ويکيپېډيا:ويکي سوله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د امن نښان چې د ويکي امن لپاره هم استعماليږي

ويکي سوله (په انگرېزي: Wiki Peace) څخه مانا دا ده چې په ويکيپېډېا کې د ټولو کارنانو ترمنځ ورورۍ او د يو بل درناوی کوي۔ د ويکي امن دا مقصد هم دی چې که چېرې يو کارن تېروتنې وکړي او نورو کارنانو ته سپکې سپورې ووايي خو که هغه بېرته سمې لارې ته راځي او په خپلو تېروتنو او خطاگانو پښيمانه وي نو نورو کارنانو ته هم دا په کار ده چې له هغه سره ورورولي خپله کړي او د هغه ټولې شوې تېروتنې وبښي۔ د ويکي امن مقصد د ويکيپيډيا کارنانو امن دی۔ که چېرې يوې خبرې کې اختلاف راځي نو په کار ده چې په خپلو کې پرې بحث وشي او ستونزې د خبرو اترو له لیارې هوارې شي۔او که چېرې خبره تر لويه حده پورې وراني طرف ته ورځي او د چا پرې ډېر اختلاف وي نو په هغه مسله دې رایه واچول شي ددې لپاره چې ستونزه هواره شي، چې د کوم کس نظر په حق کې زيات ووټونه راغلل هم هغه خبره به منل کېږي۔ که چېرې نور کارنان په يو ځای کې ستاسې خلاف ووټ ورکړي نو په هغه به نه خپه کيږو چې زما خلاف يې ووټ ولې ورکړی دی بلکې د هغه کارن احترام به کوو ځکه چې کيدای شي چې مونږ په خپله په غلطه اوسو۔

ملاتړ[سمول]

که چېرې تاسې د ويکي امن د دې ټولو خبرو ملاتړ کوئ نو په خپل کارن مخ د {{ويکي امن}} کينډۍ ولگوئ:

دا کارن د ويکي امن ملاتړ کوي او دا خوښوي چې په پوهنغونډ کې د هر چا درناوی وکړو.