Jump to content

ويټامن سي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ويټامن سي (چې د اسکوربيک اسيد او اسکوربيټ په نوم هم پېژندل کېږي) په اوبو کې حل شوي ويټامن دي چې په سيټروس (د لیمو د کورنۍ ميوې) او نورو ميوو او سبزيو کې موندل کېږي او د غذايي رژيم د بشپړونکو (هغه مصنوعات چې د پرهيز په ډول د غذايي رژيمد بشپړولو لپاره توليد او کارول کېږي) په توګه پلورل کېږي. د «سکوري» (د ويټامن سي کمښت) د مخنيوي او درملنې لپاره کارول کېږي. ویټامن سي يو اړين غذاييت دی، کوم چې د نسجونو په ترميم، د کوليجين په جوړېدو او د ځینو ځانګړو عصبي لېږدونکو په انزیمي (اينزايم هغه ماده ده چې نباتاتو او حيواناتو کې کيمياوي بدلون چټکوي) توليد کې ښکېل دي. دا د ګڼو اينزايمونو د فعاليت لپاره اړين دي او د خونديتابه د نظام د فعاليت لپاره مهم بلل کېږي. دا همدا راز د يو انټي اکسيډنټ په توګه هم کار کوي. ډيری ژوي خپله د خپلو ويټامين سي د جوړولو وړتيا لري. خو ايپس (د انسانانو په ګډون) او شاديان (خو ټول پرايميټ نه)، ډيری شاپرکان، ځينې خوله لګونکي (لکه موږک او نولي) او ېو شمېر نور خاص ژوي يې بايد له غذايي سرچينو څخه تر لاسه کړي.[۱][۲][۳][۴]

داسې شواهد شته چې د مکملو موادو منظم استعمال د عام زکام موده کمولای شي، خو داسې نه برېښي چې د عفونيت مخه ونيسي. روښانه نه ده چې ايا مکمل مواد د سرطان، د زړه ناروغۍ، يا پر لیونتوب اغېز کولای شي که نه. شونې ده چې د خولې له لارې يا د زرق له لارې تر لاسه شي.[۵][۶][۷][۸]

ويټامن سي عموماً ښه زغمل کېدای شي. په زياته اندازه اخيستل يې په معده کې ستونزه، د سر درد، په خوب کې ستونزه او د پوستکي د سور والي لامل ګرځېدای شي. د حمل پر مهال عادي اندازه يې خوندي ده. د متحده ايالاتو طبي انسټيټيوټ يې په زياته اندازه د تر لاسه کولو سپارښتنه نه کوي.[۹]

ويټامن سي په ۱۹۱۲ز کال کې کشف شول، په ۱۹۲۸ز کال کې سره جلا کړای شول او هغه لومړي ويټامن و چې په ۱۹۳۳ز کال په کيمياوي ډول توليد کړای شول. دا د روغتيا نړيوال سازمان د مهمو درملو په فهرست کې شامل دي. ويټامن سي د ارزانه عام او له روغتيايي نسخې پرته موندل کېدای شي. د ويټامن سي په موندنه کې تر يوبريده د برخې درلودو له امله، «البرټ سيزنټ ګيوکوګي» او «والټر نارمن هاور» ته په ترتيب سره په فزيالوژي او درملو او کيميا په برخه کې په ۱۹۳۷ز کال کې د نوبل جايزه ورکړل شوه. په هغو خوراکونو کې چې ويټامين سي پکې شته سيټروس ميوې، کيوي ميوې، امردو، ګلپي، برسلز سپراوټس (بند ګوپي/کرم)، غټ مرچک، الوګان او سټرابري (ځمکنی توت) شامل دي. شونې ده چې زېرمه کول يا پخول په خوراکونو کې د ويټامن سي اندازه کمه کړي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

تعريف

[سمول]

ويټامن سي د انسانانو په ګډون د يو شمېر ژويو لپاره يو مهم غذاييت دی. د ويټامن سي په اصطلاح کې ګڼ ويټامن شامل دي، کوم چې په يويو کې د ويټامن سي فعالیت لري. اسکوربيټ مالګې، لکه سوډيم اسکوربيټ او کلشيم اسکوربيټ په يو شمير غذايي مکملاتو کې کارول کېږي. دا په هضم کېدو سره اسکروبيټ (نمکيات) خوشې کوي. اسکروبيټ او اسکوربيک اسيد دواړه په طبيعي ډول په جسم کې موجود وي، ځکه چې د pH تر مخې بڼې يې يو له بل سره بدلون پیدا کوي. ډيهايډرواسکوربيک اسيد په څېر ماليکول اکسډايز شوې بڼې د عواملو په کمولو سره بېرته په اسکوربيک اسيد بدلېږي.[۱۶][۱۷]

