اویغور خلک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ويغور نه مخ گرځېدلی)
پخوانی اويغوري پاچا

اویغوریان د مسلمانو ترکانو له ټبره دی چې د سینکیانگ ولایت د وگړو ۴۵ سلنه جوړوی، خو هان قوم پکې ۴۰ سلنه دی، چین په ۱۹۴۹ کال پر سینکیانگ د واک لرلو اعلان وکړ. هغه مهال چې د ختیځ ترکستان دولت ډېر دوام ونه کړ له هماغه وخت راهیسې، سینکیانگ ته د هان چینایانو د مېشتېدو لړۍ تېزه شوه، خو اویغوریان د خپل کلتور له منځه وړلو وېره لری. د چین حکومت په سینکیانگ ولایت کې پر اویغور ټولنې د بندیزونو په لړ کې پر مذهبی او دینی کړنو هم بندیزونه لگولی. گوتنیوونکی وایی د چین دا عمل په حقیقت کې د وضعیت خرابولو ته په لوی لاس لمن وهل دی.

تاریخ[سمول]

سینکیانگ (ختیځ ترکستان) کې ځینې بندیزونه[سمول]

  • ښځې له حجاب اغوستلو منع شوې دی
  • اویغوریان په ځینو سیمو کې د چړو له اخیستو منع شوی دی
  • لمونځ د وضع شوی قانون له مخې کېږی، داسې چې له ۱۸ کلنۍ ټیټ کسان جومات ته نه شی ننوتلی
  • واده کوونکی باید حکومت ته د واده د منښتلیک ترلاسه کولو لپاره وړاندیز وکړی، په پټه واده کول منع دی
  • له سپین ږیرو پرته نور ږیرو پرېښودو ته نه پرېږدی.[۱]

گالری[سمول]

سرچینې[سمول]

  1. "د اویغور پرسر د ترکیې او چین ترمنځ ترینگلتیا/۸ صبح ورځپاڼه". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جون ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)