ويکيپېډيا:د مياشتي غوره ليکنه/۲۰۱۹/۰۲

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډاکټر اشرف غني احمدزي

اشرف غني احمدزی د شاه جان احمدزی زوی دی او د ۱۳۲۸ لمريز کال د غويي مياشت کې يې په پلازمېنه کابل کې نړۍ ته سترگې غړولې دي. اشرف غني په قوم پښتون دی او پلرنی ټاټوبی يې د افغانستان سویلي ولایت لوګر دی. لوړې زده کړې یې په لبنان او امریکا کې ترسره کړي دي او د امریکا په یو شمیر پوهنتونو کې استاد پاتې شوی. لومړنۍ ماسټري یې د سياسي علومو په څانگه کې، دويمه يې په نړيوالو اړيکو او وگړپوهنه کې او درېيمه ماسټري يې هم په نړيوالو اړيکو کې کړې ده. تر دې وروسته يې د وگړپوهنې په څانگه کې د امريکا د کولمبيا له پوهنتون نه دوکتورا ترلاسه کړې ده. تر دې وروسته يې د وگړپوهنې په څانگه کې د امريکا د کولمبيا له پوهنتون نه دوکتورا ترلاسه کړې ده. د نړېوال بانک د پاليسۍ او ستراتيژۍ جوړولو په برخه کي مهم مشر و. د بهرنۍ تگلارې په نامۀ د متحدو ايالاتو مشهورې مجلې اشرف غني احمدزى په ژونديو شخصيتونو کې د نړۍ شلم پياوړى مفکر وبالۀ. ښاغلي غني ۳۰ کاله له افغانستان نه بهر په بیلابیلو هیوادونو کې تیر کړي او کله چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني ړنګه شوه هیواد ته راستون شو. ښاغلي غني د افغانستان اوسنی ولسمشر دئ.( بشپړه ليکنه...)

وروستی لیکنې: