وچکالي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د بېنامبرا، وېکټوريا، آسټراليا د سيمو د وچکالۍ يو انځور.

وچکالي په يوې سيمې کې د اوبو د زېرمو او موسمي ورښتونو د اوږدمهالي کمښت او کاختۍ مودې ته وييل کېږي چې له مياشتو نه تر کالونو پورې غځېدلې وي. په ټوليزه توگه، داسې يو حالت هغه وخت پېښېږي، کله چې د يوې سيمې د اوبو اتمسفيري بړاسونه په پرله پسې توگه تر منځنۍ کچې لږ وي. په يوه سيمه کې د وچکالۍ د پېښېدو وروسته د اړوندې سيمې چاپېريال او کرهڼه سخته اغېزمنېږي. که څه هم چې وچکالي تر ډېرو کالونو پورې غځېدلی شي او آن يو لنډمهاله او سخته وچکالي پر يوې سيمې څرگنده بدې اغېزې پرېښودلی شي.[۱] همداراز وچکالی تل سيمه ايزه وټه زيانمنوي.[۲]

د وچکالي د نړيوال پېژند له مخې، کرهڼه په پراخه کچه زېانمنېږي. د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخې هر کال د اوکراين هېواد په کچه حاصل داره زمکه د وچکالۍ، د ځنگلونو له مېنځه وړلو او د اقليمي بدلونونو په سبب شاړه او بې ثمره کېږي.[۳] په افريقايي سيمو کې اوږدمهالې وچکالۍ تل د مهاجرتونو او نورو انساني ناورينونو سبب گرځېدلې. وچ کالي - DROUGHT په انګریزي (drouth) هم لیکل کیږي. د اوږدې مودې لپاره د باران نشتوالی یا کموالی چې په هایډرولوجیک (hydrologic) یا اوبو کې د توازن نشتوالی او د اوبو د کمښت لامل ګرځي. له دې پرته کرنې ته زېان اړوي، د اوبو بهېدونکو لښتيو کې د اوبو کچه کمیږي او همداسې د ځمکې لاندې اوبه کمیږي چې له دې سره خاوره کې وچوالی رامنځته کیږي. د وچکالی د مخې نیولو لپاره د نړۍ په ځنې سیمو کې په ورېځ کې شیندنه کوي تر څو باران ووریږي خو په ورېځ کې شیندنه هم د وچکالۍ د مخنیوي لپاره کافي نده. د وچکالۍ څلور بنسټیز ډولونه ۱- دایمي وچکالي: کومه سیمه کې چې پر له پسې بارانونه نه کیږي، وچ اقلیم لري او په للمو ځمکو کې ېې کرنه ممکنه ده. ۲- موسمي وچکالي: هغه وچکالي ده چې د وچ موسم سره تړاو لري. په ځنې سیمو کې یوازې یو یا دوه موسمونو کې باران وریږي او نور موسمونه وچ وي. په دې سیمو کې هغه وخت خلک کرنه کوي چې د باران موسم ېې فصل ته وده ورکړای شي (د بارانونو د موسم نه کرنه مخکې کیږي). ۳- هغه وچکالي چې د وړاندوینې وړ نه وي: دې ډول وچکالی کې لکه د تل په څېر باران نه کیږي او سیمه نا څاپه وچیږي. دا ډول وچکالي د نړۍ په هره سیمه کې ممکنه ده. یوازې په یوې وړې سیمه اغیز کوي. ۴- نښکارېدونکې وچکالي: په اوړي کې چې د تودوخې لوړه درجه زېاتې اوبه له ځمکې تبخیر کړي او حتی ډېر دروند باران ېې هم بېرته کچه پوره نشي کړای د نښکارېدونکې وچکالۍ په نامه یادیږي. دا ډول وچکالي د فصلونو په حاصلاتو کې کمی راولي.

منابع

ه http://1rahimi.blogspot.be/

سرچينې

  1. Living With Drought
  2. Australian Drought and Climate Change Archived 2018-07-26 at the Wayback Machine., retrieved on June 7th 2007.
  3. 2008: The year of global food crisis