ویرا روبین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ویرا فلورانس کوپر روبین (زوکړه: د ۱۹۲۸ زکال د جولای ۲۳مه – مړینه: د ۲۰۱۶ زکال د ډسمبر ۲۵مه) امریکايي ستورپوهه وه چې د کهکشان د څرخ د کچې په ټاکلو کې یو له مخکښانو بلل کیږي. نوموړې د کهکشاني څرخ د منحني ګانو په څېړنې سره د کهکشان د وړاندوینه شوي زاویوي او د کهکشان د مشاهده شوي حرکت ترمنځ اختلاف کشف کړ. د کهکشان په څرخ کې د ستونزې د موندلو په برخه کې د هغې چارو د تیارې مادې د شتون اړوند شواهد وړاندې کړل. د هغې د چارو پایلې په راتلونکو لسیزو کې تائید شوې. [۱][۲][۳]

روبین په واسار کالج کې د ستورپوهنې د یوازنۍ زدکړیالې په توګه د خپلو علمي چارو په پیل کولو سره په کرنل پوهنتون او جورج ټاون پوهنتون کې د ماسټرۍ زدکړو ته مخه کړه، چېرې چې نوموړې په کهکشانونو کې د هابل جریان انحرافات مشاهده کړل او د کهکشاني ټولګو د شتون اړوند یې شواهد وړاندې کړل. نوموړې د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې د خپلو چارو له امله د نورو جایزو او ویاړونو سربېره د بروس مډال، د ستورپوهنې د سلطنتي ټولنې د سرو زرو مډال او د علومو ملي مډال ترلاسه کړ. [۴][۵][۶]

روبین خپل ژوند د ساینس په برخه کې د ښځو څخه په ملاتړ ولګاوه او د ستورپوهنې سره د لېواله ښځینه زده کوونکو د روزنې له امله یې شهرت درلود. نوموړې په دغه برخه کې د ډېری کسانو لپاره یوه مخکښه مېرمن وه چې له امله یې په ۲۰۱۵ زکال کې د ویرا کوپر روبین د علومو د ملي بنسټ د رصد خانې ودانیزې چارې پیل شوې. د نیویارک ټایمز له خوا د نوموړې میراث د کاینات پوهنې په نظریه کې «کوپرنیکي مقیاس ته بدلون ورکول» بلل کیږي. [۷][۸]

لومړنی ژوند[سمول]

ویرا کوپر د ۱۹۲۸ زکال د جولای په ۲۳مه د پنسلوانیا په فیلادلفیا کې وزیږېده. نوموړې له ځانه دوه مشرې خویندې لرلې. پلار او مور یې د ختیځې اروپا یهود کډوال وو؛ پلار یې پساک کوبچفسکي (فیلېپ کوپر) نومېده چې د لیتوانیا په ویلینوس (هغه مهال د پولنډ برخه و) کې زیږېدلی و او د برېښنا انجینر و؛ هغه متحده ایالاتو له کډوالۍ وروسته خپل نوم انګریزي ته واړوه. هغه په بېل ټلیفون کمپنۍ کې کار کاوه. ده د بساربیا (اوسني مولداویا) له وګړې روز اپلبام سره واده وکړ. دوی دواړو په بېل کمپنۍ کې ولیدل؛ چېرې چې روز د خپل واده تر مهاله دلته کار کاوه. [۹][۱۰]

کوپرانو په ۱۹۳۸ زکال کې واشنګټن ډي سي ته کډه وکړه، دلته ۱۰ کلنې ویرا د خپل کور له کړکۍ څخه ستورو ته په کتو له ستورپوهنې سره لېوالتیا پیدا کړه. هغه په یاد راوړې چې «ما هغه مهال د ځواب ویلو په پرتله له پوښتنې کولو سره ډېره لېوالتیا لرله؛ ما په ډېر لږ عمر کې پرېکړه وکړه چې موږ په یوه ډېره پېچلې او هڅو ته په اړتیا لرونکې نړۍ کې ژوند کوو». نوموړې د خپل پلار په مرسته یو نیمګړی تلسکوپ جوړ کړ او د آسماني اجرامو مشاهدې او تعقیب ته یې مخه کړه. دې په کولیج عالي لیسه کې زده کړې وکړې او په ۱۹۴۴ زکال کې ترې فارغه شوه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د روبین مشره خور، روث کوپر برګ، څارنواله وه چې وروسته یې د متحده ایالاتو په دفاع وزارت کې د اداري حقونو د قاضۍ په توګه دنده ترسره کړه. [۱۷]

زده کړې[سمول]

روبین ته دا الهام پیدا شوی و چې د لیسانس په کچه زده کړې په واسار کالج کې وکړي – هغه مهال دا په بشپړه توګه یو ښځینه کالج و – همدارنګه هغې له ماریا میچل څخه په الهام دغه کالج غوره کړی و چې په ۱۸۶۵ زکال کې نوموړې همالته ښوونکې وه. هغې د خپل ښوونځي د یوه ښوونکي لارښوونه چې علمي مسلک ځانته غوره نه کړي او هنرمنده شي له پامه وغورځاوه. نوموړې له في بتا کاپا ټولنې څخه فارغه او په ۱۹۴۸ زکال کې یې د ستورپوهنې د لیسانس سند ترلاسه کړ؛ چې دغه کال د ستورپوهنې له څانګې څخه یوازنۍ فارغه وه. هغې هڅه وکړه چې ماسټري په پرېنسټون پوهنتون کې کړي، خو دغه چاره یې د خپل جنسیت له امله ونشو کولای. پرېنسټون تر راتلونکو ۲۷ کلونو پورې د ستورپوهنې په برخه کې هېڅ ښځینه زده کوونکې نه منله. ورته مهال نوموړې په هاروارډ پوهنتون کې د زده کړو وړاندیز رد کړ. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

روبین په ۱۹۴۸ زکال کې له رابرټ جاشوا روبین سره واده وکړ چې د کارنل له پوهنتون څخه یې ماسټري لرله.[۲۷][۲۸]

روبین په کارنل پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړې پیل کړې او په ۱۹۵۱ زکال کې یې له دغه پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. هغې د ماسټرۍ د زده کړو پر مهال د ۱۰۹ کهکشانونو حرکات وڅېړل او د هابل له جریان څخه یې د انحراف لومړني مشاهدات ترسره کړل. نوموړې له ستورپوه مارتا کارپنټر سره په کهکشاني ډینامیکو کار وکړ؛ دوی خپله دغه څېړنه د فیلېپ موریسون، هانس بته او ریچارډ فاینمن تر نظر لاندې بشپړه کړه. له دې سره چې د دغې څېړنې پایله چې ګویا د کهکشانونو مداري حرکت د یو خاص قطب پر لور شتون لري، رد شوې خو دغه نظریه یې چې کهکشانونه د حرکت په حالت کې دي سمه وه او له امله یې پریمانه څېړنې ترسره شوې. د هغې دغو څېړنو همدارنګه له کهکشانونو څخه د عالي مختصاتو لرونکي سیسټم (supergalactic plane) شواهد وړاندې کړل. دغه اطلاعات او معلومات چې هغې کشف کړل؛ پرېمانه بحثونه یې را وپارول. له دې سره چې نوموړې د امیدوارۍ پر مهال هڅه وکړه څو خپلې دغې هڅې د امریکا د ستورپوهنې ټولنې ته وړاندې کړي، خو غوښتنه یې رد شوه او دغه مقاله هم له یاده وویستل شوه. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

روبین د دوکتورا زده کړې په جورج ټاون پوهنتون کې وکړې؛ دغه مهال دا په واشنګټن ډي سي کې یوازنی پوهنتون و چې د ستورپوهنې په برخه کې یې د دوکتورا په کچه سند ورکاوه. [۳۷][۳۸]

نوموړې د ۲۳ کلونو په عمر چې امیدواره هم وه د دوکتورا په کچه یې زده کړې پیل کړې او د زده کړو پر مهال یې په کور کې یو نوی زیږېدلی ماشوم هم درلود. هغې له فرانسېس هایډن سره زده کړو ته مخه کړه چې بیا نوموړي جورج ګامو ته ور معرفي کړه چې جورج ټاون ته په نږدې جورج واشنګټن پوهنتون کې یې تدریس کاوه او بالاخره د نوموړې د دوکتورا لارښود شو. د هغې د دوکتورا پای لیک په ۱۹۵۴ زکال کې بشپړ شو او دا پایله یې وړاندې کړه چې کهکشانونه په کایناتو کې د تصادفي توزیع پر ځای یو بل ته څېرمه موقعیت لري؛ هغه بحث پارونکې نظریه چې د نورو ستورپوهانو له خوا د دوه لسیزو لپاره وه نه لټول شوه. نوموړې د خپلو زده کړو پر مهال له ستړي کوونکي جنسيتي تبعیض سره مخ وه. آن په یوه مورد کې هغې اجازه وه نه مونده د خپل لارښود په دفتر کې ورسره وګوري، ځکه چې دغه مهال ښځو کاتولیک پوهنتون ته د تګ اجازه نه لرله. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

جایزې او ویاړونه[سمول]

  • د علومو د ملي اکاډمۍ غړیتوب (په ۱۹۸۱ زکال کې یې غړې شوه)[۴۷][۴۸][۴۹]
  • د پاپي علومو د اکاډمۍ غړیتوب[۵۰][۵۱]
  • د امریکا د فلسفي ټولنې غړیتوب[۵۲]
  • د ستورپوهنې د سلطنتي ټولنې د سرو زرو مډال (۱۹۹۶ زکال)[۵۳][۵۴][۵۵]
  • د ښځو او علومو په برخه کې د وایزمن جایزه (۱۹۹۶ زکال)[۵۶]
  • د کاینات پوهنې اړوند د ګروبر نړیواله جایزه (۲۰۰۲ زکال)[۵۷][۵۸]
  • د پاسفیک ستورپوهنې له ټولنې څخه د کاترین ولف بروس د سرو زرو مډال (۲۰۰۳ زکال)[۵۹]
  • د علومو له ملي اکاډمۍ څخه د جمیز کرېګ واټسون مډال (۲۰۰۴ زکال)[۶۰][۶۱]
  • د ریچټمیر یادګاري جایزه [۶۲]
  • د علومو په برخه کې د ډېکسون جایزه[۶۳]
  • د علومو اړوند ملي مډال (۱۹۹۳ زکال)[۶۴][۶۵]
  • د آډلر د یو عمر افلاکي لاسته راوړنو جایزه [۶۶]
  • د امریکا له ملي راډیويي رصد خانې څخه د جانسکي لکچرشېپ جایزه[۶۷]
  • د امریکا د ستورپوهنې له ټولنې څخه د نوریس راسل لکچرشېپ جایزه[۶۸]
  • د هاروارډ پوهنتون، یل پوهنتون، سمېت کالج، ګرینل کالج او پرینسټون پوهنتون څخه افتخاري دوکتوراوې[۶۹][۷۰]

شخصي ژوند[سمول]

ویرا روبین په ۱۹۴۸ زکال کې له رابرټ جاشوا روبین سره واده وکړ او په ۲۰۰۸ زکال کې د مړینې تر مهاله ورسره پاتې شوه. په کرنل کې د ماسټرۍ د زده کړو پر مهال د هغې ماشوم وزیږېد او د ماشومانو د لویولو پر مهال یې خپلو څېړنیزو چارو ته دوام ورکړ. د هغې ټولو څلورو زامنو د طبیعي علومو او ریاضیاتو په څانګو کې دوکتوراوې اخیستې دي: ډېوېډ (زوکړه: ۱۹۵۰ زکال) د متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروې په اداره کې ځمکپوه دی؛ جوډیټ یانګ (۱۹۵۲ – ۲۰۱۴ زکال) د ماساچوستس په پوهنتون کې ستور پوه و؛ کارل (زوکړه: ۱۹۵۶ زکال) په ایروین کې د کالیفورنیا د پوهنتون ریاضي پوه دی او آلن (زوکړه: ۱۹۶۰ زکال) بیا په پرېنسټون پوهنتون کې ځمکپوه دی. د روبین زامنو وروسته وویل چې دوی ته یې مور علمي ژوند د خوښې وړ او اسانه ګرځولی و؛ په دې سره یې مور د دوی الهام بخښونکې وه څو خپله پوهان شي. [۷۱][۷۲][۷۳][۷۴][۷۵][۷۶]

سرچينې[سمول]

  1. Overbye, Dennis (December 27, 2016). "Vera Rubin, 88, Dies; Opened Doors in Astronomy, and for Women". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه December 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 17 August 2021 باندې). Astronomers were skeptical about dark matter — until Vera Rubin came along: She built a bullet-proof case for exploring the concept.
  3. de Swart, Jaco; Bertone, Gianfranco; van Dongen, Jeroen (2017). "How dark matter came to matter". Nature Astronomy. 1 (59): 0059. arXiv:1703.00013. Bibcode:2017NatAs...1E..59D. doi:10.1038/s41550-017-0059. S2CID 119092226. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Overbye, Dennis (December 27, 2016). "Vera Rubin, 88, Dies; Opened Doors in Astronomy, and for Women". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه December 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "1996 November 8 meeting of the Royal Astronomical Society". The Observatory. 117: 129–135. June 1997. Bibcode:1997Obs...117..129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Domonoske, Camila (December 26, 2016). "Vera Rubin, Who Confirmed Existence Of Dark Matter, Dies At 88". NPR News. د لاسرسي‌نېټه December 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Overbye, Dennis (December 27, 2016). "Vera Rubin, 88, Dies; Opened Doors in Astronomy, and for Women". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه December 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "1996 November 8 meeting of the Royal Astronomical Society". The Observatory. 117: 129–135. June 1997. Bibcode:1997Obs...117..129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Bartusiak, Marcia (1993). Through a Universe Darkly: A Cosmic Tale of Ancient Ethers, Dark Matter, and the Fate of the Universe. Toronto, Ontario, Canada: HarperCollins Canada. د کتاب پاڼي needed. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0060183103. د لاسرسي‌نېټه December 29, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Overbye, Dennis (December 27, 2016). "Vera Rubin, 88, Dies; Opened Doors in Astronomy, and for Women". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه December 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Overbye, Dennis (December 27, 2016). "Vera Rubin, 88, Dies; Opened Doors in Astronomy, and for Women". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه December 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Larsen, Kristine (March 2009). "Vera Cooper Rubin". Jewish Women: A comprehensive historical encyclopedia. Brookline, MA: Jewish Women's Archive. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Irion, Robert (8 February 2002). "The bright face behind the dark sides of galaxies". Science. 295 (5557): 960–961. doi:10.1126/science.295.5557.960. PMID 11834801. S2CID 41891881. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په December 26, 2016 باندې). Vera Rubin, astronomer who proved existence of dark matter, dies at 88.
  15. (په October 4, 2016 باندې). How Vera Rubin Discovered Dark Matter. Astronomy Magazine.
  16. "The Doyenne of Dark Matter". The Attic. August 2, 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Bartusiak, Marcia (1993). Through a Universe Darkly: A Cosmic Tale of Ancient Ethers, Dark Matter, and the Fate of the Universe. Toronto, Ontario, Canada: HarperCollins Canada. د کتاب پاڼي needed. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0060183103. د لاسرسي‌نېټه December 29, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Overbye, Dennis (December 27, 2016). "Vera Rubin, 88, Dies; Opened Doors in Astronomy, and for Women". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه December 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Overbye, Dennis (December 27, 2016). "Vera Rubin, 88, Dies; Opened Doors in Astronomy, and for Women". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه December 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Irion, Robert (8 February 2002). "The bright face behind the dark sides of galaxies". Science. 295 (5557): 960–961. doi:10.1126/science.295.5557.960. PMID 11834801. S2CID 41891881. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Vera Cooper Rubin: Shedding light on dark matter". Innovators. Vassar College. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Domonoske, Camila (December 26, 2016). "Vera Rubin, Who Confirmed Existence Of Dark Matter, Dies At 88". NPR News. د لاسرسي‌نېټه December 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 27 December 2016 باندې). Vera Rubin, 88, dies; opened doors in astronomy, and for women.
  24. Overbye, Dennis (December 27, 2016). "Vera Rubin, 88, Dies; Opened Doors in Astronomy, and for Women". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه December 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "1996 November 8 meeting of the Royal Astronomical Society". The Observatory. 117: 129–135. June 1997. Bibcode:1997Obs...117..129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 27 December 2016 باندې). Vera Rubin, 88, dies; opened doors in astronomy, and for women.
