ويکيپېډيا:غبرګ مخګرځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مخګرځ د ليکنو د مديريت لپاره د ويکيپېډيا يوه ځانګړنه ده، «غبرګ مخګرځ» د ويکي ليکنې يوه ستونزه ده چې روباټونه ګډوډوي.

څه ډول مخګرځ سم مخګرځ دی[سمول]

د بېلګې په توګه که د اميرحمزه شينواری په نوم يو شخص وي چې په هغې په نوم په ويکيپېډيا کې يوه ليکنه د ويکيپېډيا د اصولو سره سم وشي. که امير نوربلننومونه او تخلصونه هم ولري لکه:

  • حمزه بابا
  • د پښتو غزل بابا،

چې معمولاً په دې نومونو هم شهرت لريپه ويکيپېډيا کې د دې د مخګرځ جوړولو تګلار داسې ده چې امیرحمزه شينواری په نوم ليکنه په خپل ځای پاتې کيږي او د نورو نومونو لپاره له اصلي ليکنې مخګرځ جوړيږي، په لاندې ډول:

  • د پښتو غزل بابا ← اميرحمزه شينواری
  • حمزه بابا ← اميرحمزه شينواری

غبرګ مخګرځ څه دی[سمول]

پورته بېلګه کې، که مخګرځي داسې بڼه واخلي:

  • د پښتو غزل بابا ← حمزه بابا
  • حمزه بابا ← اميرحمزه شينواری،

په دې صورت کې بايد مونږ لومړی د حمزه بابا مخ ته چې په خپله يو مخګرځ دی ولاړ شو، له هغې وروسته بېرته اميرحمزه شينواري مخ ته ولاړ شو، چې دا يو بې ګټې کار دی، چې زمونږ وخت ورسره مصرفيږي. دا ډول مخګرځ ته غبرګ مخګرځ وايي. دا ډول مخګرځي دلته ليدلی شئ. د دې مخګرځو سمول له ويکيپېډيا سره مرستندويه ثابتېدلی شي.

اړوند[سمول]