ويلا براون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ويلا براون
ويلا براون
ويلا براون

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۲ جنوري ۱۹۰۶[۱]
مړینه 18 جولای 1992 (86 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
شیکاګو   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی [۲]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک الوتګر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ویلا بیاتریس براون (۱۹۰۶ جنوري ۲۲مه – ۱۹۹۲ جولای ۱۸مه) یوه امریکایۍ پیلوټه، لابي‌ګره، ښوونکې او د مدني حقونو فعاله وه. نوموړې لومړنۍ افریقایي الاصله یا تور پوستې امریکایۍ مېرمن وه چې په متحده ایالاتو کې یې د پیلوټۍ جواز ترلاسه کړ، لومړنۍ افریقایي الاصله امریکایۍ وه چې د متحده ایالاتو کانګرس ته نومانده شوه، د ملکي هوايي ګزمې لومړنۍ افریقایي الاصله امریکایۍ افسره وه، او په متحده ایالاتو کې لومړنۍ ښځه وه چې هم یې د پیلوټۍ جواز درلود او هم یې د الوتکې د میخانیک جواز درلود.[۳][۴][۵][۶]

نوموړې تل د هوایي چلند او پوځ په ډګرونو کې د جنډر او نژادي برابرۍ دفاع او ملاتړ کاوه. هغې نه یوازې دا چې د متحده ایالاتو له حکومت څخه غوښتنه او لابي کوله چې د متحده ایالاتو د پوځ هوایي قول اردو د نژادي تبعیض له منځه وړلو لپاره عمومي کړي او د ملکي پیلوټانو د روزنې په پروګرام (CPTP) کې افریقایي امریکایان هم شامل کړي، هغې له کورنیلیوس کوفي سره په ګډه د کوفي په نوم د هوایي چلند د زده کړو روزنځی جوړ کړ او دا د هوایي چلند او الوتنو د روزنې لومړنۍ خصوصي اکاډمي وه چې په متحده ایالاتو کې د افریقایي امریکایانو ملکیت او د دوی له لوري چلول کېده. هغې سلګونه پیلوټان ​​وروزل، چې ګڼ شمېر یې بیا د توسکګي پوځي پیلوټانو (Tuskegee Airmen) برخه هم وګرځېدل. د توسکګي پوځي پیلوټانو د ډلې رامنځته کېدل د براون د روزنیزو هڅو له کبله بلل کېږي.[۷][۸]

براون په ۱۹۴۵م کال کې د کوفي روزنځي له تړل کېدو وروسته هم تر ډېره وخته په شیکاګو کې سیاسي او ټولنیزه فعاله پاتې شوه. هغې په ۱۹۴۶م او ۱۹۵۰م کلونو کې د کانګرس په لومړنیو ټاکنو کې برخه واخیسته او تر ۱۹۷۱م کال پورې یې د شیکاګو د عامه ښوونځي په سیستم کې تدریس وکړ او وروسته د ۶۵ کلنۍ په عمر تقاعد شوه. تر متقاعد کېدو وروسته هم هغې تر ۱۹۷۴م کال پورې د فدرالي هوايي چلند ادارې د ښځو په مشورتي کمېټه کې دنده ترسره کړه.

د ژوند لومړني پړاوونه[سمول]

ویلا بیاتریس براون د کنتاکي ایالت په ګلاسکو ښار کې د ۱۹۰۶م کال د جنوري پر ۲۲مه د ریورنډ او مېرمن ایریس بي براون په کور کې زیږېدلې ده. نوموړې د اینډیانا ایالت په تیر هوت ښار کې له ویلي ښوونځي څخه فارغه شوه. هغې د اینډیانا ایالت د ښوونکو کالج ولوست او په ۱۹۲۷م کال کې یې د لیسانس سند ترلاسه کړ. لس کاله وروسته هغې له نارټ ویسټرن پوهنتون څخه د ماسټرۍ (M.B.A) سند هم ترلاسه کړ.[۹][۱۰][۱۱]

براون د اینډیانا ایالت په ګیري ښار کې د ایمرسون د عالي ښوونځي په روزولټ انیکس یا ضمیمه څانګه کې له ۱۹۲۷م څخه تر ۱۹۳۲م کال پورې تدریس وکړ. نوموړې بیا شیکاګو ته ولاړه او هلته یې هم د سکرتریت، ټولنیزو چارو او تدریس په ګډون پر بېلابېلو دندو کار وکړ. په ۱۹۳۴م کال کې هغې له جان سي روبینسون سره ولیدل، چا چې نوموړې د افریقایي الاصله امریکایي پیلوټانو یوې ډلې "چلنجر پیلوټانو اتحادیې" ته معرفي کړه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د هوايي چلند په برخه کې کار[سمول]

