ويکيپېډيا:کينډۍ لاسوند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کينډۍ مېډياويکي سافټوير کې ډېر کاروړ توکي دي۔ خو ځينې وختونه نوي کارنانو ته د کينډيو په پوهېدلو او کارولو کې له ستونزو سره مخ کيږي ، حتی ځينې وختونه پخواني او تجربه کاره کارنان هم د پېچلو کينډيو په پوهېدلو او کارولو کې له ستونزو سره مخ کيږي، له همدې کبله ده چې له هرې کينډۍ سره يو لاسوند مخ وي، چې په هغې کې د نوموړې کينډۍ د کارولو تګلار ښودل شوې وي.

هغه څه چې بايد د کينډۍ په لاسوند مخ کې وليکل شي[سمول]

د يوې کينډۍ په لاسوند مخ کې بايد لاندې توکي وليکل شي:

  1. د کينډۍ جوړولو موخه
  2. د کينډۍ پاراميترونه
  3. د کينډۍ کاربېلګه
  4. اړوند کينډۍ
  5. وېشنيزې او ويکي خپلمنځي تړنې: بايد د دې قالب دننه <includeonly>…</includeonly> وليکل شي.