جوزف ډالټون هوکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ښاغلی جوزف ډالټون هوکر (زوکړه: د ۱۸۱۷ زکال د جون ۳۰ مه – مړینه: د ۱۹۱۱ زکال د ډسمبر ۱۰ مه) د نوولسمې پېړۍ پر مهال بریتانوی بوټي پېژندونکی او کاشف و. نوموړی د جغرافیايي بوټي پوهنې بنسټ ګر او د چارلز داروین نږدې ملګری و. هوکر له خپل پلار ویلیام جکسون هوکر وروسته د ۲۰ کلونو لپاره د بوټي پوهنې په برخه کې د سلطنتي کیو باغونو د مشر په توګه خدمت وکړ او د علومو اړوند یې عالي ویاړونه خپل کړل.[۱][۲][۳][۴]

ژوند لیک[سمول]

لومړني کلونه[سمول]

هوکر د انګلستان د سافولک په هالسوورث کې وزیږېد. نوموړی د بانکوال ډاوسون ټرنر د مشرې لور ماریا سارا ټرنر او د مشهور بوټي پېژندونکي او د ګلاسکو پوهنتون د بوټي پوهنې د څانګې د ښوونکي ښاغلي ویلیام جکسون هوکر دویم زوی و. له اووه کلنۍ وروسته هوکر په ګلاسکو پوهنتون کې د خپل پلار په لکچرونو کې ګډون کاوه او له هماغه مهاله یې د بوټو له جغرافیې او همدارنګه د کېپتان جیمز کوک په څېر د نورو کاشفینو له کشفي سفرونو سره لېوالتیا ومونده. هغه د ګلاسکو په عالي لیسه کې زده کړې وکړې او د طبابت په برخه کې د زده کړو په موخه ګلاسکو پوهنتون ته ولاړ چې په ۱۸۳۹ زکال کې یې له دغه پوهنتون څخه د طبابت د دوکتورا سند ترلاسه کړ. [۵]

د هغه تحصیلي سند لار برابره کړه چې د سمندري ځواکونو د طبي خدمتونو په برخه کې دنده ومومي. وروسته له هغه چې نوموړي په اچ ام اس اربوس بېړۍ کې د مرستیال جراح په توګه دنده ترلاسه کړه نوموړي د قطبي کاشف کېپتان جیمز کلارک روز په مشرۍ د سویلي مقناطیسي قطب په کشفي سفر کې سویلي قطب ته سفر وکړ. په دغه سفر کې د ګډون له امله هوکر د ریچارډ کلمنټ موډي شخصي کتابتون ته د بشپړ لاسرسي اجازه ومونده؛ کلمنټ بیا وروسته د فالکلنډ ټاپوګانو ګورنر وټاکل شو. هوکر دغه کتابتون «فوق العاده» وباله او له موډي سره یې نږدې اړیکې جوړې کړې. [۶][۷]

مړینه او خښول[سمول]

هوکر د ۱۹۱۱ زکال د ډسمبر په ۱۰مه نېټه د یوې لنډې او ظاهرا جزیي ناروغۍ له امله د برکشرد سانینګدیل کلي په کمپ نومي برخه کې په خپل کور کې هغه مهال ومړ چې ویده و. د ویسټ مېنسټر کلیسا مشر د داروین د قبر څنګ ته د هغه د خښولو وړاندیز وکړ، خو ټینګار یې درلود چې باید له خښولو وړاندې وسوزول شي. [۸]

د هغه کونډې، هیاسینث دغه وړاندیز رد کړ او بالاخره یې د هغه مړی هماغه ډول یې چې غوښتل د کیو په سېنټ آن کلیسا کې د خپل پلار څنګ ته خښ کړ چې له کیو باغونو څخه یې ډېره لږ فاصله لرله. په دغه کلیسا کې د هغه یادګاري ډبره چې پنځه بوټي په کې کښل شوي د ماتلیدا سمېټ له خوا طراحي شوې ده.