  27. (په 17 August 2021 باندې). Astronomers were skeptical about dark matter — until Vera Rubin came along: She built a bullet-proof case for exploring the concept.
  28. Irion, Robert (8 February 2002). "The bright face behind the dark sides of galaxies". Science. 295 (5557): 960–961. doi:10.1126/science.295.5557.960. PMID 11834801. S2CID 41891881. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Larsen, Kristine (March 2009). "Vera Cooper Rubin". Jewish Women: A comprehensive historical encyclopedia. Brookline, MA: Jewish Women's Archive. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په December 26, 2016 باندې). Vera Rubin, astronomer who proved existence of dark matter, dies at 88.
  31. "1996 November 8 meeting of the Royal Astronomical Society". The Observatory. 117: 129–135. June 1997. Bibcode:1997Obs...117..129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Irion, Robert (8 February 2002). "The bright face behind the dark sides of galaxies". Science. 295 (5557): 960–961. doi:10.1126/science.295.5557.960. PMID 11834801. S2CID 41891881. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Vera Florence Cooper Rubin". The Bruce Medalists. Sonoma State University. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په October 4, 2016 باندې). How Vera Rubin Discovered Dark Matter. Astronomy Magazine.
  35. Drake, Nadia (December 27, 2016). "Vera Rubin, Pioneering Astronomer, Dies at 88". National Geographic. د اصلي آرشيف څخه پر December 28, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 28, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Irion, Robert (8 February 2002). "The bright face behind the dark sides of galaxies". Science. 295 (5557): 960–961. doi:10.1126/science.295.5557.960. PMID 11834801. S2CID 41891881. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "1996 November 8 meeting of the Royal Astronomical Society". The Observatory. 117: 129–135. June 1997. Bibcode:1997Obs...117..129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Popova, Maria (18 April 2016). "Pioneering astronomer Vera Rubin on women in science, dark matter, and our never-ending quest to know the universe". Brain Pickings (journalist blog). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Domonoske, Camila (December 26, 2016). "Vera Rubin, Who Confirmed Existence Of Dark Matter, Dies At 88". NPR News. د لاسرسي‌نېټه December 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Vera Cooper Rubin". Smithsonian National Air and Space Museum. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "1996 November 8 meeting of the Royal Astronomical Society". The Observatory. 117: 129–135. June 1997. Bibcode:1997Obs...117..129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Irion, Robert (8 February 2002). "The bright face behind the dark sides of galaxies". Science. 295 (5557): 960–961. doi:10.1126/science.295.5557.960. PMID 11834801. S2CID 41891881. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Popova, Maria (18 April 2016). "Pioneering astronomer Vera Rubin on women in science, dark matter, and our never-ending quest to know the universe". Brain Pickings (journalist blog). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Johnson, Ben; Tsai, Meigy (2001). "Vera Cooper Rubin". In Turner, Jean; Byers, Nina (المحررون). Contributions of 20th Century Women to Physics (CWP). Los Angeles, CA: University of California. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Overbye, Dennis (December 27, 2016). "Vera Rubin, 88, Dies; Opened Doors in Astronomy, and for Women". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه December 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Irion, Robert (8 February 2002). "The bright face behind the dark sides of galaxies". Science. 295 (5557): 960–961. doi:10.1126/science.295.5557.960. PMID 11834801. S2CID 41891881. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Irion, Robert (8 February 2002). "The bright face behind the dark sides of galaxies". Science. 295 (5557): 960–961. doi:10.1126/science.295.5557.960. PMID 11834801. S2CID 41891881. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. "Vera Rubin". The Gruber Foundation. د لاسرسي‌نېټه December 26, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. "Vera Rubin". National Academy of Sciences (NAS). 2016. د اصلي آرشيف څخه پر December 27, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 26, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "Vera Rubin". The Gruber Foundation. د لاسرسي‌نېټه December 26, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. "Women's History Month – Vera Rubin". 