ويکيپېډيا:د نن ورځې غوره ليکنه/2015/13

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د غنمو وږي او دانې

غنم د نړۍ يو پخوانى بوټى دی چې له 6500 کالو نه پخوا په اوسني عراق، 6000 کاله پخوا په مصر کې او 3000 کاله پخوا په چين کې کرل کيدو. له تاريخ نه وړاندې غنم په اروپا او افريقا کې خپاره شوي دي. غنم په نړۍ کې په زياته پيمانه مصرفېږي چې له نيمايي نه زياته برخه وگړي له غنمو نه استفاده کوي. غنم په زياته اندازه پروتين (11 ځخه تر14 فيصده پوري)، له 63 ځخه تر 80 سلنه نشايسته، دوه سلنه شحم او د A.B.C.D.PP ويټامينونه لري. د غنمو پروټين لوړ کيفيت لري چې تر 95 سلنه پورې د وجود په ذريعه جذبېږي. د غنمو سل گرامه ډوډۍ د 245 ځخه تر 255 کالوري انرژي لري. د نرمو غنمو (Triticum vulgar) اوړه د غنمو د نورو نوعو په نسبت غوره دي. له ډوډۍ پرته له غنمو ځخه مکروني، کيک، کلچو او الکولو په جوړولو کې استفاده کيږي. بشپړ متن ...