چارې[سمول]

د لویې بریتانیا جیولوژيکي سروې[سمول]

په ۱۸۴۵ زکال کې هوکر د اډینبورګ په پوهنتون کې د بوټي پوهنې د څوکۍ لپاره غوښتنلیک وسپاره. د دغې دندې په مسئولیتونو کې د سکاټلنډ د بوټو پوهنې په باغونو کې یو لړ چارې شاملې وې چې له امله یې دغې څوکۍ ته ګمارنه د سیمه ییزو سیاستوالو تر اغېز لاندې وه. د دغه ځایګي د ترلاسه کولو لپاره یوه اوږد مهاله او غیرمعموله مبارزه ترسره شوه چې بالاخره سیمه ییز بوټي پېژندونکي جان هالټون بالفور ترلاسه کړه. د داروین هغه مکاتبې چې اوس عمومي شوي ښيي چې داروین هم له دغې غیرمنتظره ګمارنې څخه حیران پاتې شوی و. هالټون په ګلاسکو پوهنتون کې هغه څوکۍ چې د بالفور په ټاکنې خالي شوې وه، رد کړه. پر ځای یې نوموړی په ۱۸۴۶ زکال کې د بریتانیا د جیولوژیکي سروې په اداره کې د بوټي پوهنې په څوکۍ کار پیل کړ. هغه په لرغونې بوټي پوهنې او همدارنګه د ولز په فوسیلي کروندو کې د ډبرو د سکرو په لټون پیل وکړ چې بالاخره یې په ۱۸۵۵ زکال کې هلته د ډبرو د سکرو لومړنی توپ کشف کړ. هغه د چارلز داروین د بوټي پوهنې د ښوونکي جان سټیونز هنسلو له لور فرانسېس هنسلو سره کوژده وکړه، خو خپلو چارو ته یې له دوام ورکولو سره پریمانه لیوالتیا لرله. هغه د لا زیاتو کشفیاتو او تجربې د ترلاسه کولو په موخه غوښتل هند او هیمالیا ته سفر وکړي. په ۱۸۴۷ زکال کې پلار یې دی هند ته د سفر او همدارنګه د کیو باغونو لپاره د بوټو د راغونډولو په موخه نوماند کړ چې بیا یې دغه سفر هم ترسره کړ. [۹][۱۰]

فلسطین ته سفر ۱۸۶۰ زکال[سمول]

هوکر د ۱۸۶۰ زکال په مني کې له ډانیل هانبري سره یوځای فلسطین ته سفر وکړ. دوی د سوریې او فلسطین دواړو څخه لیدنه وکړه او له هغه ځایه یې بوټي راغونډ کړل؛ د دغه سفر هېڅ بشپړ راپور نه دی خپور شوی، خو اړوند یې یو شمېر مقالې لیکل شوې دي. هوکر دلته د بوټو درې جغرافیايي تقسیمات تشخیص کړل: د سوریې او فلسطین لویدیځ، د سوریې او فلسطین ختیځ او د سوریې منځنۍ او پورتنۍ غرنۍ سیمې. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

مراکش ته سفر ۱۸۷۱ زکال[سمول]

هوکر د ۱۸۷۱ زکال په جون میاشت کې د جان بال، جورج ماو او د کرمپ په نامه د کیو باغونو د یو ځوان باغوان په ګډون مراکش ته سفر وکړ. هغوی د خپل دغه سفر راپورونه مراکو او لوی اطلس ته د سفر په نامه مجله کې خپاره (۱۸۷۸ زکال) کړل. [۱۷][۱۸]

داروین او تکامل[سمول]

