ويليم ايوارت ګلېډستون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ويليم ايوارت ګلېډستون
(انګلیسي: William Ewart Gladstone د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويليم ايوارت ګلېډستون
ويليم ايوارت ګلېډستون

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ ډيسمبر ۱۸۰۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
لیورپول[۱۳]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 19 مې 1898 (89 کاله)[۱۳][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
برېتانيا[۱۴]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) (۱۸۵۹–)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۵]
ډیپلوماټ
ليکوال[۱۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ويليم ايوارت ګلېډستون
ويليم ايوارت ګلېډستون

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ويليم ايوارت ګلېډستون (William Ewart Gladstone FRS FSS (/ˈɡlædstən/) چې د ۱۸۰۹ ز د ډسمبر له ۲۹ مې نه  د ۱۸۹۸ ز د می تر ۱۹مې  يې ژوند کاوه، يو بریتانوي سياستپوه او ليبرال سياستپوه و. د ۶۰ کالونو په مسلکي ژوند کې نوموړي ۱۲ کلونه د انګليستان د لومړي وزير په توګه دنده تر سره کړه، چې په څلورو دورو کې خپره شوه، پيل يې په ۱۸۶۸ ز کې او پای يې د ۱۸۹۴ ز کال و. هغه څلور ځله د دولتي خزانې د منشي په توګه د ۱۲ کلونو په موده کې خدمت وکړ.

ګلېډسټون په ليورپول کې له سکاتلنډي مور او پلار نه زېږېدلی دی. هغه په لومړي ځل په ۱۸۳۲ ز کال کې ولسي جرګې ته داخل شو، چې خپله سياسي دنده يې د ستر محافظه کار غړي (High Tory) په توګه پيل کړه، چې (High Tory) په اصل کې يوه ډله وه چې په ۱۸۳۴ ز کې د (Robert Peel) تر واکمنۍ لاندې محافظه کار ګوند شو. نوموړي د Peel په دواړو حکومتونو کې د وزير په توګه خدمت وکړ او په ۱۸۴۶ ز کې د Peelite ګوند سره يو ځای شو، چې دا ګوند بالاخره په ۱۸۵۹ ز کې د ليبرال ګوند سره ترکيب شو. ګلېدسټون د (Lord Aberdeen) تر حکمراني (۱۸۵۵ – ۱۸۵۲ز)، د (Lord Palmerston) تر حکمرانۍ (۱۸۶۵ – ۱۸۵۹ز) او (Lord Russell) تر حکمرانۍ (۱۸۶۶ – ۱۸۶۵ز) لاندې منشي و. د ګلېډسټون خپلې سياسې نظريې، چې د موکې په برابرۍ باندې يې ټينګار وکړ او د سوداګرۍ د ساتنې اصالت مخالف وه، د ګلېډسټوني ليبراليزم په توګه وپېژندل شوه. د کارکوونکو ټولګي تر منځ د نوموړي محبوبيت هغه ته د «د خلکو ويليم» [The People’s William] لقب تر لاسه کړ.

ګلېډسټون په ۱۸۶۸ ز کې د لومړي ځل لپاره لومړی وزير شو. د هغه د وزارت پر مهال د ايرلينډ د کليسا (Church of Ireland) د نه خپراوي او د پټې رايې کارونې (secret voting) په ګډون زياتې سمونې تصويب شوې. په ۱۸۷۴ ز کې له ټاکنيزې ماتې نه وروسته، هغه د ليبرال ګوند د مشر په توګه استعفا ورکړه. له ۱۸۷۶ نه يې د (Bulgarian April Uprising) [د بلغاري اپرېل قيام يا راپورته کېدنې] په اړه عثماني سترواکۍ ته د غبرګون په خلاف يې د واپس کېدنې پر بنسټ فعاليت پيل کړ. د نوموړي د ۸۰ – ۱۸۷۹ ز پورې (Midlothian Campaign) [منځني لوتيان مبارزه] د زياتو معاصرو سياسي مبارزاتي تخنيکونو يوه لومړنۍ بېلګه وه. د ۱۸۸۰ ز له عمومي ټاکنو نه وروسته ګلېډسټون له ۱۸۸۰ ز نه تر ۱۸۸۵ ز پورې خپل دويم وزارت [کابينه] جوړه کړه، چې د درېيمې سمونې قانون (Third Reform Act) او په مصر (چې د خرطوم په کېوتنه يعنې سقوط کې لوړې درجې ته ورسېدل) او ايرلينډ کې يې کړکېچونه له منځه يووړل. په يادو برخو کې د نوموړي حکومت بندوونکي يا ځپونکي معيارونه تصويب کړل، مګر د ايرلنډي کرايه ورکوونکو بزګرانو روا حقونو ته يې هم وده ورکړه. [۱۸][۱۹]

د ۱۸۸۶ ز په لومړيو کې ګلېډسټون بېرته د خپلې دندې پر مهال د ايرلنډ لپاره د کور قانون (home rule for Ireland) وړاندې کړ، مګر د عوامو په مجلس کې له ماتې سره مخامخ شو. د ليبرال په ګوند کې اغېناک بېلتون د ۲۰ کلونو لنډې دمې لپاره دوی له دندې نه د باندې ساتلو کې مرسته وکړه. ګليډسټون په ۱۸۹۲ ز کې د ۸۲ کلونو په عمر خپل وروستی حکومت (کابينه) جوړ کړه. د ايرلنډ بېل د ۱۸۹۳ ز حکومت (Government of Ireland Bill 1893) د عوامو له خوا تصويب شو، مګر په همدې کال د مشرانو جرګې له خوا ونه منل شو. ښاغلي ويليم ايوارت د ۸۴ کلونو په عمر په ۱۸۹۴ ز کې د لومړي وزير په توګه د زيات عمر لرونکي خدمتګار او يوازيني هغه لومړي وزير په توګه دنده ترک کړه، چې څلور ځله يې خدمت کړی دی. نوموړي په ۱۸۹۵ز کې پارلمان پرېښود او درې کلونه وروسته وفات شو.

ښاغلی ايوارت د نوموړي د ملاتړو له خوا د هغوی د مينې او مهربانۍ په ډول «د خلکو ويليم» يا د “G.O.M” [ستر مشر سړی: Grand Old Man] يا د سياسي سيالانو او رقيبانو لپاره «د خدای يوازينۍ تېروتنه» په توګه پېژندل کېده. تاريخ پوهان زياتره نوموړی د بریتانيې د سترو مشرانو له ډلې نه يو ستر مشر ګڼي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

ويليم ايورات ګلېډسټون چې په ۱۸۰۹ ز کې د ليورپول په ۶۲ روډني کوڅه کې زېږېدلی دی، چې د شتمن غلام لرونکي (John Gladstone) او د هغې د دويمې ښځې (Anne MacKenzie Robertson) څلورم زوی و. په نوموړي باندې د ويليم ايوارت نوم د هغه د پلار د نږدې  ملګري له نامه نه اېښودل شوی دی، چې د لېورپول يو بل سوداګر و. په ۱۸۳۵ ز کې د هغه کورنی نوم د سلطنتي اجازه ليک له مخې له ګلېډستونز (Gladstones) نه ګلېدسټون (Gladstone) ته بدل شو. د هغه پلار په ۱۸۴۶ز کې د (Fasque) او (Balfour) يو ټيټ رتبه شخص و. [۲۵][۲۶]

که څه هم ويليم ګلېډسټون په ليورپول کې وزېږېد او ستر شو، مګر له سوچه سکاتلنډي نيکونو نه و. د هغه نيکه توماس ګلېډسټون (Thomas Gladstones (1732–1809)) (Leith) يو نامتو سوداګر و او د مور له اړخه نيکه يې (Andrew Robertson) د (Dingwall) پرووسټ (Provost) او د (Ross-shire) يو (Sheriff-Substitute) و. د هغه ژوند ليکونکي جان مورلي، هغه د «يوې ښکته ځمکې په ساتنه کې د يو پاسني» او «د يو سکاتلنډي په ساتنه کې د يو توند مخالف په توګه راپېژني. د نوموړي د کوچنيوالو له يادګارونو نه يوه يې دا ده، چې يو ځل ناچار کړل شو چې بايد د مېز له پاسه ودرېږي او راټولو شويو ګډونوالو ته ووايي: «ښاغلو او آغلو». کېدای شي، دا پېښه په ۱۸۱۲ ز کې د ليورپول لپاره د پارلمان د غړي په توګه د جورج کننينګ (George Canning) ټاکنو ته د ودې ورکولو په راټولېدنه کې شوې وي. په ۱۸۱۴ ز کې ځوان (Willy) د لومړي ځل لپاره له سکاتلنډ نه ليدنه وکړه، چې هغه او ورور يې (John) له خپل پلار سره د (Edinburgh)، (Biggar) او (Dingwall) ته د خپلو خپلوانو د ليدنې په موخه سفر وکړ. ويلي (Willy) او ورور يې دواړه د (Dingwall) ښار تبعه شول. په ۱۸۱۵ ز کې له خپل پلار سره د لومړي ځل لپاره لندن او کمبرېج ته هم سفر وکړ. کله چې په لندن کې و، د واټرلو له جګړې نه وروسته يې په (St Paul's Cathedral) کې له خپلې کورنۍ سره د مننې ورکولو په مراسمو کې ګډون وکړ، چې شهزاده ريجينټ (Prince Regent) يې په کې وليد. [۲۷][۲۸][۲۹]

ويليم ګلېډسټون له ۱۸۱۶ ز نه  تر ۱۸۲۱ ز پورې د توماس کليسا سړک د کشيش هستوګنځي کې د چمتووالي ښوونځی ولوست، چې د نوموړي د کورنۍ هستوګنځي (Seaforth House) ته نږدې و. نوموړي په ۱۸۲۱ ز کې د خپلو مشرانو وروڼو پلونه وڅارل او مخکې له دې چې په ۱۸۲۸ ز کې د اکسفورډ عيسوي کليسا کې شامل شي، د ايټون پوهنځي (Eton College) کې شامل شو، چې لرغوني ادبيات او رياضيات يې په کې ولوستل، که څه هم په وروستي مضمون کې يې ډېره لېوالتيا نه لرله. د ۱۸۳۱ ز په ډسمبر کې يې د لومړي ټولګي دوه یمه درجه تر لاسه کړه، چې له ډېرې مودې يې ورته هيله لرله. هغه د اکسفورډ ټولنې د رئيس په توګه خدمت وکړ، چې نوموړي په کې د يوه وياند په توګه شهرت تر لاسه کړ، چې د عوامو جرګې ته د هغه د تګ لاره يې هواره کړه. نوموړی په پوهنتون کې يو Tory [د توري يا د محافظه کار ګوند غړی] و او د پارلماني سمونې (اصلاح) لپاره يې د Whig [هغه سياسي ګوند چې د پاچا د اختياراتو په مقابل کې يې د پارلمان د زياتو اختياراتو غوښتنه کوله] وړانديزونه ونه منل.

د هغه د دوه ځلې برياليتوب په تعقيب، ويليم له خپل ورور (John) سره په يو ستر ګرځښت (سياحت) لوېديځې اروپا ته سفر وکړ.

که څه هم ګلېډسټون د لنکولن سرای (ډلې) ته په ۱۸۳۳ ز کې د يوه وکيل جوړېدلو په هوډ ورګډ (دننه) شو، مګر تر ۱۸۳۹ز  پورې يې غوښتنه کړې وه، چې نوم يې بايد ځکه له لښتليک (لېست) نه لرې شي؛ چې نور يې نه غوښتل، د Bar [وکيل يا د لنکولن د ډلې غړی] ونومول شي. [۳۰]

د ۱۸۴۲ ز په سپټمبر کې هغه د ټوپک ډکولو پر مهال په يوه پېښه کې د خپل کيڼ لاس ګوتې له لاسه ورکړې. له دې وروسته به يې يوه لاسکښه يا د ګوتې دستکش پر لاس کاوه.

کله چې ګلېډسټون[سمول]

کله چې ګلېډسټون ۲۲ کلن و، د (Duke of Newcastle) چې د محافظه کار ګوند يو فعال و، هغه ته په (Newark) کې له دوو چوکيو نه يوه ورکړه، چې نوموړي په کې د يوې خورا کوچنۍ ټاکنيزې حوزې نږدې څلورمه برخه اداره کړه. Duke د رايه کارونکو د وخت تېرۍ په موخه په زرګونو پونډه مصرف کړل. ګلېډسټون د يوه کمپاين کوونکي او سياسي ويناوال په توګه د پام وړ پياوړی تخنيک له ځانه ښکاره کړ. هغه د ۸۸۷ رايو په لرلو سره د انګليستان د ۱۸۳۲ ز کال عمومي ټاکنو کې خپله چوکۍ وګټله. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سرچینې[سمول]

  1. دوتنه: Vasiliy Vodovozov او Vladimir Deryuzhinsky — سرليک: Гладстон, Вильям Эварт — نشرونه لخوا د: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume VIIIа, 1893 — ارزښت: ... род. 17/29 декабря 1809 г. в Ливерпуле.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120594880 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/William-Ewart-Gladstone — subject named as: William Ewart Gladstone — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tt4pkz — subject named as: William Ewart Gladstone — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8706 — subject named as: William Ewart Gladstone — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p5932.htm#i59319 — subject named as: Rt. Hon. William Ewart Gladstone — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/gladstone-william-ewart — subject named as: William Ewart Gladstone — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0030232.xml — subject named as: William Ewart Gladstone — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=gladstonew — subject named as: William Ewart Gladstone
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/23581 — subject named as: William Ewart Gladstone — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  11. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=22152 — subject named as: William Ewart Gladstone — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ William Ewart Gladstone
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ دوتنه: Vasiliy Vodovozov او Vladimir Deryuzhinsky — سرليک: Гладстон, Вильям Эварт — نشرونه لخوا د: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume VIIIа, 1893
  14. https://libris.kb.se/katalogisering/97mpps1t4h5nk7l — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۲
  15. https://cs.isabart.org/person/132279 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  16. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  17. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120594880 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  18. Wiesner-Hanks, Merry E.; Evans, Andrew D.; Wheeler, William Bruce; Ruff, Julius (2014). Discovering the Western Past, Volume II: Since 1500. Cengage Learning. د کتاب پاڼې 336. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1111837174. مؤرشف من الأصل في ۱۳ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Price, Richard (1999). British Society 1680–1880: Dynamism, Containment and Change. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 289. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521657013. مؤرشف من الأصل في ۲۴ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 12 June 2008 باندې). David Davis's Victorian inspiration: William Gladstone. The Daily Telegraph.
  21. J.F.C. Harrison (2013). Late Victorian Britain 1875–1901. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1136116445. مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Richard Aldous (2007). The Lion and the Unicorn: Gladstone Vs Disraeli. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0393065701. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Paul Brighton (2016). Original Spin: Downing Street and the Press in Victorian Britain. I.B.Tauris. د کتاب پاڼې 193. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1780760599. مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Paul Grey; et al. (2016). Challenge and Transformation: Britain, c. 1851–1964. Cambridge UP. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1107572966. مؤرشف من الأصل في ۳۰ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Mosley, Charles, المحرر (2003). Burke's Peerage, Baronetage & Knighthood (الطبعة 107). Burke's Peerage & Gentry. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0971196629. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Magnus 1954, p. 1
  27. Shannon, 1985
  28. Sydney Checkland, The Gladstones: A Family Biography, 1764–1851 (Cambridge University Press, 1971), p. 95.
  29. Checkland, p. 94.
  30. Shannon, 1985
  31. Hansard's Parliamentary Debates. Hansard: Great Britain. Parliament. 1833. د کتاب پاڼې 482. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Morley (1901) 1:90-91.
  33. Partridge, (2003) p. 32
  34. Morley 1:92