ويکيپېډيا:ويکي زده کړه (نوم ليکنه او غړيتوب)
پيل وکړئ! | څه چېرته دي | ليکنه وکړئ | لومړۍ مخبڼه | دوهمه مخبڼه | تړنه |
خبرې اترې | نوم ليکنه او غړيتوب | اضافي مالومات |
د ویکيپېډیا لیکنو لوست لپاره اړینه نه ده چې یو ګڼون جوړ کړئ آن تردې چې په لیکنو کې تر ډېره د ګڼون شتون هم شرط نه دی!، خو که تاسو غواړئ چې د نورو ليکنې سمې کړئ او يا هم خپله نوې ليکنې يا ژباړې وکړئ، نو بهتره ده چې تاسو ځانته يو ګڼون جوړ کړئ،د ګڼون جوړولو پروسه ګړندۍ او وړيا ده، هلته ستاسو شخصي مالوماتو درج کولو ته هيڅ اړتيا نشته، يوازې يو ښه کارننوم د ځان لپاره وټاکئ او پرمخ لاړ شئ، که نه پوهېږئ چې ګڼون څنګه جوړ کړئ، نو ګڼون لارښود ولولئ. که غواړئ کارن حسبا جوړ کړئ، نو دلته کلېک وکړئ. دا چې په ویکيپېډیا کې د سمونونو او نویو لیکنو اضافه کولو لپاره ولې کارن حساب اړين دی، ښېګڼې يې په لاندې ډول يادولی شو:
لاسرسی پرې کول
په ځینو مواردو کې کارنان په ورانکارۍ لاسپورې کوي. چې په دې حال کې د لنډې مودې او یا هم د تل لپاره د کارن حساب له ویکي کارونې څخه بندول کېږي. په بل حالت کې، نا رجسټره کارنان په ویکي کې ورانکاری پیلوي. که چېرې دا حالت دوام وکړي، د ویکي پازوالان، د اړوندو ورانکارو لاسرسی ویکيپيډیا ته د IP پته یا پتو په پرې کولو سره د هغوي د ورانکارۍ مخه نیسي.
- له هغې باوري ملګري وغواړئ چې تاسو ته د ویکي کارن حساب جوړ کړي، او د کارن نوم او پاسورډ تاسو ته در وښايي. تاسو کولای شئ چې ویکي ته له ننوتو وروسته خپل پاسورډ بدل کړئ.
د کارن حساب لرونکو کارنانو وړتیاوې چې څه ترسره کولای شي
- په ویکي کې یو نوی مخ جوړول.
- دد انځورونو او نورو فایلونو اپلوډول
- د مخونو لېږدول او نوم بدلول.
- د مخونو او پاڼو کې سمون راوستل.