هغه مهال چې هوکر په اربوس بېړۍ کې و، د بېګل له سفر څخه یې د چارلز داروین ترلاسه کړي شواهد ولوستل چې چارلز لایل وړاندې کړي و، په دې سره د یوه طبیعت پالونکي په توګه د داروین وړتیاوو پر هغه پام وړ اغېز وکړ. دوی دواړو سویلي قطب ته د هوکر له سفر وړاندې یوځل لیدلي و. وروسته له هغه چې هوکر انګلستان ته راوګرځېد، داروین له هغه سره اړیکه ونیوله او هغه ته یې بلنه ورکړه څو هغه بوټي چې له سویلي امریکا او ګالاپاګوس ټاپوګانو څخه یې راغونډ کړي، ورته ډلبندي کړي. هوکر هم هوکړه وکړه او په دې سره د دوی دواړو تل پاتې ملګرتیا جوړه شوه. د ۱۸۴۴ زکال د جنوري په ۱۱مه نېټه داروین هوکر ته د نوعو د ډول د بدلون او طبیعي انتخاب اړوند خپلو لومړنیو افکارو څرګندونه وکړه او هوکر هم له دغې چارې سره لیوالتیا څرګنده کړه. په ۱۸۴۷ زکال کې هغه هوکړه وکړه چې د دغې نظریې توضېح ته اړونده د داروین مقاله ولولي، هغه داروین ته د یو لړ یاددښتونو په لېږلو سره آرامه انتقادي نظرونه ورکړل. د دغې نظریې د پراختیا تر مهاله د دوی دواړو ترمنځ مکاتبې دوام وموند او په ۱۸۵۸ زکال کې داروین ولیکل چې هوکر «یوازنۍ ژوندۍ ارواه ده چې ما تل له هغه څخه مرسته ترلاسه کړې». [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

فریمن په ۱۹۷۸ زکال کې ولیکل «هوکر د چارلز داروین تر ټولو نږدې او باور وړ ملګری و». دوی دواړو یو بل ته پریمانه لیکونه لېږل او همدارنګه یې له یو بل سره مخامخ ناسته پاسته هم کوله. وړاندې له دې چې د الفرډ راسل والاس مشهوره لیکنه ډاون هاوس (د داروین کور) ته راورسېږي، هوکر او لایل دوه کسان و چې داروین د لیکونو پر مټ د هغوی مشورې ترلاسه کولې؛ داروین د والاس مقاله د طبیعي انتخاب اړوند خپلې نظریې سره ضم کړه.

د ۱۸۵۹ زکال په ډسمبر میاشت کې هوکر د فلورا تاسمانیا اړوند خپله مقدماتي مقاله خپره کړه، دا د بوټو پوهنې په برخه کې سویلي قطب ته د هغه د سفر وروستۍ مقاله وه. په دغه مقاله کې چې د نوعو د ریښې په نامه د چارلز داروین د کتاب له خپرېدو یوه میاشت وروسته خپره شوه هوکر د طبیعي انتخاب پر مټ د تکامل له نظریې خپل ملاتړ څرګند کړ او په دې سره د پوهانو له ډلې لومړنی کس شو چې په ښکاره توګه یې له داروین ملاتړ وکړ.

د تکامل اړوند تاریخي مناظره کې چې د ۱۸۶۰ زکال د جون میاشتې په ۳۰مه نېټه د اکسفورډ پوهنتون په موزیم کې ترسره شوه، کشیش ساموئل ویلبرفورس، بنجامین بروډي او رابرټ فیز د داروین د نظریې پر ضد ویناوې وکړې په داسې حال کې چې هوکر او توماس هنري هاکسلي بیا له هغو دفاع وکړه. د هوکر د خپل راپور له مخې هاکسلي نه بلکه ده خپله د ویلبرفورس د دلایلو پر وړاندې اغېزمن ځوابونه وړاندې کړل. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

هوکر په ۱۸۶۸ زکال کې د نورویچ غونډې پر مهال د بریتانیا د علومو د بنسټ مشري وکړه، هغه مهال چې د دارویني نظریاتو اړوند د هغه ویناوو د ټولو پام ځانته اړولی و. هوکر د توماس هنري هاکسلي نږدې ملګری او د ایکس کلب غړی و (چې له ۱۸۷۰مې لسیزې څخه یې د ۱۸۸۰مې لسیزې تر لومړیو پورې په سلطنتي ټولنې واک درلود). نوموړی د ایکس کلب له هغو دریو غړو څخه یو و چې د سلطنتي ټولنې مشري یې وکړه. هوکر په ۱۸۶۲ زکال کې د سویډن د علومو د اکاډمۍ د بهرني غړي په توګه وټاکل شو.