13.7 Billion Years. March 27, 2012. د اصلي آرشيف څخه پر December 27, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 26, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. "APS Members' Directory Search". American Philosophical Society. د اصلي آرشيف څخه پر April 1, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 26, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. "1996 November 8 meeting of the Royal Astronomical Society". The Observatory. 117: 129–135. June 1997. Bibcode:1997Obs...117..129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. "Winners of the Gold Medal of the Royal Astronomical Society". Royal Astronomical Society. د اصلي آرشيف څخه پر June 30, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 29, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. Johnson, Ben; Tsai, Meigy (2001). "Vera Cooper Rubin". In Turner, Jean; Byers, Nina (المحررون). Contributions of 20th Century Women to Physics (CWP). Los Angeles, CA: University of California. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. "Recipients". Weizmann Women & Science Award. د اصلي آرشيف څخه پر August 22, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 31, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. "2002 Gruber Cosmology Prize". The Gruber Foundation. د لاسرسي‌نېټه July 6, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. "2002 Gruber Cosmology Prize Press Release". The Gruber Foundation. د لاسرسي‌نېټه December 26, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  59. "Vera Rubin Wins 2003 ASP Bruce Medal and Other ASP Award Winners". San Francisco, California, US: Astronomical Society of the Pacific (ASP). 2003. د لاسرسي‌نېټه December 26, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  60. "James Craig Watson Medal". NAS. Archived from the original on July 23, 2013. د لاسرسي‌نېټه February 20, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  61. Bahcall, Neta A. (February 28, 2017). "Vera C. Rubin: Pioneering American astronomer (1928–2016)". Proceedings of the National Academy of Sciences. 114 (9): 2099–2100. Bibcode:2017PNAS..114.2099B. doi:10.1073/pnas.1701066114. ISSN 0027-8424. PMC 5338491. PMID 28167783. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  62. "News – Carnegie Institution for Science". Carnegie Science. د اصلي آرشيف څخه پر June 12, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 29, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  63. "Dickson Prize". NNDB. د لاسرسي‌نېټه December 26, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  64. "Vera Rubin". The Gruber Foundation. د لاسرسي‌نېټه December 26, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  65. NSF Staff (2016). "National Medal of Science 50th Anniversary: Vera Rubin (1928– )". Arlington, Virginia, US: National Science Foundation (NSF). د لاسرسي‌نېټه December 26, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  66. "Lifetime Achievement Award". Archived from the original on November 4, 2013. د لاسرسي‌نېټه February 20, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  67. "Jansky Lecture Redirect". د لاسرسي‌نېټه December 26, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  68. "Henry Norris Russell Lectureship". American Astronomical Society. د اصلي آرشيف څخه پر January 19, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 26, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  69. Bahcall, Neta A. (February 2, 2017). "Vera Rubin (1928–2016)". Nature. 542 (7639): 32. Bibcode:2017Natur.542...32B. doi:10.1038/542032a. ISSN 0028-0836. PMID 28150763. S2CID 4464509. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  70. "Vera Rubin". The Gruber Foundation. د لاسرسي‌نېټه December 26, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  71. "Vera Rubin". The Gruber Foundation. د لاسرسي‌نېټه December 26, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  72. (په February 5, 2008 باندې). Robert J. Rubin, 81; Scientist Whose Work Combined Disciplines.
  73. Larsen, Kristine (March 2009). "Vera Cooper Rubin". Jewish Women: A comprehensive historical encyclopedia. Brookline, MA: Jewish Women's Archive. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  74. Irion, Robert (8 February 2002). "The bright face behind the dark sides of galaxies". Science. 295 (5557): 960–961. doi:10.1126/science.295.5557.960. PMID 11834801. S2CID 41891881. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  75. Bahcall, Neta A. (February 2, 2017). "Vera Rubin (1928–2016)". Nature. 542 (7639): 32. Bibcode:2017Natur.542...32B. doi:10.1038/542032a. ISSN 0028-0836. PMID 28150763. S2CID 4464509. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  76. Irion, Robert (8 February 2002). "The bright face behind the dark sides of galaxies". Science. 295 (5557): 960–961. doi:10.1126/science.295.5557.960. PMID 11834801. S2CID 41891881. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)