ويټامن سي په ژويو (د انسانانو په ګډون) کې په ډېرو انزايمټيک غبرګون کې د يو شریک عامل په توګه کار کوي، کوم چې په بېلا بېل ډول اړينو بيالوژيکي فعاليتونو کې مداخله کوي، په دې کې د ټپ رغېدل او کوليجين ترکيب شامل دي. په انسانانو کې د ويټامن سي له کمښت څخه د کوليجن جوړېدل خرابېږي او له دې څخه د سکوروي ډېرې سختې نښې پيدا کېږي. د ويټامين سي يوه بله بيالوژيکي کيمياوي دنده په بېلا بېلو انزيميټک او غېر انزيميټيک غبرګون کې د اليکترونونو په ورکولو سره د اکسيډنټ ضد (يو کمونکی عامل) په توګه دنده تر سره کول دي. په دې ډول ويټامن سي يو اکسيډايز شوي حالت ته بدلون مومي – يا د نيمه هايډرواسکوربيک اسيد يا ډيهايډرواسکوربيک اسيد په توګه. دا مرکبات د ګلوتاتيون او NADPH-متکي انزيميټيک طريقې په مټ په کم حالت کې بېرته تر لاسه کېدای شي. [۱۸][۱۹][۲۰]

په بوټو کې، ويټامن سي د اسکوربيټ پروکسيډاز لپاره يوه پرته ماده ده. دا انزايم اسکوربيټ په اوبو (H2O) او اکسيجن باندې بدلولو سره اضافي هايډروجن پيرو اکسايډ (H2O2) د بې اغېزې کولو لپاره استعمالوي.[۲۱][۲۲][۲۳]

د ويټامين

[سمول]

د ويټامين سي د وينې سيروم کچه تر > 65 μmol/L (1.1 mg/dL) کچې پورې اشباع شوې بلل کېږي، کوم چې د وړانديز شوي غذايي مصرف په اندازه، يا له هغې څخه زياتې اندازې استعمال څخه تر لاسه کېږي، په داسې حال کې چې مناسبه کچه يې په ≥ 50 μmol/L ډول بيان شوي دي. د ويټامن سي په حالت کې د ويټامن کمښت تعريف د ≤ 23 μmol/L په ډول شوی دی او کمي يې په ≤ 11.4 μmol/L کې منځ ته راځي. د هغو لپاره چې عمرونه يې شل کاله يا له دې څخه زيات وي، د متحده ايالاتو د ۲۰۰۳-۰۴ د NHANES سروی شمېرو په ترتيب سره ۴۹.۰ او ۵۴.۴ μmol/L (μmol/L یعنې په يو لیتر کې مايکرومول) د اوسط او منځني سيروم شمېرې ښودلي دي. د هغو خلکو سلنه چې د دې ويټامن کمي يې ښودلې وه ۷.۱٪ ښودل شوې وه.[۲۴][۲۵][۲۶]

سکوروي یوه ناروغي ده چې د ويټامن سي د کمۍ له امله منځ ته راځي. د دې ويټامن د نه شتون په صورت کې، د بدن له خوا چمتو کړای شوي کوليجن د خپل کار د کولو لپاره زيات غېر مستحکم وي او په بدن کې يو شمېر نور انزايمونه په سم ډول کار نه کوي. د سکوروي خصوصيات په پوستکي د داغونو او د پوستکې لاندې وينه بهېدل، سرې پړسېدلې ورۍ، د ګړګوتي ويښتانو غټېدل او د ټپ په سم ډول نه رغېدل دي. د پوستکي ټپ تر ډېره په ورنونو او پښو موندل کېږي او په دې ناروغۍ اخته شخص زېړ رنګه معلومېږي، د خفګان احساس کوي او تر يو بريده متحرک نه وي. د سکوروي په پرمختللې بڼه کې پرانيستی زوی کونکي ټپ، د غاښونو غورځېدل، د هډوکو خرابۍ او بالاخره مرګ منځ ته راځي.[۲۷]

په انګلستان کې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال، د جګړې په مخالفو اعتراض کوونکو او د ۱۹۶۰ز لسيزې له وروستيو څخه د ۱۹۸۰ز لسيزې تر وروستيو پورې د ايووا ايالت په بنديانو په تجربوي ډول د تحريکونکي سکوروي د پام وړ انساني غذايي رژيم مطالعات تر سره شول. په زندان کې د مطالعې پر مهال په نارينه وو کې د سکوروي لمړۍ نښې د ويټامن سي څخه د پاک خوراک د پيل څخه نږدې څلور اونۍ وروسته راڅرګندې شوې، په داسې حال کې چې له دې مخکې په برتانوي څېړنه کې له شپږو څخه تر اوو مياشتو وخت ته اړتيا وه، شونې ده لامل يې د سکروبيټيک خوراک له ورکولو مخکې، د شپږو اونيو لپاره دې ډلې ته په يوه ورځ کې د ۷۰ ملي ګرامه مکمل خوراک ورکول و. په دواړو مطالعو کې د نارينه وو په وينه کې د اسکروبيک اسید کچه ډېره کمه وه، تر هغه وخته چې په دوی کې د سکوروي نښې پيدا شوې، دا په سمه توګه نه شوې اندازه کېدای. دې دواړو مطالعاتو وښودله چې سکوروي د ټولو روښانه نښو يواځې لس ملي ګرامه په يوه ورځ کې د مکملو خوراکونو په خوراک سره بدلېدای شي.[۲۸][۲۹]

په انتان يا انتان صدمې مبتلا خلکو کې د ویټامن سي د کمې کچې تر څنګ د مايکرو نيوټرينټ کمي هم کېدای شي.[۳۰]

طبي استعمال

[سمول]

ويټامن سي د سکوروي په درملنه کې پرېکنده ونډه لري، کومه چې د ويټامن سي د کمښت له امله پېښېدونکې ناروغي ده. له دې ورهاخوا، د بېلا بېلو ناروغیو د مخنيوي يا درملنې په توګه د ويټامن سي ونډه اختلافي ده، کتنو مختلفې پايلې ښودلې دي. د ۲۰۱۲ز کال په يوې «کاکرين» (کاکرين یو برتانوي نړيوال سازمان دی چې طبي ارزونې کوي) ارزونه کې راپور ورکړل شوی چې په ټوليز ډول په مړينو د ويټامن سي د زيات خوراک کوم اغېز نه شته. دا د نړيوال روغتيايي سازمان د اړينو درملو په نوملړ کې شامل دي.[۳۱]

سکوروي

[سمول]

د سکوروي ناروغي د ويټامن سي د کمۍ له امله منځ ته راځي او د ويټامن سي لرونکو خوراکونو يا خوراکي مکملاتو په مټ د دې درملنه کېدای شي. د نښو له راڅرګندېدو څخه مخکې لږ تر لږه يوې مياشتې لپاره د ويټامن سي لږ يا بېخي نه استعمال تر سره شوی وي. په لومړيو نښو کې يې نا ارامي او ستوماني، په ساه اخيستلو کې ستونزه، د هډوکو درد، له وريو وينې بهېدل، د ټپي کېدو حساسيت، د زخم نه رغېدل او بالاخره تبه، جټکه او په پايله کې مرګ شامل دي. په ناروغۍ کې تر ډېره وخته پاتې کېدلو زيان د بیا رغېدو وړ وي، ځکه چې د ناروغه کوليجن ځای په ويټامن سي ډک روغ کوليجن نيسي. درملنه يې د خولې له لارې دويټامن تجويز سره کېدای شي، يا په عضله کې يا په رګ کې د ستنې لګولو په مټ. په کلاسيکي پړاو کې سکوروي بقرات پېژندلې وه. په ۱۷۴۷ز کال کې، د سمندري ځواک جراح «جيمز لينډ» د « HMS Salisbury» بېړۍ په سپريو يو ابتدايي مديریت شوي ازموينه کې د سيټروس ميوو په مټ د دې ناروغۍ مخه نيولې وه. له ۱۷۹۶ز کال څخه وروسته، ټولو شاهي سمندري ځواکونو کارمندانو ته د سيټروس زوښه ورکړل شوې وه.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  23. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  24. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  25. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  26. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  27. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  28. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  29. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  30. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  31. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  32. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). In the 1757 edition of his work, Lind discusses his experiment starting on page 149. Archived March 20, 2016, at the Wayback Machine.
  33. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  34. Hippocrates described symptoms of scurvy in book 2 of his Prorrheticorum and in his Liber de internis affectionibus. (Cited by James Lind, A Treatise on the Scurvy, 3rd ed. (London, England: G. Pearch and W. Woodfall, 1772), page 285 Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).) Symptoms of scurvy were also described by: (i) Pliny, in Naturalis historiae, book 3, chapter 49; and (ii) Strabo, in Geographicorum, book 16. (Cited by John Ashhurst, ed., The International Encyclopedia of Surgery, vol. 1 (New York, New York: William Wood and Co., 1881), page 278 Archived 5 May 2016 at the Wayback Machine.)
  35. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).