ويکيپېډيا:ويکيپروژه افغانستان/نوميالی/۲

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

امیر محمد ایوب خان (۱۸۵۷ زېږديز کال، کابل - د ۱۹۱۴ ز کال د اپرېل ۷، لاهور) چې انگرېزان يې د مېوند فاتح يا افغان شهزاده چارلي په نومونو هم يادوي. نوموړى د هرات پخوانی والي او د مېوند جگړې فاتح وو. د افغانستان ملي اتل غازي محمد ايوب خان د امير شېر علي خان زوی وو او دده مور د لالپورې د مومندو د مشر سادت خان لور وه. د ۱۸۸۰ زيږديز کال د جولاى په ۲۷ يې انگرېز جنرال بارو ته د مېوند په جگړه کې ماتې ورکړه او بيا يې په کندهار کې د انگرېزانو پوځ كلابند کړ. د ۱۸۸۰ ز کال د سيپټمبر په ۱ يې د انگرېزي جنرال فرېدرېک رابرټس سره په کندهار کې جگړه وکړه، خو د جگړه ييز تاکتيک په کارولو سره يې شاتگ وکړ او داهوډ يې وکړ چې دا ځل خپل لښکر لا پياوړی او سمبال کړي او له انگرېزنو سره د جگړې ډگر ته ورووځي، خو انگرېزانو ونه غوښتل چې په کندهار کې نور تم شي. هغه وو چې د افغان او انگرېز دويمه جگړه پای ته ورسېده. يو کال وروسته ايوب خان بيا د کندهار د نيولو تکل وکړ، خو د امير عبدالرحمن خان له خوا له ماتې سره مخامخ شو. په ۱۸۸۸ ز کال کې ايوب خان له ايران نه ولاړ او په برتانوي هند کې تر خپلې مړينې واوسېده. د ايوب خان قبر د پېښور د دُرانيو په هديره کې د شېخ حبيب مقبرې کې ځای لري.نور...