په ۱۹۳۴م کال کې براون د شیکاګو په توکمیزه توګه جلا شوي هارلېم فیلډ کې د الوتنو د ډګر له معتبر او نوموتي روزونکي کورنیلیوس کوفي سره زده کړه پیل کړه، چې د هوایي چلند د میخانیکیاتو د برخې متخصص و. نوموړې یوه له هغو ګوتو په شمېر مېرمنو څخه وه چې د کورټیس – رایټ هوایي چلند پوهنتون کې یې زده‌کړې کړې. نوموړې په دغه پوهنتون کې د الوتکې د ساتنې او خوندیتابه اړوند زده‌کړې وکړې او په ۱۹۳۵م کال کې یې د الوتکې د میخانیک جواز ترلاسه کړ. هغې په ۱۹۳۸م کال کې د خصوصي پیلوټۍ جواز او په ۱۹۳۹م کال کې د سوداګریزې پیلوټۍ جواز ترلاسه کړ او په دې توګه لومړنۍ افریقایي امریکايۍ ښځه شوه، چې په متحده ایالاتو کې یې هر ډول جواز ترلاسه کړی.[۱۶][۱۷][۱۸]

ویلا براون، کورنیلیوس کوفي او اینوک پي واټرز بیا په ګډه د امریکا د تور پوستو پیلوټانو ملي اتحادیه جوړه کړه، چې وروسته د امریکا د پیلوټانو د ملي اتحادیې نوم ورکړل شو او په ۱۹۳۹م کال کې ثبت او راجستر شوه. د دوی اصلي ماموریت د هوایي چلند په برخه کې د لا زیاتې لېوالتیا جلبول، د هوایي چلند د علومو په ډګر کې د ښې پوهې پراختیا، او په دواړو ډګرونو کې د افریقایي امریکایانو د لا زیات ګډون زیاتول وو. براون د دغه سازمان د شیکاګو څانګې ملي منشي او مشره وه او هم د توکمیزو مساواتو د برخې فعاله وه. نوموړې د دغه سازمان د عامه اړیکو دنده هم پر غاړه لرله. هغې کالجونو ته الوتنې کولې او له راډیوګانو سره یې مرکې کولې څو له الوتنو او د هوايي چلند له ډګر سره د افریقایي امریکایانو لېوالتیا او علاقه زیاته کړي. هغې او کوفي په شیکاګو کې د کوفي په نوم ایروناټیکس یا د هوایي چلند روزنځی هم جوړ کړ، چې په هارلم هوایی ډګر کې موقعیت لري. دوی دغه روزنځی د تور پوستو پیلوټانو د روزنې او د هوایي چلند د میخانیک ښوونې په موخه کړ.[۱۹][۲۰]

هغې د پوځ په هوایي قول اردو او د ملکي فدرال پیلوټانو د روزنې په پروګرام (CPTP) کې، چې هغه مهال سره جلا وو، د تور پوستو پیلوټانو د شاملېدو لپاره په حکومت کې لابي کوله. هغې د پوځي زده‌کړو د کالج د ۱۹۲۵م کال د هغې څېړنې د ردولو هڅې هم وکړې، چې افریقایي امریکایان یې د الوتنې وړ نه بلل. هغې په فدرالي حکومت کې لابي کوله چې د افریقایي الاصله امریکایي پیلوټانو د روزنې لپاره د CPTP قراردادونه ورکړي. په ۱۹۴۰م کې نوموړې د CPTP د شیکاګو د واحدونو همغږې کوونکې وټاکل شوه، او هم د کوفي روزنځی د متحده ایالاتو د اردو د هوايي قول اردو لخوا د مرستندوی یا تغذیه کوونکي روزنځي په توګه انتخاب شو ترڅو تور پوستي زده کوونکي د پیلوټانو د روزنې پروګرام ته وړاندې کړي. د دغه روزنځي شاوخوا ۲۰۰ زده کوونکي د توسکګي پوځي پیلوټانو ډلې ته ورغلل. په ۱۹۴۲م کال کې هغې د ملکي هوایي ګزمې په 613-6 ډلګۍ کې د بریدمنۍ رتبه ترلاسه کړه او د ملکي هوایي ګزمې لومړنۍ افریقایي الاصله امریکایۍ افسره شوه. نوموړې وروسته بیا د ملکي هوایي چلند د ادارې لپاره د جنګي روزنې د خدماتو همغږې کوونکې وټاکل شوه.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

تر جګړې وروسته پړاو فعالیتونه[سمول]

په ۱۹۴۶م کال کې براون د کانګرس په ټاکنو کې له ایلینوی لومړۍ ټاکنیزې حوزې څخه د جمهوري غوښتونکي ګوند په لومړنیو ټاکنو کې برخه واخیسته او لومړنۍ افریقایي الاصله امریکایۍ ښځه شوه چې د کانګرس په لومړنیو ټاکنو کې برخه اخلي. د هغې کمپاین، د یوه داسې هوایي ډګر د جوړولو په شمول چې افریقايي امریکایان یې څښتنان وي او د همغوی له لوري وکارول شي، د افریقایي امریکایانو لپاره د غوره فرصتونو پر چمتو کولو متمرکز و. نوموړې په دغو ټاکنو کې د ویلیم اي کینګ پر وړاندې ماتې وخوړه. نوموړې په ۱۹۵۰م کال کې بیا هم په کانګرس کې د همدغې څوکۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو په لومړنيو ټاکنو کې برخه واخیسته، خو دا ځل یې بیا هم د آرچیبالډ کیري جونیر پر وړاندې ماتې وخوړه.[۲۵][۲۶][۲۷]

مېرمن براون بیا له ۱۹۶۲م کال څخه تر ۱۹۷۱م کال پورې د هغې د تقاعد تر وخته په ښوونځي کې د تدریس دنده مخته یوړه. نوموړې د سوداګرۍ او هوایي چلند اړوندو برخو کې تدریس کاوه. هغې له ۱۹۷۲م کال څخه تر ۱۹۷۵م کال پورې د فدرالي هوايي چلند ادارې د ښځو په مشورتي کمېټه کې دنده ترسره کړه او لومړۍ تور پوستې ښځه وه چې په دې کمېټه کې یې خدمت وکړ.[۲۸]

شخصي ژوند[سمول]

براون درې ځله واده کړی و. د هغې لومړی واده له افریقایي الاصله امریکایي اور وژونکی وېلبر جې هارډوې سره شوی و. کله چې مېرمن براون د اینډیانا ایالت په ګیري ښار کې د تدریس پر دنده بوخته وه، دوی له یو بل سره وپېژندل او بیا یې په ۱۹۲۹م کال کې واده وکړ، خو بېرته یې په ۱۹۳۱م کال کې له یو بله طلاق واخیست.[۲۹]

مېرمن براون په لاندې ډول توصیف شوې ده:

کله چې په ۱۹۳۶ کال کې د ویلا براون په نامه یوه ځوانه نسواري رنګه ښځه چې سپین چسپ پتلون یې اغوستی و، سپین جاکټ یې په تن او سپین بوټان یې په پښو وو، زموږ خبري خونې ته راننوته، هغې دومره په زړه پورې بڼه لرله چې ټول ټایپیسټان ناڅاپه خاموش شول... د ډېری مېلمنو خلاف د [نوموړې] په څېره کې هېڅ حیرانتیا نه ښکارېده. هغې یو ډاډمن چلند درلود او د هغې په خواږه غږ کې عزم او اراده ښکارېده، او ویې ویل، بلکې ویې نه پوښتل، چې غواړي ما وګوري. –  اینوک پي واټرز[۳۰]

په ۱۹۴۷م کال کې هغې له کورنیلیوس کوفي سره واده وکړ، مګر واده یې بیا هم ډېر دوام ونه کړ. د هغې وروستی واده په ۱۹۵۵م کال کې د شیکاګو د لویدیځې غاړې د کلیسا له پادري ریورنډ جې ایچ چیپل سره وشو او په ۱۹۹۱ کال کې کونډه شوه.[۳۱][۳۲]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7288758 — subject named as: Willa Beatrice Brown — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. دوتنه: Jessie Carney Smith — سرليک: Notable Black American Women
  3. Gubert, Betty Kaplan. "Brown, Willa (1906–1992), pilot and aviation educator". American National Biography (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د لاسرسي‌نېټه March 31, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Davis, Edmond. "Brown, Willa B. (1906–1992)". The Black Past. د لاسرسي‌نېټه February 9, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Freydberg, Elizabeth Hadley (1994). "Brown, Willa Beatrice (1906–1992)". Black Women in America: An Historical Encyclopedia. Bloomington: Indiana University Press. د کتاب پاڼي 184–185. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-253-32774-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Masterful Willa Brown (1906-1992)". DOM Magazine. January 1, 2010. د لاسرسي‌نېټه April 5, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Grant, Kelli. "Our History | 99s in Aviation History | Women in Aviation". The Ninety-Nines, Inc. د لاسرسي‌نېټه February 9, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Willa Brown Chappell". kchr.ky.gov. March 31, 2020. د اصلي آرشيف څخه پر September 11, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 31, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Davis, Edmond. "Brown, Willa B. (1906–1992)". The Black Past. د لاسرسي‌نېټه February 9, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Freydberg, Elizabeth Hadley (1994). "Brown, Willa Beatrice (1906–1992)". Black Women in America: An Historical Encyclopedia. Bloomington: Indiana University Press. د کتاب پاڼي 184–185. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-253-32774-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Davis, Edmond (July 25, 2012). "Willa B. Brown (1906-1992)". BlackPast. د لاسرسي‌نېټه March 31, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Davis, Edmond (July 25, 2012). "Willa B. Brown (1906-1992)". BlackPast. د لاسرسي‌نېټه March 31, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Gubert, Betty Kaplan; Sawyer, Miriam; Fannin, Caroline (2002). Distinguished African Americans in aviation and space science. Westport, Conn.: Oryx Press. د کتاب پاڼي 49–52. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1573562461. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Smith, Jessie Carney (1992). Notable Black American women. Gale Research. د کتاب پاڼي 69–71. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0810391772. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Gubert, Betty Kaplan. "Brown, Willa (1906–1992), pilot and aviation educator". American National Biography (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د لاسرسي‌نېټه March 31, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په July 2, 1938 باندې). [{{{url}}} Young Woman Flyer Gets Pilot License: Willa Brown, Chicago Aviatrix, Can Carry Passengers, Give Instructions or Make Cross-Country Flights]. The Pittsburgh Courier.
  17. Gubert, Betty Kaplan. "Brown, Willa (1906–1992), pilot and aviation educator". American National Biography (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د لاسرسي‌نېټه March 31, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په January 19, 2015 باندې). Chicago and the Tuskegee Airmen. Chicago Tribune.
  19. "National Airmen Association of America: Tuskegee Airmen". Lest We Forget. August 16, 1939. د لاسرسي‌نېټه April 3, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Montague, Carlos. "Willa Brown: Pioneer for Female & African American Aviation". Willa Brown: Pioneer for Female & African American Aviation (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه March 30, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په January 19, 2015 باندې). Chicago and the Tuskegee Airmen. Chicago Tribune.
  22. Smith, Jessie Carney (1992). Notable Black American women. Gale Research. د کتاب پاڼي 69–71. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0810391772. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Willa Beatrice Brown" (PDF). Tuskegee Airmen Inc. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر March 14, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 3, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Willa Brown". Hill Air Force Base. د اصلي آرشيف څخه پر March 28, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 30, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په March 31, 1946 باندې). [{{{url}}} Willa B. Brown Views Politics as New Crusade]. Chicago Daily Tribune.
  26. (په April 11, 1946 باندې). [{{{url}}} Busbey Victory Outstanding in Congress Races]. Chicago Daily Tribune.
  27. (په April 13, 1950 باندې). [{{{url}}} G. O. P. Starts Work to Regain Congress Posts: Leaders Hail Primary Spats as Robustness]. Chicago Daily Tribune.
  28. Gubert, Betty Kaplan; Sawyer, Miriam; Fannin, Caroline (2002). Distinguished African Americans in aviation and space science. Westport, Conn.: Oryx Press. د کتاب پاڼي 49–52. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1573562461. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Gubert, Betty Kaplan; Sawyer, Miriam; Fannin, Caroline (2002). Distinguished African Americans in aviation and space science. Westport, Conn.: Oryx Press. د کتاب پاڼي 49–52. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1573562461. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په March 3, 2020 باندې). Changing the Equation: 50+ US Black Women in STEM. Abrams
  31. Gubert, Betty Kaplan; Sawyer, Miriam; Fannin, Caroline (2002). Distinguished African Americans in aviation and space science. Westport, Conn.: Oryx Press. د کتاب پاڼي 49–52. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1573562461. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په March 23, 1991 باندې). Black female flyer gave life to aviation. The Dispatch.