "William Jackson Hooker (1785–1865)". British Bryological Society. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lawley, Mark. "William Jackson Hooker (1785–1865)". British Bryological Society. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hooker 1902، ص. 9.
  14. Allan 1967، ص. 18.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Richardson 2002، ص. 33.
  16. Allan 1967، ص. 20.
  17. The American Journal of Science and Arts (1866). "Sir William Jackson Hooker". zenodo. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Hooker 1902، ص. 10.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Allan 1967، ص. 26.
  20. William Jacson Hooker کينډۍ:Sic in England and Wales Non-Conformist Record Indexes (RG4-8), 1588–1977, FamilySearch. کينډۍ:Registration required
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ ۲۱٫۲ Fitzgerald 2020.
  22. Richardson 2002، صص. 33–4.
  23. Allan 1967، ص. 17.
  24. Chisholm 1911، ص. 674.
  25. Allan 1967، صص. 26–7.
  26. Hooker 1902، ص. 11.
  27. Allan 1967، ص. 27.
  28. Hooker 1902، ص. 12.
  29. William Jackson Hooker in "England, Norfolk, Parish Registers (County Record Office), 1510–1997 FamilySearch (William Jackson Hooker).
  30. Lawley, Mark. "William Jackson Hooker (1785–1865)". British Bryological Society. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Hooker 1902، ص. 20.
  32. Hooker 1902، صص. 22–23.
  33. Lawley, Mark. "William Jackson Hooker (1785–1865)". British Bryological Society. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Chisholm 1911، صص. 674–675.