ويکيپېډيا:بيوروکراټان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پازوالان   بيوروکراټان   روباټونه  

بيوروکراټان چې په ټولگړي ډول د مسؤل په نامه سره هم يادېږي؛ د بيوروکريټ جمع حالت دی. دا د ويکيپېډيا هغه کارنان دي چې د ځينو تخنيکي اوزارونو د اسانتياوو واک ورکړ شوی او د ويکيپېډيا په سمبالښت کې خپله څرگنده ونډه لري. د ساري په توگه پازوالان کولای شي چې يو مخ د پرله پسې سمونونو پر وړاندې د نورو کارکوونکو نه وژغوري. دوي د ويکيپېډيا د يوه مخ د ړنگولو د واک تر څنگ يو کارکوونکي باندې د سمولو او ايډېټ کولو بنديز لگولای او يا هم بنديز لرې کولای شي. بيوروکراټان هم د پازوال په څېر يو عام غړی وي خو لږ کارونه هغه د پازوال نه زيات کولای شي. هغه واکونه او کارونه دا دې:

  1. بیوروکراټ يو عام کارن په پازوال بدلولای شې.
  2. د ايمپورټر نه امپورټ حق واپس اخيستلای شي.
  3. د کارن نوم بدلول.
  4. روباټ نه خپلکاری کارن جوړول.

پښتو ويکيپيډيا کې بيوروکراټان

اوسمهال پښتو ويکيپېډيا ۰ بيوروکراټ لري.

بيوروکراټ

آيا د نورو بيوروکراټانو ضرورت شته؟

اوس هېڅ بېروکراټ نشته نو ځکه يې ضرورت هم شته! که بېرته پخوانی بيوروکراټ برحاله شي بده نه ده ځکه چې هغه ۱۰ کاله د پښتو ويکيپېډيا سره سابقه او تجربه لري او د مېډياويکي ساوتری يې نژدې بشپړ ژباړلی. --Khangul (خبرې اترې) 20:55, 21 اپرېل 2015 (UTC)

د ټولو نه اول به خو دا ووايم چې زه پښتو بدل گړدود والا استعمالول اميد لرم تاسو به دلته زما په خبره پوها شئ ۔ مونږ ټولو ته ډېره ښه معلومه ده چې احمد نجيب صېب د پښتو ويکيپيډيا د ټولو نه سينئر او ښه کارن،پازوال او بيوروکراټ دي۔ هغه چې د پښتو ويکيپيډيا د پاره څه کړي دي هغه يقينا څوک نه شي هېرولي۔ خو اصل خبره دا ده چي محترم احمد نجيب صېب هم خپل يو پرسنل ژوند لري، د هغه په ژوند کې کيدي شي چي کله کله مصروفيات پېښ شي د کوم له وجې چې کيديشي هغه کله کله ويکيپيډيا ته وخت نشي ورکولي۔ بل دا چې پښتو ويکيپيډيا کې کارنان ورځ په ورځ زياتيږي همدا رنگي ويکيپيډيا کې کارونه زياتيږي ، نو مونږ خو دا نشو کولي چې د ټول کار وزن د محترم احمد نجيب صيب په سر کيږدو او هغه ته تکليف ورکړو۔ نو دا وخت دوېم بيوروکراټ ځکه جوړول پکار دي چې د محترم احمد نجيب سره مرسته وکړي۔ دا زما خپل سوچ دي ، نور کارنان دي هم خپل نظر پيش کړي، چي کومه نظريه باندي ټول کارنان متفق شول نو مونږ ته منظوره ده--عثمان 00:08, 13 اپرېل 2015 (UTC)

ولې؟

بيوروکراټ کولی شي چې د نورو کارنانو تر مېنځ د رهبرۍ او پازوالۍ د وړتياو ليدو سره سم هغه کس پازوال وټاکي. او د پازوالۍ تر ټاکلو وروسته به د بيوروکراټ مرستيال او په نورو کارنانو نظر ساتي چې ورانکاري، بې بندوباره انځورونه او نور تاواني مقالې خپرې نه کړي. نو په همدې سبب د يو څخه د ډېرو پازوالانو اړتيا شته. --Khangul (خبرې اترې) 20:57, 21 اپرېل 2015 (UTC)

څوک بايد وي؟

هر هغه چا کې چې دا لانديني خاصيتونه موجود وي:

  1. انسان وي.
  2. پښتون وي.
  3. له هر ډول مذهبي، سياسي آيډيولوژيکي (ايزمونو) افکارو څخه پاک وي.
  4. د پښتو ژبې وده او پرمختگ يې مرام وي.
  5. په هر ډگر کې د پښتو ژبې او پښتنو په دفاع کې ولاړ وي.
  6. قاطع او پرېکنده نظر ولري.
  7. د رهبرۍ او لارښوونې وړتيا ولري.
  8. د نورو سره همکارۍ او مرستې ته ژمن وي.
  9. د يوې او کره پښتو معياري ژبې د پرمختگ لپاره کار ته تيار وي.
  10. پښتو ژبه يې سمه زده وي او گړدودونه او سيمه پالنې و نه کړي.
  11. د ډېرو رايو د گټلو سره دې وټاکل شي.--Khangul (خبرې اترې) 21:08, 21 اپرېل 2015 (UTC)

ملاتړ او دلايل

مخالفت او دلايل

د کوم معيار له مخې بايد وټاکل شي؟

د بيوروکراټ د ټاکلو لپاره بايد لانديني معيارونه په پام کې ونيول شي.

  1. يو بيوروکراټ بايد د پښتو ويکيپېډيا د پازوالانو له ډلې څخه وگومارل شي.
  2. يو بيوروکراټ بايد له کلونو کلونو څخه د پښتو ويکيپېډيا لپاره کار کړی وي.
  3. يو بيوروکراټ بايد له ۶۰۰۰ څخه ډېرې سمونې ترسره کړې وي.
  4. يو بيوروکراټ بايد پښتون وي.
  5. يو بيوروکراټ بايد د ويکيپېډيا په کوډونو بلد وي.
  6. يو بيوروکراټ بايد د رايو له مخې وټاکل شي.
  7. يو بيوروکراټ بايد بې پرې او غيرجانبدار وي. --Khangul (خبرې اترې) 20:08, 22 اپرېل 2015 (UTC)


زما په خيال د کارن څوک چي يو بيوروکراټ ټاکل کيږي ،د هغه د پاره دا څيزونه ضروري دي:

  • کارن بايد له نورو کارنانو سره ښې اړيکې او غوره چلند ولري.
  • داسي کارن چې 500 نه زيات سمونه کړي يي
  • داسي کارن چې د ويکيپيډيا کې ښه مقام (good reputation) لري۔
  • د بيوروکراټ جوړيدلو دپاره ډېر د {{ملاتړ}} ووټونه اخيستل

--عثمان 00:08, 13 اپرېل 2015 (UTC)

ملاتړ او دلايل

مخالفت او دلايل

بايد کومې لاسته راوړنې ولري؟

  1. يو بيوروکراټ بايد له ۶۰۰۰ څخه ډېرې سمونې ترسره کړې وي. --Khangul (خبرې اترې) 20:09, 22 اپرېل 2015 (UTC)

ak:Wikipedia:Bureaucrats