ويکيپېډيا:ويکي زده کړه (چېرته څه دي)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پيل وکړئ!   څه چېرته دي   ليکنه وکړئ   لومړۍ مخبڼه   دوهمه مخبڼه   تړنه
  خبرې اترې   نوم ليکنه او غړيتوب   اضافي مالومات    

لومړی مخ

د انګليسې هوم پېج ته په پښتو کې لومړی مخ يا کورپاڼه وايي، د ويکيپېډيا په لومړي مخ کې به تاسو د بېلابېلو مهمو مخونو تړنې ومومئ، د دې لپاره چې تاسو وګورئ چې په کومه تړنه کې کومه ليکنه پرته ده، بايد په هره تړنه بېلابېل کلېک وکړئ، د دې کړنې په ترسره کولو سره به تاسو له پښتو ويکيپېډيا سره اشنايي پيدا کړئ.
کله چې تاسو په خپل کمپيوټر کې پښتو ويکيپېډيا لومړی مخ پرانيزئ، نو د ښي لوري په سر کې يوه څنګپټه موجوده ده، چې په سر کې يې د ويکيپېډيا نښان دی چې لومړی مخ ورسره تړلی دی، ورپسې بيا د لاندې پاڼو تړنې لري: