که يواز خپل اند شريکول غواړئ، نو *'''اند''' او ورپسې خپل اند وليکئ.
که موافق ياست نو، *{{کينډ|ملاتړ}} او ورپسې خپل د موافقت نظر وليکئ، پام مو وي چې دا د رای اخيستلو ځای نه دی. د راټولوونکي له نظره هغه رايې چې په ليکنه يې نيوکه کړې، تر خالي رايو بهتره دي.
که مخالف ياست، نو *{{کينډ|بډ}} وليکئ او ورپسې د خپل مخالفت دليل وليکئ، که دليل يې ونه ليکئ، نو د رای ګيرۍ پرمهال به ستاسې مخالفت په رايو کې ونه شمېرل شي، او لرې به شي. که په اند کې مو توپير راغی، پخوانی اند مو مه پاکوئ، بلکې خط پرې ولګوئ او نوی اند مو وليکئ (په صورت کې <s>... </s>).
نوومونکی بايد د هر مورد د حل او رفع په صورت کې چې مخکې يې غوښتی دی لاندې خپل اند وليکئ چې حل شو. اندونه مو مه وېشئ او مه پکې لاسوهنه کوئ، د يوې ستونزې د حل په صورت کې د هغه کارنانو چې د ستونزې يا ليکنې په مخالفت يې رايه ورکړې وي وغواړئ چې په پاڼه بيا ځلي نظر ورکړي او که بياځلي د ټولپوښتنې مخ ته نه وي راغلی له هغې غوښتنه وکړئ، چې ياد مخ ته راشي او خپل نوی نظر وليکئ.
له ګرافيکي کينډيو لکه {{ترسره شو}} کار مه اخلئ، ځکه چې د پاڼې د درنېدو سبب ګرځي.