ويکيپېډيا:د نن ورځې غوره ليکنه/2015/11

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


علامه سيد جمال الدين افغان په ١٢٥٤ هجري سپوږميز کال کې د شعبان په مياشت کې چې له ١٨٣٩ ز. کال سره برابر دی د کونړ ولايت په مرکز اسعد آباد کې په يوه ديندوسته کورنۍ کې زېږېدلی دی. دی د اسلامي نوښت بنسټگر او يو فعال سياسي غړی او د اسلامي ملتپالنې يو مخور پلوی و. سيد جمال الدين افغان په ۱۸۸۵ ز. کال کې د پان اسلاميزم غورځنگ په جوړولو بريالی شو. د علامه نظريه او مبارزه په دوه اصولو (اسلاميت) او (افغانيت) ولاړه وه. بشپړ متن ...