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite ODNB
  2. "Joseph Dalton Hooker". Darwin Correspondence Project (په انګلیسي ژبه کي). 2015-06-15. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Huxley 1918.
  4. Turrill 1963.
  5. Endersby 2008.
  6. Desmond, Ray (n.d.). "HOOKER, Sir JOSEPH DALTON". Dictionary of Falklands Biography including South Georgia. David Tatham. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Gurney, Alan (n.d.). "ROSS, Sir JAMES CLARK". Dictionary of Falklands Biography including South Georgia. David Tatham. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hall 1966، ص. 49.
  9. Ward, Paul (2001). "Erebus and Terror – The Antarctic Expedition 1839–1843, James Clark Ross". Cool Antarctica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Desmond 1999، ص. 18.
  11. Hooker, J.D. (3 March 2018). "Joseph Dalton Hooker in the Bay of Islands: 18 August to 23 November 1841" (PDF). Colenso Society (Supplement). 9 (3): 1–76. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Gurney, Alan (n.d.). "ROSS, Sir JAMES CLARK". Dictionary of Falklands Biography including South Georgia. David Tatham. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Desmond, Ray (n.d.). "HOOKER, Sir JOSEPH DALTON". Dictionary of Falklands Biography including South Georgia. David Tatham. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Tatham, David (n.d.). "MOODY, RICHARD CLEMENT". Dictionary of Falklands Biography including South Georgia. David Tatham. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Turrill 1963، صص. 110–113.
  16. Desmond 1999، صص. 36–42.
  17. Hooker، Ball او Maw 1878.
  18. Desmond 1999، ص. 85.
  19. "Darwin Correspondence Project – Letter 714 – Darwin, C. R. to Hooker, J. D., (13 or 20 November 1843)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Darwin Correspondence Project – Letter 729 – Darwin, C. R. to Hooker, J. D., (11 January 1844)". د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Darwin Correspondence Project – Letter 734 – Hooker, J. D. to Darwin, C. R., 29 January 1844". د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Darwin Correspondence Project – Letter 1058 – Darwin, C. R. to Hooker, J. D., 8 (February 1847)". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Darwin Correspondence Project – Letter 1066 – Hooker, J. D. to Darwin, C. R., (c. 4 March 1847)". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Darwin Correspondence Project – Letter 2345 – Darwin, C. R. to Hooker, J. D., 20 (October 1858)". د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Jensen 1991، صص. 208–211:Ch 3 is an excellent survey, and its notes gives references to all the eyewitness accounts except Newton: see notes 61, 66, 67, 78, 79, 80, 81, 84, 86, 87, 89, 90, 93, 95
  26. Wollaston 1921، ص. 118–120.
  27. Huxley to Dr FD Dyster, 9 September 1860, Huxley Papers 15.117.
  28. Lucas, JR (June 1979). "Wilberforce and Huxley: A Legendary Encounter". The Historical Journal. 22 (2): 313–330. doi:10.1017/S0018246X00016848. PMID 11617072. S2CID 19198585. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ جون ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  29. Lucas, JR (June 1979). "Wilberforce and Huxley: A Legendary Encounter". The Historical Journal. 22 (2): 313–330. doi:10.1017/S0018246X00016848. PMID 11617072. S2CID 19198585. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ جون ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  30. Thomson, Keith Stewart (2000). "Huxley, Wilberforce and the Oxford Museum", American Scientist, May–June 2000. Retrieved on 7 January 2009.